د بیماران صندوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بیماران صندوق یا د بیماران جعبه بودایانو ته اړونده هغه کوچنۍ د سروزرو صندوقچه ده چې د افغانستان په ختیځ کې جلال آباد ته څېرمه د بیماران په ۲مه شمېره سټوپه (بودایي قبر) کې وموندل شوه.

موندنه[سمول]

دغه صندوقچه لرغون پوه چارلز ماسون د ۱۸۳۳ زکال او ۱۸۳۸ زکال ترمنځ په افغانستان کې د خپلو چارو پر مهال ومونده چې دننه په کې د اندو – سکایي پاچا دویم آزس مهال ته اړوندې سکې وې، له دې سره چې د رابرټ سینیر وروستۍ څېړنو ښوولې چې دویم آزس هېڅکله هم شتون نه درلود او د هغه پاچاهۍ ته منسوبې نښانې په ډېر احتمال سره باید لومړي آزس ته اړوندې وي. تر ټولو وروستۍ څېړنې (۲۰۱۵ زکال) دغه سکې اندوسکایي پاچا خاراهوستس او د هغه زوی موجاتریا ته اړوندې بللې چې هغوی له مړینې وروسته توکي د آز په نامه ضرب وهل. [۱][۲]

د بیمارانو صندوقچه د سکې د ضرب وهلو د تاریخ پر بنسټ له میلاد څخه وروسته ۰- ۱۵ کال (فوسمن)، په ټولیز ډول له میلاد وروسته ۵۰ – ۶۰ کال (بریتانوي موزیم) او ځینې مهال ډېر وروسته (دویمې میلادي پېړۍ) ته اړونده بلل کېږي چې دا ټول یوازې د هنري فرضیاتو له مخې دي. دغه صندوقچه اوس مهال د بریتانیا په موزیم کې ساتل کېږي. د دغې ځانګړې هنري ټوټې تاریخي مخینه د بودایي هنر په کرونولوژۍ او د بودا د انځورنو په جوړولو پام وړ اغېز لري، ځکه چې په کې پرمختللې آیکنوګرافي ښيي چې کېدای شي له دغو څخه وړاندنيو اشکالو یې هم شتون لرلی وي. [۳]

توضېح[سمول]

دغه کوچنۍ صندوقچه چې د لرغونې نړۍ د کوچنیو صندوقچو یاد رامنځته کوي؛ له دروازې پرته وموندل شوه او په لاندې کې یې د اوبو د لاله ګل (لوتوس ګل) انځور کښل شوی. [۴]

دغه صندوقچه د بودا د هلنیستي څېرې (په منظمه بڼه د هغه ولاړه، یوناني ډول ژست، غوټه شوي وېښتان، تاو برېتونه او د هغه واقعي اجرا) ډول ښيي چې په شاوخوا کې یې هندي براهما او سکارا جوړ شوي، د ټولو انځورونه د یوناني رومي معمارۍ په شکل د قوسي طاقچو (چې «هوم آرکېډ»، یا کیټیا ورته ویل کېږي) په واسطه چاپېر شوي. په ټولیز ډول اته مجسمې په کې په برجسته ډول کښل شوې (د براهمن – بودا – اندرا دوه یو ډول جوړښتونه او د دغو دواړو ترمنځ د دوه پیروانو یا بوداوېستانو انځورونه شتون لري) همدارنګه په دوه قطارونو کې د بدخشان یاقوت کارول شوي.[۴]

د دغه دوه پیروانو د غاړې کړۍ، د لاس کړۍ او تر سر پورې روښانه حلقه په ډېر احتمال سره د بوداویستانو څرګندویي کوي. دوی خپل لاسونه د انجیلا مودرا د درناوي په څېر له یو بل سره سرېښ نیولي.[۴]

دغه کوچنۍ صندوقچه له سرو زرو جوړه ده چې ۷ سانتۍ لوړوالی (۲.۷۵ انچه) لري. دغه یادګار د ګندهارا د یوناني – بودایي هنرونو شاهکار ګڼل کېږي.

بودا: یوه نادره آیکنوګرافي[سمول]

داسې ښکاري چې بودا پر څنګ روان وي. د هغه ښی لاس د هغه پر سینه راغلی څو مودرا ابهایا شکل جوړ کړي. چپ موټی یې خپلې خېټې ته نږدې راتاو کړی. د هغه شاکیاموني جامې د ولاړ بودا د ټولو پیژندل شوو نښو څخه تر ټولو پېژندل شوې نښه ده چې په آسانه بڼه یې د هغه د بدن بشپړ جوړښت پوښلی. دا په ډېر احتمال سره د رهباني جامو په لومړیو دوه لایو کې دي چې په کې کوم دروند بالاپوش، سنګاتي، شتون نه لري او تر ګونډو پورې رسېږي او په مشخصه بڼه په ځان راپرېوزي. همدارنګه یې جامه په ښي لاس او کیڼ لاس را کښته شوې (د بودا د هغه کلاسیک انځور پر ځای چې په ښي لاس یې خپله جامه رانیولې) چې د اوتاریا سرپټونکي د ډول په څېر ده. هغه په سر کې یوه غوټه لري چې اوشنیشا پوښي او یوې ساده حلقې د هغه سر چاپېر کړی. د ایکنوګرافي (د حالت او جامو) د جزیاتو دغه ترکیب ډېر نادره دی او یوازې د کانیشکا په سکو (له میلاد څخه وروسته ۱۵۰ کال شاوخوا) کې موندل شوی، هغه چې د «بودا شاکیاموني» کتیبې په کې شته او د بودا د هغه سکو سره څرګند تضاد لري چې په هغو کې ښکاري بودا درنې جامې اغوستې دي. خپله دغه وضعیت د بودایي مجسمو په ګندهارایي هنر کې د یو بودېساتوا په توګه پېژندل کېږي، خو په دغو مواردو کې هغه د هندي شاهزاده دهوتي (لنګ) اغوستی او سلطنتي چلتار یې پر سر اېښی.

سرچينې[سمول]

  1. Cribb 2015.
  2. Senior 2008.
  3. British Museum Highlights
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Errington، Cribb او Claringbull 1992، صص. 189-190.