د بنگلدېش ۱۹۴۳ز کال وچکالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دبنګله دیش د ۱۹۴۳ م قحطۍ د درې میلیون انسانانو ژوند واخیست ! په ۱۹۴۳ م کال کې هند دانګلیس مستعمره وه ، مګر انګلیسانو دهند د واکدارانو په حیث له قحط ځپلو سره هیڅ مرسته ونه کړه بلکې د ټولو نړیوالو مرستو مخه یې هم ونیوله . له یوه کال نه په کمه موده کې دبنګله دیش واټونه دهغو جسدونو په امبارونو بدل شول چې د لوږې له کبله یې ځانونه مرګ ته تسلیم کړي وو. ماشومانو دپلاستیکونو ، د ونو دریښو او نوروګندګیو په خوړلو پیل کړی و ، پلرونو خپلې لوڼې پلورلې او حتی ځینو یې له لوږې خپل ماشومان خوړل ، هغه ښځې چې ښکلې وې یوازې یې دبدلمنۍ له لارې دومره کړي و چې خپل ځانونه ژوندي وساتي . دانګلستان لومړي وزیر وینستون چرچیل هغه مهال ویلي وو : له هندیانو مې کرکه کیږي ، دوی څیرونکي ځناوراو دڅیرونکو ځناورو په مذهب دي . دوی خپله مسوول دي چې د سو یو(خرګوش) غوندې به یې غبرګ غبرګ بچي زیږول . چرچیل د د غې مهلکې پدیدې پر وړاندې دومره بې غوره و چې آن درې میلیون انسانانو خپل ځانونه لاسه ورکړل او جسدونه یې دبنګله دیش په کوڅو او پس کوڅو کې امبارونه امبارونه پراته وو مګر دهندي آئین له مخې چا نه شول کولی چې دغو لاشونو ته اور ورکړي ، په ښارونو کې ساري نارغۍ اوج ته رسیدلې وې ، کجیران ، ګیدړان او سپي دبې څوکه بنګله دیشیانو پر لاشونو اړم وو چې په پاې کې یوازې اسکلیټونه پر سړکونو پراته ښکاریدل . قحطي هغه مهال له منځه لاړه چې خلکو خپله مټې رابډوهلې او دځان لپاره یې خپله دبري هڅې پیل کړې ، ګاندې هغوی راهنمايي کړل او د دویم ځل لپاره یې هم ورته دبري لار وښوده . دانسانانو دوژنې لپاره یوازې داتوم بم استعمال شرط نه دی ، کافي ده چې له هغوی نه پر خپل نفس اعتماد وتروړې ! استعمار تر هغه څه ډیر خطر ناک دی چې تاسې یې په اړه فکر کوی ، په پخوا زمانو کې به استعمار معمولاً ځمکې قبضه کولې او جهانګشايي به یې کوله ځکه هر ابر قدرت به چې ډیره ځمکه لاندې کړې وه هغه به تر ټولو ډیر ثروتمند او قدرتمند و اما د ارتباطاتوپه عصر کې موږ له یوې نوې پدیدې سره مخ یو چې دا داستثمار نوې بڼه ده دیوې ټولنې د افکارو ، اذهانو، باورونو او اعتقاداتو له منځه وړل ...... اوسنی استعمار ددې پرځای چې ستاسې نقدي او غیر نقدي پانګې ولوټي ، ستاسې اعتقادات په نښه کوي . حتماً به درته پوښتنه پیدا شوې وي چې څرنګه ؟ د ارتباطاتو په عصر کې دا تصویري، غږیزې او ټولنیزې رسنۍ دي چې کولی شي ستاسې اذهان بدل کړي ، ستاسې علاقمندي کشف او بیا هرهغه څه چې هغوی درنه جوړول غواړي جوړ مو کړي . په اوسنۍ نړۍ کې د ساړه جنګ ځای رواني او تاوده جنګ نیولی دی ، په دغه جنګ کې هغه ابرقدرت بریالی دی چې وکولی شي دیوې ټولنې اعتقادات په نښه او خلک یې پر خپلو ځانونو بې باوره کړي . رسنۍ ددې توان لري چې یو هیواد نابود او یا یې د ترقۍ عروج ته ورسوي ، رسنۍ کولی شي په یوه شپه کې یو څوک دیوه هیواد رییس جمهور کړي او یا یو مطلق العنان پادشاه له سلطنتي تخته پریباسي . دمعاصر استعمار دنویو جګړو اساس پر عقیدتي موضوعاتو استوار دی ، له کتاب ، فلم ، ورځپاڼې څخه نیولې تر ټلویزیون او ټولنیزو رسنیو پورې ټول وسایل په بر کې نیسي . که چیرې پام وکړی وبه پوهیږئ چې رسنیو ترکومه بریده ستاسې پر ژوندانه اغیز ښندلی او په ځینو مواردو کې یې څومره ستاسې عادتونو ته تغیر ورکړی دی . دا په دې معنا هم نه دي چې رسنۍ حتماً یوازې منفي اغیزې لري اما په ډیرو برخو کې یې ناوړه اغیزې څرګندې دي . تاسې بې له دې چې وغواړۍ درسنیو له خواتنبیه او تربیه کیږی ، هرهغه څه چې اوری باورکوی او دا باورونه ستاسې اذهان تسخیروي . کله یې چې دیوې موضوع په اړه ستاسې باور بدل کړ ستاسې اعتقادات هم ورسره بدلیږي . د خپلو افکارو ، باورونو او اعتقاداتو ساتنه او څارنه وکړی !

تړلې لیکنې[سمول]

بنگلدېش