د بيا رغونې له پړاو وروسته د رايې ورکولو له حق نه بې برخې کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ايالاتو کې د بيا رغونې له پړاو وروسته، په ځانګړي ډول په سويلي متحده ايالاتو کې، په يو لړ قوانينو، نويو اساسي قانونونو او په سويل کې د یو لړ کړنو پر بنسټ له رايې ورکولو نه محروميت منځ ته راغی، کوم قوانين چې په سويل کې د رايې ورکولو لپاره د تورپوستو د نوم ليکنې له حق څخه د بې برخې کولو لپاره وکارول شول. دا اقدامات د شلمې پېړۍ په پای کې پخوانيو کانفدرالي ايالتونو عملي کړي وو. يادې هڅې په ميری لينډ، کينټاکي او اوکلاهوما کې وشوې. دا کارونه د متحده ايالاتو د اساسي قانون د پنځلسم سمون د موخو د ناکامولو لپاره شوي وو، کوم چې په ۱۸۷۰ز کال کې تصويب شوی و، په اساسي قانون کې دې سمون ايالتونه منع کړي و چې رايه ورکونکي د دوی د توکم پر بنسټ د رايې ورکولو له حقوقو څخه بې برخې کړي. ياد قوانين په څرګند ډول داسې لیکل شوي وو چې: ناتوکميز وبلل شي (او په دې توګه له پنځلسم سمون څخه سرغړونه ونه شي)، خو په داسې طريقو عملي شوي و چې په موخه ييز ډول يې تورپوستي رايه ورکوونکي ځپلي وو. دا محروميت په۱۸۷۰ز لسيزه کې پيل شو، په دې موده کې سپين پوستو ديموکراتانو د نيمه پوځي ډلو (لکه Ku Klux Klan) په مټ له تاوتریخوالي او درغلۍ څخه کار واخيست، تر څو تورپوستی رايه ورکوونکی نفوس وځپي او جمهوري غوښتونکي له واکه لرې کړي. د ايالتي قانون جوړولو د واک د بيا تر لاسه کولو څخه وروسته، د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې ديموکراتان د جمهوري غوښتونکو او «پاپوليسټانو» تر منځ د يووالي له امله اندېښمن شول، د کوم له امله چې دوی ته په ټاکنو کې یو څه زيان ورسېد. د ايالتي قانون جوړولو د واک له بيا تر لاسه کولو وروسته، سپين پوستو ديموکراتانو خپلې پخوانۍ هڅې زياتې کړې او په قانوني ډول د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې کولو موخې ته ورسېدل: د ۱۸۹۰ څخه تر ۱۹۰۸ز کال پورې، سويلي ايالتونو قانون جوړوونکو نوي اساسي قانونونه، د اساسي قانون سمونونه او داسې قوانين تصويب کړل، د کومو پر بنسټ چې د رايې ورکولو لپاره نوملیکنه او رايه ورکول لا پسې سخت کړل، په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې په ډېر توپیري چلند سره، کومې سيمې چې د سپین پوستو کارکوونکو له خوا اداره کېدې. دوی بريالي شول چې ډېر توپوستي هېوادوال او په سويل کې ډېر بې وزله سپین پوستي له رايې بې برخې کړي او په دې ډول په هر ايالت کې د رايه ورکوونکو په نوملړونو کې په ډرامايي ډول کمی منځ ته راغی. د يوې لسيزې لپاره جمهوري غوښتونکی ګوند نژدې له منځه تللی و او ديموکراتانو په ټولو سويلي متحده ايالاتو کې یوه ګونديزه واکمنۍ جوړه کړه.[۱][۲][۳][۴]

په ۱۹۱۲ز کال کې، د جمهوري غوښتونکو ګوند هغه مهال ووېشل شو، کله چې «تيودور روزويلټ» د ګوند د نوماند «وليام هاورډ ټافټ» پر ضد په ټاکنو کې برخه واخسته. تر دې مهال په سويل کې له رايې ورکولو څخه د افريقايي الاصله امريکايانو په بې برخې کېدو سره، څوک چې تر ډېره بريده له رايې ورکولو اېستل شوي وو، جمهوري غوښتونکی ګوند څنډې ته کړای شوی و. له ۱۸۵۶ز کال راهيسې په لومړي ځل له سويل څخه د ديموکرات ګوند يو غړی «وډرو ويلسن» د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه په ۱۹۱۶ز کال کې په يوه سخته ولسمشريزه سيالۍ کې يو ځل بيا ولسمشر وټاکل شو. ويلسن په خپله لومړۍ دوره رياست کې، په خپله کابينه کې د سويل د اوسېدونکو غوښتنې ومنلې او په حکومتي کار ځايونو کې يې د توکم پر بنسټ د بېلتون تر څنګ په دندو کې هم توکميز توپیري چلند پر ځای وساته. د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال، امريکايي پوځي ځواک کې هم بېلتون راوستل شو، په کوم کې چې تورپوستو سرتېرو ته هم کمه روزنه ورکړل شوې وه او هم ښه سمبال شوي نه وو.

د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې کېدو د متحده ايالاتو پر کانګريس پراخه اغېزې درلودې، چېرې چې يولاسي سويلي ديموکراتانو له ۱۹۰۳ څخه تر ۱۹۵۳ز کال پورې په هره لسيزه کې په کانګريس کې نږدې پنځه ويشت زياتې چوکۍ درلودلې. په ورته ډول په سويل کې د ديموکراتانو واکمنۍ دا معنا درلوده چې سويلي سناتوران او استازي په کانګريس کې داخل شوي وو. هغوی په کانګريس کې د مشرتابه له امتيازاتو څخه ملاتړ کاوه، کوم چې تر ۱۹۲۰ز کال پورې په يو معيار بدل شو، همدا راز د سويلي سيمو استازو د مهمو کميټو مشري او د ملي ديموکراتيک ګوند رهبري هم په واک کې درلودل. د ستر رکود پر مهال، د افريقايي الاصله امريکايانو له استازيتوب پرته د ګڼو ملي ټولنيزو پروګرامونو د منځ ته راوړلو قانون جوړول تصويب شول او په دې ډول د پروګرامونو په پوښښ کې تشه او په عمل کې د هغوی په وړاندې  توپیري چلند رامنځ ته شو. سربېره پر دې، له دې امله چې د سويل تورپوستي په سيمه ييزه کچه د رايې ورکولو په نوملړ کې نه و شامل شوي، په خپل سري ډول (اتوماتيک ډول) دوی په سيمه ييزو محکمو کې له خدمت څخه اېستل شوي وو. په ټول سويل کې د محاکمو کار کوونکي سپين پوستي وو.[۵]

په ۱۹۶۵ز کال کې د رايې ورکولو د حق د قانون تر تصويب پورې، سياسي رايې ورکولو حق څخه محروميت پای ته نه و رسېدلی، کوم قانون چې فدرالي حکومت ته واک ورکړ چې په هغو سيمو کې د رايه ورکولو د نوم لیکنې کار او ټاکنې تر څارنې لاندې ونيسي، چېرې چې له تاریخي اړخه خلکو ته کمه استازولي ورکړل شوې وه، دا اختيارات ورکړل شول چې د قانون سره سم د رايې ورکولو حقوق عملي کړي. تر يو وېشتمې پېړۍ پورې د رايې ورکولو د حقوقو ګواښولو دوام پيدا کړ، يوازې په ۲۰۱۶ز کال کې په دې اړوند په محکمو کې زياتې قضيې د دې څرګندونه کوي چې دا ګواښونه وې، خو د سياسي ګټې لپاره د رايې ورکولو د حق د محدوديت هڅې يوازې تر سويلي محده ايالاتو پورې محدودې نه وې. د رايې ورکولو د نظام په مټ د سياسي ګټې تر لاسه کولو يوه بله لاره د ټاکنيزو پولو ناسم وېش دی، لکه چې په شمالي کارولينا کې همدا حالت و، د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ مياشت کې همدا چاره د فدرالي محکمې له خوا غیر قانوني اعلان شوه. تمه کېږي چې دا ډول قضيې به د متحده ايالاتو تر سترې محکمې ورسېږي.[۶][۷]

مخینه(شالید)[سمول]

په ۱۸۶۵ز کال کې د امریکا کورنۍ جګړه پای ته ورسېده او په دې ډول په يوولسو پخوانيو کانفدرالي ايالتونو کې د بيا رغونې پړاو پيل شو. کانګريس په ۱۸۶۷ز کال کې پيليدونکي د بيا رغونې قوانين تصويب کړل، د همدې ايالتونو بيا رغونې د ځنډېدلو چارو د څارنې لپاره پوځي سيمې ايجاد کړای شوې. [۸]

د بيا رغونې د پړاو په اوږدو کې، په ميسيپي او سويلي کارولينا کې د تورپوستو نفوس په غوڅ اکثريت سره زيات وو، په لوزيانا کې له سپین پوستو سره برابر و او په نورو پخوانیو کانفدرالي ايالتونو کې يې د څلوېښت سلنه نفوس استازولي کوله. سربېره پر دې، د بيا رغونې قانون او د ايالتي بيا رغونې اساسي قوانينو او قانون د پخواني کانفدراسيون سويلي سپين پوستي د دندو له اشغال څخه منع کړل، په ځينو ايالتونو کې، تر هغه وخته دوی له رايې ورکولو حق څخه بې برخې شول، تر څو چې دوی د وفادارۍ لوړه ونه کړي. سويلي سپين پوستي چې د تورپوستو له واکمنۍ څخه په وېره کې وو، د سياسي خپلواکي غوښتونکو د واک کارولو په وړاندې مقاومت وکړ. په ۱۸۶۷ز کال کې، په لومړي ځل تورپوستو رايه وکاروله. د ۱۸۶۸ز کال د ولسمشريزوټاکنو پورې، ټيکساس، ميسيپي او ورجينيا لا په اتحاديه کې بيا نه و شامل کړای شوي. «جنرال يوليس ايس. ګرانټ» د تور پوستو د ۷۰۰،۰۰۰ رايو په مرسته ولسمشر وټاکل شو. د ۱۸۷۰ز کال په فبرورۍ مياشت کې پنځلسم سمون (تعديل) تصويب شو؛ دا سمون د ايالتونو له خوا د تورپوستو د رايې ورکولو له حق څخه د بې برخې کېدو د خونديتابه په موخه جوړ شوی و. په همدې مهال، تر ۱۸۷۰ز کال پورې، له ارکانساس پرته د پخواني کانفډراسيون د رايې ورکولو حق عملي کېدل ختم کړای شول. په داسې حال کې چې په ۱۸۷۴ز کال کې د «بروکس –باکسټر» جګړې په پايله کې د پخواني کانفدراسيون د رايې ورکولو حق له منځه وړل شوی و.[۹]

د سپين پوستو نیمه توکمپاله سازمانونو له سويلي ديموکراتانو سره په يووالي، له ۱۸۶۸ز څخه د ۱۸۷۰ز کال تر نيمايي پورې د تورپوستو د ځورولو، تاوتریخوالي او ان له وژنو څخه کار واخيست، تر څو هغوی په ټاکنو کې د خپلو مدني او سياسي حقوقو له کارولو منع کړي. د « Ku Klux Klan» (KKK) په نوم باغي ډله په ۱۸۶۵ز کال کې په «ټينيسي» کې جوړه کړای شوه (په جګړه کې د ماتې د غبرګون په توګه)، کومه چې ډېر ژر په يوه پټه پیاوړې ډله بدله شوه چې په ټول سويل کې يې څانګې درلودلې. «Klan» د تورپوستو او د هغوی د خواخوږو سپين پوستو د وېرولو او ګواښلو يوه مبارزه پيل کړه. د دوی په تاوتریخوالي کې وحشت او د شتمنۍ ويجاړول، فزيکي بريدونه او وژنې او سارايي محکمې شاملې وې. کله کله په هغو ښوونکو بريدونه شوي او يا ګواښل شوي وو چې له شمال څخه د ازادۍ درسونه ورکړي. په ۱۸۷۰ز کال کې د شمالي کارولینا جمهوري غوښتونکي والي «وليام ډبليو. هولډن» دې هڅو چې «کلان» وځپي، کومې هڅې چې د «کرک هولنډن وار» په نوم پېژندل کېږي، د سپين پوستو له خوا د سخت غبرګون سره مخ شوې، د هغه همدا هڅې د ۱۸۷۰ز کال د اګست په مياشت کې د ديموکراتانو د عمومي اسامبلۍ د ټاکنو او د هغه د استيضاح او بيا له دفتره د هغه د لرې کېدو لامل وګرځېدې.[۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. "Disenfranchise vs. disfranchise". Grammarist. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Michael Perman, Struggle for Mastery: Disfranchisement in the South, 1888-1908 (U of North Carolina Press, 2003.
  3. Keele, Luke; Cubbison, William; White, Ismail (2021). "Suppressing Black Votes: A Historical Case Study of Voting Restrictions in Louisiana". American Political Science Review (په انګلیسي ژبه کي). 115 (2): 694–700. doi:10.1017/S0003055421000034. ISSN 0003-0554. S2CID 232422468 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Valelly, Richard M.; The Two Reconstructions: The Struggle for Black Enfranchisement University of Chicago Press, 2009, pp. 134-139 کينډۍ:ISBN
  5. Valelly; The Two Reconstructions; pp. 146-147
  6. North Carolina Is Ordered to Redraw Its Congressional Map
  7. Is Partisan Gerrymandering Legal? Why the Courts Are Divided.
  8. "Chronology of Emancipation during the Civil War". University of Maryland: Department of History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gabriel J. Chin & Randy Wagner, "The Tyranny of the Minority: Jim Crow and the Counter-Majoritarian Difficulty," 43 Harvard Civil Rights-Civil Liberties Law Review 65 (2008)
  10. Andrews, E. Benjamin (1912). History of the United States. New York: Charles Scribner's Sons. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)