د حضرت علي تخته کوپرک عالي لیسه
د حضرت علي تخته کوپرک عالي لېسه(انګليسي ژبه: Hazrat Ali Takhta Kopark High School)) د افغانستان د تخار ولایت یوه دولتي تعلیمي مؤسسه ده، چې په ۱۳۴۳ هـ ش (۱۹۶۴ ز.) کال کې تا سیس شوې. دا لیسه د تخار ولایت د پوهنې ریاست تر ادارې لاندې فعالیت کوي او د علم، اخلاق، او ملي شعور د روزنې په برخه کې مهم رول لري.
| ||||
|---|---|---|---|---|
| مالومات | ||||
| جوړېدو نېټه | ۱۳۴۳ لمريز جوزا | |||
| ډول | لېسه | |||
| جغرافيايي موقعيت | ||||
| ځای | تخار ولایت، | |||
| هېواد | افغانستان | |||
| شمېر | ||||
| د ځانګړې الې پارامیتر ونه موندل شو . | ||||
| سمول |
||||
تاریخي ارزښت
[سمول]دا لیسه د ۱۳۴۳ هـ ش کال د جوزا په میاشت کې د وخت د پوهنې چارواکو او د سیمې د مشرانو په همکارۍ تأسیس شوه. له لومړۍ ورځې راهیسې، دا ښوونځی د علمي زدهکړو، اخلاقي روزنې، او ټولنیز هوښ د ودې یوه مهمه مناره وه. په زرګونو نرینه او ښځینه زدهکوونکي یې فارغ کړي، چې ډېری یې اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې فعال دي.
د هېواد د کورنیو جګړو پر مهال، دا لیسه د جګړې له امله ویجاړه شوه، ودانۍ یې ونړېده، او اصلي موقعیت یې له منځه لاړ. بیا په ۱۳۹۲ هـ ش (۲۰۱۳ ز.) کال کې، د سیمې د خلکو د غوښتنو او د پوهنې ریاست د تایید له مخې، دا لیسه بېرته فعاله شوه. پخوانی موقعت د چرمګري کلي د نثار احمد عالي ترڅنګ یو موقعیت د نثار احمد شهید عالي لیسې تر څنګ و، خو د ادارې چارو تر پای رسېدو وروسته دا لیسه د تخته کوپرک اصلي ځای ته انتقال شوه او معیاري ودانۍ بنسټ ورته کېښودل شو.
لاسته راوړنې
تر اوسه د دې لیسې له چتر لاندې په زرګونو زدهکوونکي فارغ شوي دي، چې په ښوونه، طب، انجینري، اقتصاد، حقوق، او اداري چارو کې بوخت دي. دا لیسه نه یوازې د علمي زدهکړو، بلکې د ملي شعور او انساني ارزښتونو د خپراوي مرکز هم ګڼل کېږي.
ټولنیز رول
[سمول]حضرت علي تخته کوپرک عالي لیسه د تخار ولایت د پوهنې له مهمو بنسټونو څخه ده، چې د سیمې د علمي، فکري، او فرهنګي بیدارۍ په برخه کې ژوره ونډه لري. دا مؤسسه د سولې، ورورولۍ، او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو فعال بنسټ ګڼل کېږي.
تاریخ
[سمول]دا لیسه د وخت د پوهنې چارواکو او د سیمې د مشرانو په همکارۍ تاسیس شوه. له لومړۍ ورځې راهیسې، دا ښوونځی د علمي زدهکړو، اخلاقي روزنې، ټولنیز ژوند او ویښتیا د ودې یوه مهمه بېلګه وه. د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړه شوه، خو په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې بېرته فعاله شوه.
موقعیت
[سمول]د دې لیسې اوسنی موقت د تخته کوپرک کلی په لویدځي برخه کې دی، شمال لوري ته یې تالقان او د درواهي سپین جومات کلي عومي لوی سړک دی.

