د ایران اقتصاد
د ایران اقتصاد | |
---|---|
څنګزنې وېشنيزې | د اسيا اقتصاد |
هېواد | ايران |
ځای | ايران |
د ايران اقتصاد يو مخلوط اقتصاد دی چې زیاته برخه يې د دولت په واک کې ده او د اسمي جي ډي پي پر بنسټ په منځني ختيځ کې تر ټولو ستر اقتصاد دی. د دې هېواد اقتصاد د رانيولو ځواک برابرۍ (PPP) بر بنسټ د نړۍ درويشتم ستر اقتصاد دی. د ايران د اقتصاد نږدې ۶۰٪ د مرکز له خوا طرحه شوی. د دې هېواد پر اقتصاد د تيلو او ګاز توليد غالب دی، که څه هم له څلوېښتو زيات صنعتونه د تهران د ونډو په بازار کې نېغ په نېغه ښکېل دي. په تېره لسيزه کې د دې هېواد د ونډو بازار د نړۍ په کچه يو له غوره فعاليت کوونکو ونډو بازارونو څخه دی. د نړۍ د ۱۰٪ ثابتو شويو تيلو زېرمو او ۱۵٪ ګاز زېرمو سره، ايران د «انرژۍ زبرځواک» بلل شوی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
د ايران د اقتصاد يوه بې ساري ځانګړتيا د سترو مذهبي بنسټونو شتون دی چې بنيادونه بلل کېږي، د کوم شريکه بوديجه چې د مرکزي حکومت د لګښتونو دېرش سلنه برخې ښودنه کوي.[۸]
په نرخونو کنترول او امتيازات، په ځانګړي ډول په خوراکونو او انرژۍ، په اقتصاد کې زیات روښانه دي. ممنوعيت، اداري مديريتونه، پراخه فساد او نورو محدوديتي لاملونو د خصوصي سکتور تر مشرۍ لاندې وده کمزوې کړې ده. د حکومت په شل کلن لرليد (تر ۲۰۲۰ پورې) کې د باراز پر بنسټ سمونونه شامل دي، کوم چې د حکومت له خوا منعکس کېږي، په کوم کې چې د پنځه کلنې پرمختيايي طرحې (د ۲۰۱۶ مالي کال څخه تر ۲۰۲۱ مالي کال پورې) توجه په «يو پراخېدونکی اقتصاد» او «په ساينس او ټيکنالوژۍ کې پرمختګ» باندې متمرکزه ده. د دې هېواد زيات صادرات تيل او ګاز دي، کوم چې په ۲۰۱۰ز کال کې د دولتي عايد يوه ستره برخه وه. خو د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په مياشت کې، د نوي ولسمشر ابراهيم رئيسي په حکومت کې د ايران پارلمان پرېکړه وکړه چې د واردو شويو خوراکونو، درملو او څارويو خوراکونو لپاره مرسته له منځه يوسي، د کوم ارزښت چې په ۲۰۲۱ مالي کال کې پنخلس ميليارده امريکايي ډالره وو. همدا راز د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په مياشت کې، د خوراکي غوړيو، غنمو، وربشو او جوارو په ګډون له روسيې څخه د شل ميليارده ټنه توکو په واردولو موافقه شوې وه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د ايران باسواده نفوس، لوړ بشري پرمختګ، محدود اقتصاد او کمې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې د ايران زياتېدونکي نفوس هڅولی چې له هېواده بهر د دندو لټون وکړي، په پايله کې يې له هېواده د مغزونو پام وړ تېښته منځ ته راغلې ده. په هر حال، په ۲۰۱۵ز کال کې، ايران او P5+1 د هستوي پرګرام پر سر يو جوړجاړي ته ورسېدل، د کوم په پايله کې چې ډېری نړيوال بنديزونه لرې شول. د پايلې په توګه، په لنډه موده کې، د ګرځندويۍ صنعت د پام وړ پرمختګ وکړ او د هېواد د پيسو پړسوب (د پيسو ارزښت کمېدل) کم شو، که څه هم په ۲۰۱۸ز کال کې له JCPOA څخه د متحده ايالاتو وتلو يو ځل بيا د هېواد اقتصادي وده ودروله او انفلاسيون يې زيات کړ.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ز کال کې په جي ډي پي کې کمښت راغی، خو په ۲۰۲۰ز کال کې د معمولي رغېدلو تمه وه. په ننګونو کې د کوويډ-۱۹ وبا پيليدل، کومه چې د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې پيل شوې وه او د متحده ايالاتو بنديزونه شامل دي، کوم چې د ۲۰۱۸ز کال په منځ کې لګول شوي وو، د بنديزونو، انفلاسيون، «په دايمي توګه کمزوری او د کمې پانګې» بانکدارۍ نظام او کمزوری خصوصي سکتور شامل دي. د ايران دودپيسه (ايراني ريال) راغورځېدلی دی او ايران په پرتليز ډول کمه «اقتصادي ازادي» او د سوداګرۍ کولو اسانتيا لري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
تاريخ
[سمول]په ۵۴۶ مخزېږديز کې، د «ليډيا» «کرزوس» ته ماتې وکړل شوه او فارسيانو ونيو، چا چې له دې وروسته سره زره د خپلې سکې لپاره د بنسټيز فلز په توګه وټاکه. د ايستر د بايبل په کتاب کې داسې روايتونه شته، کوم چې له «سوش» څخه دومره لرې ولايتونو ته استول شوي وو، لکه هندوستان او د لوی «زرکسيس» (خشايار شاه) (۴۸۵-۴۶۵مخزېږديز) د واکمنۍ پر مهال کش پاچايۍ ته. د هيرودوت د واکمنۍ پر مهال (شا او خوا ۴۷۵ مخزېږديز)، د پارسي سترواکۍ شاهي سرک شا اوخوا ۲۸۵۷ کيلومتره د شوش له ښار څخه د کارون (د دجلې له ختيځ څخه ۲۵۰ کيلومتره) په تېرېدو سره د سمايرنا (په اوسنۍ ترکيه کې ازمير) له بندر څخه د «اژه» سمندر ته رسېدو.[۲۸][۲۹]
په ايران کې عصري کرنه د ۱۸۵۰ز کال څخه پيل شوې ده، هغه مهال کله چې امير کبير په دوديز کرنيز نظام کې یو لړ بدلونونه راوستل. په دې بدلونونو کې د اصلاح شويو تخمونو واردول او له نورو هېوادونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیکول شامل وو. د پولياکوف استقراضي بانک په ۱۸۹۸ز کال کې د روسيې تزاري حکومت رانيولی و او وروسته په ۱۹۲۰ز کال کې د یو تړون پر بنسټ د ايران حکومت ته ولېږدول شو. تر ۱۹۳۳ز کال پورې دې بانک د ايران د بانک تر نامه لاندې فعاليت ته دوام ورکړ، تر هغه وخته کله چې له نوي تاسيس شوي کشاورزي بانک سره يو ځای کړای شو.[۳۰][۳۱]
د ايران شاهي بانک په ۱۸۸۵ز کال کې جوړ شوی و چې د پارس په ټولو سترو ښارونو کې يې دفترونه درلودل. رضا شاه پهلوي (۱۹۲۵-۴۱) د ټول هېواد زېربناوو ته وده ورکړه، تعلیمي سمونونه يې پلي کړل، د بهرنۍ لاسوهنې په وړاندې يې مبازره وکړه، حقوقي نظام يې سم کړ او نوي صنعتونه يې متعارف کړل. په دې مهال کې ايران د يو ټولنيز بدلون، اقتصادي پرمختګ او پرتليز سياسي ثبات پړاو تجربه کړ.[۳۲]
رضا شاه پهلوي په ۱۹۴۱ز کال کې له واکمنۍ لرې شو، د هغه زوی محمد رضا شاه پهلوي (۱۹۴۱-۷۹) د هغه ځایناستی شو. د دویمې نړيوالې جګړې (۱۹۳۹-۴۵) په اوږدو کې او له هغې سمدستي وروسته کلونو کې په ايران کې کوم بنسټيز بدلون منځ ته رانه غی. په هرحال، د ۱۹۵۴ او ۱۹۶۰ز کلونو تر منځ، د تيلو په عايد کې چټک زياتولي او پرله پسې بهرنۍ مرسته په بنسټيز ډول په دولتي برخه کې د زیاتې پانګونې او چټکې اقتصادي ودې لامل وګرځېدل. له هغې وروسته، د پيسو پړسوب زیات شو، د ملي دودپيسې (ريال) ارزښت کم شو او د بهرنۍ سوداګرۍ کسر منځ ته راغی. د دې ستونزو سره د مبارزې لپاره پلي کړای شويو تګلارو له امله تر ۱۹۶۱ز کال پورې، اسمي اقتصادي وده او د سړي سر عايد کچه کمه شوه. [۳۳]
له ۱۹۷۹ز کال څخه مخکې ايران په چټکۍ سره پرمختګ وکړ. په دوديز ډول کرنيز هېواد، تر ۱۹۷۰ز لسيزې پورې، دا هېواد د پام وړ صنعتي کېدو او عصري کېدو له پړاو څخه تېر شوی و. تر ۱۹۷۸ز کال پورې دا يون کرار شو، ځکه چې له انقلاب څخه مخکې د پانګې تېښته له دېرش څخه څلوېښت ميلیونه ۱۹۸۰ امريکايي ډالرو ته ورسېده.[۳۴][۳۵][۳۶]
په ۱۹۷۹ز کال کې له ملي کېدو او د ايران-عراق جګړې له پيل کېدو وروسته، له ۸۰٪ څخه زيات اقتصاد د حکومت تر واک لاندې راغی. له عراق سره په اته کلنې جګړې کې لږ تر لږه ۳۰۰۰۰۰ ايرانيان ووژل شول او له ۵۰۰۰۰۰ څخه زيات نور ټپيان شول. د دې هېواد د اقتصاد لپاره د دې جګړې قيمت شا اوخوا ۵۰۰ ميليارده امریکايي ډالره و.[۳۷][۳۸][۳۹]
په ۱۹۸۸ز کال کې د دې دوښمنۍ له پای ته رسېدو وروسته، حکومت هڅه وکړه چې د هېواد مخابرات، نقل او حمل، توليدات، روغتيا، تعلیم او انرژۍ (د دې هېواد د ممکنه هستوي انرژۍ د مرکزونو په ګډون) برخو ته وده ورکړي او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د خپل مخابراتي او نقل او حمل نظامونو پر تړلو پيل وکړ.[۴۰]
له اوښتون وروسته د حکومت په اوږدمهالو موخو کې اقتصادي خپلواکي، بشپړ استخدام او د ژوند سوکاله معيار ښودل شوی و، خو د ۱۹۸۰ او ۲۰۰۰ز کلونو تر منځ د ايران د وګړو شمېر له دوه برابره هم لوړ شو او د وګړو د ژوند منځنۍ کچه يې کمه شوه. که څه هم ډيری ايرانيان کروندګر دي، له ۱۹۶۰ز لسيزې راهيسې په پرله پسې ډول د کرنې توليدات مخ په زوړ روان دي. د ۱۹۹۰ز لسيزې تر وروستيو پورې، ايران د خوراک زیاته برخه وارده کړې ده. په دې مهال کې، د کليوالو سيمو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې ډېر خلک ښارونو ته وکوچېږي.[۴۱][۴۲]
-
د ايران په جي ډي پي کې ونډه لرلو پر بنسټ د ايران ولايتونه (۲۰۱۴)
-
ټولنيز اقتصادي لګښتونه (۲۰۰۴)
-
په ايران کې د سړي سر تاریخي جي ډي پي پرمختګ (۱۸۲۰-۲۰۱۸)
-
اقتصادي برخې (۲۰۰۲)
-
د پړسوب اندازه (۱۹۸۰-۲۰۱۰)
-
د بازار نقد (۲۰۱۲)
-
CPI(د مصرفونکو د نرخ شاخص)، پراخه پيسې او بهرنۍ اسعاري زېرمې (۲۰۰۰-۲۰۱۱)
-
د امريکايي ډالر/ايراني ريال د تبادلې اندازه (۲۰۰۳-۲۰۱۴ اټکلي)
-
د پورونو چوپړتياوې (۱۹۸۰-۲۰۰۰)
-
د مزد توازن (۲۰۰۳-۲۰۰۷)
-
TEPIX د DJIA په وړاندې او دتيلو نرخونه (۲۰۰۰-۲۰۰۹)
-
د تيلو تولید او مصرف (۱۹۷۷-۲۰۱۰)
-
د تيلو او ګاز توليد (۱۹۷۰-۲۰۲۰ اټکلي)
ستر اقتصادي بهيرونه
[سمول]له دوه په درې برخې څخه نفوس (۷۴ ميلیونه خلک) له دېرش کلونو څخه کم عمر لري. په لومړنيو ښوونځيو کې خالصه داخله نږدې ۱۰۰۰٪ ده، کوم چې د ثانوي «وګړ شمېرنې ودې» ښودنه کوي.[۴۳][۴۴]
په ۲۰۰۵ز کال کې د ايران د ملي ساينس بوديجه شا او خوا ۹۰۰ ميليونه ډالره وه چې دا تقريباً د ۱۹۹۰ز کال له شمېرې سره برابره ده. د ۲۰۰۰ز کال تر لومړيو پورې، ايران د خپل جي ډي پي شا او خوا ۰.۴٪ د څېړنې او پرمختګ لپاره ځانګړې کړې، د کوم له امله چې دا هېواد د نړیوالې منځنۍ کچې ۱.۴٪ څخه شاته پاتې دی. په ۲۰۰۹ز کال کې، د څېړنې د جي ډي پي تناسب ۰.۸۷٪ و، په داسې حال کې چې د حکومت د منځمهالې مودې موخه ۲.۵٪ و. په ۲۰۱۱ز کال کې ايران په نړۍ کې ساينسي ودې تهپه کتنې سره لومړی درجه ډلبندي شوی و او په ۲۰۱۲ز کال کې د سانيس د تولید له نظره اولس شمېره مقام ورکړل شوی و.[۴۵][۴۶][۴۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ "A survey of Iran: Stunted and distorted". The Economist (2003)
- ↑ Matthew Lynn: Are you brave enough to invest in Iran?. Wall Street Journal (Market Watch), March 26, 2014. Retrieved March 28, 2014.
- ↑ Energy and the Iranian economy. United States Congress. July 25, 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4223-2094-5. لاسرسينېټه June 11, 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Iran (data). US Department of Energy (2011). Retrieved March 28, 2011.
- ↑ Balamir Coşkun, Bezen (Winter 2009). "Global Energy Geopolitics and Iran" (PDF). Uluslararası İlişkiler. 5 (20): 179–201. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر April 1, 2014 باندې. لاسرسينېټه July 13, 2022. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archiveurl=
و|archive-url=
منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archivedate=
و|archive-date=
منځګړی (لارښود) - ↑ Ramin Mostaghim, Alexandra Sandels and Patrick J. McDonnell: Iran businesses await a post-sanctions bonanza. Los Angeles Times, March 15, 2014. Retrieved March 28, 2014.
- ↑ Jordan, Robert W. (July 16, 2015). "Iran Could Become an Economic Superpower". Time. Retrieved July 31, 2015.
- ↑ Bonyad-e Mostazafan va Janbazan Oppressed and Disabled Veterans Foundation (MJF). Globalsecurity.org. Retrieved February 6, 2011.
- ↑ . U.S. targets Iran's vulnerable oil.
- ↑ (په April 27, 2008 باندې). Energy subsidies reach $84b.
- ↑ Iran falls to 168 in Corruption Perception Index Archived November 22, 2009, at the Wayback Machine.. Transparency International (2009). Retrieved November 19, 2009.
- ↑ Country Report [مړه لينکونه]. Freedom House (2007). Retrieved October 29, 2009.
- ↑ "World Factbook: Iran's entry". Central Intelligence Agency. 2008. لاسرسينېټه November 6, 2009. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:PD-notice - ↑ "Islamic Republic of Iran. Overview". World Bank. May 1, 2020. لاسرسينېټه June 12, 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په January 6, 2012 باندې). Iran threatens new war games in the oil lanes of the Gulf.
- ↑ (په 20 March 2022 باندې). Iran Signs Deal With Russia To Import 20 Million Tons Of Basic Goods. Volant Media UK Limited
- ↑ "World Factbook: Iran's entry". Central Intelligence Agency. 2008. لاسرسينېټه November 6, 2009. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:PD-notice - ↑ Frances Harrison (په January 8, 2007 باندې). Huge cost of Iranian brain drain. BBC News.
- ↑ Gheissari, Ali (2009). Contemporary Iran: Economy, Society, Politics. USA: Oxford University Press. مخونه 3–4 (Paperback edition). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537849-8. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Human Development Report 2014 – "Sustaining Human Progress: Reducing Vulnerabilities and Building Resilience"" (PDF). HDRO (Human Development Report Office) United Nations Development Programme. لاسرسينېټه August 8, 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Iran: Economic and Political Overview". Nordea. May 2020. لاسرسينېټه June 12, 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Islamic Republic of Iran. Overview". World Bank. May 1, 2020. لاسرسينېټه June 12, 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Iran: Economic and Political Overview". Nordea. May 2020. لاسرسينېټه June 12, 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Iran Economy 2020". theodora. لاسرسينېټه June 12, 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په December 9, 2019 باندې). Six charts that show how hard US sanctions have hit Iran.
- ↑ "2020 Index of Economic Freedom. Country Rankings". Heritage. د اصلي آرشيف څخه پر May 21, 2020 باندې. لاسرسينېټه June 12, 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Ease of Doing Business rankings". DOINGBUSINESS. May 2019. لاسرسينېټه June 12, 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Gold coins[[:کينډۍ:Snd]] A Brief History". لاسرسينېټه February 16, 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); کې شامل دی URL تړیيو ويکي خپلمنځي (لارښود) - ↑ "Monetary Episodes from History". لاسرسينېټه February 16, 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "History of Banking in Iran". Parstimes.com. لاسرسينېټه November 11, 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Curtis, Glenn; Hooglund, Eric (April 2008). Iran, a country study. Washington, D.C., USA: Library of Congress. مخونه 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8444-1187-3. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Curtis, Glenn; Hooglund, Eric (April 2008). Iran, a country study. Washington, D.C., USA: Library of Congress. مخونه 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8444-1187-3. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Curtis, Glenn; Hooglund, Eric (April 2008). Iran, a country study. Washington, D.C., USA: Library of Congress. مخونه 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8444-1187-3. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Iran's Industrial Progresses (Part I) پر يوټيوب باندې. Iran National Film Center (circa 1975). Retrieved January 20, 2010.
- ↑ Iran's Industrial Progresses (Part II) پر يوټيوب باندې. Iran National Film Center (circa 1975). Retrieved January 20, 2010.
- ↑ Shirin Hakimzadeh. Iran: A Vast Diaspora Abroad and Millions of Refugees at Home. Migration information source (2006). Retrieved July 18, 2009.
- ↑ "Iran-Iraq war". Microsoft Encarta. (2008).
- ↑ Iran–Iraq war (1980–1988). Globalsecurity.org. Retrieved October 21, 2009.
- ↑ Bonyad-e Mostazafan va Janbazan Oppressed and Disabled Veterans Foundation (MJF). Globalsecurity.org. Retrieved February 6, 2011.
- ↑ "Iranian Economy in Six Snapshots". Payam-e Emruz; Economic, Social, Cultural (Monthly). February 2001. د اصلي آرشيف څخه پر September 27, 2007 باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Gheissari, Ali (2009). Contemporary Iran: Economy, Society, Politics. USA: Oxford University Press. مخونه 7–8 (Paperback edition). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537849-8. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Shirin Hakimzadeh. Iran: A Vast Diaspora Abroad and Millions of Refugees at Home. Migration information source (2006). Retrieved July 18, 2009.
- ↑ Country Reports – Iran. UNESCO (2000). Retrieved February 5, 2011.
- ↑ Table H United Nations Development Programme (2009). Retrieved February 5, 2011.
- ↑ "Science in Iran: An Islamic Science Revolution?". Science. September 16, 2005 (subscription required). Retrieved November 15, 2008.
- ↑ – The foreign trade regime of the Islamic Republic of Iran. Ministry of Commerce (Iran) (2009). Retrieved April 8, 2010.
- ↑ Reza Malekzadeh, Azarakhsh Mokri, Pejman Azarmina: "Medical Science and Research in Iran" Archived May 17, 2017, at the Wayback Machine.. Academy of Medical Sciences of Iran. Retrieved December 4, 2008.