ويکيپېډيا:د حضرت علي پوهه
د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com
خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان
د پوهې ور
[سمول]خوشال خان خټک:
محمد د علم ښهر دى،علي يې ور و
[سمول]تر قنبر يې شه خوشحال خټک فداک[1]
[سمول][سمول]
د حضرت علي پوهه
[سمول]فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د (إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ) تر آيت لاندې له حضرت علي روايتوي چې وايي : رسول اکرم راته د علم زر ورونه راوښودل،چې له هر بابه مې زر نور بابونه استنباط کړل .
عبدالله بن عباس (رض) وايي:
د پېغمبر(ص) علم ،د خداى له علمه سرچينه اخستې او د علي علم د پېغمبر له علمه دى او ما له علي علم زده کړی،زما علم او د اصحابانو علم،دعلي دعلم په پرتله داسې دى لکه يو څاڅکې،چې سمندرته وي[2].
له حضرت عمر(رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم (ص) ويلي: (( هېڅ يو لټوونکي ته د علي (ک) د فضل په څېر څه په لاس نه شي ورتلاى؛ځکه علي (ک) د حق غوښتونکې د حق لوري ته سموي او له هلاکته يې ژغوري اوهغه ،چې په ضلالت او لار ورکۍ کې پراته وي بېرته راستنوي [3])).
پېغمبراکرم(ص) دعلي(ک) په باب ويلي دي :
(١)-أَنَا مَدِينَةُ الْعِلْمِ، وَعَلِيٌّ بَابُهَا، فَمَنْ أَرَادَ الْعِلْمَ فَلْيَأْتِ الْبَابَ - زه دعلم ښار يم اوعلي يې ور دى،څوک،چې علم غواړي؛نو په وره دې ورننوځي[4].
(٢)- أَنَا دَارُ الْحِكْمَةِ , وَعَلِيٌّ بَابُهَا - زه د حکمت کور يم او علي يې ور دى . ( انادارالحکمه وعلي بابها[5]))
(٣)- علي بن أبي طالب باب حطة،من دخل منه كان مؤمناً ومن خرج منه كان كافراًً. علي بن ابيطالب "
باب حطه" دى،که څوک په دې وره ورننوت،مؤمن او که ترې راستون شو؛نو کافر دى.
شيخ سلېمان قندوزي حنفي په ينابيع المودة(٧٧مخ ،١٤باب) کې له "اصبغ بن نباته" نه روايت کړى ،چې ويلي يې دي: وامې ورېدل،چې حضرت علي (ک) وويل : رسول اکرم راته زر بابه زده کړل،چې له هر باب نه زر نور پرانستل کېږي؛نو دا زر زر بابه شول تر دې،چې پوه شوم هغه ،چې شوي اوهغه ،چې تر قيامته کېدونکي دي،د بلايا ،منايا په علم پوه شوم او په (فصل خطاب) هم[6].
شيخ سلیمان قندوزي حنفي[7] د امام احمد حنبل په نقل ليکي : يوه ورځ علي (ک) پر منبر وويل :مخکې تر دې،چې له لاسه مې ورکړی، ومې پوښتی،د "کتاب الله" په باب مې وپوښتي،زه پر ټولو آيتونو پوهېږم،چې چېرته نازل شوي؛په غره کې که په سمه؟ د فتنو په باب مې وپوښتي؛ځکه داسۍ فتنه به نه وي،چې پرې ونه پوهېږم،چې راولاړېږي او څوک به پکې وژل کېږي)).
ابن حجر هيثمي شافعي[8] ليکي : علي(ک) سوګند يادوي:(( پر خداى تعالى قسم د قرآن مجيد په ټولو آيتونو پوهېږم،چې د چا په باب،چېرته او پر چا نازل شوي دي،په رښتيا،چې الله تعالى راته هوښيار زړه اوخوله وره ژبه راکړې ده .))
د همدې کتاب او همداراز د ذخائرالعقبي ٨٣ مخ کې راغلي : د "کتاب لله"په باب مې وپوښتئ او پر هر آيت پوهېږم،چې د شپې نازل شوى او که د ورځې،په سمه يا په غره کې.
نهج البلاغه[9] : مخکې تردې،چې درنه ولاړ شم،د هرڅه په باب مې وپوښتئ،چې زه دآسمان په لارو کې تر ځمکې ښه بلد يم ! وپوښتئ تر دې ،چې هېواد مو د فتنې او فساد تورې لړۍ ونيسي او عقلونه مو واړوي.
متقي هندي [10] ليکي :علي(ک) ويلي : مخکې تردې،چې له لاسه مې ورکړۍ،ومې وپوښتئ،د هر شي په باب مې وپوښتئ ځواب يې درکوم ؛خو داچې تر عرش پورته وي.
ابن عبدالبر[11]،ابن اثير[12]،ابن حجر[13]، محب الدين طبري[14] او امام احمد حنبل ( په خپل مسند کې ) ليکي: بې له علي (ک)،بل چا هم په خپل ژوند کې نه دي ويلي،چې د هر څیز په باب مې وپوښتئ (سلوني...)
امام احمد حنبل[15]ليکي: ا مام حسن (رض) د علي (ک) تر شهادت وروسته ويناو کړه اوويې ويل:پرون له تاسې داسې يو سړى ولاړ،چې د بشر ړومبني او راوروستي به دهغه هومره علم نه درلود او نه به يې ولري داسې څوک،چې آنحضرت (ص) به غزا ته لېږه؛نو جبرائيل به يې ښي لوري ته او ميکائيل به يې کيڼ لوري ته روان وو او تر سوبې وروسته راستنېده،بې سوبې نه دى راستون شوى.
ابن مغازلي شافعي[16] په خپل سند له ابن عباس (رض) نه روايت کړى،چې پېغمبراکرم(ص) ويلي : جبرائيل راته له جنته يو فرش راووړ او پرې کېناستم او چې دخداى تعالى قرب ته ورسېدم راسره يې په ګوښه کې خبرې وکړې "فماعلمنى شيا الا وعلمت عليا فهوا باب مدينة علمې" چې څه یې راوښوول،هغه مې علي ته ور زده کړل نو هغه مې د علم ور دى. بيا پېغمبر(ص)،علي ځانته راوغوښت او ورته يې وويل :(( يا علي! درسره پخلاينه او دوستي راسره پخلاينه او دوستي ده او درسره جګړه، له ما سره جګړه ده، تر ما وروسته مې د امت بېرغ او نښه يې.))
احمد بن محمد صديق حسني مغربي[17] ليکي:
(الف) – ابو نعيم په "حلية الاولياء " کې په سم سند له علي(ک) نقل کړى ،چې ويلي يې دي: پېغمبر(ص) ويلي دي ((زه دعلم ښار يم او علي! ته یې ور يې،هغه به دروغ ويلي وي،چې ګومان کوي بې وره ننوتى شي.))
(ب) – شعبي له علي (ک) نقل کړى،چې پېغمبراکرم(ص) ويلي دي: (( انا دار الحکمه وعلي بابها؛زه د حکمت کور يم اوعلي يې ور دى.))
ابن عبدالبر[18] په خپل سند له عبدالله بن عباس(رض) نه روايت کړى ،چې ويلي يې دي: حکمت په لسو برخو وېشلى شوى،نهه برخې يې علي ته ورکړل شوې او يوه يې نورو ته اوعلي په دې يوه برخه کې هم تر ټولو پوه دى.
متقي هندي [19] :
( الف) – له ابوذر غفاري (رض) نه روايت دى،چې آنحضرت (ص) ويلي دي : ((اعلم امتي من بعدي على بن ابيطالب - تر ما وروسته،د امت ډېر عالم او پوه علي بن ابيطالب دى.))
(ب)- له سلمان فارسي (رض) نه روايت دى،چې رسول اکرم (ص) ويلي دي : (( علي تر هر چا زيات خداى او خلک پېژني.))
(ج) – له عبدالله بن مسعود(رض) نه روايت دى،چى رسول اکرم (ص) ويلي: ((علي! تر ما وروسته،چې زما امت د څه په باب اختلاف وکړي ته به یې ورته څرګندوې.))
ابن حجرهيثمي [20] او ابن عبدالبر قرطبي[21] ليکي : د ام المؤمنين حضرت عايشې رضى الله عنها په مخ کې به ،چې د علي (ک) نوم اخستل کېده؛نو ويل به يې ((هغه د پېغمبر(ص) پر سنتو تر ټولو پوه دى))
خوارزمي[22] ليکي:
امام ثعلبي په خپل سند له "محمد بن منصور" نه روايتوي،چې ويلي يې دي : له امام احمد حنبل نه مې اورېدلي،چې ويل به يې : " ما جا ء لاحد من اصحاب رسول الله (ص) من الفضائل ما جاء لعلى؛يعنې دعلي په باب ،چې کوم فضايل راغلي،د پېغمبر اکرم (ص) د بل يو اصحابي په باب هم نه دي راغلي ".
دا روايت حاکم [23] هم په همدې سند را اخستى دى .
ابن عبدالبر[24]ليکي : امام احمد حنبل او اسماعيل بن اسحاق قاضي ويلي : د حضرت علي (ک) په باب،چې په سمو اسنادو کوم فضايل روايت شوى؛نو د رسول الله (ص) د يوه صحابي په باب هم نه دي راغلي.))
پردې حقيقت نورو پوهانو او علماوو رحمة الله عليهم هم منښته کړې ده[25].
امام غزالي (رح) په (المنقد من الضلال) کتاب کې ليکي: عقلمن د عقلمنو په مشر امام علي(ک) پسې ملا تړي او بيا زياتوي : لايعرف الحق بالرجا لاعرف الحق نعرف اهله؛يعنې حق پر سړيواو رجالو نه پېژندل کېږي،لومړى حق وپېژنه،چې بيا يې اهل او وړهم وپېژنې.
امام غزالي د "علم لدني" په رساله کې وايي: علي (ک) ويلي: رسول الله (ص) خپله ژبه ،زما په خوله کې کېښووه ؛نو د رسول الله (ص) د خولې له لاړو د علم زر بابه راپرانستل شول،چې بيا له هر بابه زر نور.
علي (ک) زياتوي: که د قضا په مقام کينم؛نو د تورات لارويانو ته به په تورات، د انجيل لارويانو ته به پر انجيل او د قرآن مجيد لارويانو ته به د قرآن له مخې پرېکړې کوم.
امام غزالي (رح) زياتوي: حضرت علي (ک) دعلم دې مرتبې ته يوازې د ښوونې او تعليم له لارې نه دى رسېدلى؛ بلکې الهي پېرزوينه او موهبت پرې شوى،چې د "لدني علم" څښتن شو او که نه څنګه فرضولاى شو،چې يو بشر ووايي که خداى او پېغمبر يې اجازه راکړي؛نو د "فاتحه الکتاب" په تفسير کې به تورات شرح کړم،چې څلوېښت باره به شي؟
غزالي (رح) زياتوي :دومره پراخ علم بې له غيبي مرستو او الهي پيرزوينو ترلاسه کېداى نه شي.
ابن حجرشافعي[26] او ابن عبدالبر قرطبي[27] ليکي: د حضرت عمر (رض)،ابن مسعود(رض) او نورو اصحابو (رضى الله عنهم ) په اند ،علي د قرآن پر فرائضو ډېرپوهېده او د قضاوت په باب تر ټولو هوښيار او عالم و.
ابو عمريوسف بن عبدالله بن محمد بن عبدالبر [28] د علي (ک) يو شمېر روايت شوي فضايل نقل کړي او په پاى کې يې منښته کړې،چې د علي (ک) ټول فضايل نشم کښلاى.
ابوبکر احمد بن موسى بن مردويه (رح) په ((کتاب المناقب)) کې د علي (ک) په باب زيات روايتونه رااخستي،چې متواتر يې ګڼلي او يوازې (١٨٢) فضايل يې له پېغمبر(ص) نه روايت کړي دي .
حافظ محمد بن مؤمن شيرازي(رح) د څلورګونو مذاهبو سترعالم، له دولس ګونو تفاسيرو ځنې يو کتاب کښلى،چې د حضرت علي (ک)فضايل پکې کښل شوي.
اصفهاني اسعد بن عبدالقاهر بن شقروه (رح) په "الفائق" کتاب کې د علي (ک) په باب فضايل نقل کړي،چې ددې کتاب يو نسخه په نجف کې د حضرت علي (ک) په کتابتون کې شته.
موفق بن احمد خوارزمي (اخطب خطبا او ستر عالم) د "الاربيعن" په کتاب کې له پېغمبر(ص) نه د حضرت علي (ک) په باب روايتونه نقل کړي دي.
حجة الاسلام ناصر بن ابى مکارم مطرزي خوارزمي (د اهل سنتو سترعالم د "لمعروف" ليکوال او هم پر "المناقب" کتاب يې "لايضاح" په نامه شرح کښلي) د خپل کتاب "المناقب" په لومړيو پاڼو کې ليکي: د علي(ک)د فضايلو ليکنه دانسان له وسې وتلې ده او د خپلې خبرې لپاره دليل راوړي،چې،صدر الحفاظ حسن بن عطا همداني په خپل سم سند له مجاهد او ابن عباس (رضى الله عنهما) نه روايت کړى،چې رسول اکرم(ص) ويلي دي :
(( لو ان الغياض اقلام والبحر مداد والجن حساب والانس کتاب ما احصوا فضائل على بن ابيطالب؛که دځنګلونو ونې قلمونه، سمندرونه رنګ،ټول پېريان حسابګر او ټول انسانان ليکوونکي شي ؛نو دعلي بن ابيطالب فضايل به ونه شمېري)).
دا روايت "ابن شيرويه ديلمي" په "فردوس الاخبار" کې له ابن عباس رضى الله عنه نه په لږ توپيرد اسې روايت کړي دى :
پېغمبراکرم(ص) حضرت علي (ک) ته وويل : ((که سمندر رنګ،د ځمکې دمخ ونې قلمونه،ټول انسانان ليکونکي او ټول پېريان حسابوونکي شي؛نو اې علي فضايل دې نه شي کښلاى)).
شيخ سليمان قندوزي حنفي[29] د ابن طلحه شافعي له ( درالمنظم) نه نقلوي،چې علي(ک) ويلي : ((که وغواړم ،چې "فاتحه" سورت تفسير کړم ؛نو اويا اوښان به بار کړم او زما د خبرې تائيد د رسول اکرم(ص) دا وينا ده،چې : ((زه د علم ښار يم اوعلي يې ور دى)) او د پېغمبر(ص) د وينا تائيد د قرآن آيت دى،چې: (( کورونو ته یې په ورونو ورننوزﺉ))؛نو څوک،چې غواړي علم زده کړي،په هغه وره دې ورننوزي،چې پېغمبر ښوولى دى.))
امام شافعي (رحمة الله عليه ) وايي: له داسې نارينه حيران يم ،چې دښمنانو يې د کینې له امله فضايل پټ کړل او دوستانو يې د وېرې له امله راښکاره نه کړل؛خو بيا هم دومره فضايل ورته ويل شوي،چې ځمکه او آسمان پرې ډک دى[30].
( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي : حضرت معاويه بن ابوسفيان ته به چې کومه مسله راپېښه شوه؛نو حضرت علي ته به يې ليکل او ترې به يې مرسته غوښته؛نو کله يې چې واوېدل،چې حضرت علي ووژل شو؛نو ويې ويل :فقه او علم د علي له مړينې سره مړه شول . ورور يې عتبه ورته وويل :پام چې د شام خلک دې دا خبره وا نه وري . حضرت معاويه ورته وويل : پرېږ ده مې .
( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالله بن عباس روايتوي چې وايي : که علم لس برخې فرض کړو؛نو پر خداى قسم،چې نهه برخې يې په علي کې دي او علي په هغه یوه برخه کې هم له خلکو سره شريک دى .
دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې هم راوړى دى .
( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي چې وايي : بې له علي چا هم په ژوند کې و نه ويل : (سلونى؛څه چې غواړئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) .
دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې، ابن حجر د صواعق په ٧٦ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې، احمد په مناقب کې، بغوي په معجم او ابو عمرو هم نقل کړى دى
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : علي خلکو ته وينا کوله،چې و يې ويل :ايهاالناس ! دا څه رټلې خبرې دي،چې ستاسې په اړه مې غوږونو ته رارسي؟ پر خداى چې ډېر ژر به طلحه او زبير (رضي الله عنهما) ووژل شي او بصره به سوبه شي او ډېر ژر به د کوفې له اړخه شپږ زره پينځه سوه او شپېته او يا يې وويل : پينځه زره شپږسوه او پنځوس مرستيال سرتېري ستاسې مرستې ته راشي . له ځان سره مې وويل :د امام دا خبرې د جنګي سياست لپاره دي؛ځکه په جګړه کې دوکه روا ده؛خو سره له دې د کوفيانو هرکلي ته ولاړم؛نو پوښتنه مې وکړه،چې شمېر مو څومره دى او هومره يې راته وويل، چې امام وړاندوينه کړې وه . بيا مې له ځان سره وويل: دا له هغه اسرارو دي،چې رسول اکرم (ص) ورته ويلي وو؛ځکه رسول اکرم ورته د پوهې زر بابه ورکړي ول،چې له هر باب يې زر نور بابونه پرانستل کېدل.
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له ابي المتعمر مسلم بن اوس او همداراز له جارية بن قدامه سعدي (رض) روايتوي،چې دواړه وايي : له علي سره وو،چې د خپلو ويناوو په ترڅ کې يې خلکو ته وويل : مخکې تر دې چې له لاسه مې ورکړئ؛نو ومې وپوښتئ او داسې څه به نه وي،چې ځواب یې ونه لرم؛خو داسې څه،چې له عرش اخوا وي .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) ، ( د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٥٨ مخ )، ( فخر رازي په خپل تفسير کې د (( و اما بنعمة ربک فحدث )) تر آيت لاندې ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٤ مخ کې ) ، ( ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ )، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢١ مخ ) ، ( کنزالعمال :اتم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٨ مخ ) او ( د بغداد تاريخ :شپږم ټوک،٣٧٩ مخ ) د اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب د علم په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې خپلې سينې ته په اشارې کميل ته وويل :دلته خورا پوهه ده؛خو څومره بده ده، چې څوک نشته،چې ددې علومو حامل شي او ور و يې لېږدوم . لکه چې د استعداد خاوندان شته؛خو امين نه دي .
( کنزالعمال :لومړى ټوک،١٠٣ مخ ) له اصبغ بن نباته (رض) روايتوي،چې وايي : له حضرت علي بن ابيطالب سره ناست وو،چې يو يهودى راغى او ويې ويل :اميرالمؤمنينه ! خداى له کله و ؟ نو همدا چې موږ ترې دا خبره واورېده؛نو سم مو وواهه او نږدې ول، ومري؛خو حضرت علي وويل : خوشې يې کړئ او بيا يې وويل : يهودي وروره ! چې څه درته وايم ، ښه يې واوره او په زړه کې يې وساته؛ځکه له هغه کتابه ځواب درکوم،چې خداى پر موسى نازل کړ او که تا خپل اسماني کتاب ويلي وي؛نو د خپلې پوښتنې ځواب به پکې پېدا کړې؛ هغه چا ته سم دي،چې ووايو،چې له کله و، چې شتون يې پر نشتون مخکې وي؛يعنې په يو وخت کې نه و او بيا شته شو؛خو لا يزال خداى بې له څه څرنګوالي او شتون يې د نورو د شتون په څېر نه دى؛له لايزال مخکې لا يزال او وروسته تر وروسته و او بې له څه کيفه لم يزال ، غايت او منتهي دى . يهودي وژړل او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! پر خداى، چې په تورات کې هم داسې راغلي دي او اوس شهادت ورکوم،چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد (ص) يې بنده او استازى دى .
( رياض النضره :دويم ټوک،١٢٢ او ٢٢٢ مخونه ) د حضرت علي د علم په اړه دوه روايتونه راوړي او همداراز ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ او ٦٧ مخونو ) د قرآن پر ظاهر او باطن د حضرت علي د پوهې په اړه دوه روايته ، ( ابن سعد؛طبقات:دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ ) له حضرت ابي الطفيل،(ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٧ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ) ، (ابن جرير؛تفسيرجرير:٢٦ ټوک،١١٦ مخ ) له حضراتو ابي الطفيل او ابي الصبهاء ، ( متقي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،٢٢٨ مخ ) له حضرت عامر بن واثله او د شپږم ټوک په ٣٩٣ مخ کې په دې اړه ( سلوني؛يعنې څه چې پوښتئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) چې په وروستي کې يې له مامون الرشيد له مهدي عباسي له منصور دوانيقي له پلار يې عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب مې واورېدل،چې وايي :هېڅکله په علي پسې بدې ردې مه وايي ،چې له علي سره مې د رسول اکرم داسې چلن ليده، چې که له ماسره يې درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو راته ښه و،چې لمر پرې لګي (بيا خپله خبره کوي تر دې چې دلته رارسي) علي د څو ځانګړنو په درلودو نېکمرغه شو؛د رسول اکرم په زومتوب،له بېوزليو سره مرسته او د قرآن پر ظاهر، باطن،فقه او تاويل علم .
( طحاوي؛ مشکل الآثار : دويم ټوک،٣٧٣ مخ ) پر دوو سندونو له حضرت عبيد بن ابي رفاعة انصاري روايتوي،چې د خداى د استازي يارانو د حضرت عمربن خطاب په مخ کې د نطفې د عزل په اړه اختلاف وکړ،چې حلاله ده که حرامه ؟ حضرت عمر بن خطاب وويل :تاسې چې اهل بدر ياست او نن په يوه ديني مسئله کې سره شخړه کوئ؛نو راتلونکى ځوځات به مو څه کوي ؟ اصحاب چوپ شول او دوو سره پسپسکي پيل کړل،چې حضرت عمر وويل : دا پسپسکي څه دي ؟ يو يې وويل :يهوديان عزل حرام ګڼي او يو ډول موئوده _ژوندي ښخول _ يې ګڼي . حضرت علي وويل :هله ژوندى ښخول ګڼل کېږي،چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي؛ځکه قرآن هغه ته انسان وايي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي،چې دادي :
[١_ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ. ٢_ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ.٣_ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً . ٤_ فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً.٥_ فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا . ٦_ فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا.٧_ ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.]
او لنډه داچې د نطفې له منځه وړل او له زيلانځ- رحم يې بهر اچول هله ژوندي ښخول دي،چې له طين،نطفه،علقه،مضغه؛ عظام او هډوکي او يا پر غوښه پوښل شوى وي او بل خلقت شوى وي او لنډه داچې ژوندى انسان وي .
( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) له رسول الله مبارک روايتوي،چې وايي :علي بن ابيطالب پر خداى او خلکو د خلکو ډېر پوه او اعلم دى.
د همدغه ټوک په ٣٩٦ مخ کې له ابي ازهراء روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب به تل ويل :زه او د اولادې پاکان مې ،تر ټولو خلکو سينه پراخ او تر ټولو پوه يو . خداى تعالى په موږ دروغ له منځه وړي او د لېوانو غاښونه له داړلو پڅوي او په موږ خداى ،له ورمېږونو د ذلت زنځيرونه پرانځي،خپګانونه مو له منځه وړي او په موږ دي،چې خداى پيل او پاى کوي .
( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٣ مخ ) له حضرت سلمان روايتوي،چې وايي : رسول اکرم ته مې وويل : رسول الله ! هر پېغمبر وصي لري؛نو ستا وصي څوک دى ؟ رسول اکرم راته هېڅ هم و نه ويل ؛خو بله ورځ يې،چې وليدم؛نو غږ يې راته وکړ او ما هم ورمنډه کړه او راته يې وويل : پوهېږې،چې د موسى وصي څوک و ؟ورته مې وويل : يوشع بن نون . پوښتنه يې وکړه : ولې د موسى وصي شو ؟ ورته مې وويل : ځکه په هغه وخت کې تر ټولو عالم و. رسول الله وويل : (( زما وصي علي دى،چې تر ټولو غوره دى،چې پر کړيو ژمنو مې وفا وکړي او پورونه مې ورکړي . ))
( ابن سعد؛ طبقات : شپږم ټوک،١٦٧ مخ ) په خپل سند له جبلة بنت مصفح له خپل پلاره ، ( اسدالغابه : شپږم ټوک،٢٢ مخ ) په خپل سندعبدة بن سليمان له عبدالملک بن سليمان ، ( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) ، (مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،٤٦ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) له جبير له عايشې بي بي ، ( متقي؛کنزالعمال : څلورم ټوک،٣٤٣ مخ او همداراز د دويم ټوک په٤٦٢ مخ ) له مغيرة ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( بيهقي؛سنن :پينځم ټوک،٥٩ مخ ) په خپل سند له عمرو له ابي جعفر څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې موږ دلته يوازې د ذخاير العقبى د ٦١ مخ روايت راخستى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : د خداى استازي وويل : په دنيا کې د علي بن ابيطالب فضيلت ته څوک رسېداى نشي، چې خاوند د هدايت پر لور رهبري او له ضلالت او هلاکت يې لرې کړي.
( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) په خپل سند له طبراني روايتوي،چې رسول اکرم (ص)،حضرت علي ته وويل : (( قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې که له دې نه وېرېدم،چې مسلمانان ستا په اړه هغه څه و نه وايي،چې مسيحيان يې د عيسى بن مريم په اړه وايي؛نو نن به مې ستا په اړه هغه څه ويلي ول،چې د هر مسلمان له مخې تېرېدې؛نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرک لپاره ښکلولې . ))
( امام احمد بن حنبل؛ مسند : لومړى ټوک،١٩٩ مخ ) له وکيع له شريک له اسحاق له هبيره روايتوي،چې وايي : حضرت حسن بن علي د حضرت علي تر شهادت وروسته په خطبه کې وويل : پرون له تاسې هغه سړى ولاړ،چې نه په تېرو او نه په راتلونکيو کې يې څوک پوهه لري؛هغه چې رسول اکرم جګړې ته لېږه؛نو جبراييل به يې ښي لور او مکائيل به کيڼ لور ته و او بې بري به نه راستنېده .
( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) له سويد به غفله له صنابحي ، (ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،٦٤ مخ ) له اصبع بن نباته او حارث ، (مناوي په فيض القدير کې ) ، ( د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٠٤ مخ ) او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠١ مخ کې له اسماعيل بن موسى څخه په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( زه د حکمت کور او علي يې ور دى او يا وايي : زه د علم ښار اوعلي يې ور دى . ))
( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٦ مخ ) په خپل سند له مجاهد له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( زه د علم ښار او علي يې ور دى؛نو که څوک غواړي دې ښار ته راننوځي؛نو له وره دې راننوځي . ))
( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٣٤٨ مخ ) او په بله لار د اووم ټوک په ١٧٢ مخ کې اوپه بله لار د يوولسم ټوک په ٤٨ مخ کې او په څلورمه لار د اووم ټوک په ٤٩ مخ کې ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب :شپږم ټوک،٣٢٠ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٤٢٧ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ ) ، ( مناوي؛ فيض القدير :درېم ټوک،٤٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي، ابن عدى، طبراني، حاکم ، ابو الشيخ او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٤ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٣ مخ ) ، ( کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ )، ( کنوزالحقايق :٤٣ مخ ) ، ( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) او د بغداد تاريخ د دويم ټوک په ٣٧٧ مخ کې په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د خطيب بغدادي روايت نقل کړى دى،چې په خپل سند يې له حضرت جابر بن عبدالله روايت کړى،چې وايي : د حديبيه پر ورځ رسول اکرم(ص) د علي لاس نيولى و، وويل :دا د نړۍ د نېکانو امير، د ناپاکانو قاتل دى او چاچې مرسته ورسره وکړه؛نو له خداى سره يې مرسته کړې او که چا پرېښود؛نو خداى يې پرېښى دى او بيا يې خپل غږ لوړ کړ او پر لوړ غږ يې وويل : (( زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛که څوک غواړي زما د علم ښار ته راننوځي؛نو بايد له وره راننوځي . ))
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٣ مخ ) له حضرت انس بن مالک څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې ړومبی مضمون يې دى، چې رسول اکرم (ص) حضرت علي ته وويل : ته به تر ما وروسته زما په امت کې د خداى هغه احکام څرګندوې،چې خلک پکې اختلاف کوي . ))
[1] . ارمغان ٤٣٠ مخ
[2] ( شيخ سلېمان قندوزي حنفي،ينابيع المودة ٧٠ مخ)
[3] ( محب الدين طبرى شافعي،رياض النضره ٢/٢١٤)
[4]ابن عساکردمشقي،دمشق تاريخ٢/٤٦٤ نه تر٩٩٧-احاديثو پورې).ابوعبيدالله حاکم حسکاني حنفي،شواهد التزيل١/٣٣٤(٤٥٩حديث). حاکم نيشابوري،المستدرک الصحيحين ٣/١٢٦/١٢٧(په سم سند). حافظ خطيب بغدادي،دبغداد تاريخ٤/٣٤٨-او١٧٢مخونه او١١/٤٨/٤٩مخونه. ابن اثير،اسد الغابة٤/٢٢.
[5] صحيح ترمذى٥/٣٠١(٣٨٠٧حديث).ابونعيم،حلية اولالياً١/٦٣.ابن مغازلي شافعي،المناقب ٨٧(١٢٩ حديث) .
[6] .صالحي الشامي، سبل الهدى والرشاد ۱۱/ ۲۹۷ .متقي هندي ،کنزالعمال ٦/١٥٣(حديث) . سيوطي،الجامع الصغير٢/٥٦(دمصرالميمنيه چاپ) . ابن حجرشافعي،الصواعق المحرقه ٧٥ مخ (دمصرالميمنيه چاپ). شيخ سلېمان قندوزي حنفي،ينابيع المودة،١٨٥/٢٥٧/٢٨٤مخونه د اسلامبول چاپ .
[7] (ينابيع المودة ٧٤ مخ،د نجف چاپ)
[8] (الصواعق المحرقه ٧٦مخ )
[9] (صبحى صالح)١٨٩ خطبه (وينا)
[10] (کنزالمعال٦/٤٠٥)
[11] (الاستيعاب٢/٤٦٢)
[12] (اسد الغابة ٤/٢٢)
[13] (الصواعق المحرقه ٧٦مخ)
[14] (رياض النضره ٢/١٩٨)
[15] (مسند١/١٩٩)
[16] (المناقب٥٠مخ )
[17] ( فتح المک العلى ٥٥ مخ )
[18] ( الاستيعاب ٢/٤٤٢)
[19] (منتخب کنزالمعال ٥/٣٣)
[20] (الصواعق المحرقه ٧٦مخ )
[21] (الاستيعاب٣/٣٨/٤٠)
[22] ( المناقب ٣مخ )
[23] (مستدرک الصحيحين ٣/١٠٧)
[24] (الاستيعاب٢/٤٦٦)
[25] ١ـ احمد بن شعيب بن علي نسايي[25]. ٢ـ ابن حجر شافعي (الصواعق المحرقه ٧٢مخ ) . ٣ـ ابن حجر عسقلاني شافعي (فتح الباري ٦/١) . ٤ـ شبلنجي ،نورالابصار٧٣مخ .
[26] ( الصواعق المحرقه ٧٦مخ )
[27] (الاستيعاب ٣/٣٨/٤٠)
[28] (الاستيعاب٣/٢٦/٦٧)
[29] (ينابيع المودة ١٤ باب ٦٥ مخ )
[30] (ډاکتر سيد محمد تیجاني تونسي،ثم اهتديتم (فارسي ژباړه ٢٢٣ مخ )