ويکيپېډيا:د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار
د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com
خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان
د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار
[سمول]( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٤ مخ ) له ابن سمان روايتوي،چې وايي : د رسول اکرم تر مړينې وروسته ځينې مرتد شول او د زکات له ورکولو يې سرغړونه وکړه،حضرت ابوبکر له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه؛هر چا يوه خبره وکړه،حضرت علي ته يې وويل : ابالحسنه ! ته پکې څه وايې؟ حضرت علي وويل : که څه رسول اکرم ترې اخستل او تا ورپرېښوول؛نو د هغه له سنتو سره دې مخالفت کړى دى .ابوبکر(رض) ورته وويل : ته چې وايې؛نو ورسره به وجنګېږم که ان د يو پړي لپاره هم وي .
( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٠١ مخ ) او ( رياض النضره: درېم ټوک،٩٩ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي، چې حضرت عبدالله بن عمر وويل : څو تنه يهود حضرت ابوبکر ته راغلل او ورته يې وويل : د ملګري کيسه دې وکړه،چې څنګه سړى و . ابوبکر (رض) ورته وويل :ددې دوو ګوتو په څېر يو ځاى په غار کې ورسره وم او ورسره د حرا غار ته ولاړم حال داچې زما وړه ګوته يې په لاس کې وه؛خو رښتيا خبره داده،چې حديث نقلول ترې سخت دي؛نو تاسې ابي الحسن علي بن ابيطالب ته ورشئ،حضرت علي ته ورغلل او ورته يې وويل : د تره زوى دې څنګه سړى و؟ ورته یې وويل : نه اوږد و او نه لنډ و او له تنې لږ اوږد و؛سپين سور بخن مخ يې درلود؛ويښتان يې غونج او ډېر اوږده نه ول او د غوږ تر نرمۍ رارسېدل؛تندى يې لوى او سترګې يې تورې او غټې وې، له سينې تر نامه يې پر سينه نرۍ کرښه ويښتان وو او د بدن پر بل ځاى يې ويښتان نه درلودل،غاښونه يې ځلیدل،پوزه يې لوړه او د پوزې سوري يې واړه وو او ورمېږ يې لکه د سپینو د لوښي په څېر ځلېده،پښې او لاسونه يې غوښين او غټ وو او پر لار به چې تله ته وا له پورته راکوزېږي او چاته يا چېرې يې چې کتل؛نو ټول بدن او مخ يې وراړوه؛ له ځايه به چې پاڅېد؛نو خلک به يې بېسده کړل او چې به ناست؛نو ټول به يې تر دبدبې لاندې وو او خبرې به يې چې کولې؛نو ساه ګانې به بندې شوې او چې وينا به يې کوله؛نو ټول به ورته پر ژړا وو،پر خلکو تر ټولو مهربان و،د پلار مړيو مهربان پلار او د نشتمنو ډاډمن ملاتړ و؛تر ټولو مېړنى،سخي او ښکلى و، خواړه يې روټه ،ښوروا يې شيدې، بالښت يې د کجورو له پاڼو،تخت يې د ام غيلان له لرګي و،چې په منځ کې يې د کجورو پاڼې وې؛دوه پګړۍ يې درلودې،چې د يوې نوم يې سحاب او د بلې عقاب و، بيرغ يې غراء، اوښ يې غضباء، کچره يې دلدل، خر يې يغفور، اس يې مرتجز،ګډ يې برکت ، کوړه يې ممشوش او لښکر يې " لواء محمد" نومېده . په خپله به يې د اس پر پښو نعلونه لګول، واښه او اوبه به يې ورکولې. خپلې جامې يې په خپله پېوندلې او پڼې يې په خپله ګنډلې .