د بلغاریې اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بلغاریې اقتصاد د ازاد بازار په اصولو کار کوي چې یوه لويه شخصي او یوه کوچنۍ دولتي برخه لري. د نړیوال بانک له نظره بلغاريه د لوړ عاید لرونکی صنعتي شوی هیواد دی او د اروپایې اتحادیې (EU)، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO)، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) او د تور سمندرګي د اقتصادي همکارۍ سازمان (BSEC) غړی دی. د بلغاریې اقتصاد د پام وړ اقتصادي وده تجربه کړی (۵۳۸٪)  چې د اټکل تر مخې د ۱۳.۱۵ ميارده ډالرو (اسمي ۲۰۲۲) څخه پيل او د ۸۶ مليارده ډالرو (اټکلاً اسمي ۲۰۲۲) ناخالص کورنی عايد (جي ډي پي) ته رسیږي، یا دا چې ۲۰۳ مليارده ډالرو (اټکلاً ۲۰۲۲ PPP) (جي ډي پي) د سړی سر ۳۱،۱۴۸ ډالره (اټکلاً PPP ۲۰۲۲) کېږي، په اوسط ډول ناخالص میاشتنی معاش ۱۶۷۶ لیوا (۸۵۷ يورو) کیږي (ډیسمبر ۲۰۲۱) (ليوا د بلغاريې پولي واحد دی)، په اوسط ډول خالص میاشتنی معاش ۱۸۳۸ ډالر (په پی پی پی کې د ژوند د لګښتونو لپاره تنظیم شوی) کیږي (۲۰۲۱). ملي دودپيسه يې ليو (جمع یې لیوا) ده، يوه يورو ۱.۹۵۵۸۳ لیوا سره برابره ده. په ختیځه اروپا کې «لیو» تر ټولو پياوړې او باثباته دودپيسه ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په اقتصاد کې تر ټولو ځواکمنې برخې انرژي، کان کیندنه، فلزات، ماشین جوړونه، کرنه او سیاحت دي. لباس، وسپنه او فولاد، ماشینونه او تصفیه شوي تیل يې لومړني صنعتي صادرات دي.[۸]  

سوفیا د بلغاریې پلازمینه، اقتصادي زړه او د ډيری بلغاریانو کور دی، نړیوال شرکتونه او تر څنګ يې د بلغاريې ملي بانک او د ونډو بازار په دې ښار کې فعاليت کوي. «پلودیو» يې دويم لوی ښار او په بلغاریه کې یو له سترو اقتصاد لرونکو څخه دی. «وارنا» يې درېیم لوی ښار او په بلغاریه او د بلغاریې د تور سمندر پر غاړه تر ټولو لوی ښار او تفريح ځای دی. له ستراتیژیکي اړخه د «ورنا» په خلیج کې پروت دی او له اقتصادي اړخه «ورنا» د بلغاریې د ښه فعاليت او په چټکۍ وده کونکو ښارونو څخه شمېرل کېږي.

په ۱۹۹۱ز کال کې د «کومیکون» د تیت و پرک کیدو وروسته د سختیو سره سره، په وروستیو ۲۶ کلونو کې د بلغاریې اقتصاد په څرګند ډول پرمختګ کړی. د ۱۹۹۰ز لسيزې په لومړیو کې، د دې هیواد د خصوصي کولو ورو تګ، يو له بل سره ټکر لرونکې دولتي ماليه او د پانګه اچونې تګلارې او د بیوروکراسۍ سختو قواعدو عملي کولو نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې (FDI) په سيمه کې په کمه کچه وساتلې. د ۱۹۹۱ز څخه تر ۱۹۹۶ز کال پورې ټوله بهرنۍ پانګونه ۸۳۱ مليارده ډالره وه. 

د ۱۹۹۶ په دیسمبر مياشت کې، بلغاریه د نړیوالې سوداګرۍ سازمان سره یو ځای شوه. له ۱۹۹۷ز کال راهيسې وروسته کلونو کې، بلغاریې د پام وړ بهرنۍ پانګونې راجلبول پیل کړل. یواځې په ۲۰۰۴ز کال کې، د بهرنيو شرکتونو له خوا د ۲.۷۲ میلیارده یورو(۳.۴۷ ملیارده ډالرو) څخه زیاته پانګونه وشوه. په ۲۰۰۵ز کې، اقتصادپوهانو په بهرنۍ پانګونه کې نږدې ۱.۸ ملیارده یورو (۲.۳ ملیارد ډالر) کمښت ولید، د کوم لامل چې د سترو دولتي شرکتونو ناخصوصي کول بلل کېږي.

په ۲۰۰۷ز کال کې د اروپایې اتحاديې سره له یو ځای کیدو وروسته، بلغاریه په بهرنۍ پانګونه کې تقریباً ۶ ملیارده یورو لوړې څوکې ته ورسېده. د کمې R&D مالي مرستې له امله په اروپايي او نړیوالو بازارونو کې لږ تولید او سیالي لا هم د بهرنۍ پانګونې په مخ کې يو خنډ دی. سره له دې، د بلغاریې د ساینس په اکاډمي کې د اقتصادي څیړنې مؤسسې د تازه کلني راپور له مخې، په بلغاریه کې منځنی معاش په اروپایي اتحاديه کې د اوسط معاش څلورمه برخه دی (۱/۴) او که په دې فارموله کې د مزدور د توليدي وړتيا اندازه وکړای شي، نو دا بايد دوه برابره لوړ شي.[۹][۱۰]

د ستر رکود پر مهال، په ۲۰۰۹ز کال کې د بلغاريې اقتصاد ۵.۵٪ راغورځېد، خو په چټکۍ سره یې په ۲۰۱۰ز کال کې د نورو بالکاني هیواونو سره په توپیر د ودې مثبت دریځ ۰.۲٪ ته بیا ورساوه. همدارنګه، په راتلونکو کلونو کې وده کمزورې وه او جي ډي پی یواځې په ۲۰۱۴ز کال کې له بحران څخه مخکې کچې ته ورسېده.[۱۱][۱۲]

تاریخ[سمول]

د ۲۰ پیړۍ پیل څخه تر۱۹۹۰ کال پورې[سمول]

په بلغاریه کې لومړۍ معاصره فابریکه په ۱۸۳۶ز کال کې په «سیلوین» کې جوړه شوه؛ له هغې راهیسي او په ځانګړي ډول د ۱۸۶۰ز کال څخه وروسته، د بلغاریې اقتصاد په ټوله کې د پرمختګ په حال کې و، په ځانګړي ډول په شلمه پېړۍ او په ۱۹۲۰ز لسيزه کې دا پرمختګ محسوس شو. د ۱۹۳۰ز کال په اوږدو کې، د بلغاریې اقتصاد له پوځي اړخه دالمان پورې اړوند اقتصاد په توګه تشريح شوی دی. د ۱۹۴۰ز کال په لومړیو کې، څنګه چې په دويم نړیوال جنګ کې د المان ماتې پيل شوه، د بلغاریې اقتصاد د زوال سره مخ شو. په ټوله کې، د ۱۸۸۰ز او ۱۹۴۵ز کلونو تر منځ موده د پياوړې صنعتي کولو مودې په توګه يادېږي (د ۱۷ او ۱۸ پیړۍ بلغاريې په پراخه کچه یو لوی غیر پرمختللی صنعت درلود، کرنه،لاسي صنایع او یو څه سوداګري يې يواځې يو څه پرمختللې برخه وه). د سوسیالیزم پړاو کې، څنګه چې د خصوصي بازار نوښتونه د دولت له خوا تنظمېدل، د بلغاریايي اقتصاد صنعتي کیدو ته دوام ورکړ، که څه هم په ازاد بازار کې د پام وړ کمښت راغلی و. بیا هم، د بلغاریایي اقتصاد د سړک زېربناوو او هوايي لېږد په نوې کولو، تر څنګ يې د تور سمندر شاوخوا او په غره ییزو سیمو کې سیاحتي سيمو په جوړولو سره په ټوله کې د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی.[۱۳][۱۴][۱۵]

د دوېمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو څخه د ۱۹۸۹ز کال د نومبر په میاشت کې په ختیځه اروپا کې د نظام تر پراخ بدلون پورې، د بلغاریې کمونست ګوند (بي سي پي) په بشپړ ډول اقتصادي، ټولنیز او سیاسي اداره په کار واچوله. په ۱۹۴۴ز کې د دې ګوند واک ته رسېدل، د طرحه شوي اقتصاد پر لور د اقتصادي بدلون د پیل په توګه پېژندل کېږي. هغه مهال، بلغاریه د ختیځ بلاک د نورو غړيو په پرتله د شوروي د اقتصادي پراختیا نمونه په ډیر نږدې توګه تعقیب کړه، په داسې حال کې چې د «کومیکن» لومړیو غړو څخه یو وګرځېد. نوي نظام د اقتصاد ډول په عمده توګه له کرنیز څخه د یو صنعتي اقتصاد پر لور ولیږداوه، په داسې حال کې چې له کليوالي سيمو څخه ښاري سيمو ته يې د کارګر ځواک د لیږدولو ملاتړ کاوه او په دې توګه یې د نويو جوړو شويو لويو صنعتي ودانيو ته کارګر چمتو کول. په ورته وخت کې، د بلغاریې نړیوالې سوداګرۍ تمرکز د مرکزي اروپا څخه ختیځې اروپا او د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریت ته واوښت.  [۱۶][۱۷]

د دې نويو تګلارو په پايله کې د اقتصادي ودې په لومړۍ کچه اغېز وغورځېد. د بلغاریې اقتصاد د شوروي اتحاد له اقتصاد سره نږدې وروته والی درلود. د شوروي په بڼه مرکزي طرحه چې د پرله پسې پنځه کلنې طرحې په موده کې جوړه شوې وه، د ختیځې اروپا د نورو ایالتونو په پرتله يې ډېرې مستقيمې ګټې درلودې، چیرته چې دا طرحه د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۰ز لسیزې په لومړیو کې پلې شوې وه. له جګړې وروسته پړاو په اوږدو کې، اقتصادي پرمختګ هم د همدې مودې په اوږدو کې د ختیځې اروپا په نورو هیوادونو کې د داخلي سیاسي ثبات په کچه کې د پام وړ مرسته وکړه. دا د بلغاریې د سیاسي صحنې د بدلون ښودنه کوي، ځکه چې د «بي سي پي» د واک ته له رسیدو تر مخه، سیاسي اله ګوله دېره عامه وه.[۱۸][۱۹]

په هر حال، د ۱۹۶۰ز کال په لومړیو کې کمې پانګې او د کار تولید، تر څنګ يې د توليدي موادو ګرانۍ د بلغاریې اقتصاد زیانمن کړ. د ودې ناهيلي کوونکې اندازې تر څنګ ډېرې اقتصادي تجربې تر لاسه شوې. دا تجربه د سوسیالیستي اقتصادي چوکاټ دننه ترسره شوه، که څه هم هېڅکله د بازار پر بنسټ ولاړ اقتصاد ته نژدې شو.[۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "World Bank country data: Bulgaria". The World Bank Group. 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Bulgaria GDP". countryeconomy.com/gdp/bulgaria. countryeconomy.com/gdp/bulgaria. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "СРЕДНА БРУТНА МЕСЕЧНА ЗАПЛАТА НА НАЕТИТЕ ЛИЦА ПО ТРУДОВО И СЛУЖЕБНО ПРАВООТНОШЕНИЕ ПРЕЗ 2021 ГОДИНА*". National Statistical Institute. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Net average monthly salary (adjusted for living costs in PPP), 2021". en.wikipedia.org. Wikipedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Fixed currency exchange rates, Bulgarian National Bank.
  6. Bulgarian Bank Advisor: Bulgaria Lev Strongest Currency in Eastern Europe, Novinite, 16 February 2009
  7. Bulgarian Lev – the Balkans’ Strongest Currency, Standart, 16 February 2009
  8. "Field listing of principal export commodities". Central Intelligence Agency. 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Main challenges for research policies Archived 7 July 2012 at Archive.is, ERAWATCH, 9 April 2010
  10. "Средната заплата в България – 4 пъти по-ниска от тази в ЕС". Institute of Economic Studies at the Bulgarian Academy of Sciences. 6 June 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Eurostat – Tables, Graphs and Maps Interface (TGM) table". Epp.eurostat.ec.europa.eu. 11 March 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Състояние и тенденции в развитието на областите: общ преглед". ИПИ. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:In lang България в началото на XX век. Икономическо развитие в началото на XX в.
  14. کينډۍ:In lang Людмила Живкова, С априлско вдъхновение в борбата за мир и социализъм, за единство, творчество и красота: доклади, речи, статии и изказвания, Том 3, Партиздат 1983
  15. کينډۍ:In lang Давид Коен, Военновременната икономика на България: 1939-1944, УИ Св. Климент Охридски, 2002
  16. William Marsteller (June 1992). "The Economy". In Glenn E. Curtis (المحرر). Bulgaria country study. Library of Congress Federal Research Division. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Димитрова, М. (2008). Златните десятилетия на българската електроника (په بلغارين ژبه کي). Книгоиздателска къща "Труд". د کتاب نړيواله کره شمېره 978-954-528-845-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. William Marsteller (June 1992). "The Economy". In Glenn E. Curtis (المحرر). Bulgaria country study. Library of Congress Federal Research Division. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Economic policies". د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. William Marsteller (June 1992). "The Economy". In Glenn E. Curtis (المحرر). Bulgaria country study. Library of Congress Federal Research Division. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)