د بلوڅانو د یووالي کمېټه
ونگبڼه
د بلوڅانو د یووالي کمېټه (انګرېزي لنډیز : BYC)[۱] د بشري حقونو یو غورځنګ دی چي په بلوچستان ایالت کي د پاکستان د پوځ، استخباراتو او دولتي ادارو له لوري بشري حقونو څخه د سرغړونو په ځواب کي رامنځته سوی دی. د بلوڅ یووالي د کمېټې ریښې د ۲۰۱۸ کال د جولای له میاشتي سره سمون خوري، او دا وروسته له هغه رامنځ ته سوه کله چي مهرنګ بلوچ د پاکستاني استخباراتي ادارو لخوا د خپل ورور له تښتولو وروسته د دې د جوړولو مفکوره وړاندیز کړه.
د یادولو وړ ده چي د بلوچستان ولس د پاکستان له جوړښت راهیسي پر خپله خاوره باندي ددغه هیواد واک ته سر نه ټیټوي، او د بلوچستان بشپړه خپلواکي غواړي.
د بلوڅانو د یووالي کمېټه
| عمومي مالومات |
|---|