د تالقان هوايي ډګر
Taloqan Airport - د تالقان هوايي ډګر
[سمول]تالقان هوايي ډګر د افغانستان د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته نږدې موقعیت لري. دا ډګر د هېواد په شمال ختیځو برخو کې د ملکي او وخت په وخت د پوځي او عامو چارو لپاره کارېږي. د ډګر اوږدوالی شاوخوا ۲۲۰۰ متره اد ۴۵۰ جریبه ځمکه سیمه بلل کېږي ، د تالقان هوايي ډګر بنسټ د شلمې پېړۍ په منځنیو لسیزو کې اېښودل شوی، هغه مهال چې د افغانستان حکومت د شمالي ولایتونو د هوایي اړیکو د پراختیا پروګرام پيل کړی و. په تېرو لسیزو کې، دا ډګر د تخار، بدخشان، کندز او بغلان ولایتونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ مهمه نقطه وه. د ۱۳۷۰مو کلونو پر مهال د هېواد د جګړو له امله ډېری الوتنې ودرېدې، خو وروسته بیا د ۱۳۹۰مو کلونو په وروستیو کې د ځايي چارواکو او د ملکي هوايي چلند ادارې (Civil Aviation Authority) له لوري د بیا رغونې کارونه ترې پېل شول. نن ورځ، د تالقان هوايي ډګر د بیړنیو الوتنو، لوژستیکي انتقالاتو او ځینو محلي پروازونو لپاره کارول کېږي. سره له دې چې د منظم ملکي پروازونو شمېر محدود دی، خو دا ډګر لا هم د سیمې د خلکو لپاره د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. اداري تړاو: د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې (د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره – ACAA) تر تشکیلاتو لاندې فعالیت کوي. کوډ: (ICAO: OATQ) ځای: تالقان ښار، د تخار ولایت، افغانستان