منځپانگې ته ورتلل

د بشر لارښودان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

د بشر لارښودان

[سمول]

الله په قرآن کریم کې وايي : هر امت ته یو پېغمبر دی. (وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ=  او هر امت ته يو استازى دی)[1] الله هېڅکله خلک بې لارښود او آسماني مشره نه دي پرېښي. (وِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ=او هر قوم ته يو لارښود دى)[2]؛ یعنې په هر وخت او ځای کې باید خلک ژوندی لارښود ولري، چې دا ژوندی لارښود یا پېغمبر دی یا یې ځایناستی. باید سر مو خلاص وي، چې   انبیاء یوازې په یوه ځانګړي سیمه کې نه وو، هر چېرې چې امت و، یو لارښود هم ورته و. هغه الله چې پر خلکو لوراند او لورین دی، هېڅکله خلک بې لارښوده نه پرېږدي او هېڅکله ځمکه بې حجته نه پاتېږي.

که څه انسانان کله په اند، عقل او کله په پوهه او مطالعې او کله په مشوره او کله په احساس او وجدان او کله پخپله او د نورو په  تجربه، کولای شي حق لار پیدا کړي؛ خو کله حق لارې پیدا کول دې اړتیا لري، چې له تېرو،  اوسنیو او راتلونکیو انسانانو، همداراز  د خپل ځان په باب پوهه ولري؛ خو دا پوهه یوازې د انسانانو له پنځګر څښتن سره ده او زموږ پوهه او تجربه نه ور رسي.

نو ځکه سره له دې چې انسانان له خپلې پوهې، عقل او تجربې ګټنه کوي، هر یو یې په خپل ژوند کې په سلونو ځل په خپلو کړنو پښېمانېږي. د انسان پښېماني ددې چار  څرګندوی ده، چې د انسان پوهه، عقل او تجربه نیمګړې ده. دا پښېماني له پخوا راهیسې وه، ده او وي به.

اوس چې مو د سر په سترګو د پرمختللیو او روسته پاتې هېوادونو د لوستو او نالوستو وګړیو تېروتنې او پښېمانۍ ولیدې؛ نو څرګندېږي، چې انسانان باید داسې لارښودان ولري، چې په کمالاتو کې تر نورو انسانانو غوره وي. په وجود کې یې تېروتنه، سرغړونه، پښېماني، ناپوهي، وېره او شک نه وي او په هر اړخیزه توګه خلک پرې ډاډمن وي او امین وګړي وي.

الله ورته په کمالاتو، معجزاتو، د بیان په ځواک، پراخې سینې، صبر، پوهې او مړانې، پر نورو غوراوی ورکړی وي. خلک یې په لاسونو کې لاسونه ورکړي او د هغوی په لارښوونو خپل دنیا او آخرت ښېرازه کړي. دا لارښودان، اسماني پېغمبران دي.

یوازې پېغمبران نه پښېمانېږي؛ ځکه خبره یې د الله خبره ده او الله هېڅکله نه پښېمانېږي. پوهه یې د الله له پوهې ده او د الله پوهه راایساره نه ده او ناپایه ده.

انبیاء له خلکو ځنې، له خلکو سره، په خلکو کې او د خلکو په څېر ژوند کوي.

په کوڅو او بازارونوکې ګرځېدل؛ (وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ= په بازارونو كې ګرځېدل)[3]  او هر حکم چې یې کاوه، لومړی یې پر خپل ځان پلي کول. په خلکو کې رښتین او امین ول او د خلکو د هدایت لپاره یې زحمتونه ګالل.

خلک یې خپل روڼه ګڼل؛ (إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ= چې یې رور هود ورته وويل)[4] او چا ته یې اجازه نه ورکوله، چې په ستاینو یې غوړه مالي وکړي. ځانونه یې پخپل ورځني بشري ژوند کې، د ټولو خلکو په څېر ګڼل؛( قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ= ووايه : زه خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر يم)[5]

ټولو انبیاوو یوه موخه او دنده درلوده، چې الله لمانځنې ته د خلکو رابلل، د سرغړوونکیو او ظالمانو او د خرافاتو(کږنو او انګېرنو) له لاروۍ د خلکو ژغورل او د هغو دودونو له منځه وړل، چې له عقل سره سمون نه لري.( وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ= او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) "الله" ولمانځئ او له "طاغوت" نه ځان  وژغورئ ؛)[6]

ټولو انبیاوو خلکو ته د عبادت او لمونځ سپارښتنه کوله. قرآن کریم د حضرت ابراهیم (ع) له خولې وايي: (رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ= پالونكيه! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه، ستا د  قدرمن كور ترڅنګ مېشت كړه،چې لمونځ وكړي؛)[7]

الله حضرت موسی (ع) ته وايي : (وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي= و مې لمانځه او يادښت ته مې لمونځ كوه .)[8]

حضرت عیسی (ع) وايي: (وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ= الله د لمانځه سپارښتنه راته کړې)[9]

نو د ټولو انبیاوو یوه ګډه کړلار دا وه، چې په لمانځه خلک د الله عبادت ته راوبلي.

که الله انسانان بې پېغمبره سرایله پرېښي ول؛ نو هر انسان به د خپلې سلیقې او د پوهې د څومره والي له مخې، ځان ته یوه لار ټاکله او په دې لار کې به د ظالمانو دباوونو، هره ورځ، وسوسو او خیالونو یوې لوري ته راکاږل. هره ورځ انسان پر یوه لار ځي او په سبا یې پښېمانه وي. نن له یوه سره ملګری شي او سبا ورسره وران وي. نن یوه ورځ غوره ګڼي او سبا یې یوه بله. الله هېڅکله انسان داسې پر خپل حال نه پرېږدي.

الله په قرآن کې وايي: (وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ= او هغوى الله سم و نه پېژانده، چې و يې ويل : ((الله پر هېڅ بشر کوم څیز نازل كړى نه دی .)))[10]

آیا شونې ده، چې الله هغه انسان، پر خپل حال سرایله پرېږدي، د هستۍ غوره مخلوق دی او سپین لمنی لارښود ور وا نه ستوي؟ هېڅکله داسې نه ده.

الله په قرآن کریم کې وايي: (إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى= په يقين، [د بندګانو] لارښوونه يوازې زموږ (پر غاړه) ده،)[11] لنډه داچې انسان د هستۍ تر ټولو غوره موجود دی؛ یعنې له جماداتو، نباتاتو او څارویو غوره او هر څه  یې ګټنې ته پنځول شوي دي. که الله په پېغمبرانو بشر ته لارښوونه و نه کړي، هر څه به تویې ولاړ شي. لکه که د یوه ښوونځي مدیر، چې ټولګي ته ښووند و نه ټاکي او زده کړیالان پر خپل حال پرېږدي؛ نو د ښوونې او روزنې وزارت ټوله بودجه به تویې ولاړه شي. نړۍ ښوونځی دی، چې انسانان یې زده کړیالان دي او انبیاء یې ښووندان دي؛ خو داسې ښووندان، چې پر هر څه پوهېږي، هېڅکله ګناه نه کوي، د الله غوره بندګي کوي، پر خلکو زړه سواند دي، پر ځان د بشر لارښوونې ته هر ډول کړ مني، له هېچا د هېڅ لاسباړې تمه هم نه لري؛ (قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا= ووايه : ((چې زه (ددې رسالت) څه اجر (او لاسباړه) درځنې نه غواړم،)[12]

د الهي احکامو په پلي کولو کې مخکښ دي، په خپله بلنه کې څوک نه مجبوروي؛ بلکې په استدلال/سول او نرم خوی بلنه ورکوي.

پېغمبران هم خلک د اخروي نړۍ جنت او د دنیا نېکمرغۍ ته رابولي او هم خلکو ته د هغوی د سرغړونو په باب ګواښنګري کوي.

هغوی چې په انبیاوو پسې ورځي؛ نو پر نېغه، بې خطره، بې تېروتنې او هیله بښاندي لار به تللي وي؛ خو هغوی چې له پېغمبرانو خپله لار بېله کړې؛ نو هره ورځ یې بهرني ظالمان وسوسې، خیالونه او دنننۍ هیلې، دودونه او ټبریز او سیمه ایز تعصبات، هرې خوا ته راکاږي او دنیا او آخرت یې تباه کوي.

نو راځئ، هغسې چې الله پر پېغمبرانو سلام کوي، موږ ورته سلام وکړو:

سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ=په نړيوالو كې دې پر نوح سلام وي[13].

(سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ = پر ابراهيم سلام!)[14].

(سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ= سلام پر موسى او هارون!)[15].

(سَلَامٌ عَلَى إِلْ يَاسِينَ = سلام دې وي پر الياسين!)[16]

او په پای کې، د اسلام پر پېغمبر هم هغسې سلام کوو؛ لکه په لمانځه کې چې پرې کېږي:

((السلام علیک ایها النبی و رحمه الله وبرکاته)).


[1] . یونس/۴۷

[2] .رعد/۷

[3] .فرقان/۲۰

[4] . شعراء/۱۲۴

[5] .کهف/۱۱۰

[6] . نحل/ ۳۶

[7] . ابراهیم/۳۷

[8] . طه/ ۱۴

[9] . مریم/۳۲

[10] . انعام/۹۱

[11] .لیل/۱۲

[12] .انعام/۹۰

[13] . صافات/۷۹

[14] .صافات/۱۰۹

[15] .صافات/۱۲۰

[16] .صافات/۱۳۰