منځپانگې ته ورتلل

د تالقان لوی پل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تالقان لوی پل / Taloqan Grand Bridge

د تالقان لوی پل افغانستان د تخار ولایت په مرکز کې جوړ شوی تاریخي پل دی. دا د زاړه ښار او د تخار ـ کندوز پر اصلي لار پروت دی او له جوړېدو راهیسې د خلکو د تګ راتګ او د سیمې د اقتصادي ژوند یوه مهمه لاره ګڼل کېږي.

د پل جوړېدو تاریخ د افغانستان د پخواني پاچا، اعلا حضرت محمد ظاهر شاه، د واکمنۍ کلونو ته رسېږي. په هغه وخت کې د بنسټیزو پروژو په لړ کې د تالقان لوی پل جوړ شو، ترڅو د تخار تالقان ښار د کندوز پر لور د لارې نښلونه اسانه کړي.

دغه پل یوازې د ترافیکي اړتیا لپاره نه دی، بلکې د تالقان د ښار د تاریخي هویت یوه برخه هم ګرځېدلې ده. د سیمې اوسېدونکي یې د خپل ښار له پخوانیو یادګارونو څخه ګڼي.