منځپانگې ته ورتلل

د اټومي بټۍ هسته

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اټومي بټۍ هسته

د اټومي بټۍ هسته د اټومي بټۍ مرکزي برخه ده، چیرې چې ټول اټومي کړني ترسره کېږي او په پایله کې تودوخه تولیدېږي. دا تودوخه وروسته د برېښنا د تولید یا نورو انرژۍ اړوند اړتیاوو لپاره کارول کېږي. ددې سربېره د اټومې بټۍ هسته اټومي تېل هم ذخیره کوي، چې په عمومي توګه دا تېل د لږ غني شوي یورانیم څخه جوړ شوي دي. دا تېل په زرګونو کوچنیو د تېلو راډونو یا پېنونو (fuel pins) کې ویشل شوي، چې په ځانګړي ترتیب سره ځای پر ځای کېږي، ترڅو اټومي کړني په خوندي او اغېزمن ډول ترسره شي.

د تېلو زخېره کولو ترڅنګ، د اټومي بټۍ هسته نورې مهمې برخې هم لري. تر ټولو مهمه برخه ې هغه ده چې د نیوټرونونو د اعتدال لپاره استعمالیږي. دا په دې معنا چې دا برخه تل نیوټرونونه ورو کوي، ترڅو اټومي تعاملات په کنټرول شوې کچه دوام وکړي.