د حضرت علي(ک) لس ځانګړنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژباړړه: اجرالدین اقبال پته: www.andyal.com

د حضرت علي(ک) لس ځانګړنې 24- حديث: حضرت عمرو بن ميمون وايي: له حضرت عبدالله بن عباس(رض) سره ناست وم،چې نهه ډلې ورته راغلې او و يې ويل: يا پاڅه او راسره راشه او يا مو له ابن عباس سره ځان ته پرېږده. دا پېښه هغه مهال وه،چې ابن عباس لا ړوند شوى نۀ و. ابن عباس ورته وويل: زه درسره ځم. هغوى يو كونج ته ولاړل او له ابن عباس سره په خبرو اترو شول. زه نۀ پوهېدم څه خبرې يې كولې. لږ وروسته مې ليدل، چې ابن عباس راروان و او جامې يې څنډلې او پر غوسه لګيا و : تون لعنت دې پر هغه وي، چې داسې سړي ته كنځل او ورپسې خبرې كوي،چې لس ځانګړنې لري،چې نور څوك يې نۀ لري: حضرت پېغمبر اکرم وويل:((سبا به داسې سړى د جګړې ډګر ته ولېږم چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او خداى به هېڅكله خوار يې نۀ کړ)) دا مهال ډېر خلك په تمه وو چې رسول اکرم به يې جګړې ته لېږي. رسول اکرم غږ وكړ : ((علي چېرې دى.)) رسول اکرم ته وويل شول: پر مېچنه اوړه كوي. رسول اکرم وويل ((په تاسو کې څوك نۀ و،چې اوړه يې كړي واى؟)) بيا يې علي(ک) راوغوښت،چې سترګې يې خوږېدې او څه يې نۀ شو ليداى. رسول اکرم پر سترګو يې خپلې توكاڼې وموږلې او وروسته بيرغ يې درې ځل جيګ كړ او و يې ښوځاوه او علي(ک) ته يې وركړ. علي(ک) صفيه د حيى لور په جګړه كې ونيوه. 2:- رسول اکرم حضرت ابابكر(رض) د توبې سورت ابلاغ ته ولېږه؛ خو ورپسې يې علي(ک) ولېږه،چې حضرت ابوبكر(رض)د سورت له ابلاغ منع كړي؛ځكه رسول اکرم وويل:(( دا كار بهيوازې هغه كوي، چې زما د تن برخه وي او زه د هغه د تن برخه يم.)) 3:- په هغه ډله كې، چې علي(ک) هم و، رسول اکرم بني هاشمو ته وويل:((په تاسو كې به څوك په دنيا او اخرت كې زما ملګرى وي؟)) علي(ک) وويل: زه. رسول اکرم ټينګار وكړ او ويې ويل:(( تۀ به په دنيا او اخرت كې زما ملګرى يې.)) 4:- رسول اکرم،فاطمه بي بي،علي(ک)،حسن او حسين راوغوښتل او پټو يې پرې واچو او و يې ويل:((خدايه دوى زما اهل بيت دي،له دوى چټلي لرې كړه او له هر ډول ناپاكۍ يې پاك كړه.)) 5:- علي(ک) لومړى تن و،چې له خديجې وروسته يې اسلام ومانه. 6:- علي(ک) د رسول اکرم جامې واغوستې او پر ځاى يې ويده شو. مشركانو ګومان كاوه ، چې رسول اکرم دى؛ نو په كنځلو يې پيل وكړ. دا مهال حضرت ابوبكر(رض)راغى او ورته يې وويل:د خداى رسوله! علي(ک) ورته وويل: رسول اکرم د ميمون د څاه لوري ته تللى دى.حضرت ابوبكر(رض) هم د ميمون څاه لوري ته ور روان شو. 7:- رسول اکرم له خپلو اصحابو سره د تبوك جګړى ته تله، علي(ک) ورته وويل: زه هم در سره ځم. رسول ا لله وويل: نۀ. علي(ک) پر ژړا شو. رسول اکرم ورته وويل:(( ايا په دې خوښ نۀ يې، چې راته داسې يې؛لكه هارون،چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تۀ د هارون په څېر پېغمبر نۀ يې. بيا يې ورته وويل: تۀ له ما وروسته په مؤمنانو كې زما ځايناستى يې.)) 8:- پېغمبر اکرم بې د علي له وره،ټول هغه ورونه وتړل،چې جومات ته پرانېستل کېدل .علي(ک) ته اجازه وه،چې جُنُب هم جومات ته راشي.(دا كار يوازې رسول اکرم او علي(ک) ته روا و.) 9:- رسول اکرم وويل:(( د چا چې زه ولي او مشر يم؛علي هم ولي او مشر يې دى .)) 10:- خداى پاك په قرآن كې له هغوى خبر كړي يو ،چې تر ونې لاندې يې له رسول اكرم(ص)سره بيعت (بيعت الرضوان) كړى. ايا له هغه وروسته،په باب يې د خپلې غوسې يادونه هم كړېده؟(نۀ! هيڅكله او علي(ک) له هغه وګړيو دى،چې هلته يې بيعت كړى او پردې سربېره) حضرت عمر(رض)،چې له رسول اكرم نه د حاطب د څټ غوڅولو اجازه اخېسته؛نو ورته يې وويل:[څه پوهېږې،ښايي خداى تعالى اهل بدر (هغه مسلمانان ، چې د بدر په جګړه كې يې ګډون كړى و) تر لورينې لاندې نيولي وي او ويلي يې دي:(( څه چې غواړئ،و يې كړئ، تاسو مې بښلي ياست](او علي(ک) د بدر په اصحابانو كې و).

24 حديث په نورو سر چينو كې : سيره ابن هشام : ج 2 ، ص 334 ؛ طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 110 ؛ مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ، ح 32091اوج 7 ، ص 392 ، ح 36863 ؛ مسند احمد : ج 5 ، ص 178 ، ح 3062او6063 ( ج 4 ، ص 51 ، ط قديم )اوج 17 ، ص 197 ، ح 11122 ( ج 2 ، ص 26 ، ط قديم) ؛ فضائل احمد : ص 74 ، ح 111اوص 119 ، ح 176اوص 149 ، ح 216اوص 211 ، ح 291 ؛ كتاب السنه : ص 551 ، ح 1188اوص 588 ، ح 1351 ؛ صحيح مسلم : ج 3 ، ص 1433اوج 4 ، ص 1872 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 457 ، ح 951اوص 496 ، ح 977او996اوص 500 ، ح 1002 ؛ مسند روياني : ج 2 ، ص 172 ، ح 1172اوص 166 ، ح 1149 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 77 ، ح 12593اوص 114 ، ح 12722 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 131 ؛ البداية و النهاية : ج 7 ، ص 342 او . . .

25 . أخبرني هارون بن عبد الله ] الحمّال البغدادي [ قال : حدّثنا محمّد بن عبد الله بن الزبير الأسدي قال:‌ حدّثنا عليّ بن صالح عن أبي إسحاق ، عن عمرو بن مرّة ، عن عبد الله بن سلمة ، عن عليّ قال :‌ « قال رسول الله (ص) : ألا أعلمّك كلمات إذا قلتهنّ غفر لك مع أنّه مغفور لك ؟ : لا أله ألّا هو الحليم الكريم ، لا إله إلّا هو العليّ العظيم ، سبحان الله ربّ السماوات السبع و ربّ العرش الكريم ، الحمد لله ربّ العالمين » .