د بالاحصار پاڅون
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| پېښې نېټه | |
| ځای |
| برخه د |
|---|
د بالاحصار پاڅون هغه پاڅون وو چي د ۱۹۷۹ کال د اګست په پنځمه نیټه د افغانستان د پلازمیني کابل په جنوبي څنډه کي د بالاحصار په تاریخي کلا کي رامنځته سو. په دې پېښه کي پاڅونوالږ او د افغان پوځ یوشمېر یاغي افسرانو یاده کلا لاندي کړه، او د حکومت په وړاندي یې د جګړې اعلان وکړ. ددوی په ځواب کي د خلق حکومت د میګ الوتکو او د توپخانې د ټانک بریدونو څخه کار واخیست، او ټول یې له یوه مخي وځپل.
د پاڅون قومانده د افغانستان د خلکو د مارکسیستي ښاخ یا انقلابي ډلي (RGPA) د غړي فیض احمد لخوا ترسره سوه، او د افغانستان د مجاهدینو د آزادۍ د جنګیالیو د جبهې لخوا یې ملاتړ کېده، چي د حکومت ضد ماویست او منځلارو اسلامي ډلو یوه متحده جبهه ګڼل کېده.
د پنځه ساعته خونړي جګړې وروسته لسګونه ماویست کدرونه قتل او ونیول سول، او حکومت په چټکۍ سره د کلا واک بیرته ترلاسه کړ. د ارګپا د مرکزي کمیټې ځیني غړي لکه محمد محسن، محمد داود او نور د پلچرخي په زندان کي د دار تختې پورته سول. حکومتي لارۍ چي د لاوډسپیکرونو سره ګرځېدې د کابل په شاوخوا کي یې اعلان وکړ چي ددوی پوځي اقدام د "خلکو د رژیم" په وړاندي د یوې نړیوالي امپریالیستي دسیسې په غچ کي ترسره سو.
سرچينې
[سمول]Revolution Unending: Afghanistan, 1979 to the Present by Gilles Dorronsoro, 2005