منځپانگې ته ورتلل

د اکسيديشن نمبر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پیل خبرې

دلوړو زده کړودلایحي مطابق هرمحصل چی خپله تحصیلي دوره سرته رسوي نوهغه ته په پای کې دا دنده ورکول کیږي چي دیوې موضوع په اړه مونوګراف ولیکي نوماته هم د کیمیا دیپارتمنت لخوا د اکسیدیشن نمبرترسرلیک لاندي موضوع دمحترم استاذ پوهنیار عطاالله میرزاخیل تر لارښوني لاندې راکړل شوي ده چی په دي اړه مي د مختلفو کتابونواو د انټرنیټ څخه استفاده کړې ده اوکوشش مي ایستلي دي چي لوستونکوته په زړه پوري معلومات ارایه کړم . خوښ او خوشحاله یم چي زماد اوږده مزل دهیلوکاروان دتاند اوځلانده بڼ په پرانیسته غیږه کې میلمه ونازول شو او په ویاړلي تندي یي راته ښه راغلاست ووایه اوڅوشیبې یي په خپله پالنه دحقیقت په لمن کی وروزلم چي دا بیلګه دخپل لارښود استاذ پوهنیار عطاالله میرزاخیل ترلارښوني لاندې زما د قلم ژبه انځوروي چی لحظه په لحظه می د خپل لارښود استاد دمرستی او همکارې په ښکلا تکمیل کړې ، مننه کوم او دده لارښوونه وه چی نه یوازې په دی موفق کیږم بلکي د ژوند په هرډګرکې به دغه اثر د زینت اوښکلا ښکارندوې وي زما د وروستي هدف په لوربه تل ماته لارښوونه کوي په پای کې یوځل بیا د کیمیا د څانګې د ټولو استادانو څخه اوله خپل لارښود استاد څخه ډیره مننه کوم اود لوی اللهج له دربارڅخه ورته په دنیا اواخرت کي دسعادت، اوبریا لیتوب اوخوښ ژوند غوښتونکي یم. په بشپړاداب اومینه ستوری ګل همدرد دڅلورم کال محصل


اکسیدیشن نمبر(درجه) پیژندنه: دکیمیاوي عناصرو داتومونو د وروستې سویې د الکترونونو ورکولو یا اخیستلو چی په هغی سره دیو اتوم ولانس زیا تیږی یا کمیږی، مثبت خواته ځی اوکه منفی خواته چی د همدغه الکترونونود راکړې اوورکړې پواسطه منځ ته راځي اکسیدیشن نمبر ورته وایي . يا په بل عبارت د عناصروپه مالیکولونوکې د اتومونویا څواتومي ایونونو کي قیاسي چارج ته اکسیدیشن نمبرویل کیږي چي په مرکباتوکې دعناصرو یود بل سره د یوځای کیدو وړتیا ښئ. چی مونږ کولای شود بیلا بیلو ګروپونو د عناصرو اکسیدیشن نمبر تعین او وټاکو. د عناصرود اکسیدیشن نمرې د کیمیاوی عناصرو د ولانسونو په واسطه کیداې شی چی دعنصر دکیمیاوی اړیکو دجوړیدو په وړتیا باندی پوه شو,ولانس دکیمیاوی اړیکو هغه شمیر ټاکی کوم چی د اتومونو په واسطه جوړې شوي وي. ولا نسونه د اتومونو د الکترو نیګاتیوتی کمیت په توګه چی له ټاکلی اتوم سره اړیکه لري شمیرل کیږي مثبت(+) اومنفی(ـ) علامی نه لري ځکه چی ولانس د اړیکو شمیر په مالیکولونو کي ټاکي خوپه مرکبونو کې چيرته چې الکترونونه کیمیاوي اړیکې جوړوي دلوړې الکترو نیګتیوتي لرونکو اتومونو د پاسه ځای نیسي او په پایله کي اتومونه ټاکلې چارج ترلاسه کوي. په ما لیکو لونو کی د اکسیدیشن د نمبر پواسطه قسمي بریښنایي چارج د ټاکلو اتومونو د ولانسي الکترونونو ځای پر ځای کیدلو له کبله چی په الکترونیګاتیف عناصروکی پیدا کیږي ددې ډول شرطونوپه ذریعه وړاندوینه کیدای شي چي په مالیکولونو او ایونونوکي له اړیکو څخه دهر یو الکترونونه فوق العاده الکترونیګاتیف اتوم سره تعلق لري ‍‍، د اتومونو د اکسید یشن درجه (+) اومنفی(-) علامو پواسطه ښودل کیږي، دعنصر اکسیدیشن درجه دمثبتوعلامو سره داتوم دالکترنونو له هغه شمیر سره سمون لري کوم چې دهغې څخه جلا شویدي، او د منفی اکسید یشن درجې کمیت د الکترونونو یو ځاې کیدل ښئ چې دعنصر له اتوم سره یوځاې شویدي. د اکسیدیشن نمرې دټاکلو قوانین دعناصرو داکسید یشن نمرې ټاکل په ازاد (عنصري) حالت کي او دکیمیا وي مرکبو نوپه مالیکول کي داتومونو الکترونیګا تیوتي اوځانګړتیا باید دلاندې قوانینو سره سم عملي شي. ۱: - په مرکبو نو کی داکسیجن اتومونه کولاې شي داکسید یشن تام او یا کسري درجې له ځان څخه وښئ دمثال په ډول : په اوبو کې (H2O) کې داکسیجن درجه (۲-) H2O2کې (۱-)په KO3 کې مرکبونوکې په ترتیب سره منفي یو پر دوه ((-1/2 او منفی یو پر دری ده خو اکسی فولراید (OF2) په مرکب کې داکسیجن داکسیدیشن درجه +۲ ده په ټاکلی ډول دهایدروجن داکسیدیشن درجه په کیمیاوي مرکبونو کې+۱ ده خودفعالو فلزاتو په هایدرایدونو(Hydride metals)کې دهایدروجن د اکسدیشن نمبر(-1) ده. ۲:- اتومونو داکسدیشن درجه د ساده مرکبونو دمالیکولونوپه ایونونوکې دکمیت او دهغه دعلامي پر بنسټ دهغو ا یونونو له بریښنایی چارج سره مساوی ده دمثال په ډول:KCLپه مالیکول کی د پوتاشیم(k) داکسیدیشن نمبر(+1) اودکلورین(Cl)په اتوم کی (-1) ده چی دهغه چارج په ترتیب سره(+1) او(-1) دي. ۳:- که چیری مالیکول دکولانت اړیکې او یاایوني – کولانسي اړیکو پر بنسټ تشکیل شوی وی دمثال په ډول:NH4NO2 ,HNO3 , N2H4 ,HNO3 اوHNO2 په مرکبونو کې دنایتروجن داکسیدیشن درجی په ترتیب سره +۵،+۲،+۳،-۳ او+۲ دی چی دادرجی په ښکاره ډول دهغه په سا ختما نی فورمول کې لیدل کیږی ، دیوشان عناصرو داتومونو ترمنځ کیمیاوی اړیکو په شتون کې دمثال په ډول: N2H4 کې د دوه نایتروجن اتومونو دجوړه الکترونونو ویش چی هغوی ته یی اړیکه ورکړیده تر سره کیږی او له دی سره سم دهر اتوم د الکترنونو محاسبه ترسره کیږی ، دالکترونونو دشمیرترمنځ توپیر په لوړه کچه داتوم داکسیدیشن نمبرراښئ. ۴:- هغه مالیکولونه چی دیو شان عنصر داتومونو څخه تشکیل شوی وی لکه :H2, CL2, F2) (I2, O2, N2, Br2 ددی عناصروداتومونو اکسیدیشن درجه دهغو په مالیکولونو کی صفرده ځکه چې ددارنګه اتومونو ترمنځ دجذب الکتروني قوه دهغو په مالیکولونوکې شتون نه لرې اومشترک الکترونونه ددواړوهستوترمنځ یوشان جذبیږي دمثال په ډول دهایدروجن (H:H)، کلورین CL:CL)) دهراتوم اکسیدیشن درجه صفر ده ولې کوولانسي (Covalence) دهغودولانسی جوړه الکترنونودکمیت په پام کی نیولوسره سمون لري. ۵:- په ډیروعضوي مرکبونو کې کیمیاوي اړیکې ضعیف قطبي خاصیت لري دکاربن داتوم پرځاې کیدل له نورواتونوسره دبیلګې په ډول(فلورین، اکسیجن ، کلورین ، نایتروجن) چی دعضوي مرکبونو په اسکیلټ کې شامل دي دکاربن اودنوموړوعناصروداتومونوترمنخ دالکتروني پوتنشیل بدلون لامل شوی اودهغوترمنځ دتشکیل شویواړیکوپولاریټی (قطبیت) زیاتوي په هغوکی داتومونوداکسیدیشن درجه کولانسي مرکبونوپه شان ده. ۶:- فلزونه په عنصری حالت کې دهستي په شاوخوا کې دالکتروني کثافت دمنظم ویش لرونکي دی له دی کبله دهغوی داکسیدیشن درجه صفر منل شوي ده. ۷:- په ایون کې داکسیدیشن الجبري مجموعه دټولو اتومونو دایون دچارج سره مساوي ده اوداتومونوداکسیدیشن د درجوالجبري مجموعه چی دبرقي خنثی مرکبونوپه ترکیب کې شامل دی مساوي له صفرسره ده. ۱مثال: دH3PO4 په مرکب کي دفاسپورس اکسیدیشن نمره دمعلومواکسیدیشني نمروله مخي (O-2اوH+1 ) پیداکولاي شو: 3 (+1) + 4 (-2) + X = 0 +3 – 8 + X = 0 -5 + X = 0 X = 5 ۲مثال: د H2SO4په مرکب کي دسلفراکسیدیشن نمره پیداکړئ؟ 4 (-2) + X = -2 -8 + X = -2 X = (+8 ) – 2 X = 6 ۸:- په کامپلکس مرکبونو کی معمولاً دهغوی دمرکزی اتوم داکسیدیشن درجه ټاکل کیږی دمثال په ډول پهK2[Fe(SCN)6] او[NiFe(NH3)5]SO4 مرکبونوکی داوسپنی داکسیدیشن نمبر +3 ده اودنیکل اکسیدیشن +2 ده دیادولووړده چی داکسیدیشن په درجوپوهید ل په ظاهري بڼه لیدل کیږي اود مطلوب اتوم واقعي حالت په مرکب کې نه شی ټاکلې ، په ډیروحالاتو کي داکسیدیشن درجه د ټاکلي عنصرولانس سره مساوي نه وی دبیلګې په ډ ول په میتان(CH4) کې، فارمیک اسید (HCOOH) ، میتا نول (CH3OH) ، فارم الدیها ید ،(HCOH) اوکاربن دای اکسا ید (CO2) کی دکاربن اکسیدیشن درجه په ترتیب سره-۴، +۴ ،-۴ او+۴ ده خودکاربن ولانس په ټولو پورتنیو مرکبونو کی ۴ ده ، داکسیدیشن درجو په پوهیدلو په ځانګړی ډول داکسیدیشن او ریډ یکشن تعاملونو دمطالعی په ټولو خواووکی تری ګټه اخیستل کیږی. دانتقالي عناصرود متفاوتواکسيديشني حالتونودرلود ل ددی عناصرو په اتومونو کی د ولانسي قشر د سويو د انرژي سطح سره يو بل ته نږدی اوپه ډيرو اتومونو کی د dسويه په الکترونو ډکه نده نو ځکه زياتره ددی عناصرو په مرکباتو کی د مختلفو اکسيديشني حالتونو لرونکي دي ،په يو تناوب کی له چپ خوا څخه په شروع کی داکسيديشن درجه +۳وي (د سکانديم لپاره)خو په مينځنی برخه کی +۷ ته رسيږي (په منګنيز کی) اوپه پای کی +۲ ته را ټيټيږي (جست) لکه په لاندی جدول کي دغه ډول تغیرات ليدلی شو. عنصر Zn Cu Ni Co Fe Mn Cr V Ti Sc لوړه اکسيدشن درجه +2 +3 +4 +4 +6 +7 +6 +5 +4 +3

   دغه تغيرات پدی ډول توجيه کولی شو چی په شروع کی د dسويه کی الکترونونه په تدریج سره زیاتیږي اما په پای کی د dسويه کی د طاقه الکترونو شمير کميږي او د هستی چارج په تدريج سره زياتيږي او د d سويه هستی ته نږدی کيږي .

داکسیدیشن نمبرټاکل او ریډ وکس تعاملات ۱:- داکسیدیشن نبرټاکل Calcularion of oxidation) ) ددی مقصد لپاره د ټولودمخه دعناصرودالکترون اخیستلوالکترونیګاتیوتی دسلسلی میلان ښایی چي وپیژنوچی په لاندی ډول یوشمیر عناصرو دالکترون اخیستلو میلان ښودل کیږی. Sc, K, S , L, Br, Cl ,N , O , F الکترون اخیستلو میلان د فلورین په طرف . څرنکه چی مخکی مو وویل چی ټول هغه عنا صر چی په کیمیا وی تعملاتوکي الکترونونه اخلي الکترونیګا تیف (Electronegative) عنا صروپه نوم یادیږی. همدارنګه هغه عنا صرچی په کیمیاوی تعملاتو الکترون ورکوی دالکتروپوزتیف (Electro positive)عناصرو په نوم یادیږی. دپورته سلسلی څخه معلومیږی چی په ټولوکیمیا وی عنا صروکی دالکترون اخیستلو په حساب تر ټولو عناصرو قوی ترین عنصردفلورین (Cl2) دی یعني هیڅ عنصرنشې کولاې چي دفلورین څخه الکترون واخلي نو داکسیدیشن نمبردمعلومولو لپاره د پورتنئ سلسلې په اساس باید لاندی ټکي په نظرکي ونیول شی. ۱: دټولوعناصروداکسیدیشن نمبرپه عادي حالت کي صفرده لکه : (Mg, Ca, Na, k ,N2, Cl2,Br2 ,Al ,Si, Sn ,O2 ) او داسی نور... څرنګه چی په یواتوم کی همیشه دپروتونونواوالکترونونوشمیرسره یوشان دی نودا دواړه عددونه صفرسره مساوي دي. ۲: همدارنګه په پورتني سلسله کی چی وروسته دفلورین عنصرڅخه نسبت نورعناصروته الکترونیګاتیف عنصراکسیجن دی چی اکسیدیشن نمبریی(-۲) دی داعنصرد فلورین عنصراوپراکسایدونو دمرکباتوڅخه پرته اکسیجن دفلورین په مقابل کی مثبت ولانس اوپه ډای سوډیم اکساید (Na2 O) اوهایدوجن پراکساید(H2O2) کی منفی یوولانس(-۱) لری . ۳: نظرپورته سلسلی ته دهایدروجن اتوم داکسیدیشن نمبرپیژندل اهمیت لري ځکه چي هایدروجن دالقلي مرکبونواوتیزابي مرکباتود ترکیب مهم جزدی ، نودهایدروجن عنصرپه مقابل کي ټول هغه عناصرچي الکترونیګا تیوتي سلسله کی دهایدروجن څخه ښي خوا ته واقع وي دهایدروجن په نسبت الکترونیګا تیف دي لکه: برومین (Br2) نایتروجن (N2) اکسجن (O2) اونور... په ټولو عناصروکې داکسیدیشن اوریډکشن نمبرونو حاصل جمع مساوي په صفرسره کیږی ،ځینی عناصرپه مختلفومرکبا توکی ډول ډول اکسیدیشن نمبرونه لري اوهمیشه دتعامل کونکي جزتابع وي. ۲: ریډوکس تعملات ریډوکس تعاملات هغه تعاملاتوته ویل کیږي چی په هغه کی داکسیدیشن اوریډکشن دواړه عملې اجرأ شي ، یعني ریډوکس (Redoxe) له دوه کلموڅخه لاس ته راغلي چی (Red) دریډکشن او (Oxe) داکسیدیشن دعملې څخه نماینده کوي چی مونږدواړه عملې ځانته ځانته څیړو. اکسیدیشن داکسیدیشن عملیه دهغی عملې څخه عبارت دي چي په کیمیاوی تعملاتوکې دعناصرواتومونه خپل ولانسي الکترنونه نورواتومونوته ورکوي یاهغه عملیه ده چي یواتوم دخنثی حالت څخه یو چارج داره حالت ته راګرځوي او مثبت چارج غوره کوي یعني اکسیدیشن درجه یی ورسره زیاتیږي. مثال: کله چی اوبه جوړیږی هایدروجن خپل الکترون اکسیجن ته ورکوی او هغه عناصرچی خپل الکترون دلاسه ورکوي نواکسیدایزکیږي یا په بل عبارت دکیمیاوی تعاملاتو په وخت کي الکترونونوورکلوته اکسیدیشن ویل کیږي نو دلته مونږ ویلاې شوچی اکسیدیشن بی داکسیجن دنصبولو څخه هم صورت نیسي مثال: که اوسپنه سره کړای شي داکسیجن سره سوځي اوداوسپنې اکسایدتولیدوي. 2Fe+O2 2FeO

                              2Fe2 O3	   4Fe+3O2

چی په لومړئ مرحله کی داکسیجن داکسیدیشن نمبر(-۲) اواوسپنه (+۲) لری اکسیدیشن امکان لری چی دازاد اکسیجن په نه شتون کی دترکیبی اکسیجن لرونکی مرکباتوپه واسطه هم ترسره شي دمثال په ډول:2KClO3 + 3S 2 KCl + 3 S په پورتنی تعامل کی دKClO3 داکسیدایزکونکی په توګه عمل کوی اوسلفرارجاع کیږی مګرلاندی تعاملات داکسیدیشن اوریډکشن دتعاملاتوڅخه نه دی ځکه دتعامل کونکوموادو د اتومونو د اکسیدیشن نمبرونه دمحصولاتو له جوړیدوڅخه وروسته هم په خپل لومړنی حالت پاتې دي . BaO + H2O Ba(OH)2 NaOH + H2SO4 Na2SO4 + 2H2O داکسیدیشن او ریډکشن عملیه په کیمیاوي تعملاتو کې په یووخت کې ترسره کیږې اوداخیستل شووالکترونونوشمیردبایللوشوود شمیرسره مساوي وي چي مجموعه یی صفرده ، داچی د یوې کیمیاوي مادي ریډ کشن داکسیدیشن سره په یووخت کی ترسره کیږی په هره اندازه چی دعناصروداتومونوالکترونیګاتیوتي یې زیاته وي په همغه اندازه دهغه اکسیدایزکوونکي (اکسیداني) خاصیت زیاتیږي چی داخاصیت په غیرفلزي عناصروکي زیات دي بر عکس هرڅومره چې دعناصروالکترونیګاتیوتي خاصیت ټیټ وي په همغه اندازه دهغه اکسیداني خاصیت ضعیفه اودهغه ارجاعي ځانګړتیا قوي کیږې. وروسته کیمیادانان دي ته متوجه شول چي غیرفلزي جسم دیوبل جسم سره هم داکسیدیشن دتعاملاتوته ورته تعاملات سرته رسوي داهم اکسیدیشن بلل کیږي. C +2F2 CF4 یا H2+ Cl2 2HCl H2 + F2 2HF

په پورته تعملاتوکي کاربن اوهایدروجن دالکترون ورکوي اوفلورین الکترون اخلي نو په نتیجه کي کاربن اوهایدروجن اکسیدیشن اوفلورین ریډکشن کیږي،همدارنګه اوسپنه ،فلورین،کاربن اوسلفرسره تعامل کوي اوسپنه اکسیدیشن کیږي ځکه چي الکترون ورکوي چي اوسپنه +۲او+۳،فلورین ۱ـ ،کلورین هم -۱اوسلفر-۲ داکسیدیشن نمبراخلي. Fe + S Fe+2S-2 2Fe + 3F2 2Fe+3F3-1 Fe +Cl2 Fe+2 Cl2-1 ریډکشن Reduction اکسیدیشن دعملي‌ معکوسي پروسي ته ریډکشن ویل کیږي یاپه بل عبارت ریډکشن داسي تعریفوو:دهایدروجن نصبول،داکسیجن ازادیدل دولانس ټیټیدل اوالکترون اخیستل دریډکشن (ارجاع) په نوم سره یادیږي،که دپورته تعریفونوڅخه یوهم عملي شي ریډکشن بلل کیږي. بیلګه : دذوب شوي سودیم کلورایدالکترولیزپه وخت کي په کتودکي لاندی تعامل صورت نیسي اوفلزي سودیم الکترون اخیستلوله امله حاصلیږي. Na +1e- Na±o (Reduction) تعمل دسودیم ایون ارجاع په فلزي سودیم افاده کوي یعني فلزي سودیم هغه وخت حاصلیږي چه ایون په کتود (Catod) کي یوالکترون واخلي چي دغه تعامل ته کیتودیک (Cationic Reaction)تعامل ویل کیږي،همدارنګه دهایدرجن نصبولوته ریډکشن ویل کیږي. H2 + Cl2 2HCl CuO + H2 Cu + H2O Cu++ +2e- Cu± همدارنګه داوسپني اکسایددکاربن مونواکسایدسره دتودوخي په موجودیت کي تعامل کوي او اوسپنه ارجاع کوي. Fe2O3 + 3CO 2Fe + 3CO2 Fe+3 + 3e- Fe±o په پورته تعامل کي اوسپنه ارجاع شوي یعني کوم الکترونونه يي چي دلاسه ورکړي ووبیرته يي واخیستل،په ریډکس تعملاتوکي داکسیدیشن اوریډکشن ځني مثالونه په لاندي ډول دي چه په هغوي کي اکسیدیشن نمبرټاکل کیږي. ۱مثال: دFe+2 کیتون داکسیدانت اوهم داحیاګرپه حیث عمل کولاي شی a : دوه نیم تعملات ولیکئ چه په هغوي کي دغه کیتون داکسیدانت اواحیاګر په حیث عمل کوي دلته وښایاست چي کوم یونیم تعمل اکسیدشني اوکوم یواحیاوي عملیه ده اوهم احیاشوي اواکسیدایزشوی ماده په ګوته کړي . (اکسیدانت) Fe+2+2e- Feo (s) احیأ شوی ماده Fe+2 – 1e- Fe+3 اکسیدایزشوی ماده په لومړی تعامل کی اوسپنه له (+۲) نمبرڅخه خنثی یا صفرحالت او په دویم حالت کی له(+۲) څخه (+۳) ته پورته شو. ۲: که دجستو ټوټه د FeCl2 محلول ته واچول شی کوم کیمیاوی تعا مل منځ ته راځی دلته لمړئ نیم تعاملات اوبیا عمومی تعامل لیکو. Zno – 2e- اکسیدشنی عملیه Ze+2 Fe+ + 2e- احیاوی عملیه Feo (s)

Fe+2 + Znoاکسیدیشنی- احیاوی تعامل       Zn+2 + Feo

په لوموړی تعامل کی د زینک یا( جست ) اتوم داکسیدیشن نمبردخنثی حالت څخه (+۲) ته اوپه دوهم نیم تعامل کی داوسپنی داکسیدیشن درجه چی +۲ ده ښکته دصفرخواته ځی. پورتنی مثال ته ګورو چی اکسیدانت هغه ماده ده چی دبلی مادی څخه الکترون اخلي په خپله احیأ کیږي اوهغه بله ماده اکسیدایزکوي اواحیأ ګرهغه ماده ده چې بلي مادي ته الکترون ورکوي اوپه خپله اکسیدایز کیږي او هغه بله ماده احیأ کوي نوراځوچي په کوم تعمل چي دغه دواړه عملي همزمان یوځاې صورت ونیسي داکسیدیشني – احیأ وي تعامل په نوم یادیږي. ۲- مثال هایدروجن پراکساید په خنثی او تیزابی محیط کی په لاندی ډول عمل کوی . خنثی محیط H2 O2 + 2e- 2OH- تیزابی محیط H2O +2H++2e- 2H2O په پورتنی تعامل په پام کی نیسودپتاشیم ایوداید تیزابی محلول او د هایدروجن پراکساید دتعمل معادله لیکو:- 2k +2I- 2e- 2Io + 2K+ 2 2H+ H2O2 + 2e- 2H2O 2 2K+ + 2I- + 2H + H2O2 I2o + 2H2O + 2K+ پورتنی تعا مل کی هایدروجن پراکساید داکسیدانت رول لری ولی د قوی اکسیدانت لکه د KMnO4 تیزابی محلول کی هایدروجن پراکساید داحیأ ګررول لری. 8H+ + Mn+7O4 + 5e- Mn+2 + 4H2O 2 H2O2 – 2e- 2H++ O2 5 16+ + 2Mn+7 O4 + 5HO2 2Mn+2 + 8H2O + 10H+ +5O2 ۳ مثال : ووایاست چی دلاندی تعاملاتوله جملی څخه کوم یو صورت دممکن تعامل نیم تعاملات او مکمل تعاملات ولیکئ . a – سرپ د زنک سلفیټ دمحلول سره b – کلسیم داوبوسره -cایودین دبروم داوبو سره d- اکسیجن دفرس کلوراید محلول سره e – نقره د مالګی دتیزابودمحلول سره جواب: a – په دی سیستم کی Pbo احیاګراوZn+2 اکسیدانت دی اګر چی SO4-2 هم دګوګړود تیزابوپه ګرم اوغلیظ محلول کی اکسیدانت دی خوبیا هم Zn+2 ترهغه قوی اکسیدانت دی، دبلی خوا PbSO4 په اوبوکی نه حل کیږی نو په دی اساس لاندی کیمیاوی تعمل عملاً ممکن دي. Pbo + SO4 + Zn+2 PbSO4 + Zno

Pb  o +2e-                Pb+2           2           1
Zn+2 + 2e-                     Zno          2       1

b : Ca یواحیأ ګردی اواوبه دهغه په مقابل کی اکسیدانت کیدای شی نوځکه لیکوچی : Cao+ a2H2O Ca(OH)2 + H2 Cao – 2e- Ca+2 2 2H2O + 2e- Ca(OH)2 + H2 2 C :ایودین (I2) او برومین (Br2) دواړه اکسیدانتونه دی اودهغوی اکسیدانی قوت ډیرفرق نه لری نوځکه ایودین بروم داوبوسره تعامل نه کوي. d  : اکسیجن یواکسیدانت دی Fe+2 اوCl2 دواړه احیأګردی مګرد (۱-۷) جدول له مخی Fe+2 دCl- څخه قوی احیأ ګردی نوپه دی لحاظ داکسیجن اودفرس کلوراید دمحلول ترمنځ په تیزابی محیط کی داسی تعامل ممکن دي. 4H+ + O2+ 4Fe+2 2H2O + 4Fe+2

O2 + 4e- 2O-2 1 Fe+2- 1e- Fe+3 4 e – نقره او دکلوراید انیون دواړه احیأ ګردی اوH+ اکسیدانت دی ولی H+ دومره قوی اکسیدانت ندی چی دنقری څخه الکترون واخلی نو ځکه نقره دمالګی دتیزابو سره تعامل نه کوي . ۴:مثال : دبروم داوبو اودفرس سلفیټ تر منځ دتعامل امکان وګوری اومعادله یی ولیکئ؟ جواب : بروم یو اکسیدانت دی دهغه په مقابل کی باید یواحیأ ګرموجود وی چی دبروم سره تعامل وکړی دFe+2 اوSO4-2 له جملي څخه Fe+2 احیأ ګرکیدای شی مګرپه SO4 کی چي دسلفراکسیدیشن درجه اعظمي (+۶) ده نود (SO4-2 ) ایون احیأ ګرکیداي نشي پس لیکوچي: Br2o + 2e- 2Br - 1 Fe+2-2e- Fe+3 2 Br2o(aq) + 2Fe+2(aq) 2Br (aq) +2Fe+3 (aq) ۵: رقیق ناییتریک اسید داوسپنی سره تعامل کوی. a  : که دتیزاب مقدار په کافی اندازه زیات وی نوووایاست چی دلته NO NO2 Fe+2 اوکه Fe+3 جوړیدای شي . جواب:- a : درقیق نایتریک اسید اوداوسپنی دتعامل څخه NO اوFe+2 لاس ته راځی خوکه دتیزاب مقدار کافی زیات وی نوFe+2 نورهم اکسیدایز کیږی او Fe+3 جوړیږي.

4H+ +NO3+5 +3e- NO+2 3 1 Feo -3e- Fe+3 3 1 4H+ + NO3+5+ Feo NO(aq)+Fe+3+2H2O داکسیدیشن اوریډکشن الکترونیک تعریف (Ox-Red Electronic Definition) دپخوانی تعریف په اساس داکسیجن تعامل دنورووعناصروسره داکسیدیشن په نوم یادیږي. مګریوشمیرنورتعاملات مو هم ولیدل چی په هغوې کې اکسیجن مداخله نه کوي چی بیا هم دغه تعامل ته اکسیدیشن ویل کیږي. 2Mg + O2 2Mg++O- - Mg + Cl2 Mg++Cl2- - دپورتنیوتعاملاتو له مخي ویلاې شو چی اکسیدیشن دهغه ټولو تعاملاتوڅخه عبارت دي چې په هغه کې اکسیدیشن نمبرزیاتوالی مومي یا تغیرکوي دمثال په ډول : مګنیزیم اکساید داکسیدیشن تمبردصفرنه +۲ ته پورته کیږی یا زیاتوالی مومی پدی اساس داکسیدیشن نمبرزیاتوالی ته اکسیدیشن ویل کیږی. همدارنګه ځینی مثالونه واضح کوی چی اکسیجن داکسیدیشن نمبردصفرڅخه منفی دوو(-۲) ته کمه شوي او دکلورین اکسیدیشن نمبردصفرڅخه منفي یو(-۱) ته کم شوی نوپه دي اساس داکسیدیشن نمبرتنقیص ته ارجاع وایې. څرنګه چې په دی ډول تعاملاتوکې دالکترون راکړه ورکړه صورت نیسي نوویلای شوچي دالکترون ازادیدل داتوم یا داتومونودګروپ څخه داکسیدیشن په نوم یادیږی ، اودالکترون یو ځای کیدل دیو اتوم یا داتومونو دګروپ سره دریدکشن په نوم یادیږي. داکسیدیشن اوریډکشن اصطلاحاتو پرځای پروفیسورای سی فرانکلین(A , C Frankline) دالکترونیشن او ډی الکترونیشن (Electro nation and De Electro nation) اصطلاحات استعمال کړي. نوموړی اکسیدیشن ته ډي الکترنیشن اوریډکشن ته الکترونیشن اصطلاحات کارولي دي. مثال : سوډیم کلوراید دتجزیې څخه الکترولیزپه وسیله په انود (Anode) کی دکلورین ګازجوړیږي په حقیقت کی ازاد شوي الکترونونه په انود کې پاتي کیږي 2Nacl +2H2O HO- +H+ + Cl- + Na+ 2Cl- Cl2+2e- دغه تعاملاتو ته انودیک (Anodic Oxidetion) اکسیدیشن وایي. په محلولونو کې داکسیدیشن او ریدکشن تعاملات په الکترودونوکی هم صورت نیسي لکه لاندي مثالونوکې : 2Na±o Na+1 + 1e- Cl2±o 2Cl- + 2e- 2Na±o + Cl2 2NaCl همدارنګه یو مشابه الکتروني انتقال په هغه وخت کی چی اوسپنه په فلورین کی سوځي هم صورت نیسي. 2Fe – 3e- 2Fe+++ F + 6e- 3Fe2- 2Fe + 3F2 2Fe+2F3 مثال واضح کوی چې کله یوجسم الکترون ازادوی بل جسم باید موجود وی چی الکترون واخلي نو ځکه ریدوکس تعاملات ( Red – Oxe) هم زمان واقع کیږي د دی تعاملاتوپه منځ کې همیشه کیمیاوی توازن موجودوي.

اکسیدایزکوونکی اوارجاع کوونکی اجینټونه Oxidizing agent and Reducing agent دیواتوم مالیکول یا ایون کوم چی الکترون اخلی اکسیدایزینګ اجینټ په نوم یادیږی ، هغه جسم چی الکترون اخلی ارجاع کیږی په حقیقت کی اکسیدیشن دریډکشن معکوسه عملیه ده اوریډکشن داکسیدیشن معکوسه عملیه ده ددی مطلب دروښانه کولولپاره لاندی مثالونه مطالعه کوو. 2Fe + 3F2 2FeF3 Zn+CuSO4 ZnSO4+Cuo په پورته مثال کی زینک اکسیدایزشوی دی ځکه چی دوه الکترونونه یی دلاسه ورکړیدي اوپه ایون بدل شوی چی د اکسیدیشن درجه یی دصفرڅخه (+۲) ته پورته شوی. مس ارجاع شوی دی چی خپل دوه ورکړل شوی الکترونونه یی بیرته اخیستي چي داکسیدیشن درجه یی له (+۲) څخه صفر ته ښکته شوي ده. یعنی زینک ته ارجاع کوونکي اجینټ اومس ته اکسیدایزکوونکیي اجینټ ویل کیږي. (په کووالنټ رابطولرونکي مرکباتوکې ریډوکس تعاملات) Red-Oxe-Reaction in Covalant bond Compound ریډوکس تعاملات په کووالینټ مرکباتوکی په عمومی ډول ترایونیکی مرکباتو کی زیات لیدل کیږی چی په دی ډول تعاملاتوکی الکترون ورکول اواخیستل په واضح ډول نه ښکاره کیږی مګرداکسیدیشن نمبرتغیرات پکی لیدل کیږي. په یوکووالینټ رابطی لرونکی مرکب کی دیو لږالکترونیک عنصردپاره داکسیدیشن نمبرمثبت اوالکترونیک عنصردپاره داکسیدیشن نمبرمنفی عدد دی دمثال په ډول : داکسیجن اوهایدروجن په تعامل کې داوبود تشکیل په وخت کې چي اکسیجن یویوالکترون دهایدروجن څخه اخلی اومنفی خواته ځی اوهایدروجن چی خپل الکترونونه یي اکسیجن ته ورکړي مثبت خواته ځي. 2H2+O2 2H2O چی د هایدروجن اکسیدیشن نمبر(+۱) اوداکسیجن د(-۲) څخه عبارت دی. په پورته تعامل کی هایدروجن یواکسیدایزکوونکی عنصردی ځکه چی داکسیدیشن نمبریی دصفرڅخه (+۱) ته تغیرکوی اواکسیجن چی یو ارجاع کیدونکی عنصردی ځکه چی داکسیدیشن درجه یی دصفرڅخه (-۲) ته تغیرکوی. H2 – 2e- 2H+ O2+2e- 2[O]-2 ټول اکسیدیشن او ریډکشن تعاملات په لاندی ډولونوویشل شوی دي: ۱: داتومونواومالیکولونوترمنځ داکسیدیشن اوریډکشن تعاملونه: دبیلابیلومالیکولونواو بیلابیلواتومونواوبیلابیلوایونونوترمنځ دالکترونونوراکړه ورکړه د بیلابیلو اتومونو مالیکونویا ایونونوترمنځ تعامل دی چی ترسره کیږی، دمثال په ډول ترکیبی او تعویضی تعاملونه: 2Ca (s)+O2 (g) 2CaO (s) 2HI + Br2 2HBr + I2 2Al + 3CuSO4 Al2(SO4)3 +3Cu ۲: په خپل سرد اکسیدیشن اوریدکشن تعامل (Despro protionation) دا ډول تعاملونه دمرکبونواویا ساده موادوځانکړتیا ده چی په یومرکب کې دعین عنصر ځیني اتومونه اکسیدایزاوپه یو وخت کي دهمدې عنصریوشمیرنوراتومونه ارجاع کیږي دمثال په ډول : Cl2+2NaOH NaClO + NaCl + H2O ۳: دمالیکولونوپه داخل کی اکسیدیشن اوریډکشن تعاملونه :په دی تعاملاتو کی دمرکب دمالیکول یوه برخه اکسیدی کوونکی وظیفه اودهغه بله برخه دارجاع کوونکی وظیفه ترسره کوی ددی دول تعامل ساده بیلګه کیدای شي ترکیبي پروسه دپیچلي مادي ټوټه کیدل د مرکب په بیلابیلوبرخووړاندی شي دمثال په ډول: 2NO3-1 2NO2 + O2 2KClO3 2KCl + 3O2 2AgNO3 2Ag + 2NO2 + O2

خورا مهم اکسیدایزکوونکي اوارجاع کوونکي لکه چي د مخه وویل شول چی اکسیدایزکوونکي په خپل ترکیب کي داسي عنصرچي دخپل اکسیدیشن درجه ټیټوي او ارجاع کوونکي داسی عنصرلري چي دهغه اکسیدیشن نمبرلوړوي. فلزات په خپلو مرکباتو کی یواځینی (+) اکسیدیشن درجه لری چی دهغه سره مساوي ده یا په بل عبارت هغوي یوازي په ازادو حالاتو کي داکسیدیشن خورا ټیټه درجه اخلي. په حقیقت کي ټول ازاد فلزات البته په مختلفو اندازوسره ټول ارجاع کوونکي خواص دځانه ښئ المونیم ، مګنیزیم ، پوتاشیم ، جست ، او ځیني نورفلزات څخه د ارجاع کوونکي په توګه ګټه اخیستل کیږي ، که فلزات څوداکسیدیشن درجي ولري په هغه صورت کې هغه مرکب چي فلزپه هغه خوراټیټ داکسیدیشن نمبرلري هم ارجاع کوونکي خواص دځان څخه ښئ لکه اوسپنه او مس اونورهغه فلزي مرکبات چي په هغوی کې داکسیدیشن درجه لوړه ده اودهغه مربوطه ګروپ اویاهغه ته نژدي ګروپ سره مساوي له ځان څخه اکسیدایزکوونکي خواص راښئ. په عمل کې مګنیزیم کلوراید (MgCl2) سرپوډای اکساید (PbO2) پوتاشیم پرمنګنیت (KMnO4) اومنګان ډای اکساید (MnO2) څخه په کیمیاوی تعاملاتو کی داکسیدایزکوونکی په توګه کاراخلی ، هایدروجن ، کاربن ، سکاره یا کوکس په شکل اوکاربن مونواکساید (CO) دارجاع کوونکی له ډلی څخه دی چی په صنعت کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږي . غیرفلزات کولای شي چی منفی اومثبت داکسیدیشن درجی ولری اول اودویم ګروپ دپورتنئ برخي غیرفلزاتو عناصردقوي اکسیدایزکوونکی له ډلې څخه دی ددي موادوقوی اکسیدایزکوونکي دهغوی داتومونو دلوړالکترونیګاتیوتی خاصیت له مخې توضیح کیدای شي. فلورین ترټولوزیات اکسیدایزکوونکی خاصیت لري خو په کیمیاوی تعاملاتوکی اکثره داکسیجن ، کلورین اوبرومین څخه داکسیدایزکوونکي په حیث ګټه اخیستل کیږي. تیزابونه هم دهغه مرکباتو په ډله کی راځي چی داکسیدایز کوونکی په حیث استعمالیږي چی د مالګې تیزاب او ګوګړوتیزابو عملي اهمیت لرونکی دي.لکه په هایدروجن کلوراید کی هایدروجن عنصراوپه نایتریک اسید کی نایتروجن او په رقیق سلفوریک اسید کی هایدروجن اوپه غلیظ ګوګړوتیزابو کی هم هایدروجن دي. سلفر دعناصرو اکسیدایز کوونکی دی او له دی امله دمالګی رقیق تیزاب اوګوګړورقیق تیزاب دارجاع دپروسي کیمیاوي معادله په لاندې ډول ده 2H+ + 2e- H2 د ښورې تیزاب دخپل غلظت له مخې اوهمدارنګه دتودوخي د درجي اودهغه ارجاع کوونکي ماهیت له مخي کولای شونایتروجن ترمختلفودرجوپوري ارجاع کړوچی دهغه ارجاع کیدودمحصولاتو څخه یوهم نایتروجن مونواکساید دي. NO3 + 4H NO + 2H2O د نورو غیرفلزي مرکبونو څخه چي داکسیدایزکوونکي په توګه ورڅخه استفاده کیږي کولاشوچی دهایدروجن پراکساید څخه یادونه وکړو. (داکسیدیشن اوارجاع دوه ګونی خواص) لکه چي مخکي ذکرشول په مرکباتوکې هغه عنصرچه داکسيدیشن لوړه درجه لري داکسدیشن او ارجاعي تعاملاتوکي اکسدایز کوونکي په ډول عمل کوي او هغه مرکباتو کي چي په هغه کي يوعنصر د اکسیديشن ټيټه درجه و لري کولاي شي دارجاع کوونکي په توګه عمل وکړي. په هغه مرکباتو کي چي بين البيني اکسدیشن درجی لرونکي په توګه عمل وکړي په هغه مرکباتوکي ارجاع دوه ګوني خواص ښي. یعني هم اکسدایزکوونکي اوهم د ارجاع قابليت لري. دمثال په توګه : نایتروجن داسی مرکبات جوړوي چي په هغو کې د هغه اکسدیشن درجه (-۳) په امونیا کي او د هغه په مرکباتوکي (+۵) او د ښوري تیزاب او د هغه د مالګي پوري تغيرکوي په امونیاکي د اکسیدایز کوونکي په حيث تعامل کوي مګر په نایترس اسید کي او هغه مالګي چه په هغه کي نایتروجن (+۳) ولانس لرونکي دي کولاي شي چه هم د قوي اکسدایز کوونکي اوهم د قوي ارجاع کوونکي په توګه عمل وکړي. په عمومي صورت کي نایترس اسید (HNO2) ترنایتریک اسید (HNO3) پوري اکسدیشن کیږي او په دوهم صورت کي معمولاً امونيا (NH3) پوري ارجاع کيږي لاندي تعاملات دوه ګوني اکسدیشن اوارجاع تعملاتوڅخه نماینده ګي کوي. 5KNO2 + 2KMnO4 + 3H2SO4 5KNO3 + 2MnSO4 + K2SO4+3H2O 2HNO2 + H2S 2NO + S + 2H2O برسیره پرنایتریک اسید (HNO3) یوشمیرنورمواد لکه سلفر، ایودین ، هایدروجن او هایدروجن پراکساید ددوه ګوني ارجاعي خواصولرونکي وي. هغه مواد چي په هغو کی د منځني اکسیدیشن درجي لرونکي عناصرموجود وی نورخصوصیات هم لري دغه خصوصیات دنوموړو عناصرو پر ټاکلي شرایطوکي تعامل کوي چي دهغه په جریا ن کی دعنصریوه برخه اکسیدایزاودهغه بله برخه ارجاع کیږي. دغه پروسه داوتو اکسیدیشن اواوتو ریډکشن یا په خپل سراکسیدیشن اوریډکشن په نوم یادیږي. لکه Cl2 + H2O → HCl- + HClO+ Cl2 + 2H2O → 2HClO + 2H+ + 2e-(oxidation) Cl2 + 2e- → 2Cl -(Redaction) داپه خپل سراکسیدیشن دارجاعي تعامل ته ډسپروپورنیشن (Disport poor nation)تعامل هم وائي دحرارتي انفکاک تعاملات کولای شي داکسیدیشن ارجاعي اصل مالیکولي مثالونوپه توګه ومنل شي . لکه: H2 O → 2H 2 + O2 اکسیجن اکسیدایزشوی چی داکسیجن درجه منفي دوه(۲-) صفرته لوړه شوی اوهايدروجن ارجاع شوي دهغه داکسیدیشن درجه د(۱+)څخه صفرته ټیټه شوي . NH4NO2 → N2 + 2H2O

   په دي ځای کې امونیم ایون اکسیدایزاودنایتروجن ډای اکساید ایون تر ازاد ناتیروجن   پور ی ارجاع شوی دي .
     داکسیدیشن دارجاعي تعاملاتولیکلوکې باید لاندیټکی په نظر کی ونیول   شي .

1-دتعاملي شیما لیدل اوحاصل شوي موادوپه ښودلوسره ترتیب شي. ۲ -دعناصروداکسیدیشن درجه دتعامل ښي اوکیڼ خواوو کي وټاکل شي . ۳ -دارجاعي اواکسیدیشني درجی معادلات ترتیب اوهغه الکترونونه چي دارجاع په وخت کي جذب کیږي .او هغه الکترونو نه چي داکسید یشن په وخت کي دلاسه ورکول کیږي ترمنځ نسبت وټاکي . ۴ -وروسته تردی چی دارجاعي اواکسیدیشن پروسوکیمیاوي معادلي ولیکل شي اودراکړل شوو اورانیول شووالکترونونسبت بایدمعلوم شي دواړه معادلی طرف په طرف جمع کړي . پورتني هدایات په نظرکې ونیسي لاندې معادلی توزین اوبلانس کړئ. S + 4HNO3→ SO2 + 4NO2 + 2H2 O دسلفر داکسیدیشن نمبر دصفرڅخه (۴+)ته لوړشوی یعنی اکسیدیشن عملی صورت نیولی دی . پداسی حال کې چی په نایتریک اسیدو نایتروجن داکسیدیشن درجه (۵+)څخه تر (۴+)پوری کمه شوې یعنی ارجاع شوي. S0 → s+4 N+5 → N+4 S± - 4e-→ S+4--------1 N+5 + 1e- → N+4------11 ددي لپاره چی دلاسه ورکړل شوی اورانیول شووالکترونوشمیر مساوی شي دوهم نمبرمعادله په څلوروکی ضربوو. 4N+5 + 1e- → 4N+4 -------11۱ د اولي اودریمي معادلوڅخه لروچی په چپ خوا کي دوه هایدروجن لرونوله دی امله باید دوه مالیکوله اوبه ولروچی په همدی اساس معادله توازن کوو. S + 4HNO3 → SO2 + 4NO2 + 2H2O داکسیدیشن اوریډکشن دتعاملودبیلانس دترتیب میتود داکسیدیشن اوریډکشن دتعاملودبلانس اوترتیب لپاره لازمه ده داکیسدی کوونکواوارجاع کوونکوخواص چې دمرکبونو په جوړیدوپیل کوي،بایدپدي پوه شوچې اکیسدایزکوونکي اوارجاع کوونکي تل په مجموعي ډول دفعالوعناصرودمعلوموخواصوپربنسټ فعالیت کوي،لازمه ده چي په پام کې ونیول شي چې داکسیدیشن اوریډکشن په تعاملونوکې په ښکاره ډول یوازې دمعادلودمتوازن راکړه ورکړه داکسیدی کوونکواوارجاع کوونکوترمنځ ترسره کیږي؛یعنی په مجموع کې هغه الکترونونه چې ارجاع کوونکي په واسطه ورکړل شوي دي،دهغوالکترونونومجموعي سره مساوي دي کوم چې داکسیدي کوونکو په واسطه اخیستل شوي دي .په ټولوکیمیاوي تعاملونوکې دیوعنصراتومونومجموعي تعداد دمعادلې کیڼ خواته دهمدې عنصرداتومونومجموعي کمیت دتعامل دمعادلی ښي خواسره مساوي دي. که چیرې ریډوکس تعامل په محلولونوکې سرته ورسیږي،نودلته لازمه ده چې دمحیط اغیزه د O-2او H+ایونوټولیدنه په پام کې ونیول شي چې ازاد شوې ایونونه په تیزابي محیط کې د اوبو دلږوتفکیک شوومالیکولونو کې دجوړیدو لامل اوپه القلي یاخنثی محلولونوکې له منفي ایونونوسره داوبوتعامل دهاید رواکساید OH-))دتشکیل لامل ګرځي: HOH + O-2 → 2OH- ددریومیتودو پربنسټ کیداي شي دریډوکس تعاملونه ترتیب اوبیلانس شي . ۱ :-الکتروني بیلانس میتود ددي میتودپربنسټ کیدای شي مجموعي الکترونونه تعین کړلي شي کوم چې دارجاع کوونکوڅخه اکسیدي کوونکو ته ورکړل شوي دي،دارجاع کوونکودالکترونونومجموعی شمیردهغو الکترونونودمجموعي سره مساوي دي کوم چې اکسیدی کوونکي مادې سره یوځای شوي دي.


۲-دنیمګړوتعاملونومیتود(دایون الکتروني میتود)په دي میتودکې دمعادلی جلابرخې داکسیدیشن اوریډکشن پروسی لپاره دهغوي جمع کول،په مجموعي ډول په ایوني معادلوکې په پام کې نیول کیږي ،دا میتوددنیمه ایوني میتود په نوم هم یادیږي،په دي میتود کې رښتینی ایونونه چې په اوبلن محلول کې شتون لري،یاداشت کیږي چې دایونوشمیردیاداشت څخه وروسته دریډوکس له معادلی دواړه خواوسره مساوی کیږي. په دي میتودکې لازم دیچې نه یوازی داکسیدی کوونکي او ارجاع کوونکو ضریب پیداکوی بلکې دتعامل محیط داوبو،تیزابو،القلیودمالیکولونوضریب هم پیداکیږي، دالکترونونوارقام ځانګړتیاوته اړه لری کوم چې اکسیدی کوونکو پوسیله اخیستل شوي دي اویاداچې دارجاع کوونکوڅخه جلاشوي دي ددي امکان شته چې الکترونونه بدلون ومومي،پدی حالت کې محیط دکیمیاوی پروسو دبدلون لامل هم ګرځیدلی شي .په القلي محیط کې PH>7اوتیزابي محیط کې PH<7په خنثي محیط کې PH=7 که چیرې PH=1وي ،هایدروجن پراکساید دایودین پرعنصراغیزه اچوي هغه اکسیدی اوپه ترکیبې ایودین ئی بدلوي اوداکسیدی کوونکی په توګه ځان ښکاره کوي . 5H2O2 + I2 → 2HIO3 + 4H2O دتعامل محیط ممکن تعامل دي ته اړکړي چې یو لوری ته میلان ولري ،دابدلون هم دتعامل کوونکوموادوغلظت پوری تړلی ده. داکسیدیشن اوریډکشن دتعامل معادله په درې پرله پسی پړاونوکې دوام کوي: ۱- هغه پړاوچې ابتدائی محصولات ئی په لاس راځي . ۲- دابتدائی محصولاتوپړاو اودهغه تمرکز. ۳-نهايي محصولاتوپړاو. دتعامل ددویمې ظاهري مرحلې لپاره ، لازمه ده دمحصولاتو دټولیدوپه قاعده وپوهیږو: ۱-موندل شوي اتومونه دمثبت +4,+5,+6,+7اکسیدیشندرجې په لرلوچې داکسیدیشن اوریدکشن په تعاملونو کې تشکیل شوي وي ،داکسیجن له ایونونوسره تعامل کوي اورسوبونه د[RO4]-n[RO3]-mپه شکل جوړوي دبیلګې په ډول ClO4-1,CO3-2,SO3-2, MnO4-1,SO4-2اونور. ځینې وختونه Mn,S,C په حنثی محیط اوتیزابي محیط کې ډای اکسایدونه جوړوي چې دداسی عنصرونواکسیدیش نمبر+4وي اوهغه اکسایدونه عبارت دي له.SO2,MnO2,CO2امفوتیریک عنصرونه(Amphotric Elements)چې د+4,+3,+2 داکسیدیشن د درجولرونکی وی په القلي محیط کې دهایدرواکسایدونو کامپلکس مرکبونه په لاندې ډول تشکیلوي: [Me (OH) 4]-2, [Me (OH) 6]-3[Me (OH) 6]-2 عنصرونه دمثبت (+3,+2,+1)اکسیدیشن نمبر په لرلو سره په تیزابي محیط کې مالګی جوړوي . ۲- دزیاتی ایون شتون اودحدڅخه زیات اکسیجن(O-2)په تیزابي محیط کې دهایدروجن (H+)سره تعامل کوي ،دلږوتفکیک شوو اوبومالیکولونه جوړوي: O-2 + 2H+ → H2O ۳- له حدڅخه زیات داکسیجن دایون شتون په خنثی یاالقلي محیط کې داوبوله مالیکولونوسره تعامل کوي، د OH-ایون تشکیلوي: O-2 + H2O → 2OH- دهایدروجن (H+)زیاتي ایون په القلي محیط کې د(OH-)له ایون سره تعامل کوي اوداوبومالیکول په لاندي ډول جوړیږي. 2OH + 2H+ → 2H2O ۵-داکسیجن ایون (O-2)لږوالی په تیزابي یا حنثی محیط کې داوبوH2O له مالیکول څخه داکسیجن ایون جلاکیږي اوپه پایله کې دH+ ایون تشکیلوي . H2O → 2H+ + O-2 ۶-داکسیجن دایون نشتوالي په القلي محیط کې د(OH-)له ګروپونوڅخه داکسیجن ایون ایستل کیږي چې په پایله کې داوبومالیکول تولیدوي : 2OH- → H2O + O-2 ۷- دH+دایون دلږوالي اوکمښت په صورت کې په القلی محیط کې دریدوکس red oxتعاملونه داوبوله مالیکول څخه H+ایون جلاکیږي اود OH-ایون تشکیلوِی : H2o → OH- + H+



پایله څرګنده شوه چې د عناصروپه مالیکولونوکې د اتومونویا څواتومي ایونونو کي قیاسي چارج ته اکسیدیشن نمبرویل کیږي چي په مرکباتوکې دعناصرو یود بل سره د یوځای کیدو وړتیا ښئ.چی مونږ کولای شود بیلا بیلو ګروپونو د عناصرو اکسیدیشن نمبرې وټاکو انتقالي عناصرد متفاوتواکسيديشني حالتونودرلود ونکې دي،ددې عناصرو په اتومونو کی د ولانسي قشر د سويو د انرژي سطح سره يو بل ته نږدې اوپه ډيرو اتومونو کی د dسويه په الکترونو ډکه نده نو ځکه زياتره ددې عناصرو په مرکباتو کی د مختلفو اکسيديشني حالتونو لرونکي دي د اکسیدیشن نمرې ټاکنې لپاره د ټولود مخه د عناصرو د الکترونو اخیستلوالکترونیګاتیوتی دسلسلی میلان ښایي چي وپیژنوچی په لاندی ډول یوشمیر عناصرو دالکترون اخیستلو میلان ښودل کیږی. Sc, K, S , L, Br, Cl ,N , O , F الکترون اخیستلو میلان د فلورین په طرف زیاتیږي د ټولوعناصروداکسیدیشن نمرې په عادي حالت کي صفرقبولې شویدي. دفلورین عنصر نسبت نوروعناصروته الکترونیګاتیف دی .اکسیجن اکسیدیشن نمبر -۲ده خو په پر اکسایدونو کې -۱ ده لکه په هایدوجن پراکساید(H2O2) مرکب کې. دهایدروجن اتوم داکسیدیشن نمبرپیژندل اهمیت لري ځکه چي هایدروجن دالقلي مرکبونواوتیزابي مرکباتود ترکیب مهم جزدی چی په زیاترو مرکباتو کې +۱ اوپه هایدرایونو کې -۱ اکسیدیشن نمره لري.د اکسیدیشن د درجې د تغیر له مخې تعاملات په اکسیدیشني ارجاعي او غیر اکسیدیشني او ارجاعي تعاملاتو ویشل کیږي. په دي ډول تعاملونوکې دمرکب دمالیکول یوه برخه اکسیدې کوونکې دنده اودهغه بله برخه دارجاع کوونکي دنده ترسره کوي.ددوومیتودوپربنسټ کیدای شی ریدوکس تعاملونه ترتیب اوبیلانس کړو: الکتروني بیلانس میتود او دنیمګړوتعاملونومیتودچې په دې میتود کې دمعادلې جلابرخې (د ایوني تعامل نیمه معادله) د اکسیدیشن اوریدکشن بهیر لپاره دهغه وروستنې جمع کول په مجموعي ډول په ایوني معادلې په پام کې نیول کیږي،دامیتوددنیمه ایوني تعاملونودمیتود په نوم هم یادوي،په دی میتود کې لازم دې چې نه یوازې داکسیدی کوونکواویاارجاع کوونکوضریب پیداشي؛ بلکې دتعامل دمحیط داوبو،تیزابو،القلیودمالیکولونوضریب هم پیداکيږي .

مأخذونه

۱- اڅکزی، درویزه،(۱۳۸۷ل)، عمومي کیمیا اوغیرعضوي کیمیاهجری شمسی نارنج خپرندویه ټولنه. مخونه ۲۳۰-۲۳۵

۲-حکیمي.محمد،(۱۳۸۸)،شیمي معدني ۱، انتشارات دانشګاه پیام نور، تهران ۳-ماموند،خیرمحمد ،(۱۳۸۱ل)، عمومي کیمیا.دافغانستان کلتوري ټولنه. مخونه ۶۰-۷۲ او۸۰-۸۵ ۴- مندوزی،عارف الله،(۱۳۷۹ل)،عمومي کیمیامومند کتاب پلورنځی. مخونه ۱۱۵-۱۲۰ او۱۴۵-۱۴۸ ۵- نهالګر، شیرمحمد، (۲۰۰۶ع)،د کیمیادعلم بنسټونه میهن کتاب پلورنځی. مخونه ۳۰-۳۳ او۴۰-۴۵ ۶- Laurel Dingrando, kathleev. Grengg. Glencoe chemistry M C-5GRAW Hill Companies(2002) pages(635-640). ۷- Dr.R.S.Arora.M.SC.Entrance Examinat ion chemistry X -۶university Delhi (2002) pages (64-68) ۸- Http//:wikipedia.com/redox reactions