د جنسي ساديزم اختلال
د جنسي بلځورونې اختلال | |
---|---|
څانګه | اروادرملنه |
د جنسي ساديزم اختلال (په انګرېزي: Sexual sadism disorder) يو اروايي اختلال يا ناروغي ده چې اخته کس د بل چا له ځورونې او هغه ته له درد ورکولو څخه خوند اخلي، په ځانګړي ډول؛ د جنسي اړيکو او شهوتي کړنو پرمهال خپل جنسي شريک ته د ځور او درد ورکولو څخه خوند اخلي او جنسي انزال ته رسېږي. دا اختلال د بي-ډي-ایس-ايم له ځورونکو کړنو (چې دواړه جنسي شريکان د جنسي خوند اخيستنې په موخه له مخکې رضايت سره اخلي) سره توپير لري. د ساديزم کليمه د فرانسوي ليکوال له نامه مارکي دوساد څخه رااخيستل شوې.
جنسي ساديزم
[سمول]جنسي/سکسي ساديزم يا سکسي بل ځورونه يوه اروايي ناروغي ده چې ورباندې اخته کس د سکس پرمهال خپلې مېرمنې يا جنسي شریکې ته د ځور او درد ورکولو څخه خوند اخلي. دا ځور ورکول هم په لفظي خبرو کې وي چې کس د سکس پرمهال منفي خبرې او ښکنځل ورته کوي او يا د وهلو او تاوتريخوالي له لارې وي، چې کس د سکس پرمهال خپله مېرمن يا جنسي شریکه وهي ترڅو د هغې درد وويني او خپله له دې حالته خوند اخلي او اورګاسم ته رسېږي. ښايي درد يا ځور ورکول ډېر ژور وي خو په ټوله کې؛ کله چې د جنسي اړيکې پرمهال د ځورونې خبره راځي نو اصلي ستونزه واضح ده چې نوم يې ساديزم دی.
يوه ټکې ته باید پام وشي، لکه څنګه چې لوړ يادونه وشوه ساديزم په جنسي اړيکو کې ځورونه ده، ښايي ډېر خلک دا فکر وکړي چې د جنسي تېري په څېر يوه ځوروونکې کړنه که ترسره شي نو دا ساديزم دی، خو په اصل کې داسې نه ده. په جنسي ساديزم کې د جنسي اړيکې پرمهال مقابل لوري ته ښکنځل کول، مسخره کول او ورته نورې کړنې چې جنسي شریکې ته سپک احساس ورکړي اروايي ځورونه بلل کېږي او په ساديزم اخته کس له دې ځور ورکوونې څخه جنسي خوند اخلي.
په نړۍ کې د نورمالو او طبيعي جنسي کړنو په تړاو هېڅ دقيق تعريف شتون نه لري خو د ارواپوهنې علم د DSM-5 د جنسي اختلالاتو ځینې برخې راسپړلي او خلکو ته پېژندلي چې د ساديزم اختلال هم په دې ډلې کې شامل دی. دوه اصلي لاملونه چې له اروايي او فېزيکي ځورونې څخه خوند اخيستل دي د ساديزم په پېژندنې کې يې مرسته کړې ده.
پراختيا
[سمول]د ساديزم اصلي نښه د سکس پرمهال خپل جنسي مفعولې یعنې جنسي شریکې ته د درد ورکول دي چې اخته کس د انزال تر کچې رسوي. دغه ځورونه ښايي د مېرمنې په اجازې وي خو يا ښايي د جنسي تېري په بڼه په زور سره ترسره شي. په هر حال؛ کله چې په جنسي اړیکو کې د ځورونې او درد خبره راځي اصلي ستونزه او لامل همدا ساديزم دی. هغه کسان چې په فکر کې د جنسي اړيکې پرمهال بل چاته درد ورکوي او ځوروي يې، دا هم جنسي بل ځورونه يا ساديزم ګڼل کېږي او شخص په ساديزم اخته دی. [۱]
پېژندنه
[سمول]جنسي ساديزم په اسانۍ سره نه پېژندل کېږي او ډېرې پوهې ته اړتيا لري. له بلې خوا د جنسي ساديزم هغه بل لوری يعنې په جنسي ساديزم د اخته کس جنسي شریکه هم د دې ستونزې په پېژندلو کې مرسته کولای شي ځکه چې هغې ته يې کړنې او حرکتونه مالوم وي. هغه کسان چې په جنسي اړیکو کې له بل ځورونې څه ناڅه خوند اخلي خو نه پوهېږي چې ايا په ساديزم اخته دي که نه، دوی ته ځواب دا دی؛ که يو کس تر ۶ مياشتو پورې په دوامداره توګه دا غوښتنه او خوښه وي چې په جنسي اړيکو کې خپل جنسي شريکه وځوروي او له دې کړنې خوند اخلي نو پوه دې شي چې په ساديزم اخته دی. د جنسي ساديزم پرمهال په ساديزم اخته کس چې ساديست بلل کېږي خپل جنسي شریکې ته تر دې حده اروايي شکنجه او تاوتريخوالی ورکوي چې هغه ډېر بد احساس وکړي او ځان ته په ډېره سپکه سترګه وګوري خو برعکس ساديست کس بيا له دې حالته خوند اخلي، له بل ځورونې پرته جنسي خوند نه ترلاسه کوي.
يوازې يو يا دوه ځله له بل ځورونې خوند اخيستنه ساديزم نه بلل کېږي، د شپږو میاشتو په اوږدو کې يو شخص باید د بل ځورونې چلندونه ترسره کړي يا لږترلږه په اړه يې فکر وکړي بيا دا کس په ساديزم اخته بلل کېږي.
کله کله د ځینو لپاره پوښتنې وي چې دغه ځورونه او زيان رسونه باید تر څه اندازې پورې وي په دې اړه ځواب دا دی چې؛ ځينې وختونه جنسي شريکان د جنسي اړيکې پرمهال د يوبل د غوښتنې او رضايت په حالت کې لږ کوچیني ځورونکي چلندونه ترسره کوي، لکه د کوناټیو کرار وهل او ورته نورې کړنې، چې دا هيڅ ستونزه نه لري او طبيعي ده. خو کله چې خبره تر تاوتريخوالي رسېږي يعنې کس خپل جنسي شريکه په کلکو شيانو وهي هيڅ رحم نه پرې کوي او داسې خبرې ورته کوي چې د هغې سپکاوی کېږي دا بيا ساديزم دی.
که چېرې د جنسي اړيکې پرمهال مقابل لوري سره تر دې کچې تاوتريخوالی وشي چې هغه وژاړي يا د سپکاوي احساس وکړي دا يوه ساديسټيکي کړنه بلل کېږي. لنډه دا چې؛ سالمه جنسي اړيکې د ارامښت لامل کېږي خو که یوه جنسي اړيکه ارامښت ونه لري ساديزم دی.[۱]
لاملونه
[سمول]که څه هم د جنسي ساديزم د لاملونو په اړه کوم ځانګړی لامل نه دی پېژندل شوی خو ځينې تيورۍ شتون لري چې د جنسي ساديزم او منحرفو جنسي اړیکو لاملونه بلل کېږي او پرلاندې ډول دي:
- هغه کسانو چې په واقعي ژوند کې ظلم او درد تېر کړی وي په ساديزم اخته کېږي او بل ته درد ورکوي ترڅو د ځواک احساس وکړي او د بل له ځورونې خوند اخلي.
- معمولاً هغه کسانو چې منفي حالتونه يې ترسره کړي وي يانې په اروايي توګه د بل چا لخوا رټل شوي او سپک شوي وي په ساديزم اخته کېږي.
- هغه کسان چې خپلې جنسي خوښې پټوي هم په دې حالت اخته کېږي.
- په ماشومتوب کې جنسي ځورونه او رټل هم د ساديزم لامل بلل کېږي[۱]
درملنه
[سمول]معمولاً هغه کسان چې په ساديزم اخته وي په خپله خوښه ارواپوه ته نه ځي او خپلې کړنې او خوښې ته د يوې نورمالې کړنې په سترګه ګوري. خو په هر حال، که چېرته ارواپوه ته ورشي درملنه يې د درملو او سايکوتراپي دواړو له لارې وي.
په اروايي درملنه کې د کس لپاره سالمې کړنلارې موندل دي، ځينې نورې بديلې کړنې پيدا کول چې کس له دې حالته راوګرځوي. د خواشينۍ او وارخطايۍ ضد درملونه هم ښايي ورته تجويز شي ترڅو کس له بې ځايه فکرونو منع کړي. انټي انډروژنيک درملونه چې د جنسي اشتها کمولو لپاره کارېږي هم په دې درملنه کې ښايي وکارول شي.[۱]
زيانونه او پايلې
[سمول]هغه کس چې په جنسي ساديزم اخته دی د ژوند په نورو برخو کې هم ځور او ازار رسوونکی دی. له بلې خوا بيا ځینې کسان يې په ژورې خواشینۍ هم اخته وي. که د جنسي ساديزم يا بل ځورونې درملنه ونشي نو ورو ورو پراخېږي او بد حالت ته رسېږي او همداراز د ژورې خواشینۍ ډېرونې او نورو اروايي اختلالاتو رامېنځته کولو لامل به هم وګرځېږي.
جنسي بلځورونه يا ساديزم مقابل لوري ته هم زيان رسوي، سالم کس به هم په ژورې خواشینۍ اخته کړي. مقابل لوری چې وهل او رټل کېږي تاوترخوالي ورسره کېږي په اروايي ستونزو اخته کېږي، هرڅومره چې روغ وي خو خپل عزتي احساس او اروايي روغتيا له لاسه ورکوي ډېر وخت او سالمې درملنې ته اړتيا شته چې بېرته سم حالت ته راشي.
د بل ځورونې بله اغېزه دا ده چې کس بدو کارونو او جرمونو ته جذبوي، ډاکټران تل دا وايي هغه کسان چې په ساديزم اخته دي يا له ځان سره دا يوه نښه هم ویني باید ژرترژره پرته له کوم ځنډ او شرمه د ځان درملنه وکړي.[۱]
اړونده مخونه
[سمول]- BDSM
- بي-ډي-ايس-ايم
- ولکه درلودل او تسليمي
- بانډج
- سمبالښت (بي-ډي-ايس-ايم)
- سادومازوخيزم
- فاعل، مفعول او سويچ