منځپانگې ته ورتلل

د جدي شپږمه:

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 جدي شپږمه؛ هغه ورځ ده چې پخواني شوروي اتحاد په خپل یو دوست! حکومت، یو سرلوړي هیواد او یو باشهامته ملت، وحشي یرغل راوړ.شوروي دولت لومړی دا جګړه د امپریالیزم څخه د افغانستان د ژغورلو جګړه وبلله، خو وروسته شوروي مشر ګورباچوف (خونړی ټپ) وګاڼه او جنرالانو یې اعتراف وکړ چې پر افغانستان شوروي یرغل یو داسې بم و چې دغه زبرځواک یې له داخله وپاشه. خو اصلي تاوان یې دلته موږ ته واړوه. د یو مظلوم او بې وزلي ملت یونیم میلیون بې ګناه انسانان یې ووژل، پنڅه میلیونه یې مهاجر کړل، درې میلیونه یې معلول کړل، اتیا سلنه کلي یې وران کړل او له څلورو تر شپږ سوه بیلیونه ډالرو تاوان یې ورواړوه. تر ټولو بد اغیز یې دا دی چې د یو واحد مسلمان ملت په منځ کې یې د نفاق تخم وکاره او نورو بدخواهانو ته یې د افغانستان د لا ورانۍ زمینه برابره کړه.د دې یرغل د زمینې جوړولو عوامل زیات دي، خو عمده عوامل یې د لوی پتر له وخته د هند سمندر ته د روسانو د پرمختګ ارمان، د سردار محمد داود له خوا د افغانستان د عنعنوي بې طرفۍ پریښودل، په شوروي زیاته تکیه کول او بیا ترې په افراطي ډول لیرې کیدل، پر شوروي اتحاد او کمونستي عقیده د بې تجربه خلقیانو او پرچمیانو ړوند باور او له خپلو خلکو او نورې نړۍ جدا کیدل، د خپلو ګټو لپاره د ګاونډیانو او غرب له خوا د سولې او روغې جوړې مخنیوی او د مجاهدینو بې اتفاقي دي. خو ملت خپله دنده سمه تر سره کړه: زور او تکبر ته تسلیم نه شول او خپل او د هیواد او ملت عزت یې وساته؛ هر څه یې قربان کړل خو د ویاړ کېسې یې وګټلې!د دې جګړې تر ټولو زیاته ګټه د امریکا متحده ایالاتو ته ورسیده چې د نړۍ بې رقیبه زبرځواک شو او حریف یې د افغانانو په وینو مات شو، دویمه درجه ګټه پاکستان وکړه چې د اتومي ځواک خاوند شو. یو څه تاوان شوروي اتحاد وکړ چې له زبرځواکۍ راوغورځید، اقتصاد یې تباه شو، نوم یې بد شو او (شوروي اتحاد بیرته روسیه شوه) خو تر ټولو زیات تاوان افغانستان او افغانانو وکړ چې له دغو پورته قربانیو سره سره دوستانو په نیمه لار کې پریښود او دښمنانو یې د ټپي بدن لا ټپي کولو ته تر اوسه دوام ورکړی دی.نوي نسل ته له دغو کرښو درس دا دی چې په هیڅ هیواد په هیڅ نوم دومره باور ونه کړي چې بیا دغسې ظلم ورسره وکړي، او له خپلو خلکو هیڅکله دومره لیرې نه شي چې بیا پرې بهرني یرغل کړی وي او ولس یې غیږه کې نه پریږدي. پخپلو کې هم دومره یو له بله لیرې نه شي چې بیا بې د بهرنیانو له مداخلې د ورورۍ روغه هم نه شي کولی. دا خو څرګنده ده چې بهرنیان په هر څه کې خپلې ګټې لټوي، نه زموږ.

سرچينې

[سمول]

ابراهيم شينواری