د حضرت عمر فاروق "رض" عدالت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خطاب زوى او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لوېو صحابو له ډلې څخه و.

د هجرت په ١٣ کال د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه تر وفات وروسته يي د خلافت د چارو واګي په لاس کي واخستې.

د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د فتوحاتو لمن ډېر پراخه سوه او ډېري سیمې د اسلامي خلافت تر قلمرو لاندي راغلې او په دي ټول قلمرو کې امن او امان، سکون او اطمينان موجود و او لامل يې د حضرت عمر رضي الله عنه سياست، تدبير، عدل او انصاف و.

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د اسلامي حکومت ستنې چې بنسټ يې د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه په مبارکو لاسو ايښودل سوي وو، داسې مضبوط کړ چې نړيدل يې ممکن نه وو او د اسلامي عدل پر بنسټ يې د خلافت چاري داسې تنظیم کړې چې د نړۍ هيڅ يوه نظام ورسره سيالي نسواى کولاي.

حضرت عمر فاروق "رضي الله عنه" د خپل خلافت په ټوله موده کې د يو ويښته په اندازه د عدالت له لارې تجاوز ونه کړ، مالدار او غريب د قومونو لويان او کشران په ټولنيز لحاظ د هغه په وړاندې يو شان وه.

د عدل او انصاف ځیني پیښي:

١. يو ځل د حج په ورځو کې يې ټول مامورين راوغوښتل او ورته یې ووئيل: څوک زما په اړه شکایت لري؟ حضرت عمرو بن عاص "رضي الله عنه" د مصر والي او نور لوى لوى مامورين هم موجود وو، يو کس ودريدی او ويې ويل چي: پلاني حاکم پرته له کوم جرمه سل دورې ووهلم. حضرت عمر فاروق "رضي الله عنه" ورته وویل پاڅه او خپل بدل ځیني واخله. حضرت عمرو بن عاص 'رضي الله عنه" وویل: اي اميرالمؤمنينه! په دې کار سره به ټول حاکمان بي زړه شي. حضرت عمر رضي الله عنه وویل: بې لدې بله لار نسته، دا يي وويل او عرض کوونکي ته يې وويل چې پاڅه او خپل انتقام ځیني واخله. آخر حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه د عرض کوونکي خوا ته ورغى او هغه يې په دي راضي کړ چې سل ديناره واخلي او ابرا وکړي.

۲. يو وخت د قريشو مشران د حضرت عمر رضي الله عنه د ليدلو لپاره راغلل، اتفاقاََ حضرت صهيب،حضرت بلال او حضرت عمار رضي الله عنهم او ځينې نور کسان هم حاضر وو چې زياتره يې ازاد سوي مريان وه، حضرت عمر فاروق "رضي الله عنه" لومړی دوي خپل حضور ته راوبلله او د قريشو مشران منتظر پاته سول.

پر ابو سفیان "رضي الله عنه" (چي د جهالت په وخت کې د خپلې قبيلې رئیس و) دا کار ډېر ګران تمام سو او ويې ویل: سبحان الله مريانو د خلافت د دربار اجازه و لرله او مونږ انتظار باسو.

يو شمېر نور (چې حق پيژندونکي وو) وویل: موږ بايد له حضرت عمر فاروق "رضي الله عنه" څخه شکایت ونکړو، اسلام ټولو ته په يوه آواز بلنه ورکړه څوک چې له خپلې بدبختۍ نه وروسته پاتې سول نن هم باید وروسته پاتې سي!

٣. يو ځل د غنيمت مال لاس ته راغى، ام المؤمنين حضرت حفصه رضي الله عنها چې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لور او د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه بى بى وه د خپل پلار حضورته ورغله او ويې ويل: څه چې زما حق وي رايي کړه! حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وویل:لورجانې! ته زما په خاص مال کې حق لرې، خو دا د غنيمت مال دي، ته غواړې چې خپل پلار په مغالطه کې واچوې؟

حضرت حفصه رضي الله عنها حيرانه سوه او له خپل ځايه پاڅيده او ولاړه.