منځپانگې ته ورتلل

د تیګرمانسو سرحدي لاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د تیګرمانسو سرحدي لاره
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۷°۱۷′۰۴″شمال ۷۴°۴۴′۰۱″ختیځ / 37.2844°شمال 74.7336°ختيځ / 37.2844; 74.7336[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د تیګرمانسو لاره یا د تیګرمانسو سرحدي لاره ( چينايي ژبه: 托克满苏山口‎ ) د هندوکش - پامیر غرونو د لړۍ اړوند د واخان په دهلیز کي د افغانستان او چین ترمنځ په پوله کي یوه غځېدلې غرنۍ لاره ده. [۲] دا لاره د چین په سینکیانګ ایالت کي د کوچني پامیر او چالاچیګو درې په ختیځ پای کي د تیګرمانسو درې ترمنځ موقعیت لري، او له تاریخي پلوه د چین او واخان ترمنځ د دریو لارو څخه یوه ګڼل کیږي.

تیګرمانسو ته څېرمه د چین په خوا کي د درې په لاندینۍ برخه کي د چین یوه سرحدي پوسته هم شتون لري. [۳] که څه هم د افغانستان سره د تجارت په پار د کاشغر د سیمه ییز حکومت له خوا د ۱۹۹۰ لسیزي راهیسي بیا تر دا مهاله د اقتصادي موخو لپاره ددې لاري د پرانیستلو لپاره وخت پر وخت وړاندیزونه او پلانونه نیول سوي دي، [۴] [۵] خو عملي بڼه یې تر اوسه نه ده خپله کړې.

تیګرمن سو په اصل کي د افغانستان په ختیځه برخه کي د سیند د یوې درې نوم دی. [۶] د ۲۰۰۰ لسیزې په وروستیو کي دلته د بې قانونه کړنو له امله په افغانستان کي میشتو قرغزیانو د تاجکستان د غلو لخوا په کوچني پامیر کي د غلا او لوټماري راپور هم ورکړ. [۶]

  1. سرچينې تړی: https://www.openstreetmap.org/node/6325975904.
  2. . Jan 2010. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 2018-08-31. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. {{cite web}}: Empty citation (help)
  5. . 2016-03-17. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ . 2010. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)