د بیټ کوین قانون
د بیټ کوین قانون (په هسپانوي ژبه کې: Ley Bitcoin، د [ˈlej biðˈkojn] په توګه تلفظ کېږي) د السلوادور د مقننه جرګې له خوا د ۲۰۲۱ کال د جون په ۸مه نېټه تصویب شو، چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له ۷مې نېټې وروسته یې بیټ کوین کریپټوکرنسي ته د السلوادور دننه د قانوني اسعارو حیثیت ورکړ. دا قانون د ولسمشر نایب بوکله له خوا وړاندیز شوی و. د قانون په متن کې راغلي چې "د دې قانون موخه دا ده چې بیټ کوین د نامحدوده قانوني اسعارو په توګه تنظیم کړي، له ازاد کوونکي ځواک سره، په هر ډول معامله کې نامحدود او د هر هغه عنوان لپاره چې عام یا خصوصي طبیعي یا حقوقي اشخاص یې ترسره کول غواړي".[۱][۲][۳]
دغه قانون د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۹ نېټه په پراخه کچه وروسته له هغه لغوه شو، چې د بوکله حکومت له نړیوال وجهي صندوق سره داسې تړون وکړ چې د پور په بدل کې د بیټ کوین رسمي حیثیت لرې کړي.[۴]
تاریخچه
[سمول]د السلوادور په هېواد کې د اسعارو په توګه د بیټ کوین کارونه لږ تر لږه له ۲۰۱۹ کال راهیسې تجربه شوې وه، او اوسنی ولسمشر بوکله په ۲۰۱۷ کال کې، کله چې د سان سلوادور ښاروال و، له بیټ کوین سره خپله علاقه څرګنده کړې وه. بلومبرګ نیوز د ۲۰۲۱ کال په جون کې راپور ورکړ چې بوکله او د نوي نظریاتو ګوند ځینې غړي له کلونو راهیسې بیټ کوین لرل.[۵]
د ال زونټې ساحلي کلي له ۲۰۱۹ کال راهیسې په سیمه ییز اقتصاد کې د بیټ کوین د کارونې فعاله ازموینه روانه کړې ده، چې ځینې کارکوونکي خپل معاش په بیټ کوین کې ترلاسه کوي او کولای شي بیلونه پرې تادیه کړي، او نور یې د خوراکي توکو او نورو اجناسو د اخیستلو لپاره له سیمه ییزو دوکانونو څخه کاروي.[۶][۷]
د۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د میامي په بیټ کوین کنفرانس کې، ولسمشر بوکله اعلان وکړ چې هغه به داسې قانون وړاندې کړي چې بیټ کوین د قانوني اسعارو په توګه ومنل شي، او ویې ویل چې دا به "دندې رامنځته کړي او زرګونو هغو کسانو ته چې د رسمي اقتصاد څخه بهر دي هغوی ته به مالي شمولیت برابر کړي". د بوکله په وینا، دغه قانون د هغو شاوخوا ۷۰٪ السلوادوریانو لپاره دی چې بانکي حسابونه نه لري، او د هغوی لپاره به د شمولیت زمینه زیاته کړي. بوکله استدلال وکړ چې دغه قانون به پانګونه زیاته کړي او د اوسنیو خدماتو د پیسو لېږد فیسونه به راکم کړي. د دغه قانون د وړاندې کولو په هڅه کې، بوکله له Strike، چې یوه مالي خدماتي شرکت دی او د Lightning Network له لارې د حساب تصفیه کاروي، او د هغه له اجرایوي رئیس جک مالرز سره همکاري وکړه.[۸][۹][۱۰][۱۱]
دغه قانون د ۲۰۲۱ کال د جون په ۹ نېټه د مقننه جرګې له خوا له ۸۴ رایو څخه په اکثریت ۶۲ رایو سره تصویب شو. بیټ کوین د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۷ نېټه، چې په قانوني رسمي جریده کې له خپرېدو ۹۰ ورځې وروسته و، قانوني اسعار وګرځېد. په دې کار سره السلوادور د نړۍ لومړی هېواد شو چې بیټ کوین یې د قانوني اسعارو په توګه ومنلو. بیټ کوین د متحده ایالاتو له ډالر سره یوځای د السلوادور دویم رسمي اسعار شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
استقبال
[سمول]دغه قانون د بوکله لپاره د ښه "عامه اړیکو ارزښت" په توګه یاد شو، چې د یوه ځوان ولسمشر په توګه هڅه کوي له یوه مشهوره انځور څخه ګټه واخلي. همدارنګه دا د بیټ کوین د بې ثباتۍ له امله، کله چې د پانګونې په توګه کارول کېږي، او د لوړو معاملاتي فیسونو له امله، کله چې د تادیې د وسیلې په توګه کارول کېږي، پرې نیوکه شوې ده.[۱۷][۱۸][۱۹]
له امهرست پییرپونټ څخه سیوبهان مورډن څرګنده کړه چې دغه قانون کولای شي د پیسو له نړیوال وجهي صندوق سره د بوکله خبرې اترې ستونزمنې کړي. هغې یادونه وکړه چې دغه قانون به "یقیناً یوازې د فساد، د پیسو مینځلو او د تنظیمي ادارو د خپلواکۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي". د وونتوبل د شتمنۍ د مدیریت له شرکت څخه کارلوس دي سوسا بیا اندېښنه څرګنده کړه چې غیرمتمرکز سیستم به د پیسو مینځلو او د مالیې د تېښتې لپاره اسانه لارې برابرې کړي. د ارنست او یانګ په وینا، د السلوادور له خوا د بیټ کوین د قانوني اسعارو په توګه منل کېدل د هغو امریکایي مالیه ورکوونکو لپاره پایلې لرلی شي چې کریپټوکرنسي لري، ځکه چې "که نور هېوادونه بیټ کوین د قانوني اسعارو په توګه ومني، د امریکا د فدرالي عایداتو د مالیې چلند د بیټ کوین په اړه بدلون موندلی شي. پر ځای د دې چې د پانګونې په توګه د سرمایه شتمنۍ په توګه چلند وشي، بیټ کوین ښايي د ۹۸۸ مادې لاندې د عادي عاید په توګه وپېژندل شي".[۲۰][۲۱][۲۲]
د ۲۰۲۱ کال د اګست په یوه نظرپوښتنه کې چې د السلوادور د لا پرېنسا ګرافیکا ورځپاڼې له خوا ترسره شوه، د خلکو اکثریت وویل چې دوی د بیټ کوین قانون مخالف دي، او نږدې درې پر څلور برخه ګډونوالو وویل چې دوی به بیټ کوین د تادیې په توګه ونه مني.[۲۳]
د ۲۰۲۱ کال د ډیسمبر یوې سروې، چې د مرکزي امریکا پوهنتون له خوا د بیټ کوین قانون له نافذېدو ۱۰۰ ورځې وروسته ترسره شوه، وښودله چې د خلکو ۳۴٫۸٪ په بیټ کوین هېڅ باور نه درلود، ۳۵٫۳٪ لږ باور درلود، ۱۳٫۲٪ یو څه باور درلود او ۱۴٫۱٪ ډېر باور درلود. د بیټ کوین قانون له نافذېدو وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې، ۵۶٫۶٪ ګډونوالو د حکومت بیټ کوین والټ ډانلوډ کړی و؛ له دې ډلې ۶۲٫۹٪ خلکو لا هغه نه و کارولی یا یوازې یو ځل یې کارولی و، په داسې حال کې چې ۳۶٫۳٪ لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل بیټ کوین کاراوه. ۴۸٫۵٪ ګډونوالو هغه وخت فکر کاوه چې د بیټ کوین قانون باید لغوه شي.[۲۴][۲۵]
پلي کېدل
[سمول]نوی قانون د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷ نېټه نافذ شو. د قانون له نافذېدو او د نوو ټکنالوژیو له رسمي پیل سره، چې د ملي اسعارو په زیربنا کې لوی بدلون رامنځته کوي، حکومت اړ شو چې د بیټ کوین برېښنایي والټ "چیفو" د ډېر بار له امله له افلاین کړي. د بوکله حکومت د سرور ظرفیت زیات کړ او والټ یې د ورځې تر نیمایي بېرته انلاین یا فعال کړ. د ۲۰۲۱ د سپټمبر ۷ نېټه هم د بیټ کوین د سقوط ورځ وه، چې نږدې د یوې میاشتې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد، او هېواد یې د درې میلیونه کاغذي ډالرو زیان تجربه کړ. د السلوادور حکومت هڅه وکړه چې دا ستونزه د بیټ کوین په اخیستلو حل کړي، چې بیه یې بیا تر ۵۲،۰۰۰ ډالرو پورته شوه. د بیټ کوین د بې ثباتۍ له امله، له ۱،۰۰۰ څخه ډېر مظاهره کوونکي د السلوادور د سترې محکمې مخې ته راټول شول او د قانون پر ضد یې مظاهره وکړه. چیفو په لومړۍ ورځ د ډېرو پلاتفورمونو له خوا رد شو، خو وروسته په زیاتېدونکي ډول د هغوی له خوا ومنل شو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
یو میاشت وروسته له دې چې د بیټ کوین قانون نافذ شو، د السلوادور زیاترو خلکو د دودویزو بانکي حسابونو په پرتله د بیټ کوین والټونه لرل. تر ټولو مشهور بیټ کوین والټ—د حکومت له خوا په رسمي توګه ملاتړ شوی "چیفو" والټ—د درې میلیونه خلکو له خوا ډانلوډ شوی و، چې د وګړو ۴۶٪ جوړوي. په مقابل کې، په ۲۰۱۷ کال کې یوازې ۲۹٪ السلوادوریانو بانکي حسابونه لرل. د چیفو والټ کارونه د حکومت له خوا هڅول شوی و، چې د هر السلوادوري حساب ته ۳۰ ډالره د پیل پیسې ورسپارل شوې وې. همداشان د السلوادور خلکو کولای شول چې د چیفو پر ځای په لایتنینګ سمبال د بیټکوین له نورو والټونو څخه هم کار واخلي. برسېره پر دې، د هېواد ډېرو لویو د پټرولو پمپونو هغو کسانو ته چې د چیفو اپ له لارې پیسې ورکوي، د هر ګیلن په بیه کې ۲۰ سنته تخفیف ورکوي. یوه میاشت وروسته، ۱۲٪ د السلوادور مصرفوونکو کریپټوکارنسي کارولې وه، خو ۹۳٪ شرکتونو چې سروې پرې شوې وه راپور ورکړ چې په لومړۍ میاشت کې یې هېڅ تادیه په بیټ کوین کې نه ده ترلاسه کړې.[۳۱][۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Kharpal, Arjun (9 June 2021). "El Salvador is one step closer to making bitcoin legal tender after proposing new law". msn.com. CNBC on MSN.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 June 2021. بياځلي په 9 June 2021.
- ↑ Diario Oficial, numero 110, tomo n° 431, 9 de junio de 2021 Archived 12 June 2021 at the Wayback Machine., Official Journal of El Salvador, National Press of El Salvador
- ↑ Gorjón, S. (2021). The role of cryptoassets as legal tender: the example of El Salvador. Banco de Espana Article, 35, 21.
- ↑ "Lawmakers in El Salvador rush new bitcoin reform after IMF deal". Reuters (in انګليسي). 2025-01-30. بياځلي په 2025-08-10.
- ↑ Fieser, Ezra (16 June 2021). "Bitcoin Beach: What Happened When an El Salvador Surf Town Went Full Crypto". Bloomberg News. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 June 2021. بياځلي په 18 June 2021.
- ↑ Fieser, Ezra (16 June 2021). "Bitcoin Beach: What Happened When an El Salvador Surf Town Went Full Crypto". Bloomberg News. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 June 2021. بياځلي په 18 June 2021.
- ↑ "How a California surfer helped bring bitcoin cryptocurrency to El Salvador". Los Angeles Times (in American English). 2021-06-22. خوندي شوی له the original on 2023-03-21. بياځلي په 2023-03-16.
- ↑ "Lawmakers in El Salvador rush new bitcoin reform after IMF deal". Reuters (in انګليسي). 2025-01-30. بياځلي په 2025-08-10.
- ↑ "Bitcoin: El Salvador plans to make cryptocurrency legal tender". BBC News. 7 June 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 June 2021. بياځلي په 9 June 2021.
- ↑ Porterfield, Carlie (6 June 2021). "Here's Why El Salvador Wants To Be The First Country To Formally Adopt Bitcoin". Forbes. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 June 2021. بياځلي په 9 June 2021.
- ↑ "Lawmakers in El Salvador rush new bitcoin reform after IMF deal". Reuters (in انګليسي). 2025-01-30. بياځلي په 2025-08-10.
- ↑ "El Salvador Becomes First Country to Adopt Bitcoin as National Currency". The Wall Street Journal. 7 September 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 September 2021. بياځلي په 7 September 2021.
- ↑ "Lawmakers in El Salvador rush new bitcoin reform after IMF deal". Reuters (in انګليسي). 2025-01-30. بياځلي په 2025-08-10.
- ↑ Webber, Jude; Szalay, Eva (9 June 2021). "El Salvador becomes first country to adopt bitcoin as legal tender". Financial Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 June 2021. بياځلي په 9 June 2021.

- ↑ Arnold, Tom; Strohecker, Karin (9 June 2021). "El Salvador president's bitcoin push casts shadow over IMF efforts". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 June 2021. بياځلي په 9 June 2021.
- ↑ "Lawmakers in El Salvador rush new bitcoin reform after IMF deal". Reuters (in انګليسي). 2025-01-30. بياځلي په 2025-08-10.
- ↑ Webber, Jude; Szalay, Eva (9 June 2021). "El Salvador becomes first country to adopt bitcoin as legal tender". Financial Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 June 2021. بياځلي په 9 June 2021.
- ↑ Livni, Ephrat; Lopez, Oscar (7 September 2021). "El Salvador's Adoption of Bitcoin Is Off to a Rocky Start". New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2021. بياځلي په 8 September 2021.
- ↑ "Lawmakers in El Salvador rush new bitcoin reform after IMF deal". Reuters (in انګليسي). 2025-01-30. بياځلي په 2025-08-10.
- ↑ "Lawmakers in El Salvador rush new bitcoin reform after IMF deal". Reuters (in انګليسي). 2025-01-30. بياځلي په 2025-08-10.
- ↑ "El Salvador Becomes First Country to Adopt Bitcoin as National Currency". The Wall Street Journal. 7 September 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 September 2021. بياځلي په 7 September 2021.
- ↑ Livni, Ephrat; Lopez, Oscar (7 September 2021). "El Salvador's Adoption of Bitcoin Is Off to a Rocky Start". New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2021. بياځلي په 8 September 2021.
- ↑ "El Salvador Becomes First Country to Adopt Bitcoin as National Currency". The Wall Street Journal. 7 September 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 September 2021. بياځلي په 7 September 2021.
- ↑ Esposito, Anthony; Renteria, Nelson (7 September 2021). "El Salvador's world-first adoption of bitcoin endures bumpy first day". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 September 2021. بياځلي په 8 September 2021.
- ↑ Silver, Katie (8 September 2021). "Bitcoin crashes on first day as El Salvador's legal tender". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2021. بياځلي په 8 September 2021.
- ↑ Roy, Avik (7 October 2021). "In El Salvador, More People Have Bitcoin Wallets Than Traditional Bank Accounts". Forbes. بياځلي په 10 October 2021.
- ↑ "Bitcoin use in El Salvador grows amid setbacks since its adoption as legal tender". NBC News. 7 October 2021. بياځلي په 12 October 2021.