د انسان مغز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسان مغز د عصبي سیسټم مرکزي برخه ده چې له شوکي نخاع (حرام مغز) سره په ګډه د اعصابو مرکزي سیسټم جوړوي. مغز له دماغ اکبر (cerebrum)، د مغزو له ساقې (brainstem)  او دماغ اصغر (cerebellum) څخه جوړ شوی. مغز د انسان د وجود فعالیتونه کنټرول کوي، په جریان یې راولي، هغوی سره همغږي کوي، هغه اطلاعات چې له حسي غړو ترلاسه کوي تحلیل کوي او د بدن ټولو برخو ته د هغو اړوند د عمل کولو پرېکړې لېږي. مغز د جمجمې د هډوکو دننه موقعیت لري او د همدغو هډوکو له خوا خوندي ساتل کېږي.

دماغ اکبر چې د مغزو تر ټولو لویه برخه جوړوي له دوه مغزي نیم کرو څخه جوړ دی چې هره یوه یې له یوې سپنې مادې څخه جوړه داخلي هسته او همدانګه بیرونۍ سطح – د مغزو قشر – لري چې له یوې خړې مادې څخه جوړ شوی. قشر یې د نیوکورتکس په نامه بیرونۍ او د الوکورټکس په نامه داخلي طبقې لري چې نئوکورتکس شپږ عصبي پردې او الوکورټکس درې یا څلور عصبي پردې لري. هره نیم کره په معمول ډول په څلورو لوبونو ویشل شوې -  مخکینی لوب، د شقیقې لوب، جداري لوب او شاتنی لوب. مخکنی لوب کنټرول کېدونو چارو لکه پلان جوړونې، استدلال ویلو او فکر کولو ته اړوند دی، په داسې حال کې چې شاتنی لوب د باصرې حس څخه د ترلاسه کېدونومعلوماتو د تنظیم وظیفه پر غاړه لري. په هر لوب کې د مغزو د قشر برخې د ځانګړو دندو په موخه له حسي، حرکتي او ارتباطي برخو سره په اړیکه کې دي. په داسې حال کې چې ښۍ او چپه نیم کره په کلي ډول د شکل او کړنو له مخې یو بل ته ورته دي، خو یو شمېر کړنې بیا د دوی ترمنځ ویشل شوې، لکه ژبه چپ اړخ او او بصري وړتیا ښي اړخ ته اړونده ده. دواړې نیم کرې د اړیکو نښلونکو ریښو په مرسته له یوبل سره وصل دي چې تر ټولو لویه یې کورپس کالوسوم (corpus callosum) ده.

دماغ اکبر د مغزو د ساقې په واسطه له شوکي نخاع سره وصلېږي. د مغزو ساقه له منځني مغز، پونز او د مغزو له پیا، یا مډولا څخه جوړه شوې. دماغ اصغر بیا د درې جوړو عصبي ریښو په واسطه چې cerebellar peduncles ورته ویل کېږي د مغزو له ساقي سره وصلېږي. په دماغ اکبر کې دننه بطني سیسټم له څلورو له یوبل سره تړلو بطنونو څخه جوړ دی چې په کې نخاعي مغزي مایع تولید کېږي او دوران کوي. د مغزو تر قشر لاندې څو مهمو جوړښتونو کې تالاموس، ایپي تالاموس، پینه آل غده، هیپوتالاموس، هیپوفیز غده او ساب تالاموس شاملېږي؛ په لیمبیک جوړښت کې آمیګډال او هیوکامپس؛ کلاسټروم، د قاعده يي عقدو ګڼ شمېر هستې؛ قاعده یي امامي دماغ او د بطني سیسټم چاپېر درې غړي شتون لري. په مغزي حجراتو کې نیورونونه او ګلیال ملاتړ کوونکی حجرات شامل دي. په مغزو کې له ۸۶ ملیارده څخه زیات نیورونونه او د همدې شمېر شاوخوا نور حجرات شتون لري. د مغزو فعالیت د عصبي انتقال کوونکو او نیورونونو د اړیکو پر بنسټ عصبي محرکاتو ته د ځواب پر مهال شونی کېږي. نیورونونه د عصبي مسیرونو، عصبي مدارونو او پیچلي شبکوي سیسټم د جوړولو په موخه له یوبل سره نښتي دي. ټول دغه مدارونه د عصبي لېږد د بهیر په واسطه هدایت کېږي.

مغز د جمجمې په واسطې ساتل کېږي چې په نخاعي مغزي مایع کې معلق دی او د ویني په مغزي دېوال سره د وینې له اصلي جریان جلا کېږي. له دې سره بیا هم مغز د ناروغیو او عفونت تر خطر لاندې دی. مغزو ته کېدلای شي د سر په شدید ټپي کېدو یا له سر څخه د کافي ویني په ضایع کېدو زیان ورسېږي او د مغزي سکتې لامل وګرځي. ماغزه د عصبي زوال له اختلالاتو لکه د پارکینسون ناروغۍ او د الزایمر او مولټیپل سکلروزیس ناروغیو په څیر د عقلي زوال له نورو ستونزو سره هم مخ کېدلای شي. داسې انګېرل کېږي چې یو شمېر اروايي ستونزې له دې ډلې شیزوفرني او کلنیکي ډیفریشن د مغزو د فعالیت له اختلال سره اړوند دی. ماغزه کېدلای شي د نه تکثیر کوونکو او یا هم تکثیر کوونکو تومورونو مرکز وګرځي؛ چې ډېری یې د وجود له نورو برخو سرچینه اخلي.

د مغزو اناتومیکه مطالعه نیورواناتومي څانګې ته اړوندېږي، په داسې حال کې چې د هغو د عملکرد مطالعه اعصاب پوهنې ته اړوندېږي. د مغز د مطالعې په موخه له ګڼ شمېر تخنیکونو څخه ګټنه کېږي. له انسانانو پرته د نورو ژوندیو موجوداتو د مغزو مایکروسکوپي مطالعې په سنتي ډول په دغه برخه کې پریمانه اطلاعات برابر کړي. د طبي انځور اخیستنې ټکنالوژي لکه د عصبي عملکرد انځور اخیستنه او الکټروانسفالوګرافي (EEG) ثبت د مغزو د مطالعې په برخه کې مهم رول لري. په مغزي زیانونو باندې د اخته کسانو روغتیايي تاریخچې د مغزو د هرې برخې د عملکرد اړوند یو لړ معلومات وړاندې کړي. د مغزو اړوند څېړونو د وخت په تېرېدو سره په فلسفي، تجربي او نظري برخو کې تکامل لرلی. د دغو څېړنو له امله نوی رامنځته کېدونی پړاو هم کېدای شي د مغزو د فعالیت شبیه سازي وي. [۱]

د مغزو مړینه[سمول]

د مغزو مړینه د مغزو د عملکرد بشپړ له منځه تلو ته اشاره لري چې بیا نه راګرځېدونی وي. دغه حالت د بېهوښۍ، د غبرګون د نه ښوولو او همدارنګه د نفس ویستلو د درېدو له مخې مشخص کېږي. له دې سره د مغزي مړینې اعلان د جغرافیا له نظره توپیر لري او تل نه منل کېږي. په یو شمېر هېوادونو کې د مغزي ساقې د مړینې سنډروم هم توضیح شوی. د مغزي مړینې اعلان کېدای شي ژورې اغېزې ولري ځکه دغه ډول اعلان له ژوند څخه د ملاتړ په برخه کې د طبابت له بې وسۍ سره مل دی او له دې امله چې په مغزي مړینې باندې اخته کسان تر ډېره پورې د بدن د غړو د بخښنې لپاره مناسب غړي لري. دغه ډول بهیرونه تر ډېره پورې د ناروغانو د کورنۍ له غړو سره د کمزورو اړیکو له امله ستونزمن کېږي. [۲][۳][۴][۵]

هغه مهال چې په یو چا د مغزي مړینې شک وشي، د افتراقي تشخیص بېرته ترسره کېدونې چارې لکه الکترولیک او درملي عصبي او اروايي فشار راوړونکې چارې باید ودرول شي. د غبرګون ښوولو ازموینه کېدای شي د پرېکړې کولو په برخه کې مرسته کونکې واوسي، هماغه ډول چې نه ځواب ویل او تنفس کمک کوونکي دي. کلنیکي مشاهدات لکه د غبرګون بشپړ نشتوالی او د عصبي انځور اخیستنې ټول شواهد کولای شي د مغزي مړینې اړوند په پرېکړه کولو کې رول ولري.[۶][۷]

سرچينې[سمول]

  1. Fan, Xue; Markram, Henry (2019-05-07). "A Brief History of Simulation Neuroscience". Frontiers in Neuroinformatics. 13: 32. doi:10.3389/fninf.2019.00032. ISSN 1662-5196. PMC 6513977. PMID 31133838. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Goila, AK; Pawar, M (2009). "The diagnosis of brain death". Indian Journal of Critical Care Medicine. 13 (1): 7–11. doi:10.4103/0972-5229.53108. PMC 2772257. PMID 19881172. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wijdicks, EFM (January 8, 2002). "Brain death worldwide: accepted fact but no global consensus in diagnostic criteria". Neurology. 58 (1): 20–25. doi:10.1212/wnl.58.1.20. PMID 11781400. S2CID 219203458. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Urden, L.D.; Stacy, K.M.; Lough, M.E. (2013). Priorities in Critical Care Nursing – E-Book. Elsevier Health Sciences. د کتاب پاڼي 112–113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-323-29414-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Davidson's 2010، ص. 200.
  6. Goila, AK; Pawar, M (2009). "The diagnosis of brain death". Indian Journal of Critical Care Medicine. 13 (1): 7–11. doi:10.4103/0972-5229.53108. PMC 2772257. PMID 19881172. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Davidson's 2010، ص. 1158.