د اوازي د خپرولو ضرورت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هسي وايي چي سقراط ته يو سوك راغلل او ورته ويي ويل: ستا د ملگري په باره كي مي يوه اوازه اوريدلي ده. سقراط ورته وويل : مخكي تر دي چي له اوازي مي خبر كي ددي خبري د حقيقت ، دخير او دفايدي په باره كي به ٣ پوشتنو ته جواب راكي راغلي كس ورته وويل سمه ده . سقراط پوشتنه وكره : أيا باوري يي چي دغه اوازه حقيقت لري ؟ هغه جواب وركي باوري نه يم. سقراط بله پوشتنه وكرله: أيا دغه اوازه دخير خبره ده كه دشر ده؟ هغه جواب وركي د خير خبره خو نه ده. سقراط دريمه پوشتنه وكرله: ايا په اوريدلو كي يي كومه گته سته؟ هغه جواب وركي گته خو پكي نشته. سقراط ورته وويل نو يوه چي يي په حقيقت باوري يي ،نه پكي خير ويني او نه كومه گته سته ،ولي يي كوي ؟ د كولو ضرورت يي نشته.