Jump to content

د باروتو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

باروت لومړي جوړ شوي چاوديدونکي توکي دي. عموماً دا ماده د چين له څلورو سترو اختراعاتو يوه ده، دا د ټانګ واکمنې کورنۍ په وروستيو (نهمه پېړۍ) کې اختراع شوي و، په داسې حال کې چې د باروتو تر ټولو لومړۍ ثبت شوې کيمياوي فارمولې تاريخ د سونګ واکمنې کورنۍ (يوولسمه پېړۍ) پورې رسېږي. د باروتو علم په ټوله اسيا او اروپا کې په چټکۍ سره خپور شو، ښايي چې لامل يې په ديارلسمه پېړۍ کې د مغولو فتوحات و، په داسې حال کې چې د باروتو ليکلې فارمولې په منځني ختيځ کې د 1240 او 1280ز کلونو تر منځ د حسن الرماح په رسالو کې، او تر 1267ز کال پورې په اروپا کې د «راجر بيکن» په «اوپس میجس» (Opus Majus د هغه د اثر نوم دی) کې راڅرګندېږي. په ديارلسمه پېړۍ کې د ټوپک له راڅرګندېدو مخکې، لږ تر لږه له لسمې پېړۍ څخه تر يو بريده د اور د غشو، بمونو او د اور د نېزو په څېر وسلو کې استعمالېدل. په داسې حال کې چې د اور د نيزو ځای بالاخره ټوپک ونيو، د توغنديو او د اور د غشو په څېر نورو وسلو کې په چين، کوريا او هندوستان کې د باروتو استعمال بيا هم دوام درلود، او بالاخره د دې استعمال په منځني ختيځ، اروپا او افريقا کې هم پيل شو. د بمونو جوړېدل کله هم ونه درېدل، او د اوس مهال لاسي بمونو، ماينونو او نورو چاوديدونکو وسايلو په بڼه يې خپلې ودې ته ودام ورکړ. باروت د غېر نظامي موخو لپاره هم کارول شوي دي، لکه د تفريح لپاره اورلوبې، او د کان کيندنې او سورنګونو د ايستلو لپاره د چاوديدونکو توکو د استعمال په توګه.  

د ټوپکو جوړېدل د پنځلسمې پېړۍ په اوږدو کې د سترو توپونو د پرمختګ لامل وګرځېدل، چې عموماً د بمبارۍ په توګه پېژندل کېږي، چې د «ډچي اف برګنډي» په څېر دولتونه په دې چاره کې مخکښان دي. تودې وسلې (چې ګولۍ ولي) تر اولسمې پېړۍ پورې په اروپا کې په لومړيو اوسنيو جګړو کې زياتې کارېدې. د استحکاماتو په وړاندې د ډېرې اغېزناکتيا لپاره د هغو توپونو تدريجي جوړېدل چې درندې مرمۍ يې ويشتلې، په لوېديځه نړۍ کې د ستوري په بڼه جړه شوې کلا او د سنګر (جنګ ځای يا برج) د جوړېدو د نوښت لامل وګرځېدل، چېرته چې د ښار دوديز ديوالونه او کلاوې نور د دفاع لپاره وړ نه وې. د باروتو د ټيکنالوژۍ استعمال په ټوله اسلامي نړۍ او هندوستان، کوريا او جاپان کې هم خپور شو. د ابتدايي عصري پړاو نومول شوي د باروتو سترواکۍ، د مغولو له سترواکۍ، صفوي سترواکۍ، او عثماني سترواکۍ څخه جوړې وې.

د لوګي (دود) څخه پرته باروتو د اختراع له امله د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې په جګړه کې د باروتو استعمال کم شو. اوسمهال باروتو ته عموماً د "تور پوډر" نوم ورکول کېږي، تر څو د دې او په عصري تودو وسلو کې د کارېدونکي ويشتونکو سون توکو تر منځ توپير وشي.[۱]

د چين پيل

[سمول]

د باروتو فارموله

[سمول]

باروت د لومړۍ زېږديزې زريزې په کوم وخت کې په چين کې اختراع شوي و. باروتو ته ابتدايي احتمالي اشاره په 142ز کال کې د ختيځې هان واکمنې کورنۍ پر مهال شوې ده، کله چې کيمياپوه «وی بويانګ»، څوک چې د "کيميا پلار" په نوم هم پېژندل کېږي، د باروتو په څېر ځانګړتياوو لرونکې مادې په اړه ليکل وکړل. نوموړي په خپل «Cantong qi» (کتاب دی) کې د درې پوډرو ترکيب تشريح کړ، کوم چې په سختۍ سره "الوزي او ناڅي"، «Cantong qi» د درې خپلوليو په نوم پېژندل کېږي، دا د کيميا پر موضوع يو تاوست (يو لرغونی فلسفي او مذهبي روايت دی) متن دی. دا مهال، په «هينزونګ» کې «سارټپيټر» (ښوره يا هغه مواد چې باروتو جوړولو کې کار ځينې اخيستل کېږي) توليد شوي و، خو وروسته «ګانسو» او «سيچوان» ته ولېږدېدل. «وي بويانګ» د یو نيمه افسانوي شخصيت په توګه پېژندل کېږي، چې موخه يې د "اجتماعي اتحاد" استازولي کول و، او احتمالاً «Cantong qi» له هان واکمنې کورنۍ څخه نيولې تر 450ز کال پورې په پړاونو ليکل شوی و.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

که څه هم په باوري ډول د دوی اراده د جګړې د وسلې جوړول نه و، تاوست کيمياپوهانو د باروتو په وده کې د پام وړ ونډې ته دوام ورکړ، ځکه چې دوی د سلفر او سالټپيټر په اړوند د تجربو له امله د تلپاتې ژوند لټون کاوه، او هڅه يې کوله چې د يوې مادې په بلې مادې د بدلولو لارې پيدا کړي. تاريخپوه «پيټر لارج» ويلي چې له تاوزم سره د باروتو د ابتدايي تړاو سره سره، ښايي چې دا د تاريخ ليکنې يوه ځانګړتيا او د تاوزم سره اړوندو متنونو د ښه خوندي کولو پايله وي، نه دا چې دا يوازې د تاوستانو پورې محدوده موضوع وي. د ژوند د اکسير لپاره د تاوست هلو ځلو ډېر پياوړي پيرودونکي د ځان لور ته متوجه کړل، چې د هان سترواک «وو» له دوی څخه يو و. د دې تجربو په پايله کې يوه کيمياوي تجربه د 10% سلفر او 75% سالټپيټر ګرمول و، تر څو دا مواد بدل کړای شي. [۱۰][۱۱]

باروتو ته بله اشاره په 300 کال کې د جين واکمنې کورنۍ (266-420) پر مهال شوې ده. د «جي هانګ» په نوم يو تاوست فيلسوف په خپلو پاتې اثارو کې د باروتو اجزاء ليکلي دي، چې په ټوليز ډول «باوپوزي» ("د سادګۍ منونکی استاد") بلل کېږي. د تاوزم په اړه داخلي څپرکي (نيپين) کې د نورو کاربن موادو سره د ګرم شوي سالټپيټر، د ځنغوزي ژاوله او سکاره (چارکول) سره د سرو زرو د جوړولو د تجربو تاريخچه موجوده ده، د کومې په پايله کې چې ارغواني رنګ پوډر او ارسينيک بخارونه جوړېږي. په 492ز کال کې، تاوستي کيمياپوهانو وليدل چې سالټپيټر، کوم چې په باروتو کې يو له تر ټولو مهمو اجزاوو څخه دی، د ارغواني لمبو سره سوزي، د کوم سره چې د دې مادې د تصفيه کولو عملي هڅو کې مرسته تر لاسه کېږي. د ټانګ واکمنې کورنۍ پر مهال، کيمياپوهانو "د څلورو ژيړو موادو" (سلفر، ليلګر [سور رنګه زرنيخ]، ارپيمينټ [د ژيړ زرنيخ مخلوط]، ارسينيک ټراسلفياډ) په پروسس کولو کې سالپيټر  کارولي و.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په چين کې هغې مادې ته چې باروت بلل کېدای شي، لومړۍ تايید شوې اشاره درې سوه کاله وروسته د ټانګ واکمنې کورنۍ پر مهال منځ ته راغلې ده، تر ټولو دمخه په 808 کې په «تايشانګ شينګ زو جنډان ميجو» (太上聖祖金丹秘訣) کې شته يوه فارموله کې، او بيا شا او خوا پنځوس کاله وروسته د تاوست په متن کې چې د « Zhenyuan miaodao yaolüe» (真元妙道要略) په نوم پېژندل کېږي. لومړۍ فارموله د شپږو برخو سلفر، شپږ برخو سالټپيټر او يوه برخه د برت ورت (birthwort پروتې ته ورته يو بوټی دی) بوټې يوه ټولګه وه. تاوست متن د خطرناکو فارمولو د يوې ډلبندۍ په وړاندې خبر ورکړی و، چې يوه يې د باروتو سره ورته والی لري: "ځينو سلفر، ريلګر (ارسينک ډسلفايډ) او سالټپيټر د شاتو سره يو ځای ګرم کړل؛ د دې په پايه کې دود [او لمبې] منځ ته راغلې، له همدې امله د دوی لاسونه او مخونه وسوځېدل، او ان ټول کور وسوځېدو". کيمياپوهانو دې کشف ته د اور درمل ("huoyao"火藥) نوم ورکړ، او تر نن ورځې په چين کې دا اصطلاح د باروتو لپاره کارول کېږي، کوم چې دهغه ميراث يادونه کوي،  چې د اوږد عمر د درملو د لټون يوه اړخيزه پايله ده. په 1185ز کال کې د «ګويي ډونګ» (د روحونو کنترول کول) په نوم يو خپور شوي کتاب کې د ټانګ واکمنې کورنۍ د یو کيمياپوه په اړه يوه کيسه هم شته، د چا تنور (داش/بټۍ) چې چاودېدلی و، خو دا مالومه نه ده چې د دې چاودنې لامل باروت و.[۱۱][۱۱][۱۶][۱۷][۱۸] 

سرچينې

[سمول]
  1. Lorge 2008، م. 18.
  2. "History of Gunpowder". بياځلي په 14 October 2016.
  3. Pregadio 2011، م. 27.
  4. Lu 2015، مم. 240–241.
  5. Smee 2020، م. 1.
  6. Romane 2020، م. 220.
  7. Padmanabhan 2019، م. 59.
  8. Needham 1976، م. 50.
  9. Andrade 2016، م. 15.
  10. "History of Gunpowder". بياځلي په 14 October 2016.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Lorge 2008، م. 32.
  12. Needham 1986، مم. 113–114.
  13. Needham 1986، م. 97.
  14. Lu 2015، م. 248.
  15. Liang 2006، م. 74.
  16. Andrade 2016، م. 30.
  17. Buchanan 2006، م. 5.
  18. Needham 1986، م. 111.