د بریتانیا بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د برتانیا بهرنۍ ډیپلوماتیکې اړیکې، د ټولګټو او پراختیا د بهرنیو چارو د دفتر له خوا پر مخ وړل کېږي، چې د بهرنیو چارو وزارت تر چوکاټ لاندې دی. لومړی وزیر او یو شمېر نورې ادارې د سیاستونو په ټاکلو کې ونډه لوبوي او ډېری ادارې او سوداګریز بنسټونه په دې کې خپل غږ او ونډه لري.  

د ۱۹مې او ۲۰مې پېړیو په لومړیو کې انګلستان د نړۍ تر ټولو مخکښ ځواک و، په ځانګړې توګه د "پاکس بریتانیکا یا د بریتانا د سولې په دوران کې" چې د ۱۸۰۰ کلونو له نیمایي څخه تر ورستیو پورې د بشپړې بې سیالې برلاسۍ او بې سارې نړیوالې سولې دوره وه. د ۱۹۵۶ کال د سویز تر کړکیچ پورې دا هېواد په پراخه کچه یو زبرځواک په توګه لیدل کېده خو دې شرموونکې پیښې د سترواکۍ له زوال سره په ګډه په نړیوالو چارو د بریتانیې واکمنه ونډه په تدریج سره کمزورې کړه. خو بیا هم بریتانیا یو لوی ځواک او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی او همدارنګه د G7 یا اوه لویو صنعتونو، G8 یا اته لویو صنعتونو، G20 یا د شلو لویو صنعتونو، NATO یا د شمالي اتلانتیک تړون، AUKUS یا د استرالیا، بریتانیا او متحده ایالاتو دری اړخيزه امنیتي تړون، OECD یا د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان، WTO د سوادګرۍ د نړیوال سازمان، د اروپا د شورا، OSCE یا په اروپا کې د همکارۍ او امنیت سازمان، او د ټولګټو هېوادونو د سازمان بنسټ اېښودونکی غړی پاتې شوی چې له دې ډلې د ټولګټو هېوادونو سازمان د برتانوي امپراتورۍ میراث ګڼل کېږي. برتانیا له ۱۹۷۳ کال راهیسې د اروپايي اتحادیې (او له هغې څخه د مخکې سازمان) غړیتوب درلود خو په ۲۰۱۶ کال کې د دې غړیتوب په اړه د ټولپوښتنې د پایلو پر بنسټ، په ۲۰۱۷ کال کې یې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو بهیر پیل شو او د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې په ۳۱ نېټه دا بهیر پای ته ورسېد چې د ۲۰۲۰ کال په دسبمر کې دې هېواد له اروپایې اتحادیې سره د سوداګرۍ هوکړه لاسلیک کړه. له اروپایې اتحادیې سره د سوداګرۍ د خبرو او رایې ورکولو څخه وروسته، پالیسي جوړونکو د نورو نړیوالو شریکانو سره د نویو سوداګریزو تړونونو تعقیب پیل کړی دی.      

تاریخچه[سمول]

په ۱۷۰۷ ز کال کې د لویې بریتانیا (چې انګلستان او سکاتلنډ یې یو ځای کړل) له رامنځ ته کېدو وروسته، د بریتانیا بهرنۍ اړیکو په پراخه کچه د انګلستان د شاهي نظام په بڼه دوام وکړ. په لومړي سر کې د بریتانیا بهرنی سیاست په اروپا کې د ځواک د انډول په لټه کې و، چې هېڅ هېواد د دې وچې په چارو بشپړه برلاسې ترلاسه نه کړي. دا کړنلاره د ناپلیون په وړاندې د بریتانیې د جګړو، او په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې د برتانیې د ښکېلتیا  یو لوی لامل و.  

د سلګونو کلونو جګړې څخه د ناپلیون تر ماتې پورې (۱۳۳۷-۱۸۱۵)، د لندن ستر دښمن فرانسه ګڼل کېده چې یو ډیر لوی هېواد و او ډېر ځواکمن پوځ یې درلود. بریتانویان په خپلو ډېرو جګړو کې بریالي وو. د پام وړ استثنایې ماتې یې د امریکا د خپلواکۍ جګړه (۱۷۷۵ – ۱۷۸۳) وه چې برتانیا پرته له لویو متحدینو څخه، د شمالي امریکا د مستعمرو له خوا چې د فرانسې، هالنډ او هسپانیا له خوا ملاتړ کېدلې، له ماتې سره مخ شوه. د برتانیا یوه غوره ډیپلوماتیکه ستراتیژي د براعظمي متحدینو (لکه پروشیا) پوځونو ته د مالي مرستو یا (سبسایډي) ورکول وو، په دې توګه د لندن لوی مالي ځواک نظامي ګټې ته بدلون وکړ. برتانیا د خپل امنیت لپاره په شاهي سمندري ځواکونو دېره تکیه کوله او په دې لټه کې وه چې خپل سمندري ځواک، په ټوله نړۍ کې د اډو په بشپړولو سره پیاوړی وساتي. په سمندرونو برلاسۍ د بریتانوي سترواکۍ د رامنځ ته کېدو او هغې په ساتلو کې حیاتي ونډه درلوده چې سمندري ځواک پر مټ لاس ته راغله. دا سمندري ځواک په ۱۹۴۱ کال کې د نړیوالې جګړې ډګر ته د متحده ایالاتو له راتلو مخکې، په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د خپلو دوه ګاونډیانو تر ګډ سمندري ځواک لوی و.  

۱۹۱۴ – ۱۹۱۸[سمول]

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

۱۹۲۰ مه لسیزه[سمول]

د ۱۹۱۸ کال څخه وروسته برتانیا "په ستونزه کې ډوب ځواک" و چې د پخوا په پرتله یې په ۱۹۲۰ لسیزه کې د برلاسي ډیپلوماتیک ځواک له کمښت سره مخ وه. له دې امله ډېری لاره متحده ایالاتو ته هواره شوه چې په دوامداره توګه یې له خپلې مالي مخکښۍ څخه ګټه اخیستله. د بریتانیا د بهرني سیاست اصلي برخه د ۱۹۱۹ – ۱۹۲۰ کې د پاریس د سولې په کنفرانس کې ونډه درلودل وو چې په کې لویډ جورج زیار ایستلو چې له جرمني څخه د فرانسې د غچ په غوښتنه کې نرمښت را منځ ته کړي. نوموړی تر یوې کچې بریالی و، خو د لوکارنو د تړونونو په څېر، برتانیا باید ژر تر ژره د آلمان په وړاندې د فرانسې په سیاست کې نور نرمښت هم را منځ ته کړی وای. برتانیا د ملتونو د نوي ټولنې کارنده غړی شو، خو لویې لاسته راوړنې یې نه درلودې.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

بې وسلې کول د اجنډا له مهمو برخو څخه ګڼل کېده او بریتانیا د ۱۹۲۱ کال د واشنګټن په سمندري کنفرانس کې له متحده ایالاتو څخه په ملاتړ لویه ونډه ولوبوله ترڅو د لویو هېوادونو د سمندري ځواک د بې وسلې کولو لپاره کار وکړي. د بې وسلې کولو تړونونه په ۱۹۳۳ کال کې ړنګ شول او د جرمني پر وړاندې د جګړې لپاره دا ستونزه یو ځل بیا راپورته شوه. بريتانيا د هغو لويو پورونو په اړه چې په بېرته ورکولو یې مجبوره وه، له امريکا سره په خبرو کې لږ بريالۍ وه. بریتانیې د داویس پلان او د یانګ پلان له مخې د امریکا له حل لارې څخه ملاتړ وکړ چې پر بنسټ یې جرمني د نیویارک له بانکونو څخه د پور په اخیستلو د جګړې غرامت ورکړ. ستر ناورین چې په ۱۹۲۹ کال  کې پیل شو د برتانیا پر اقتصاد یې لوی فشار راوړ. بریتانیا بېرته امپریالیستي سیاست غوره کړ، چې د بریتانوي سترواکۍ دننه د ټیټې تعرفې ټاکل او د بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په وړاندې د لویو محدودیتونو وضع کول وو. له نیویارک څخه د پیسو جریان وچ شو او په ۱۹۳۱ کال کې د پورونو د ورکړې او غرامت  سیستم له منځه لاړ. [۷][۸]

د بریتانیې په کورني سیاست کې، د کارګر تازه ګوند د سولې-پالنې پر بنسټ یو ځانګړی او شکمن بهرنی سیاست درلود. د نوموړي ګوند مشران په دې اند و چې د پانګوالۍ یا کاپیتالیزم، پټې ډیپلوماسۍ او د وسلو د سوداګرۍ له امله د سولې ټینګښت ناشونې دی. کارګرو پر هغو مادي عواملو ټینګار کاوه چې پر بنسټ یې د لویې جګړې رواني یادونه او د ملتپالنې او د هېوادونو د پولو اړوند  احساساتي ستونزې له پامه وغورځوي. له دې سره، د ګوند مشر رامسي مکدونالډ خپل ډېر پام اروپایي سیاستونو ته په کار واچولو.  [۹]

سرچینې[سمول]

  1. F.S. Northedge, The troubled giant: Britain among the great powers, 1916-1939 (1966).
  2. Erik Goldstein, Winning the peace: British diplomatic strategy, peace planning, and the Paris Peace Conference, 1916-1920 (1991).
  3. Frank Magee, "‘Limited Liability’? Britain and the Treaty of Locarno." Twentieth Century British History 6.1 (1995): 1-22.
  4. Andrew Barros, "Disarmament as a weapon: Anglo-French relations and the problems of enforcing German disarmament, 1919–28." Journal of Strategic Studies 29#2 (2006): 301-321.
  5. Peter J. Yearwood, Guarantee of Peace: The League of Nations in British Policy 1914-1925 (2009).
  6. Susan Pedersen, "Back to the League of Nations." American Historical Review 112.4 (2007): 1091-1117. in JSTOR Archived 1 October 2018 at the Wayback Machine.
  7. Raymond G. O'Connor, "The 'Yardstick' and Naval Disarmament in the 1920s." Mississippi Valley Historical Review 45.3 (1958): 441-463. in JSTOR Archived 1 October 2018 at the Wayback Machine.
  8. Patrick O. Cohrs, The unfinished peace after World War I: America, Britain and the stabilization of Europe, 1919-1932 (Cambridge, 2006).
  9. Henry R. Winkler. "The Emergence of a Labor Foreign Policy in Great Britain, 1918-1929." Journal of Modern History 28.3 (1956): 247-258. in JSTOR Archived 7 August 2018 at the Wayback Machine.