د بیټ کوین د فورکونو (بدلونونو) لړلیک
د بیټ کوین فورکونه (بدلونونه) بېلابېل تعریفونه لري، ځینې وخت دغه فورکونه د بیټ کوین شبکې په کړنلارو کې بدلونونه بلل کېږي، خو ځینې بیا فورکونه هغه حالت ته وايي کله چې دوه یا تر دې زیات بلاکونه یو شان لوړوالی ولري. د بیټ کوین فورک د بیټ کوین د اصولو پر اعتبار مستقیمه اغېزه لري. فورکونه ډېری وخت بلاکي ځنځیر ته د نویو ځانګړنو ورزیاتولو او د هک یا لویو تخنیکي تېروتنو په وخت کې د زیانونو بېرته جبران کولو لپاره رامنځته کېـږي. د بیټ کوین په شبکه کې د داسې فورکونو یا بدلونونو د رامنځته کولو لپاره هر وخت ګډې موافقې ته اړتیا وي، کنه نو شبکه په دايمي ډول وېشل کېږي.[۱]
د بیټ کوین بی.ای.ایف۱۲۳ ( د بیټ کوین د پرمختیايي وړاندیزونو سیسټم دی) سیسټم د ځانګړنو له مخې بیټ کوین درې اصلي فورکونه لري، چې په لاندې ډول دي:[۲]
- د بیټ کوین نرم فورکونه : دا بدلونونه په شبکه کې وېش نه رامنځته کوي، همداراز دا بدلونونه په پخوانیو بلاکونو کې منل شوي وو خو په نویو اصولو کې ناسم ګڼل کېـږي.
- د بیټ کوین سخت فورکونه : دا بدلونونه د دوو مختلفو نسخو تر منځ دايمي وېش رامنځته کوي، په اصل کې دا هغه بدلونونه دي چې په پایله کې یې پخواني ناسم بلاکونه اوس سم بلل کېږي.
- درېم ډول هغه سخت فورکونه دي چې بلاکي ځنځیرونه او نوې ډیجېټلي پیسې یې رامنځته کړې دي.
د دې سربیره د ګډې موافقې بدلونونه یو بله فرعي څانګه هم لري، چې ممکن د فورکونو او بلاکي ځنځیر ترمنځ یې وېش رامنځته کړي وی، خو هېڅکله هم ترې ګټه وانخیستل شوه، له همدې امله یې په عملي بڼه د سخت فورک جوړېده ته لاره هواره نه کړه.
په بیټ کوین کې نرم فورکونه
[سمول]د بیټ کوین نرم فورکونه هغه بدلونونه دي چې د شبکې وېش یې نه دی رامنځته کړی، همداراز دغه فورکونه د ګډې هوکړې د اصولو د بدلون په پایله کې رامنځته شوې چې له مخې یې پخواني سم بلاکونه په نویو مراجعینو کې ناسم ګڼل کېږي. د دغو بدلونونو سربیره بیا هم پېرېدونکي کولای شي چې د فورکونو د دواړو نویو او زړو نسخو غوټې (نوډونه) پر هماغه یوه بلاکي ځنځیر وکاروي. د بټکوین دوه تر ټولو مشهور نرم فورکونه سېګوېټ او ټېپروټ دي.[۳]
سېګوېټ
[سمول]سېګوېټ چې په رسمي ډول د جلا شوي شاهد په هم نوم پېژندل کېږي، د بیټ کوین د راکړې ورکړې په سیسټم کې یو مهم بدلون دی چې د نرم فورک له لارې عملي شوی دی.[۴]
د سېګوېټ د وړاندیز شمېره د بیټ کوین د پرمختیايي وړاندیزونو په سیسټم کې BIP141)) ده. د دغه وړاندیز اصلي موخې د بیټ کوین لېږدولو د ناڅاپي بدلېدنې مخنیوی، د اختیاري معلوماتو د لېږلو برابرول او د نرم فورک له لارې د کړنلارو ځینې محدودیتونه (لکه د بلاک د اندازې حد) له منځه وړل و. سېګوېټ د ۲۰۱۷م کال د اګست په ۲۴مه فعال شو.[۴]
ټېپروټ
[سمول]ټېپروټ د بیټ کوین د لېږد په جوړښت کې یومنل شوی نرم فورک دی، دا بدلون د شنور د ډیجیټلي لاسلیکونو ملاتړ کوي تر څو د ډيجيټلي قراردادونو، پروګرامونو او د رڼا شبکې (د راکړې ورکړې لپاره یوه نوې، چټکه، ارزانه او محرمه شبکه ده) په کارونه کې لا ډېرې اسانتیاوي رامنځته شي. دغه فورک د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې عملي شو. سربیره پر دې دغه بدلون د بيټکوین په شبکه کې د خوندیتوب ځانګړتیاوې لا زیاتې کړي. همداراز د ټېپروټ په رامنځته کېدو د بټکواین د پرمختیايي وړاندیزونو د سیسټم درې مختلف وړاندیزونه (BIP340،BIP341،(BIP342 شامل وو.[۴][۵][۶][۷]
د ټېپروټ ګټې:
د ټېپروټ فورک په مرسته پېچلې راکړې ورکړې (هغه راکړې ورکړې چې ډیجیټلي لاسلیکونو ته اړتیا لري یا هم له ځنډ وروسته خوشې کېـږي ) په اسانه ترسره کېـږي، له ټېپروټ پرته دا ډول راکړې ورکړې ستونزمنې وي ځکه د بلاکي ځنځیر پر مخ د هر ډول معاملې معلومات د ساده راکړې ورکړې په څېر ښکاري. همداراز د ټېپروټ فورک په مرسته د بیټ کوین په پېچلو معاملو کې د معلوماتو اندازه راکمیږي، چې له امله یې فیسونه هم کمېـږي. سربیره پردې تېپروټ د شنور(ډیجیتلي لاسلیکونه دي) له لارې د راکړې ورکړې د پیچلو شرایطو د ملاتړ زمینه برابروي. په ورته وخت کې ټېپروت د بیټ کوین د رڼا شبکې ( د راکړې ورکړې لپاره یوه نوې، چټکه، ارزانه او محرمه شبکه ده، چې د انعطاف، محرمیت او ټیټو فیسونو له امله مشهوره ده) په ګټه هم ده.
په بیټ کوین کې سخت فورکونه
[سمول]د بیټ کوین سخت فورکونه د بیټ کوین په شبکه کې د ځنځیر د وېش لامل شوي، خو کومه جلا شبکه یا نوې ډیجیټلي پیسه (کریپټوکرنسي) یې نه ده رامنځته کړې. دا فورکونه په اصل د ګډو اصولو د بدلونونو په پایله کې رامنځته شول چې له مخې یې ځینې هغه بلاکونه چې پخوا ناسم ګڼل کېدل، په نویو مراجعینو کې سم وبلل شول.[۸]
- د بیټ کوین ۰.۳.۶ نسخه (بڼه): د بیټ کوین په دغه نسخه کې د راتلونکو نورو نسخو لپاره داسې خالي ځایونه (د مختلفو اسانتیاوې د اضافه کولو لپاره جوړېـږي) جوړ شول چې د ځنځیر د وېش لامل شول. همداراز د بیټ کوین پخواني مراجعین نور د ۱۶۳،۶۸۵ بلاک شمېرې وروسته ونه توانېدل چې د بیټ کوین له اوسني بلاکي ځنځیر سره همغږي پاتې شي.
- د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې د بلاکي ځنځیر فورک هغه مهال رامنځته شو، کله چې د بیټ کوین په ۰.۸ نسخه کې بیټ کوین د بیرکیلي له ډیټابېس څخه لېول ډیټابېس ته ولېږدول شو. دا کار د بلاکي ځنځیر د وېش لامل هم شو. په ورته وخت کې بیا د بیټ کوین مینرانو بیرته زړې نسخې ۰.۷.۲ ته په ګرځېدو سره د بلاکي ځنځیر ۲۴ بلاکونه بېرته تنظیم کړل. د دغو پېښو پر مهال په غلطه توګه د ډيجيټلي پيسو دوه ځله کارونه وشوه، خو دغه تخنیکي ستونزه په ۰.۸.۱ نسخه کې بېرته هواره شوه. [۹]
هغه سخت فورکونه چې بدیل بلاکي ځنځیرونه او ډیجیټلي پیسې یې رامنځته کړې
[سمول]دا هغه سخت فورکونه دي چې د ګډو اصولو د بدلون له لارې رامنځته شوي او په پایله کې یې یو بدیل بلاکي ځنځير او نوې ډیجیټلي پیسه پیدا شوې ده. همداراز دا فورکونه تر یوې ټاکلې نېټې او وخت پورې له بیټ کوین سره د ګډ لېـږد تاریخ لري. لومړنی سخت فورک چې شبکه یې ووېشله، د ۲۰۱۷م کال د اګست په لومړي نېټه رامنځته شو، چې پایله کې یې بیټ کوین کېش جوړ شو. لاندې د ځينو مهمو سخت فورکونو لړلیک دی چې د نېټې او یا بلاک له مخې یې بیټ کوین وېشلی دی:
- بیټ کوین کېش: دا ډيجیټلي پیسه د ۲۰۱۷م کال د اګسټ په لومړۍ نېټه په ۴۷۸۵۵۸ بلاک کې فورک شوه او د هر بیټ کوین په بدل کې مالک ته ۱ بیټ کوین کېش ورکړل شو.
- بیټ کوین ساتوشي ویژن: دا ډيجیټلي پیسه د ۲۰۱۸م کال د نومبر په ۱۸مه په ۵۵۶۷۶۶ بلاک کې فورک شوه او د هر بیټ کوین کېش په بدل کې مالک ته یو ۱ بیټ کوین ساتوشي ويژن ورکړل شو.
- اې کېش: دا ډيجیټلي پیسه د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۱۵مه په ۶۶۱۶۴۸ بلاک کې فورک شوه او هر بیتکوین کېش په بدل کې مالک ته ۱۰۰۰۰۰۰ اې کېش ورکړل شول.
- بیټ کوین ګولډ: دا ډيجیټلي پیسه د ۲۰۱۷م کال د اکټوبر په ۲۴مه په ۴۹۱۴۰۷ بلاک کې فورک شوه او د هر بیټ کوین په بدل کې مالک ته ۱ بیټ کوین ګولډ ورکړل شو.
کلاسیک بیټ کوین
[سمول]په لومړیو ۸ میاشتو کې، کلاسیک بیټ کوین کوښښ کاوه چې د خپل اعظمي بلاک اندازه له ۱ مېګابایټ څخه ۲ مېګابایټه ته لوړوله کړې، خو د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې دوی دا تګلاره بدله کړه او پخپله پروژه کې یې بدلون راوست، دوی د سافټویر له اصولو د بلاک د اندازې حد ختم کړ او دا واک یې د ډیجیټلي پیسو مینرانو او نوډونو ته وسپاره.[۱۰][۱۱][۱۲]
بیټ کوین ان لمیټید (نامحدود)
[سمول]د بیټ کوین درې واړه مراجعینو د شبکې د راکړې ورکړې د ظرفیت زیاتولو هڅه وکړه، خو هېڅ یو یې د ماینرانو اکثریت نه درلود، نو له همدې امله دا بدلونونه بشپړ نه شول.
د بلاکي ځنځیر پرته د اصلي بیټ کوین د سافټویر فورکونه
د اصلي بیټ کوین د سافټویر فورکونه په اصل کې هغه وړاندیز شوي فورکونه دي چې ونه توانېدل خپلواک بلاکي ځنځیر پیل کړي.[۱۳][۱۴]
بیټ کوین ایکس ټي
[سمول]د بیټ کوین ایکس ټي فورک د مایک هیرن لخوا پیل شوی و. د بیټ کوین اوسني سافټویر په هغه وخت کې یو محاسباتي ستونزه لرله چې د راکړو ورکړو سرعت یې محدود کړی و. د ایکس فورک تر پیل وړاندې، مایک هیرن د ۲۰۱۴م کال د جون په ۱۰مه د بیټ کوین یو پرمختیايي وړاندیز(BIP 64) خپور کړ، هیرن غوښته کړي وه چې دوه پوینټه پروټوکول دې سافټویر ته اضافه شي، تر څو هغه ځایونه په اسانه پیدا شي چېرته چې د بیټ کوین پیسې نه دې مصرف شوې. د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر په ۲۷مه هیرن د ایکس ټي فورک د کلاینټ نسخه ۰.۱۰ خپره کړه، په دغه نسخه کې هغه بدلونونه هم شامل وو کوم چې هیرن په وړاندیز(BIP 64) کې ذکر کړي وو. دغه فورک د ۲۰۱۵م کال په منځ کې د بیټ کوین ټولنې پام ځانته راوګرځاوه، ځکه د بلاک د اندازې د لوړولو پر سر د اصلي بیټ کوین پراختیا ورکوونکو کسانو ترمنځ شدید بحث روان و. د ۲۰۱۵م کال د جون په ۲۲مه، ګاوین اندریسن د بیټ کوین یو پرمختیايي وړاندیز (BIP 101) خپور کړ، اندریسن غوښتل چې د بلاک اعظمي اندازه زیاته شې او هر بلاک ۸ مېګابایټه شي، هغه همداراز یادونه وکړه چې هر دوه کاله بعد باید د بلاک اندازه دوه چنده شي. خو دغه بدلونونه به یوازې هغه وخت پلي کېدل چې د ۱۰۰۰ ماین شوي بلاکونو ۷۵٪ سلنه حد بېرته ترلاسه شوی وای. کچېرته دا وړاندیز عملي شوی وای نو د بیټ کوین ایکس ټي له لارې به په هره ثانیه شاوخوا ۲۴ راکړې ورکړې ترسره کېدي.[۱۵][۱۶][۱۷]
د ۲۰۱۵م کال د اګست په ۶مه د ګاوین اندریسن پرمختیايي وړاندیز (BIP101) په ایکس ټي کوډ کې شامل شو، خو وروسته بیرته واخیستل شو او پر ځای یې د کلاسیک بیټ کوین د دوه مېګابایټه بلاک بدلون پلي شو. د ۲۰۱۵م کال په اګست کې د بیټ کوین ایکس ټي خپرېدلو د رسنیو پام ځانته واړوه. د ګارډیان ورځپانې د ایکس ټي له خپرېدو وروسته ولیکل چې د بیټ کوین ډیجیټلي پیسه د کورني جګړې سره مخ ده. همداراز د وایرډ مجلې په یوه لیکنه کې څرګندونه کړې وه چې بیټ کوین ایکس ټي د خلاصې سرچینې د نظر ټولنیز او ډیموکراتیکې بنسټونه قوي کوي، دوی زیاته کړه چې له دې سره به پرانیستې سرچینه د هرې هغې ټکنالوژۍ څخه پیاوړې شي چې د یوه کس یا ادارې تر کنټرول لاندې وي. خو بل لورته سافټویر انجینر ادم بیک اندیښنه ښودلې وه چې د ایکس ټي یوازې ۷۵٪ سلنه فعالول به هيڅ ګټه ونکړي او ممکن امنیتي مشکلات هم رامنځته کړي.[۱۸][۱۹]
د ۲۰۱۷م کال د اګست په ۲۵مه نېټه، بیټ کوین ایکس ټي خپل جي ماډل خپور کړ، دا ماډل په اتوماټ ډول د بیټ کوین کېش کلاینټ و. له جي ماډل وروسته ایچ ماډل هم خپور شو، دغه ماډل د ۲۰۱۷م کال د نومبر د بیټ کوین کېش هغه پخواني پروټوکول بیا وضع کړ. تر دغه دوو ماډلونو وروسته د ای په نوم یو نوی ماډل خپور شو، دغه ماډل بیا د ۲۰۱۸م کال د مۍ میاشتې د بیټ کوین کېش پروټوکول بېرته وضع کړ.[۲۰]
هغه احتمالي سخت فورکونه چې هېڅکله ترې ناوړ استفاده ونه شوه
[سمول]دا د مراجعینو لپاره هغه نیمګړي اپډیټونه وو چې ممکن سخت فورکونو یې رامنځته کړې وای، خو هیڅکله هم ترې غلطه استفاده ونه شوه، ځکه یا مخکې له اصلاح کېدو بیخي ونه کارول شول، یا هم د بلاکي ځنځیر د بیرته تنظیم له لارې جوړشول.
- ایس وی ای ۲۰۱۰-۵۱۳۹: دا د بیټ کوین په سافټویر کې د یو ارزښت زیاتېدو تېروتنه وه، دغه تېروتنه هغه وخت وموندل شوه کله چې مینرانو په یو وار ۱۸۴ میلیارده بټکواین تولید کړل. د بیټ کوین مینرانو بلاکي ځنځیر بیرته تنظیم کړ تر څو دغه معامله له منځه یوسي، په پایله کې د ځنځیر وېش رامنځته شو. دغه بیرته تنظیم د بیټ کوین د ۰.۳.۱۱ نسخې د خپریدو څخه مخکې ترسره شو، له همدې امله دا ستونزه سخت فورک نه ګڼل کېږي.[۲۱][۲۲]
- ایس وی ای ۲۰۱۸ـ۱۷۱۴۴: دا د بیټ کوین په ۰.۱۵ نسخه کې یوه لویه تېروتنه وه، ځکه د یو بلاک دننه ځینو داخلېدونکو دوه ځله خپلې پیسې مصرف کولای شوای. دا ستونزه مخکې له دې چې چاته معلومه شي بېرته حل شوه.[۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Antonopoulos, Andreas (2017). Mastering Bitcoin: Programming the Open Blockchain (2 ed.). USA: O' Reilly media, inc. p. Glossary. ISBN 978-1491954386.
- ↑ Lombrozo, Eric. "BIP: 123 - BIP Classification". Bitcoin BIP Github. Bitcoin. بياځلي په 13 December 2025.
- ↑ Lombrozo, Eric. "BIP: 123 - BIP Classification". Bitcoin BIP Github. Bitcoin. بياځلي په 13 December 2025.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.
- ↑ Locke, Taylor (2021-06-14). "7 key things that happened in crypto over the past week". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-23.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.
- ↑ Lombrozo, Eric. "BIP: 123 - BIP Classification". Bitcoin BIP Github. Bitcoin. بياځلي په 13 December 2025.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.
- ↑ Paul Vigna (17 January 2016). "Is Bitcoin Breaking Up?". Wall Street Journal.
- ↑ "A list of Bitcoin forks and how they have changed the network - CNBC TV18". CNBCTV18 (in انګليسي). 2022-04-29. بياځلي په 2024-09-09.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.
- ↑ Ammous, Saifedean (2018). The Bitcoin Standard: The Decentralized Alternative to Central Banking. John Wiley & Sons. pp. 227, 228. ISBN 9781119473893. بياځلي په 23 April 2018.
- ↑ "A list of Bitcoin forks and how they have changed the network - CNBC TV18". CNBCTV18 (in انګليسي). 2022-04-29. بياځلي په 2024-09-09.
- ↑ Alex Hern (17 August 2015). "Bitcoin's forked: chief scientist launches alternative proposal for the currency". the Guardian. بياځلي په 20 August 2015.
- ↑ "A list of Bitcoin forks and how they have changed the network - CNBC TV18". CNBCTV18 (in انګليسي). 2022-04-29. بياځلي په 2024-09-09.
- ↑ Maria Bustillos (25 August 2015). "Inside the Fight Over Bitcoin's Future". The New Yorker. Conde Naste. بياځلي په 7 January 2017.
- ↑ Tim Hornyak (21 August 2015). "Bitcoin XT debate overshadowing growth opportunities". PC World. IDG. بياځلي په 7 January 2017.
- ↑ Alex Hern (17 August 2015). "Bitcoin's forked: chief scientist launches alternative proposal for the currency". the Guardian. بياځلي په 20 August 2015.
- ↑ Alex Hern (17 August 2015). "Bitcoin's forked: chief scientist launches alternative proposal for the currency". the Guardian. بياځلي په 20 August 2015.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (2021-06-09). "Bitcoin just got its first makeover in four years". CNBC (in American English). بياځلي په 2021-06-15.