د برېښنايي موټرو تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عملي بڼه کارېدونکي برېښنايي نقلیه وسایط د ۱۸۹۰مې لسیزې پر مهال راڅرګند شول. دغو نقلیه وسایطو تر ۱۹۰۰ زکال پورې د ځمکنۍ چټکتیا ریکارډ خپل کړی و. د ۲۰مې پېړۍ پر مهال په ټوله نړۍ کې له دغو ډول موټرو څخه ګټنه د سون توکو پر مټ چلېدونکو موټرو په پرتله د هغو د لوړې بیې، د چټکتیا د کچې د کموالي او همدارنګه د هغو د بټریو د لږ کارکولو له امله راکمه شوه. له دې سره له برېښنا څخه ګټنې په بار پورته کوونکو وسایلو او همدارنګه د عامه ترانسپورټ په وسایلو په ځانګړې توګه په ریل ګاډو کې دوام وموند.

د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې د برېښنايي او همدارنګه د ځای نیونکو سون توکو کاروونکو موټرو سره لیوالتیا د برېښنايي موټرو د ټکنالوژۍ د پراختیا او د هایدروکاربنونو پر مټ د چلېدونکو موټرو څخه د رامنځته کېدونو ګواښونو له امله زیاته شوه یو له دغو ګواښونو څخه د چاپېریال مخ پر زیاتوالي ککړتیا وه ځکه چې له دغه ډول موټرو څخه خارجېدونکو ګازونو په هغو کې پریمانه ونډه لرله په داسې حال کې چې ټرانسپورټي زیربنا په بشپړ ډول پر هایدروکاربني موټرو اتکا لرله.

له ۲۰۱۰ زکال څخه را په دې خوا د ۲۰۱۶ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې د برېښنايي موټرو د پېر کچه یو میلیون موټرو ته ورسېده، د ۲۰۱۹ زکال تر وروستیو پورې د ګټه اخیستل کېدونکو برېښنايي موټرو شمېر ۴.۸ میلیونه شو او په ټولیزه توګه د ۲۰۲۰ زکال تر پایه  د چارج کېدونکو کوچنیو موټرو د پلور شمېر د ۱۰ میلیونو تر کچې پورته شو. د بټرۍ پر زور د چلېدونکو برېښنايي موټرو او چارج کېدونکو هایبرډ موټرو د پلور کچې نړیوال نسبت د ۲۰۱۲ زکال د ۵۶: ۴۴ څخه په ۲۰۱۹ زکال کې ۷۴: ۲۶ او په ۲۰۲۰ زکال کې ۶۹؛ ۳۱ ته راکښته شو. د ۲۰۲۰ زکال په اګست میاشت کې ټیسلا کمپنۍ ټیسلا دریم موډل (Tesla Model 3) برېښنايي موټر بازار ته وړاندې کړ چې د ۶۴۵۰۰۰ زره موټرو په پلور سره تر ټولو ډېر پلورل شوی برېښنايي موټر وګرځېد. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

لرغونی تاریخ[سمول]

برېښنايي موډل لرونکي موټر[سمول]

د لومړني برېښنايي موټر اختراع بېلابېلو کسانو ته اړونده بلل کېږي. په ۱۸۲۸ زکال کې هنګري الاصله کشیش او فزیک پوه آنیوس جدلیک برېښنایي لومړنی ماشین اختراع کړ چې پر مټ یې چلېدونکی لومړنی کوچنی موټر جوړ کړ. له ۱۸۳۲ زکال څخه تر ۱۸۳۹ زکال پورې سکاټلنډي مخترع رابرټ اندرسون هم یوه نابشپړه مسافر وړونکې برېښنايي وسیله اختراع کړه. په ۱۸۳۵ زکال کې د هالنډ د خرونینګن ایالت څخه پروفیسور سیبرانډوس سټراټینګ او د هغه جرمني همکار کریسټوفر بکر هم په کوچنۍ اندازه یو برېښنايي ماشین جوړ کړ چې د نه چارج کېدونکو لومړنیو بټریو پر مټ چلېده. [۷][۸][۹]

برېښنايي ریل ګاډي[سمول]

په ۱۸۳۴ زکال کې ورمونټي آهنګر توماس ډاونپورټ پورته یادو شوو ماشینونو ته ورته داسې یو ماشین جوړ کړ چې په لنډ، دایروي او برېښنا لرونکي مسیر کې یې کار کوه. لومړنی پیژندل شوی برېښنايي ریل ګاډی د ۱۸۳۷ زکال پر مهال په سکاټلند کې د ابردیني کیمیاپوه رابرټ ډیوېډسون له خوا جوړ شو چې برېښنا یې د ګالوانیکي بټریو له خوا تامین کېدله. ډیوېډسون وروسته د ګلواني په نامه لوی ریل ګاډی یا لوکوموتیو جوړ کړ او په ۱۸۴۱ زکال کې یې د سکاټلنډي هنرونو د سلطنتي ټولنې په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړ. دغه ریل ۶۱۰۰ کیلوګرامي وزن (۶ لوی ټنه) په ۲.۴ کیلومتره (۱.۵ مایله) فاصله کې په ساعت کې د ۶.۴ کیلومتره (۴ مایله) په سرعت لېږدولی شو. له دغې اختراع څخه راتلونکی کال د ایډنبورګ او ګلاسکو ترمنځ د اوسپنې په پټلۍ کې ګټنه وشوه خو د بټریو د کار لږ وړتیا یې لامل وګرځېده په عامه توګه ترې ګټنه وه نشي. دغه ریل ګاډی د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکی له خوا چې هغه یې د خپل شغلي امنیت پر وړاندې ګواښ باله له منځه یووړل شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

انګلستان په ریل ګاډو کې له برېښنا څخه د ګټنې اجازه په ۱۸۴۰ زکال کې ورکړه چې بیا په همدغه ډول اجازه په ۱۸۴۷ زکال کې متحده ایالاتو لیلی او کولټن ته ورکړه. د بټریو پر مټ له چلېدونکو ریل ګاډو څخه لومړنۍ ګټنه په ۱۸۸۷ زکال کې د باوریا په سلطنتي دولتي اوسپنې پټلۍ کې وشوه. [۱۵][۱۶]

لومړني بشپړ کارکوونکي برېښنايي موټرونه[سمول]

چارچ کېدونکې بټرۍ چې کولای یې شو د برېښنايي موټرو لپاره پام وړ برېښنا وساتي تر ۱۸۵۹ زکال پورې یې شتون نه درلود تر چې فرانسوي فزیک پوه ګاسټون پلانټه تیزابي سرپي بټرۍ اختراع کړې. بل فرانسوي ساینس پوه کامیل آلفونس فوره د دغو بټریو په طراحي کې پام وړ پرمختګ رامنځته کړ؛ د هغه هڅو د دغو بټریو د چارج ساتلو وړتیا زیاته کړه او په مستقیم ډول یې په صنعتي مقیاس د هغو تولید ته لار برابره کړه. [۱۷][۱۸][۱۹]

احتمالا لومړنی انسان لېږدونکی برېښنايي موټر چې د خپلې انرژۍ پر مټ چلېده د پاریس په یوه سړک کې د ۱۸۸۱ زکال په اپرېل میاشت کې د مخترع ګوستاو ترووه له خوا وازمویل شو. ترووه په ۱۸۸۰ زکال کې د زیمنس کمپنۍ له خوا په جوړ شوی کوچنی برېښنايي موتور کار وکړ او د هغه موثریت ته یې وده ورکړه (چې په ۱۸۶۷ زکال کې د یوهان کراوګل څخه د پېرل شوې طراحۍ پر بنست جوړ شوی و)؛ نوموړي په وروستیو کې د پراختیا موندلې بټرۍ څخه په ګټنې هغه د جیمز سټارلي په درې څرخه کې نصب کړ؛ همدا و چې نوموړي د نړۍ لومړنی برېښنايي موټر اختراع کړ. په داسې حال کې چې نوموړي د ۱۸۸۱ زکال د اپرېل په ۱۹ مه په بریالۍ توګه هغه د پاریس د مرکز په والیوس سړک باندې وازمویه، خو وه یې نشو کولای اختراع یې په خپل نوم ثبت کړي. ترووه په چټکۍ سره په بټرۍ چلېدونکی ماشین په سمندري لېږد را لېږد کې وازمویه څو پر مټ یې وکولای شي یو شمېر وسایل له خپل کار ځای څخه تر نږدې سن سیند ولېږدوی؛ ترووه دغه ماشین په بېړۍ کې د نصب کېدو او بېرته ترې د هیسته کېدو وړ وګرځاوه او په دې سره یې د بېړۍ ماشین هم اختراع کړ. د ۱۸۸۱ زکال د مۍ په ۲۶ مه د تروو پنځه مترۍ اوږدې بېړۍ چې Le Téléphone نوم یې ورته کاروه د اوبو په مخالف مسیر کې یې په ساعت کې ۳.۶ کیلومتره (۲.۲ مایله) او د اوبو په مسیر کې په ساعت کې ۹ کیلومتره (۵.۶ مایله) حرکت وکړ. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

انګلیسي مخترع توماس پارکر چې د یو شمېر نوښتونو لکه د لندن د مټرو د برېښنايي کولو، د لیورپول او بېرمنګام ترمنځ د برېښنايي موټرو د مسیر جوړونې او همدارنګه د نه دود لرونکو کولیټ (ډبرو سکرو) سون توکو د جوړولو مسئولیت ور تر غاړې و خپل لومړنی برېښنايي موټر یې د ۱۸۸۴ زکال په ولورهمپټون کې جوړ کړ، په داسې حال کې چې د هغو یوازنی مستند کوونکی انځور ۱۸۹۵ کال ته اړوند دی. [۲۴]

د لږ مصرف لرونکو نقلیه وسایلو له جوړولو سره د پارکر پخوانۍ علاقې هغه د برېښنايي نقلیه وسایلو جوړولو ته سوق کړ. نوموړی همدارنګه کېدای شي په لندن کې د بد دود او د هوا د ککړتیا له اغېزو څخه اندېښمن و. د دغه موټرو د تولید مسئولیت د الوېل – پارکر کمپنۍ په واک کې و چې په ۱۸۸۲ زکال کې د برېښنايي عامه ټرانسپورټي وسایلو د تولید په موخه جوړه شوې وه. دغه کمپنۍ په ۱۸۸۸ زکال کې له خپلې سیالې بلې کمپنۍ سره ادغام شوه څو الکټریک کانسټرکشن کارپورېشن رامنځته کړي؛ دغه شرکت تر ۱۸۹۰مې لسیزې پورې د برېتانوي برېښنايي موټرو د جوړولو انحصار په واک کې درلود چې په ۱۸۹۶ زکال کې یې خپله لومړنی برېښنايي «ډاګ کارت» نقلیه وسیله جوړه کړه. [۲۵][۲۶]

فرانسه او بریتانیا لومړني هېوادونه و چې د برېښنايي نقلیه وسایطو له جوړولو څخه یې په پراخه کچه ملاتړ وکړ. جرمني انجینر اندریاس فلوکن بیا په ۱۸۸۸ زکال کې لومړنی واقعي برېښنايي موټر جوړ کړ.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په متحده ایالاتو کې لومړنی برېښنايي موټر له ۱۸۹۰ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې د آیووا ایالت د دموین ښار د استوګن ویلیام موریسن له خوا جوړ شو؛ دغه نقلیه وسیلې شپږ تنه وړونکې باډۍ لرله چې په ساعت کې یې ۲۳ کیلومتره (۱۴ مایله) سرعت درلود. [۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Shahan, Zachary (2016-11-22). "1 Million Pure EVs Worldwide: EV Revolution Begins!". Clean Technica. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Global EV Outlook 2020: Entering the decade of electric drive?". International Energy Agency (IEA), Clean Energy Ministerial, and Electric Vehicles Initiative (EVI). June 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See Statistical annex, pp. 247–252 (See Tables A.1 and A.12). The global stock of plug-in electric passenger vehicles totaled 7.2 million cars at the end of 2019, of which, 47% were on the road in China. The stock of plug-in cars consist of 4.8 million battery electric cars (66.6%) and 2.4 million plug-in hybrids (33.3%). In addition, the stock of light commercial plug-in electric vehicles in use totaled 378 thousand units in 2019, and about half a million electric buses were in circulation, most of which are in China.
  3. Irle, Roland (19 January 2021). "Global Plug-in Vehicle Sales Reached over 3,2 Million in 2020". ev-volumes.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Plug-in sales totaled 3.24 million in 2020, up from 2.26 million in 2019. Europe, with nearly 1.4 million untits surpassed China as the largest EV market for the first time since 2015.
  4. Hertzke, Patrick; Müller, Nicolai; Schenk, Stephanie; Wu, Ting (May 2018). "The global electric-vehicle market is amped up and on the rise". McKinsey & Company. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See Exhibit 1: Global electric-vehicle sales, 2010-17.
  5. Jose, Pontes (2020-01-31). "Global Top 20 - December 2019". EVSales.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Global sales totaled 2,209,831 plug-in passenger cars in 2019, with a BEV to PHEV ratio of 74:26, and a global market share of 2.5%. The world's top selling plug-in car was the Tesla Model 3 with 300,075 units delivered, and Tesla was the top selling manufacturer of plug-in passenger cars in 2019 with 367,820 units, followed by BYD with 229,506."
  6. Kane, Mark (4 October 2020). "See The Best Selling Battery Electric Cars Of All-Time Here". insideevs.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Cite conference
  8. Bellis, M. (2006), "The Early Years", The History of Electric Vehicles, About.com, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۲۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۰۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The world's first electric car". University of Groningen Museum (په ولندیزی ژبه کي). 8 October 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Today in Technology History: July 6, The Center for the Study of Technology and Science, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Day, Lance; McNeil, Ian (1966). "Davidson, Robert". Biographical dictionary of the history of technology. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-06042-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gordon, William (1910). "The Underground Electric". Our Home Railways. 2. London: Frederick Warne. د کتاب پاڼې 156. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Renzo Pocaterra, Treni, De Agostini, 2003
  14. Armstrong Moore, Elizabeth (10 February 2009), "As electric cars gain currency, Oregon charges ahead", Christian Science Monitor, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Electric Traction". mikes.railhistory.railfan.net. September 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Johnston, Ben (September 2010). "Battery Rail Vehicles". railknowledgebank.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Planté Battery". National High Magnetic Field Laboratory. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Development of the Motor Car and Bicycle". TravelSmart Teacher Resource Kit. Government of Australia. 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  19. Timeline: Life & Death of the Electric Car, Public Broadcasting Service, 9 June 2006, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wakefield, Ernest H. (1994), History of the Electric Automobile, Society of Automotive Engineers, د کتاب پاڼي 2–3, د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56091-299-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Wakefield, Ernest Henry (1993), History of the Electric Automobile, USA: Society of Automobile Engineers, د کتاب پاڼې 540 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Desmond, Kevin (2000). A Century of Outboard Racing. Van de Velde Maritime. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0760310472. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Communication made by Trouvé to the Académie des Sciences de Paris, 1881
  24. (په 2009-04-24 باندې). World's first electric car built by Victorian inventor in 1884.
  25. Fuller, John (2009-04-09). "What is the history of electric cars?". auto.howstuffworks.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Electric Vehicles History Part III". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Schrader, Halwart (2002). Deutsche Autos 1885 - 1920 (په الماني ژبه کي). Stuttgart: Motorbuch-Verlag. د کتاب پاڼې 182. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783613022119. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Boyle, David (2018). 30-Second Great Inventions. Ivy Press. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781782406846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Denton, Tom (2016). Electric and Hybrid Vehicles. Routledge. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317552512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Elektroauto in Coburg erfunden" [Electric car invented in Coburg]. Neue Presse Coburg (په الماني ژبه کي). Germany. 2011-01-12. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Bellis, M. (2006), "The Early Years", The History of Electric Vehicles, About.com, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۲۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۰۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "1896 Riker Electric Tricycle". The Henry Ford. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)