د بدلیدو وړتیا
په اقتصاد او قانون کې، فنجیبلیتي یا د بدلیدو وړتیا د یوې شتمنۍ هغه ځانګړتیا ده، چې انفرادي واحدونه یې له یو بل سره اصولاً تبادله کیدونکي ګڼل کیږي.[۱][۲]
د پیسو فنجیبلیتي معنی دا ده چې د ۱۰۰ ډالرو یو بانکي نوټ له بل ۱۰۰ ډالري نوټ سره په بشپړ ډول مساوي ګڼل کیږي، یا له شلو ۵ ډالري نوټونو سره، او داسې نور. د دې اساس په بنسټ، که یو شخص ۱۰۰ ډالر پور واخلي، نو کولای شي دا پیسې د بل ۱۰۰ ډالري نوټ، شلو ۵ ډالري نوټونو یا ورته تبادله کې بیرته ورکړي. په مقابل کې، غیر فنجیبلی (Non-Fungible) شتمنۍ د یوه بل د بدیل په توګه نه ګڼل کیږي، حتی که ظاهراً یو شان وي.[۳]
فنجیبلیتي یو مهم مفهوم دی، چې په مالیه او تجارت کې کارول کیږي، چیرته چې مالي سندونه، اسعار او فزیکي اجناس لکه طلا او نفت معمولا فنجیبلی ګڼل کیږي. فنجیبلیتي د شتمنیو مالکیت، ساتنه او د قرارداد لاندې توکو ترلاسه کولو حق باندې په ځانګړو شرایطو کې تاثیر کوي. دا مفهوم تجارت او ساتنه ساده کوي، ځکه چې شتمنۍ د یو شان واحدونو په توګه تبادله کېدای شي.
فنجیبلیتي یوازې د یوې شتمنۍ یا بل شي د هر واحد معادل او نه بېلیدونکي طبیعت ته اشاره کوي، چې د همدې شي له نورو واحدونو سره مساوي وي.
د فنجیبلیتي ماهیت
[سمول]فزیکي توکي
[سمول]فنجیبلی توکو کې طلا، نور قیمتي فلزات، خام نفت او ګڼ شمیر کرنیز محصولات شاملیږي. د دې شتمنیو فنجیبلیتي د هغوی د توکو په توګه تجارت اسانه کوي. په زیاترو مواردو کې، د یوې شتمنۍ فنجیبلیتي د درجې او کیفیت له مخې وېشل کېږي.
د بېلګې په توګه، خام نفت په Brent Crude، West Texas Intermediate (WTI) او نورو درجو ویشل شوی، چې ټول یو له بل سره تبادله کېدونکي نه دي.
د فنجیبلیتي قانوني پیژندنه محدوده ده. د بېلګې په توګه، د محصول واحدونه (لکه د مایکروویو یا لوبو ځانګړی ماډل) معمولاً فنجیبلی نه ګڼل کیږي، حتی که یو شان وي، ځکه چې هیڅ سوداګریزه تبادله ورسره نه کیږي او هیڅ قانوني چوکاټ نه شته چې هغوی یو بل ته د تبادلې وړ وپیژني. الماسونه او نورې قیمتي ډبرې تبادله کېدونکې نه ګڼل کیږي، ځکه چې د هغوی بیلابیل کټونه، رنګونه، درجې او اندازې هر یوه ته یوازینۍ ځانګړتیا ورکوي. حتی که دوه الماسونه تقریباً یو شان وي یا مساوي ارزښت ولري، لا هم د تبادله کېدونکو شتمنیو په توګه نه ګڼل کیږي، ځکه چې د الماسونو ډلبندي د تبادله کېدونکو توکو په توګه نه پېژندل کېږي.
د فنجیبلیتي مفهوم تل په یوه سیاق کې نه تطبیقېږي؛ بلکه په شرایطو سره اړه لري. طلا معمولاً تبادله کېدونکې ګڼل کېږي، پرته له دې چې په کوم شکل کې وي. خو که یوه ځانګړې طلايي مجسمه موجوده وي، نو دا به د همدې وزن طلا سره چې په بله بڼه وي تبادله کېدونکې ونه ګڼل شي، ځکه چې مجسمه یوازینۍ هنري ارزښت لري، چې د عادي طلا له خصوصیاتو سره متفاوته ده.
بهاداره اوراق او اسعار
[سمول]د بهالرونکو اوراقو دودیز تعریف، چې سهمونه، بانډونه او ورته مالي وسیلې پکې شاملې دي، دا دی چې دا "د یوه تبادله کېدونکې او معاملې وړ سند "په توګه ګڼل کېږي. د سند (Instrument) له اصطلاح څخه منظور دا ده، چې دا قانوني سند دی او معاملې وړ (Negotiable) دا معنی لري چې مالک کولای شي دا وسيله له مناسب مالکیت سره انتقال کړي، حتی که اصلي سند نیمګړتیاووې هم ولري.
په بهالرونکو اوراقو کې فنجیبلیتي په غیرمادي بهالرونکو اوراقو کې تر ټولو څرګند ده، کوم چې سهمونه او بانډونه په کې شامل وي، چې په عامو بازارونو کې پرې سوداګري کیږي. دا ډول بهالرونکي اوراق فزیکي بڼه نه لري؛ بلکې د مالکیت ثبوت د ثبت د یوه دفتر یا مالي منځګړي (لکه بروکر یا ساتونکي) له لارې تنظیمیږي. د انفرادي سهمونو یا بانډونو فنجیبلیتي د دې بهالرونکو اوراقو ثبت شوې بڼې پورې اړه لري. که د بروکر حساب وښيي چې یو شخص ۵۰ سهمونه لري، او بیا ۵۰ نور سهمونه ورته انتقال شي، نو په حساب کې اوس ۱۰۰ سهمونه لري، او اړینه یا مفهومي معنا نه لري چې اصلي ۵۰ سهمونه له نویو ۵۰ سهمونو څخه جلا وپیژندل شي.
اسعار معمولاً د ورته میتود له مخې کار کوي، چې د بانکي حساب د ثبت په بڼه وي، چې ټولیز مقدار څرګندوي، نه دا چې هر واحد جلا پیژندل شوی وي.
سکې او بانکي نوټونه فزیکي بڼه لري، خو د هغوی فنجیبلیتي د نورو فزیکي توکو څخه متفاوته ده. د اسعارو فنجیبلیتي پر قانوني حیثیت تکیه لري، نه پر فزیکي بڼه. د ۱۰ ډالرو نوټ له دوه ۵ ډالري نوټونو سره تبادله کېدونکی ګڼل کیږي، حتی که فزیکي بڼه یې متفاوت وي. خو جعلي ۱۰ ډالري نوټ، حتی که فزیکي بڼه یې تقریباً یو شان وي، د اصلي ۱۰ ډالري نوټ سره تبادله کېدونکی نه ګڼل کیږي.
کریپټو کرنسي یا کریپټو اسعار
[سمول]کریپټو اسعار معمولاً تبادله کېدونکې ګڼل کیږي، چې یوه سکه له بلې سره معادل وي. د کریپټو اسعارو فنجیبلیتي د ثبت شویو او غیرمادی بهالرونکو اوراقو سره مشابه کار کوي.
لکه د نورو تبادله کېدونکو شتمنیو په څېر، استثناوې هم شته. په جاپاني تبادله Coincheck کې لویه امنیتي سرغړونه رامنځته شوه، چې د کریپټو اسعارو NEM ټوکنونو ته زیان ورسید. د NEM ټوکن توسعه کونکو د هک شویو سکو لپاره ځانګړی نښه (Flag) اضافه کړه، ترڅو وښيي چې دا سکې نه باید تبادله یا وکارول شي. له دې کار څخه موخه دا وه چې هک شوي سکې نور له نورو سکو سره د تبادلې وړ نه دي.[۴]
غیر تبادله کېدونکي ټوکنونه (NFTs) له بلاکچین اسعارو سره ورته دي، خو دا له ځانګړو ډیجیټل فایلونو سره وصل دي، چې هر ټوکن ته ځانګړی توپیر ورکوي. د دې توپیر له امله،NFTs ځانګړې کارونې لري، لکه د بلاکچین لوبو شتمنۍ – د لوبې دننه توکي یا کرکټرونه استازیتوب کوي، ډیجیټل راټولېدونکي توکي – هنر، موسیقي یا مجازي سوداګریز کارتونه چې د هنري اثارو یا ریښتیني شتمنیو استازیتوب ښیي، کوم چې د غیر مرکزي مالي (DeFi) پورونو لپاره کارول کېږي او بیا انعامي یا جایزه اې ټوکنونه پرې تر لاسه کېږي.[۵][۶]
د فنجیبلیتي او نقدینګې تر منځ اړیکې
[سمول]فنجیبلیتي له لیکویډیټي یا نقدینګی څخه یوجلا مفهوم دی. فنجیبلی شتمنۍ هغه ده چې یو واحد یې د همدې شتمنۍ بل واحد سره په مساوي توګه تبادله کېدای شي. لیکویډ (Liquid) شتمنۍ هغه ده چې په اسانۍ پیسو یا بلې شتمنۍ ته تبادله کېدای شي. په عملي توګه، فنجیبلیتي د لیکویډیټي اسانتیا زیاتوي، ځکه چې تبادله کېدونکې شتمنۍ د تبادلې پروسه ساده کوي.
ټولې تبادله کېدونکې شتمنۍ لیکویډ نه دي. د شخصي شرکتونو سهمونه معمولا لیکویډ نه ګڼل کیږي، ځکه چې د انتقال پروسه یې سخته محدوده وي. خو د یوه ټولګي انفرادي سهمونه لا هم یو له بل سره تبادله کېدونکې دي، یعنی د ارزښت او حقونو له پلوه یوشان دي.
د دې نور حقوقي اړخونه
[سمول]متحده ایالات
[سمول]په متحده ایالاتو کې، په قانوني شخړو کې، کله چې یوه خوا مجبورېږي چې بلې خوا ته جبران ورکړي، د مناسب قانوني جبران ډول کیدای شي د بنسټیز حق، مکلفیت یا ملکیتي ګټې فنجیبلیتي پورې اړه ولري، کوم چې د بیا اعادې لپاره ټاکل شوی. د زیانمن شوي لوري فنجیبلیتي، چې د حقایقو معلوموونکي له خوا تصمیم پرې نیول کیږي، د جبران طریقه بدلولای شي. د بیلګې په توګه، محکمه ممکن د قرارداد د نقض د جبران لپاره د مالي زیانونو د جبران پر ځای د منصفانه حل لارې غوښتنه وکړي.[۷][۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Merriam-Webster. "Fungible (adjective)". Merriam-Webster Online Dictionary and Thesaurus. Merriam-Webster, Incorporated. بياځلي په 22 August 2014.
- ↑ "What is fungible? Definition and examples". Market Business News. بياځلي په 2 April 2021.
- ↑ Milton, Adam (15 February 2017). "Fungible, Trading Term Definition". The Balance. بياځلي په 15 November 2015.
- ↑ Alpeyev, Pavel (2018-01-29). "How to Launder $500 Million in Digital Currency". Bloomberg.
- ↑ "Britannica Money". www.britannica.com (in انګليسي). بياځلي په 2024-02-12.
- ↑ "10 Popular NFT Use Cases | Built In". builtin.com (in انګليسي). بياځلي په 2024-02-12.
- ↑ Bunge Corp. v. Recker, U.S. Ct. of App., 8th Cir., 1975; Restatement (Second) of Contracts Ch 16. introductory note (1981)
- ↑ S. Williston, The Law of Contracts § 1338 (1920); Farnsworth, E. Allan (1970). "Legal Remedies for Breach of Contract". Columbia Law Review. 70 (7): 1145–1216. doi:10.2307/1121184. JSTOR 1121184.