ايراني هڅوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د ايران کلتور/فرهڼ نه مخ گرځېدلی)

د ايران کلتور (فارسي: فرهنگ ايران) یا د پارس کلتور په نړۍ کې يو له اغېزناکو کلتورنو څخه دی. ايران چې د پارس په نوم هم پېژندل کېږي، په پراخه کچه د مدنيت د يوې زانګو په توګه بلل کېږي. په نړۍ کې د دې هېواد د پياوړي جغرافيايي موقعیت له امله، دې هېواد په لوېديځ کې د سويلي اروپا او ختيځې اروپا، په شمال کې تر مرکزي اسیا، سويل کې عربي ټاپووزمې او په ختيځ کې سويلي اسيا، ختيځه اسیا او سويل ختيځې اسيا په خلکو او کلتورونو ژور اغېز درلودلی. د ايران تاريخ د هنر، معمارۍ، شاعرۍ، ساينس او ټيکنالوژۍ، طب، فلسفې او انجينيرۍ له لارې په نړۍ د پام وړ اغېز درلود.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ايران انتخابي کلتوري نرمښت د ايران د اصلي پېژندګلو يو مهم تعريفونکی خصوصيت او د دې کلتور د اوږد تاریخي عمر يوه نښه بلل کېږي. يو پیاوړی ايرانپوه «ريچارډ اين. فرای» د « Greater Iran: A 20th-century Odyssey» په نوم د ۲۰۰۵ز کال په خپل کتاب کې د ايراني کلتور د لوړې کچې په تاريخي اغېز ټينګار کړی، چې وايي: [۹]

«د ايران برم د تل لپاره د دې هېواد کلتور و».[۱۰]

سربېره پر دې، د ايران کلتور د ايران د لوړې کچې تر څنګ د قفقاز، منځنۍ اسيا، اناتوليه، او بين النهرين په تاريخ کې د څو اړخونو له لارې خپل ځان څرګند کړی.

هنر

ايران د نړۍ تر ټولو لرغونی، تر ټولو شتمن او تر ټولو اغېزناک هنري ميراث لري، کوم چې په ځان کې د ادب، موسيقۍ، نڅا، معمارۍ، انځورګرۍ، اوبدنې، کولالۍ، خطاطۍ، فلزکارۍ او ډبرتوږنې په ګډون ګڼې څانګې رانغاړي.

ايرانی هنر د ګڼو پړاونو څخه تېر شوی، کوم چې د ايران د بې ساري ښکلا پېژندنې څخه څرګندېږي. له ايلامي چغازنبيلي څخه نيولې بيا  د ماد تر پياوړو نقوشو او د هخامنشي جمشيد  پلاز او بالاخره د بيشاپور تر موزايکو پورې رسېږي.

اسلامي زرين پړاو د هنرونو په اسلوب او عمل کې د پام وړ بدلونونه راوستل. په هر حال، هرې ايراني واکمنۍ کورنۍ د ليوالتيا خپل ځانګړی تمرکز درلود، کوم چې د پخوانيو واکمنو کورنيو پر بنسټونو جوړ شوی و، دا ټول په خپل وخت کې د هغه وخت او اوسنۍ نړۍ د کلتورنو په جوړولو کې ډېر زيات اغېز لري.

ژبه

په ټول ايران کې په ګڼو ژبې خبرې کېږي. له ايراني، ترکي او سامي ژبو له کورنيو څخه ځينې ژبې په ايران کې ویونکي لري. د CIA د حقايقو کتاب پر بنسټ، ۷۸٪ ايرانيان په يوه ايراني ژبه د دوی د مورنۍ ژبې په توګه غږېږي، ۱۸٪ په ېوې ترکي ژبه د خپلې مورنۍ ژبې په توګه خبرې کوي او ۲٪ په يوه سامي ژبه د دوی د مورنۍ ژبې په ډول خبرې کوي، په داسې حال کې چې پاتې ۲٪ خلک يې د نورو ژبو له ډلو څخه په ځينو ژبو غږېږي. سره له دې چې اذربايجانيان د دوی د کلتور، تاريخ او جنتيک له امله په ترکي ژبه خبرې کوي، دوی عمموماً له ايرانيانو سره اړوند بلل شوي دي.[۱۱]

په ايران کې مسلطه او ملي ژبه ايراني فارسي ده، په کومه ژبه چې په ټول هېواد کې روانې خبرې کېږي. اذربايجاني په شمال لوېديځ کې لومړۍ او پراخه ژبه ده، په کردي او لوري عموماً په لوېديځ کې خبرې کېږي، مازندراني او ګيلاکي د کسپين بحېرې په شاو خوا کې ويل کېدونکې ژبه ده، عربي ژبه د پارسي خليج په ساحلي سيمو کې ويل کېدونکې ژبه ده، بلوچي د سويل ختيځ او ترکمني د شمالي پولو د سيمو لومړۍ ژبه ده. په ورته توګه، هغه ژبې چې په نورو سيمو کې خپرې دي، په هغوی کې تاليش، جورجيايي، ارمينيايي، اشوري او سرکاسي شاملې دي.

د ايتنولوګ (هغه خپرونه چې په کلني ډول د نړۍ د ژونديو ژبو شمېرې وړاندې کوي) د اټکل تر مخې شپږ اتيا ايراني ژبې شته، تر ټولو سترې يې پارسي، پښتو او کردي لهجو تسلسل دی، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې ۱۵۰-۲۰۰ ميليونه کسان په ايراني ژبو د مورنۍ ژبې په توګه غږېږي. د فارسي ژبې لهجې له چين څخه نيولې تر سوريې او روسيې پورې په ټوله سيمه کې ويل کېږي، خو په بنسټيز ډول په ايراني لوړو سيمو کې ويل کېږي.[۱۲][۱۳][۱۴]

ادب

د ايران ادب د نړۍ له لرغونو او زياتو لمانځل شويو ادبياتو څخه يو دی چې په ۲۵۰۰ کلونو خپور دی، له زیاتو هخامنشي ډبرليکونو نيولې، لکه د بهستون کتيبه، د نوي ايران د اسلامي زرين تاريخ د پړاو تر مشهورو ايراني شاعرانو پورې رسېږي. د ايران ادب د بشريت يو له سترو ادبياتو په توګه تعريف شوی دی او د نړۍ د ادبياتو يو له څلورو هستو څخه مرکزي هسته ده. نوميالی پروفيسر «ايل.پي. ايلويل سټون» د فارسي ژبې ادبيات «د نړۍ يو د شتمنو شاعرانه ادبياتو» په توګه تعريف کړي دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

له اسلام مخکې ډېر کم ايراني ادبي اثار خوندي پاتې شوي، تر يو بريده يې لامل د هامنشي پړاو پر مهال د مقدونيې د سکندر له خوا د جمشيد د پلاز د کتابتونونو ويجاړېدل او له دې وروسته په ۶۴۱ز کال کې د عربانو له خوا پر ايران بريد دی، چا چې د ټولو غېر قرأني متونونو د منځه وړلو هڅه کوله. د دې په پايله کې ټول ايراني کتابتونونه ويجاړ شول، کتابونه يا وسوځول شول او يا سمندرونو ته وغورځول شول. د ايرانيانو لپاره د دې کتابونو د خوندي کولو يواځينۍ لاره دا وه چې دا کتابونه په پيسو وپيري، خو د وخت په تېرېدو سره ډېرې لیکنې هېرې شوې. څنګه چې شرايطو اجازه ورکړه، ايرانيانو بیا کتابونه وليکل او کتابتونونه يې راټول کړل.[۲۱]

ايراني ادب په خپل ځان کې د هغو بېلا بېلو ژبو ادبیات رانغاړي چې په ايران کې استعماليږي. په اوسني ايراني ادب کې فارسي ادب، اذربايجاني ادب، کردي ادب او د پاتې لږکيو د ژبو ادبيات شامل دي. فارسي د ايران مسلطه او رسمي ژبه ده او د ايران د تاريخ په اوږدو کې، فارسي د ايران تر ټولو زیاته اغېزناکه ادبي ژبه ده. فارسي ژبه ډېر ځله د نړۍ تر ټولو زياته وړ ژبه بلل کېږي چې د شاعرۍ لپاره د يوې ويالې په توګه کار کوي. اذربايجاني ادب د ايران پر ادب هم ژور اغېز پرېښی او د صفوي سترواکۍ پر مهال ۸۰۰ کلونو کې په ايران کې په لومړي ځل له اتحاد وروسته د هغې وده ډېره زياته شوه، د کومې سترواکۍ واکمنو چې خپله هم شاعري کوله. د پخوانۍ اذري ورکې شوې ايراني ژبې ځينې ادبي اثار پاتې دي، کومه چې د ژبې له اړخه د سيمې د خلکو له ترکي کېدو مخکې په اذربايجان کې کارېده. کردي ادب هم پر ايراني ادب ژور اغېز غورځولی، په کوم کې چې په منځني ختيځ کې ويل کېدونکو بېلا بېلو کردي لهجې شاملې شوي دي. د کردي ادب لومړنۍ پنځونې د شپاړسمې پېړۍ د شاعر ملايي جزيري دي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ځينو د پام وړ ايراني شاعرانو کې چې په نړيواله کچه له ستر اغېز څخه برخمن دي، فردوسي، سعدي، حافظ، عطار، نظامي، رومي او عمر خيام شامل دي. دې شاعرانو د ګويته، رالف والډو ايمرسن او دوی ته ورته ډېرو نورو په څېر مينه والو اغېز کړی.[۲۶][۲۷]

کلاسيکي فارسي شاعرۍ په اوسني ايراني ادب اغېز کړی دی، خو تر څنګ يې د تر ټولو زيات اوسني ژباړل شوي ايراني ليکوال هوشنګ مرادي کرماني او شاعر احمد شاملو په څېر ليکوالانو له لارې د نن ورځې د ايران ځانګړتياوو ته هم انعکاس ورکوي.[۲۸]

موسيقي (ساز سرود)

د ايران موسيقۍ نېغ په نېغه د لويديځې اسيا، مرکزي اسيا، اروپا او سويلي اسيا په کلتورونو اغېز غورځولی. د ايران موسيقۍ د ګاونډيو ترکي او عربي کلتونو ډېره برخه موسيقي مصطلحات جوړ کړي او تر اغېز لاندې راوستي دي، همدا راز د شپاړسمې پېړۍ د فارسي شوې مغول سترواکۍ له لارې هندوستان ته رسېدلې ده، د چا دربار چې د ايراني سندربولو په راوړلو سره د نوي موسيقې بڼو ته وده ورکړه.[۲۹]

سرچينې

  1. "Tehrān". Encyclopædia Britannica. “Persian cuisine is characterized by the use of lime and saffron, the blend of meats with fruits and nuts, a unique way of cooking rice, and Iranian hospitality. Food is subtly hot, spicy, and is delicate in flavour and appearance, and not typically hot or spicy. Many recipes date back to ancient times; Iran’s historical contacts have assisted in the exchange of ingredients, flavours, textures, and styles with various cultures ranging from the Mediterranean Sea region to China, some of whom retain these influences today.” 
  2. (په 19 April 2016 باندې). Persian Cuisine, Fragrant and Rich With Symbolism. The New York Times.
  3. Yarshater, Ehsan Persia or Iran, Persian or Farsi Archived 2010-10-24 at the Wayback Machine., Iranian Studies, vol. XXII no. 1 (1989)
  4. Oelze, Sabine (13 April 2017). "How Iran became a cradle of civilization". DW. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bakhtiyar, Afshin (2014). Iran the Cradle of Civilization. Gooya House of Cultural Art. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9647610032. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Iran – Cradle of Civilisation". Drents Museum. 12 April 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kermanshah, A Cradle of Civilization, 28 September 2007. Retrieved 4 July 2019
  8. "Persian Influence on Greek Culture". Livius.org. 7 November 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Milani, A. Lost Wisdom. 2004.کينډۍ:ISBN p.15
  10. Greater Iran, Mazda Publishers, 2005. کينډۍ:ISBN xi
  11. "The World Factbook – Central Intelligence Agency". Cia.gov. Archived from the original on 2012-02-03. Retrieved 2019-07-01
  12. Windfuhr, Gernot. The Iranian Languages. Routledge, Taylor and Francis Group. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ethnologue report for Iranian". Ethnologue.com.
  14. Eberhard, David M., Gary F. Simons, and Charles D. Fennig (eds.). 2019. Ethnologue: Languages of the World. Twenty-second edition. Dallas, Texas: SIL International. Online version: http://www.ethnologue.com.
  15. Spooner, Brian (1994). "Dari, Farsi, and Tojiki". In Marashi, Mehdi (ed.). Persian Studies in North America: Studies in Honor of Mohammad Ali Jazayery. Leiden: Brill. pp. 177–178.
  16. Spooner, Brian (2012). "Dari, Farsi, and Tojiki". In Schiffman, Harold (ed.). Language policy and language conflict in Afghanistan and its neighbors: the changing politics of language choice. Leiden: Brill. p. 94.
  17. Campbell, George L.; King, Gareth, eds. (2013). "Persian". Compendium of the World's Languages (3rd ed.). Routledge. p. 1339.
  18. Arberry, Arthur John (1953). The Legacy of Persia. Oxford: Clarendon Press. د کتاب پاڼي 200. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-821905-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Von David Levinson; Karen Christensen, Encyclopedia of Modern Asia, Charles Scribner's Sons. 2002, vol. 4, p. 480
  20. Elwell-Sutton, L.P. (trans.), In search of Omar Khayam by Ali Dashti, Columbia University Press, 1971, کينډۍ:ISBN
  21. Kent, Allen; Lancour, Harold; Daily, Jay E. (1975). Encyclopedia of Library and Information Science: Volume 13. د کتاب پاڼي 23, 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780824720131. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Emmerick, Ronald Eric (23 February 2016). "Iranian languages". Encyclopædia Britannica. Retrieved 1 July 2019.
  23. Doerfer, Gerhard (15 December 1991). "CHAGHATAY LANGUAGE AND LITERATURE". Encyclopædia Iranica. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Yarshater, E. (15 December 1988). "AZERBAIJAN vii. The Iranian Language of Azerbaijan". Encyclopædia Iranica. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kreyenbroek, Philip G. (20 July 2005). "KURDISH WRITTEN LITERATURE". Encyclopædia Iranica. Retrieved 1 July 2019
  26. C. A. (Charles Ambrose) Storey and Franço de Blois (2004), "Persian Literature – A Biobibliographical Survey: Volume V Poetry of the Pre-Mongol Period", RoutledgeCurzon; 2nd revised edition (21 June 2004). p. 363: "Nizami Ganja'i, whose personal name was Ilyas, is the most celebrated native poet of the Persians after Firdausi. His nisbah designates him as a native of Ganja (Elizavetpol, Kirovabad) in Azerbaijan, then still a country with an Iranian population, and he spent the whole of his life in Transcaucasia; the verse in some of his poetic works which makes him a native of the hinterland of Qom is a spurious interpolation."
  27. Franklin Lewis, Rumi Past and Present, East and West, Oneworld Publications, 2000. How is it that a Persian boy born almost eight hundred years ago in Khorasan, the northeastern province of greater Iran, in a region that we identify today as Central Asia, but was considered in those days as part of the Greater Persian cultural sphere, wound up in Central Anatolia on the receding edge of the Byzantine cultural sphere, in which is now Turkey, some 1500 miles to the west? (p. 9)
  28. HOUSHMAND, Zara, "Iran", in Literature from the "Axis of Evil" (a Words Without Borders anthology), کينډۍ:ISBN, 2006, pp.1-3
  29. "IRAN xi. MUSIC". Encyclopædia Iranica. 30 March 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)