د برلین کلابندي
د برلین بندیز یا کلابندي (۲۴ جون ۱۹۴۸ – ۱۲ می ۱۹۴۹) د سړې جګړې د لومړنیو سترو نړیوالو بحرانونو څخه یوه پېښه وه. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني د اشغال په ترڅ کي شوروي اتحاد د لویدیځ تر ولکې لاندي برلین ته د اورګاډي پټلۍ، سړک او کانال لاسرسی په بشپړه توګه بند کړ.
لویدیځو متحدینو د شورویانو د یاد عمل په ځواب کي د برلین هوایي کرښه (جرمن: Berliner Luftbrücke, lit. "Berlin Air Bridge") د 26 جون 1948 څخه تر 30 سپتمبر 1949 پوري فعاله او د لویدیځ برلین خلکو ته یې د اکمالاتو رسولو چاري تنظیم کړې. امریکایی او برتانوی هوایي ځواکونو د برلین لویدیځ ته له 250,000 څخه ډیري الوتني ترسره کړې، او په دې توګه یې د اړتیا وړ څېزونو لکه د سونګ موادو او خوراکی توکو کمښت د 3,475 ټنو اکمالاتو په رسولو باندي پوره کړ. د 1949 کال تر پسرلي پوري یاده شمیره دوه چنده پورته سوه، او د ورځني تحویل لوړوالی یې 12,941 ټنو ته ورسېدی.
په پیل کې دې پایلي ته له رسېدو سره چي د الوتکې د ګران قیمته استعمال څخه ماسېوا بله هیڅ لاره شتون نلري، شورويانو خپل پرله پسې بندیز ته دوام ورکړ، خو د ۱۹۴۹ کال د مئ په ۱۲ مه شوروي اتحاد په ختیځ برلین کي د اقتصادي ستونزو له امله کلابندي لیري کړه. دا په داسي حال کي چي د یو څه وخت لپاره لا هم امریکایانو او انګرېزانو د هوا له لارې لویدیځ برلین ته اکمالات روان ساتلي وه، ځکه دوی اندیښمن وه چي شورویان به بیا بندیز ولګوي. د برلین مرستندویه هوایي کرښه په رسمي ډول د 1949 کال د سپټمبر په 30 نیټه پنځلس میاشتې وروسته پای ته ورسیده. د متحده ایالاتو هوایي ځواک په دې موده کي 1,783,573 ټنه (یعني ټولټال 76.4٪) چې نږدې دوه پر دریمه برخه یې د ډبرو سکاره وه، برلین ته په 278,228 الوتنو کي ولېږدول. ددې ترڅنګ کاناډا ، آسټرالیا ، نیوزیلینډ او د سویلي افریقا هوایي عملیې هم د بندیز پرمهال د RAF سره پراخه مرسته وکړه. فرانسويانو هم په دې لړ کي لوی شمېر الوتني ترسره کړې، خو هغوی یوازي تر خپلو ځواکونو پوري محدودي ساتلي وې.
د امریکا C-47 او C-54 ترانسپورتي الوتکو د یادي پروسې پر مهال په ګډه د ۹۲٬۰۰۰٬۰۰۰ ميل (۱۴۸٬۰۰۰٬۰۰۰ kم) څخه زیات پروازونه وکړل. [۱] د الوتنو په دې تګ راتګ کي یوه الوتکه په هرو دېرشو ثانیو کي لویدیځ برلین ته رسیدله، چي په دې جریان کي د عملیاتو پر مهال اوولس امریکايي او اته بریتانوي الوتکي بیخي وغورځېدلې. د برلین د اکمالاتي عملیاتو په پایله کي ټولټال 101 تلفات ثبت سوي دي، چي 40 پکښي برتانويان او 31 امریکایان شامل وه.
دې عملیاتو لوېدیځ برلین له متحده ایالاتو او برتانیې سره زیات نژدې کړ، او څو کاله وروسته یې په 1955 کي د ناټو په ډلګۍ کي د لویدیځ جرمني په راخپلولو کي ډېره مرسته وکړه.
- ↑ Berlin Airlift: Logistics, Humanitarian Aid, and Strategic Success Archived 16 January 2007 at the Wayback Machine., Major Gregory C. Tine, Army Logistician