د اوبو او انرژۍ وزارت
ونگبڼه
د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان د حکومت یو وزارت دی. د امریکا له خوا پر افغانستان تر برید وروسته یاد وزارت ته دنده وسپارل سوه ترڅو د افغانستان هغو سیمو ته چي له انرژۍ بې برخي سوي وي، د بریښنا د بیا رسولو لپاره خپلي هڅي پیل او همږغي کړي. په یادو سیمو کي تر ټولو اغیزمنو ساحو په جنوبي ولایتونو پوري اړه درلوده. د ۲۰۰۳ کال د جون په ۱۷مه د اسیا پراختیایي بانک موافقه وکړه چي د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت ته ۵۰ ملیونه امریکایي ډالره پور ورکړي. دا پور په راتلونکو دریو کلونو کي په افغانستان کي د برېښنا د تولید، وېش او لیږد په پروژو ولګول سو.
