د انځوریزې خبريالي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انځوریز ژورنالیزم اخلاقي اصول


په مسلکي لحاظ د فوټوژورنالیزم نړۍ ته داخیلیدل د د مسؤلیتونو د یوه مسلک قبلول دي. په دې برخه کې ځینې یې عادي او ورځني کارونه بلل کیږي د بیلګې په توګه صحنې ته تګ، د کمرې او کادر بندۍ ترتیب، د شرحې اړوند د اطلاعاتو تر لاسه کول او داسې نور.. ولې ددې کارونو تر څنګ داسې کارونه هم شته چې د پراخ اخلاقي ملاحظاتو درلودونکي دي. له عکاسۍ وړاندې له دې ټکو سره مخامخ کیدل مشکل خلق کوونکي دي. کله کله دا اخلاقي مسایل د عکاس مسلکي دندې د نوموړي د وجدان خلاف ځای پیدا کوي. انځور اخیستونکي ښایي د عکاسۍ پر مهال د انتخاب په دوه لارو کې قرار ولري، او هغه دا چې خپلو شخصي غوښتنو ته پام وکړي او که خپله مسلکي دنده تر سره کړي. په امریکا کې د نړیوال تجارت پر مرکز د برید پر مهال د برجونو د راغوځیدو پر وخت کله چې خلک د تیښتې د لارې له موندلو نا امیده شول ځانونه یي لاندې راوغورځول. ډیرو خپرونو ددې ډول انځورونو له خپرولو ډډه وکړه. آیا دوی سمه کړنه تر سره کړه؟ ریچاردر درو، آسوشیټډپرس دا دوه لارۍ او زړه نا زړه توب ـ د مسلکي مسؤلیت په وړاندې شخصي غوښتنې ـ قطعأ یواځې د فوټو ژورنالیزم پورې ځانګړې نه دي. د بیلګې په توګه د هغه وکیل حالت په نظر کې ونیسۍ چې ښه پوهیږي چې مؤکل یي مجرم دی خو بیا هم دفاع ترې کوي. یا هغه ډاکتر یو لا علاجه مریض یي له درده چیغي وهي او دی یي د درده د ژغورلو لپاره مرګ غوره وبولي. ذکر شوي موارد څرګند قوانین او ښکاره الزامي چارچوکاټ لري ولې د وکیل فردي حقوق او د ډاکتر وجدان په دې مسایلو کې څه ځای لري؟ اوس د هغه چا موقیعت په نظر کې ونیسۍ چې له یوه ښوونځي انځورونه اخلي. هغه په داسې حال کې چې د ښوونځي د غرمې خواړه په نظر کې لري متوجې کیږي چې درې زده کوونکي ۲۰ ډالره د هیرویینو د پوڼیو لپاره تبادله کوي. ایا انځور اخیستونکی د یوه ولسي وګړي په توګه باید دا موضوع له مدیر سره شریکه کړي او یاد زده کوونکي وروپیژني تر څو ددې معاملې مخه ونیول شي؟ او که باید له دې پیښې انځورونه واخلي او خپاره یي کړي؟ انځور اخیستونکی هره ورځ د دې ډول اخلاقي مسایلو سره سر او کار لري. د لږ وخت درلودلو له امله کله کله د تصمیم په نیولو کې پاتې راځي خو که له وړاندې دا ډول اخلاقي اوصول مطالعه کړي او په اړه یي ډیر معلومات ولري له یو شمیر تیروتنو به یي مخه نیولي وي. په دې صورت کې به انځور اخیستونکي دا سې انځورونه نه وي اخیستي چې له خپریدو وروسته پرې پښیماني څرګنده کړي. یو شمیر انځور اخیستونکي د ځینو بحث پاروونکو انځورونو د اخیستلو پر مهال استدلال کوي، که څه هم دا ستدلال منطیقي هم نه دی. دوی وایي ((دا کار مې ځکه وکړ چې نو انځو راخیستونکي یي کوي.)) دا ډول انځور اخیستونکي خپل کارونه د هغو معیارونو په تله سنجوي چې نورو قبول کړي دي. دا چې دا کار غلط دی او که سم ددې استدلال سره اړیکه نه لري.دا استدلال که څه هم ډیر مروج دی ولې نه شي کولای د یوه شخص کار توجیه کړي.

د تصمیم نیونې اخلاقي بنسټونه یو ډیر شمیر انځور اخیستونکي په تصمیم نیونه کې په اګاهانه او یا نااګاهانه ډول د رسمي اخلاقي چارچوب سره متوسل کیږي. ګټه ګټه یعني د هغو اصولو په پام کې نیول چې د اخلاقو د برخې پوهانو دا ډول تعریف کړي دي((ډیر خیر د ډیرو خلکو لپاره)) انځور اخیسونکی باید دا اصل په پام کې ونیسي او ټولنې خیر او ګټې ته پاملرنه وکړي. انځور اخیستونکی کولای شي د جګړې ناوړه عواقب، فقر، او نورې ستونزې د انځور په مټ وړاندې کړي. د همدې کورني په اړه چې ماشوم یي له لاسه ورکړی( انځور) کولای شي د دا ډول پیښو په کمولو کې مرسته وکړي . اما داسې هم کیږي چې په ورځپاڼه کې ددې انځور خپریدل دا کورنۍ دا غداره کړي ولې کیدلای شي د سلګونه ماشومانو د نجات سبب شي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې د خپلو ماشومانو سمه ساتنه وکړي. فوټو د لس آنجلس انځور اخیستونکي مایک میدوز د کالیفرنیا په جنوب کې د اورلګیدنې له پیښې انځورونه اخیستل. دده هغه انځور چې د اوروژنې دعملې یوه کارکوونکي په حوض کې ځان یخاوه د ټایم تر څنګ په نورو نشریو کې هم چاپ شو. کله چې د نشریي مدیر دا انځور په یوې سیالۍ کې د شریکولو لپاره لیږه د همدې کارکوونکي سره یي اړیکه ونیوله، د کارکوونکي لخوا ورته وویل شول چې انځور اخیستونکي ترې غوښتي وو چې اوبو ته ښکته شي او په سر او مخ اوبه تیرې کړي. د انځور اخیستونکي له لورې همدا پشنهاد ددې لامل شو چې د عکاس دا کار دخالت وشمیرل شي او انځور یي په سیالۍ کې له شریکولو پاتې شو.

مطلق ګرایي ددې ټولو سره (( ډیر خیر)) د یو بل اخلاقي اصل (( شخص هم حقوق لري)) سره لکه د خصوصي حریم درلودلو سره تعارض لري. دې اصل ته د ډیر خیر په نظر کې نیولو سره نه پام ښایي یوه ستره او نه جبرانیدونکي غلطي وي. د هغې کورنۍ انځورونو چې ماشوم یي غرق شوی وي خپرول که څه هم نورې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ساتنې په برخه کې هوښیاروي ولې ددوی خصوصي حریم ته داخلیدل په هیڅ صورت توجیه نه لري. د ورځپاڼو او خبري رسنيو عكاسان د يوچا دشخصي ژوندانه د انځورخپراوي حق نه لري. داسې انځورونه هم بايد خپاره نشي،چې د انسان پر طبع بدلگيږي. د ساري په ډول،د سويو كسانو، سختو ټپيانو او مړو انځور خپراوى په ټولنه كې ويره، ډار او انديښنې خپروي. د برېټانيې د شهزادگۍ ډيانا د شخصي ژوند د انځورخپراوي پر سر د عكاسانو او خبريالانو ترمنځ سيالي وه، آن تردې، چې مرگ هم د انځور اخستنې پرمهال پرې ورپېښ شو. تر دې پېښې وروسته د برېټانيې عكاسان ترسختو نيوكو لاندې راغلل او خلكو غوښتنه وكړه ،چې عكاسان دې په يوه قانوني اډانه كې خپلې چارې پرمخ بيايي او د خلكو د ځاني ژوندانه له چيړلو دې لاس واخلي.