د انسان د لرغونو نښو موندل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې د بشريت د لرغونو نښو موندل د ساينس تر ټولو ستره لاسته راوړنه او د ساينسي لرغونې ژوند پېژندنې بنسټ و. د انسان لرغونې نښې، انساني لرغونې نښې، يا په اسانه ژبه کې د بشري توکم عمر د هغو علمي بحثونو د لړۍ نومونه دي، چې دا موضوع رانغاړي، کوم چې له ځینو بدلونونو سره په يووېشتمه پېړۍ کې هم روان دي. دې بحثونو د يو شمېر مطالعاتو پربنسټ، د لومړي انسان د تاريخ په اړه د اساسي پوښتنو د ځواب لپاره علمي شواهد وړاندي او وضاحتونه ورکړي دي.  

د نولسمې پېړۍ په ځينو برخو کې په دې اړوند اختلافات ډېر زیات وو، خو يو شمېر پټ پړاوونه يې هم درلودل. د لرغون پېژندنې د سندونو د بيا ارزونې اساسي نېټه  ۱۸۵۹ ز کال و، کوم چې دوولس کاله مخکې د « بوشر دو پارت» له خوا خپور شوی و. وروسته بيا په پراخه کچه، په دې نوم ومنل شو او هغه وړانديز تايیدوي چې، ګوندې انسان له هغې نېټې څخه زيات زوړ دی چې مخکې يې باور کېده. د بېلګې په ډول: ځينې دوديز حساب پېژندونکي شپږ زره(۶۰۰۰) کلونو ته اشاره کوي.

په ۱۸۶۳ ز کال کې ټي.ايچ. هاکسلي دليل وړاندې کړ، چې انسان تکامل ته رسېدلی دی او په ۱۸۶۴ ز کال کې الفريد راسل والاس طبيعي غوراوی د لرغونتيا له مسئلې سره ګډ کړ. په راتلونکې لسيزه کې د دې علم لپاره استدلال، د ډېرو پوهانو لپاره د منلو وړ و، چې هغه مهال دا علم « د انسان  لویه (عظیمه) لرغونتيا» بلل کېده. د انسان د لرغونتيا په اړه يو جلا بحث په يوه لوی بحث کې چې هغه د انسان تکامل دی، مدغم شو او يوازې زماني اړخ يې پاتې شو. له دې امله چې د انسان لرغونتيا په اړه بحثونه، لا اوس هم روان دي او دا بحث لا پای ته نه دی رسېدلی.

معاصرې جوړونې[سمول]

د نوي علم (ماډرن ساينس) په اړه واحد ځواب نه شته. په حقيقت کې په ځواب کې اوس اصلي پوښتنه، د جنس يا نوعې په ټاکلو پورې اړه لري. فکر کېږي چې د انسان جنس، زموږ له نوعې څخه لس ځلې زياته مخکې موده کې موجود و.اوسمهال د جنس انسان (له منځه تللی)، د انواعو نوې نمونې اوس هم د کشف په حال کې دي. په همدې بنسټ، وروستی ځواب نه شته. اتفاقي نظر دا دی چې:  انسان يو نوع دی، چې هغه د انسان د جنس همدا موجوده نوع ده. د انسان لپاره د څو جنسيتي سرچينې د شتون په رد کولو سره ادعا کېږي چې، دې نوعې په تېره کې يوه او ځانګړې سرچينه درلوده. (خو دا ادعا، دا نقطه له نظره غورځوي چې له سرچينې څخه مطلب همدا د انسان اوسنی نوع ده. که نه د ګڼو سيمو فرضيه بيا اجازه ورکوي. چې سرچينه به بل ډول وي). دا فرضيه چې د اوسني انسان سرچينه افريقايي ده، په پراخه کچه منل شوې ده او دا څرګندوي چې، د بدن له تشرېحي نظره، انسان په فريقا کې يوازې يوه سرچينه درلوده.

د ماهر انسان (H. habilis) په راڅرګندېدو سره، اوس داسې اټکل کېږي چې، د انسان اصل، شا اوخوا له  ۲.۳ څخه تر ۲.۴ ميليارده کاله پورې زوړ دی، په دې معنا چې د انسان د بدن ټول ډولونه په څلورګونو دورو کې وو.  [۱]

کله چې له يوې نوعې څخه بلې نوعې ته د انسان د نوعيت د لېږد تاريخ په اړه پوښتنه پيدا شوه، نو دا پوښتنه بيا په دوو نورو پوښتنو کې اصلاح کېدای شي. دا دوه پوښتنې دا دي: د لرغوني ماهر انسان د تکامل شننه او تاريخ اودویمه پوښتنه دا ده چې، له لرغوني شکل څخه د نوع انسان تکامل. دویمې پوښتنې ته په دوو برخو کې ځواب ويل شوی: له تشرېحي نظره فکر کېږي چې، اوسني انسانان  نږدې ۲۰۰.۰۰۰ کلونه زاړه دي، د دوی د چلند نوي والي ته په کتنې سره، چې عمر يې له ۴۰.۰۰۰ کلونو څخه ۵۰.۰۰۰ کلونو ته رسېږي. د لومړۍ پوښتنې تعريف اوس هم تر بحث لاندې دی.[۲][۳]

تاريخي بحثونه[سمول]

د لومړي انسان د عمرمعلومول، د انسان پېژدنې يو اړخ دی، د انسان د سرچينې مطالعه او هغه اصطلاح، چې د اکسفورډ قاموس له خوا په ۱۸۳۹ ز کال او د رابرټ هوپر په طبي قاموس کې اېښودل شوی دی. د تکاملي فکر تاريخ او لرغون پېژندنې فکر ته په کتنې سره، په اوسني وخت کې د انسان د لرغونتيا په اړه پوښتنه ډېره طبيعي ده. په هېڅ دليل دا نوې پوښتنه نه وه، بلکې د پوهې په يوه نوې قرينه کې پوښتل شوې وه، په ځانګړي ډول په پرتليزه تشرېح او لرغوني انسان پېژندنه کې. د يوې اصولي طريقې په توګه نسبي تاريخ بيانولو د لرغونې زمانې د پاتې شونو او پوړونو سره تړلو پېښو د زماني تسلسل له معلومولو سره مرسته وکړه. د دې دا معنا ده، چې د انسان د لرغونتيا مسئله، د ځمک پوهنې او لرغون پوهنې د بنسټونو په اړه، د هغې پړاو له نورو بحثونو څخه جلا نه ده.  

د انسان د لرغونتيا په اړه لومړی پياوړی استدلال، د بايبيل له خوا د بيان شوي زماني تسلسل څخه سخت مخالف و، خو په ورته وخت کې د سختو اختلافاتو په موخه وګرځېدل. هغه څوک چې پايلې يې د منلو وړ نه بللې، تمه يې درلوده چې د لاملونو ټوله لړۍ به د کمزورو برخو لپاره وارزوي، د مثال په توګه: همدا چاره، د چارلز هاګ په منظم الهيات (۱۸۷۱-۳) کې وينو. [۴]

په يوه پړاو کې، کله چې په نولسمه پېړۍ کې د ځمک پوهنې مقياس معلوم شو، د انسان د لرغونتيا موضوع، د نوي انسان د سرچينې د موضوع پر ضد ودرېده، چې د دې لپاره بل ډول دلايل وويل شول. په منطقي ډول د يوه جنس په مقابل کې د څو جنسي تر منځ غوراوی خپلواک و، خو له نوي اصل سره یو جنسي کېدلو د انسانانو پر جغرافيايي پراختيا، فزيکي او کلتوري توپيرونو، زماني درجه بندي عملي کړه. د انسان د نوعې د شکل د بدلون له فکر څخه هم، په منطقي ډول غوراوی ازاد و، خو دا يو سست جريان بلل کېده.

ويليام بنجامين کارپنتر په ۱۸۷۲ ز کال کې وليکل چې: نوی اصليت يا سرچينه يو ثابت باور دی او همدا د انسان له خوا د سختو وسايلو د جوړولو په وړاندې، د مقاومت يوازينی دليل دی. هنري ويليامسون هاينز په ۱۸۸۰ ز کال کې ليکي چې: شونې ده چې د انسان لرغونتيا يو «ثابت واقعيت» پاتې شي.[۵][۶]

د علم الکلام بحثونه[سمول]

په بابیلي (سپېڅلی کتاب) رواياتو کې شامل دي

  • د عدن د باغ کيسه او له يوې جوړې څخه د انسانانو پښت.
  • د سپيڅلي کتاب د نړيوال توپان کيسه، له کوم وروسته چې ټول انسانان چې د نوح او د هغه له مېرمنې و او ټولو څارويو په بېړۍ کې نجات پیدا کړ.
  • د نسب شجره په تیوري کې په لرغونې زمانه کې د تاريخونو لپاره يوه لاره ښيي (د بايبل نسب پېژدنه وګورئ).

دا ټکي هم د علماوو او هم د علم کلام (له مذهبي بحث سره اړوند علم) د پوهانو له خوا تر بحث لاندې نيول شوې وې. د نوې عصر په لومړيو او منځنيو پېړيو کې د مسيحیانو او يهوديانو لپاره د سپيڅلي کتاب لفظي معنا نه وه ورکول شوې.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. James C. Kaufman, Robert J. Sternberg, The Cambridge Handbook of Creativity (2010), p. 280; Google Books.
  2. "'Modern' Behavior Began 40,000 Years Ago In Africa", Science Daily, July 1998
  3. Armitage, S. J.; Jasim, S. A.; Marks, A. E.; Parker, A. G.; Usik, V. I.; Uerpmann, H. P. (2011). "Hints of Earlier Human Exit from Africa". Science. Science News. 331 (6016): 453–6. doi:10.1126/science.1199113. PMID 21273486. S2CID 20296624. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Systematic Theology, vol. 2 § 3. Antiquity of Man.
  5. کينډۍ:Ws
  6. کينډۍ:Ws