د جاپان او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جاپان او متحده ایالاتو ترمنځ نړیوالې اړیکې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو او د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره پیل شوې. دغه راز د میجي له بیارغونې وروسته دواړه هېوادونو نسبتا ښې اړیکې درلودې او احتمالي شخړې هم حل شوې. په دې توګه جاپان په هاوايي او فیلیپین د امریکا کنټرول په رسمیت وپیژانده او متحده ایالاتو هم د کوریا په اړه له جاپان سره متقابل عمل وکړ. متحده ایالاتو ته د جاپاني مهاجرت په اړه شخړې په ۱۹۰۷ز کال کې حل شوې. دواړه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د المان پر ضد متحدین وو.

د ۱۸۷۹ ز کال له پیل نه او د ۱۹۰۰ لسیزې په لومړیو څلورو لسیزو کې په جاپان کې نفوذ لرونکي سیاستوال لکه شهزاده اساتو توکوګاوا  او بارون ایچي شیبوساوا له متحده ایالاتو سره د ښه نیت او متقابل درناوي لپاره د جاپان د کورنۍ او نړیوال غورځنګ مشري وکړه. دغه راز له امریکا سره د جاپان ملګرتیا کې د متحده ایالاتو له اوو ولسمشرانو - ګرانټ، تیوډور روزویلټ، ټافت، ویلسون، هارډینګ، هوور، او فرانکلین ډی روزولټ سره اتحاد شامل و، چې د دې پخوانی نسل ډیپلوماتانو او مخورو له مړینې وروسته  په ۱۹۲۴ز کال کې د ولسمشر کالوین کولج له خوا د مهاجرت قانون لاسلیک کولو سره ډېری امریکایان په دې باور وو چې ټول اسیایان یو شان دي.[۱][۲]

دغه راز له ۱۹۳۱ز کال راهیسې، جاپان کې تاوتریخوالی زیات شو او په ۱۹۳۱زکال کې د چین پر ضد د جاپان اقدامات او په ځانګړې توګه له ۱۹۳۷ز کال نه وروسته د چین او جاپان د دویمې جګړې په لړ کې متحده ایالاتو د دې ته اړ شو چې د جاپان نظامي فتحو لپاره اړین تیل او فولاد بند کړي. جاپان هم په متحدینو باندې د بریدونو په ځواب کې د ۱۹۴۱ز کال د ډسمبر په ۷مه په پرل هاربر باندې د ناڅاپي برید په پایله کې په پرل هاربر کې د متحده ایالاتو سمندري اډې سختې زیانمنې کړې او په دې ډول یې دویمې نړیوالې جګړې ته لاره هواره کړه. دغه راز متحده ایالاتو خپل سمندري ځواک کې ډېره پانګونه وکړه او په سیستماتیک ډول یې د جاپان د برید وړتیاوې له منځه یوړلې او د دې لپاره چې جاپان تسلیمۍ ته  اړ کړي امریکایانو په سیستماتیک ډول د جاپان ښارونه بمبار کړل، چې د ۱۹۴۵ز کال په اګسټ کې د هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمونو په پایله کې پای ته ورسېد او په دې توګه جاپان تسلیم شو او د متحده ایالاتو له خوا اوه کاله نظامي نیواک سره مخ شو، چې د دې اوو کلونو په ترڅ کې جنرال دوګلاس مک ارتر تر قوماندې لاندې امریکايي اشغالګرو جاپان کې ملېشه توب ختم کړ او د هېواد اقتصادي او سیاسي سیسټمونه یې بیا ورغول ترڅو جاپان په یو ډیموکراټیک هېواد بدل کړي.

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې جاپان له متحده ایالاتو سره نظامي اتحاد ته ننوت او له متحده ایالاتو سره یې ملګرتیا کې بې ساري اقتصادي وده تجربه کړه. دغه راز له جګړې وروسته متحده ایالاتو ته د جاپان صادرات په ډراماتیک ډول زیات شو، د جاپاني موټرو او الکترونیکي توکي په ځانګړي ډول مشهور شول او په دې ډول جاپان له متحده ایالاتو وروسته د نړۍ دویم لوی اقتصاد شو (په ۲۰۱۰زکال کې له چین وروسته درېیم ځای تر لاسه کړ). همدارنګه د شلمې پېړۍ له وروستیو راهیسې، متحده ایالاتو او جاپان پیاوړې او فعالې سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکې درلودې، چې د متحده ایالاتو حکومتي چارواکي عموما جاپان له خپلو نږدې متحدینو او شریکانو نه ګڼي. دغه راز ډېری امریکایان هم د جاپان په اړه مثبت نظر لري، چې په ۲۰۲۱ ز کال کې ۸۴ سلنه امریکایانو د جاپان په اړه ښه نظر درلود، خو د عامه افکارو په نظرپوښتنو کې لږ شمېر امریکایان جاپان د دوی ترټولو نږدې متحد ګڼي چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د Pew له خوا نظرپوښتنې له مخې یوازې ۱ سلنه امریکایانو جاپان د خپل بهرني سیاست ترټولو مهم ملګري په توګه ګڼلی. په ۲۰۱۷ز کال کې د نیویارک ټایمز د YouGov له خوا د معلوماتو په تحلیل کې، د امریکایي ځواب ویونکوله خوا جاپان د دوی د ۲۱ ترټولو نږدې متحدینو له ډلې ګڼلی. دغه راز جاپان اوس مهال په نړۍ کې یو له ترټولو غوره هېوادونو نه دی، د ۲۰۱۸ز کال د Pew نظرپوښتنې له مخې، ۶۷ سلنه جاپانیان د متحده ایالاتو په اړه مثبت نظر درلود. همدارنګه د ۲۰۱۹ ز کال د Pew له خوا په نظرپوښتنه کې، ۶۳ سلنه جاپانیانو متحده ایالات خپل نږدې متحد بللی.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

اقتصادي اړیکې[سمول]

د سوداګرۍ حجم [سمول]

د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې متحده ایالات د جاپان ترټولو لوی اقتصادي شریک و، چې په ۱۹۸۸ز کال کې یې ۳۳.۸سلنه صادرات، ۲۲.۴ سلنه واردات او ۳۸.۶ سلنه بهرنۍ مستقیمه پانګه اچونه درلوده. متحده ایالاتو د جاپان په صادراتو کې ۱۸ سلنه برخه درلوده او د خپلو وارداتو ۸.۵ سلنه اړتیاوې یې له جاپان نه چمتو کولې.[۱۱][۱۲]

له متحده ایالاتو نه د جاپان په وارداتو کې خام مواد او تولید شوي توکي شامل دي، چې په ۱۹۸۸ز کال کې له متحده ایالاتو نه کرنیز محصولات (د متحده ایالاتو د صادراتو احصایې پراساس ۹.۱ میلیارد ډالر)، غوښه (۱.۴میلیارد ډالر)، کب (۱.۶ میلیارد ډالر)، حبوبات (۲.۳ میلیارد ډالر) او سویابین (۱.۰میلیارده ډالره) د جاپان د وارداتو ډېرۍ برخه جوړوله. همدارنګه په ۱۹۸۸ز کال کې جاپان له متحده ایالاتو نه د ۶.۹ میلیارد ډالرو ماشینونه وارد کړی، چې کمپیوټرونه او د کمپیوټر برخې (۲.۴ میلیارد ډالر) ترټولو لوی برخه ده. دغه راز د ټرانسپورټي تجهیزاتو په برخه کې جاپان د الوتکو او د پرزو په برخه کې ۲.۲ میلیارده ډالره واردات درلودل. [۱۲]

متحده ایالاتو ته د جاپان صادرات تقریبا په بشپړ ډول تولید شوي توکي دي، چې موټر یې د صادارتو تر ټولو لویه برخه ده، چې جاپان په ۱۹۸۸ز کال کې د موټرو برخه کې ۲۱ میلیارده ډالره صادارت درلودل، چې متحده ایالاتو ته د جاپان د ټولو صادراتو ۲۳سلنه برخه جوړوي او د موټرو د پرزو په برخه کې ۵ میلیارده ډالر صادرات درلودل. دغه راز په نورو مهمو توکو کې د دفتر ماشینونه (د کمپیوټرونو په ګډون) شامل دي، چې ۱۹۸۸ز کال کې متحده ایالاتو ته د جاپان صادرات په ټولیزه توګه ۱۰.۶ میلیارد ډالر وو. همدارنګه د مخابراتي تجهیزات په برخه کې ۱۰.۴ میلیارد ډالر او د بریښنا تولید ماشینونه کې ۳.۳ میلیارد امریکایي ډالره صادرات درلودل.[۱۲][۱۳]

د ۱۹۶۰ لسیزې له نیمایي نه تر ۱۹۸۰ لسیزې تر وروستیو پورې، د سوداګرۍ توازن د جاپان په ګټه و د جاپان د معلوماتو له مخې، له متحده ایالاتو سره د دوی سوداګړۍ په ۱۹۷۰ز کال کې له ۳۸۰ میلیون ډالرو نه په ۱۹۸۸زکال کې نږدې ۴۸ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې. دغه راز د سوداګریزو اړیکو په اړه د متحده ایالاتو د معلوماتو له مخې ​​هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې د نابرابرۍ چټکه خرابوالی ښودلی، چې په ۱۹۸۰ زکال کې د جاپان سوداګرۍ له ۱۰ میلیارده ډالرو نه په ۱۹۸۷ ز کال کې ۶۰ میلیارده ډالرو ته زیاتوالۍ ښیي.[۱۴][۱۴]

پوځي اړیکې[سمول]

په ۱۹۵۲ز کال کې امنیتي تړون له متحده ایالاتو سره د هېواد امنیتي اړیکو لپاره لومړنی اساس چمتو کړ، خو د یاد تړون پر ځای په ۱۹۶۰ز کال کې د همکارۍ او دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک شو. دغه راز د دې تړون په ځینو موافقه شوو  معاهدو کې ویل شوي چې په جاپان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو ځای پرځای کولو کې د لوی بدلونونو راوړلو کې او یا د جاپان له دفاع پرته د نورو نظامي عملیاتو لپاره د جاپاني اډو کارولو دمخه باید د جاپان له حکومت سره مشوره وشي. په دې ډول جاپان د بهرنیو پوځي عملیاتو کې د ګډون په اړه د اساسي قانون د ممانعت له مخې د جاپان له خاورې نه بهر د برید په صورت کې د متحده ایالاتو د دفاع لپاره له هر ډول مکلفیت نه خلاص شو. دغه راز په ۱۹۹۰ز کال کې د جاپان حکومت خپله هیله څرګنده کړه چې د ملي امنیت د تضمین لپاره د تړون معاهدو باندې تکیه وکړي.[۱۵]  

له ۲۰۱۴ز کال راهیسې متحده ایالاتو په جاپان کې ۵۰،۰۰۰ سرتیري، د متحده ایالتو د اوومې بېړۍ مرکزي دفتر او له ۱۰،۰۰۰ نه ډېر سمندري ځواکونه لري. دغه راز د ۲۰۱۴ز کال په می کې دا څرګنده شوه چې متحده ایالاتو جاپان کې دوه بې وسلې ګلوبل هاک اوږد واټن څارونکي ډرون د دې لپاره ځای په ځای کړي، تر څو چین او شمالي کوریا کې د څارنې ماموریتونو کې برخه واخلي. د ۲۰۱۸ز کال د اکټوبر په لومړیو کې د جاپان نوي امفیبیوس ځواکونو د جاپان په کاګوشیما ولایت کې د متحده ایالاتو له سمندري ځواکونو سره یو ګډ تمرین ترسره کړ چې موخه یې د لرې پرتو سیمو د دفاع لپاره چمتو کول وه.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Introduction to The Art of Peace: the illustrated biography of Prince Iyesato Tokugawa". TheEmperorAndTheSpy.com. 13 April 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Katz, Stan S. (2019). The Art of Peace: An Illustrated Biography on Prince Tokugawa, Heir to the Last Shogun of Japan. Horizon Productions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Obama: US will stand by longtime ally Japan". The Washington Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2008-06-23 باندې). Rice says U.S. won't forget Japanese abductees.
  5. Inc, Gallup (2021-03-01). "China, Russia Images in U.S. Hit Historic Lows". Gallup.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Topline questionnaire" (PDF). Pew Research Center. 2021-11-22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2017-02-03 باندې). Which Country Is America's Strongest Ally? For Republicans, It's Australia. The New York Times.
  8. "Japanese views of U.S., Trump". Pew Research Center's Global Attitudes Project (په انګلیسي ژبه کي). 2018-11-12. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Americans, Japanese: Mutual Respect 70 Years After the End of WWII". Pew Research Center's Global Attitudes Project (په انګلیسي ژبه کي). 2015-04-07. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Silver, Laura. "U.S. is seen as a top ally in many countries – but others view it as a threat". Pew Research Center (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "OEC: Japan". OEC. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Dolan او Worden 1992، ص. 283.
  13. Dolan او Worden 1992، صص. 283-284.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Dolan او Worden 1992، ص. 284.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Dolan او Worden 1992، ص. 454.