د اندلس اموي واکمني
په اندلس کي د امويانو واکمني یو اسلامي دولت وو، چي د عبدالرحمن بن معاویه اموي لخوا په ۱۳۸ هجري / ۷۵۶ زیږدیز کال کي په اندلس او د شمالي افریقا په ځینو برخو کي رامنځ ته سو، او پلازمېنه یې قرطبه وه. دا واکمني وروسته هله په خلافت بدله سوه کله چي دریم عبدالرحمن د ۳۱۶ هجري سپوږمیز کال د ذي الحجې چي د جنوري ۹۲۹ میلادي کال له جنوري سره سمون خوري، ځان د قرطبې د امیر پر ځای د قرطبې خلیفه ونوماوه. د قرطبې اموي واکمني په ختیځ کي د لوی اموي خلافت د پرځېدو په پایله کي هغه وخت جوړه سوه، کله چي په بغداد کي د عباسیانو په لاس نوی عباسي خلافت جوړ او د امويانو تعقیب او وژنه یې پیل کړه. د امویانو د یاد تعقیب په ترڅ کي عبدالرحمن یو له هغه کسانو څخه وو، چې اندلس ته وتښتېد او هلته یې د عباسي دولت څخه خپلواکي اعلان کړه. امويانو په دې ډول د ژوندي پاته کېدو لوی چانس په لاس راوړ، او په اندلس کي یې د خپل نوی دولت په رامنځ ته کولو سره شاوخوا درې پیړۍ واکمني ترسره کړه. عبدالرحمن بن معاویه په اسلامي تاریخ کي د "عبدالرحمن الداخل" په نوم مشهوره دی، او له هغه وخته چي نوموړي واک په لاس کي واخیست، د اندلس مسلمانان د توکم پالني او قبیلوي بنسټپالني څخه جلا یوه نوي سیاسي او بنسټیز دور ته ننوتل، او دغه هیواد د تمدن د ترلاسه کولو په پار تازه حرکت پیل کړ.
اندلس د امويانو په دوره کي په ختیځ کي د عباسي خلافت څخه خپلواک اسلامي هیواد وګرځېدی، او عباسي خلافت چي چنداني زور یې هم نه په رسېده، په جدي توګه هڅه ونه کړه ترڅو دا واکمني پخپل دولت ورګډه کړي. د نړیوالو تاریخونو پر اساس په اندلس کي د امويانو دولت د خپلو پام وړ سوداګریزو، کلتوري او ښاري فعالیتونو له امله بیخي ځانګړې بڼه درلوده، تر داسي چي قرطبه په ۳۲۳ هجري / ۹۳۵ میلادي کال کي د نړۍ ترټولو لوی ښار سو، چي پکښي د اسلامي معمارۍ د ډیری نایابه څیزونو د جوړولو شواهد هم موندل کېدل او یوه ستره بېلګه یې د قرطبې لوی جومات وو. د اسپانیا او پرتګال په اوسنیو هیوادونو کي د امويانو دغه دوره په عمومي توګه د عامه زده کړي په برخه کي د بیا رغوني ستر مثال ګڼل کیږي، او په ترڅ کي یې عامو خلکو ته دا توان ورپه برخه سو ترڅو په داسي وخت کي د لوستلو او لیکلو مهارت ترلاسه کړي چي په نوره اروپا کي خانانو او فیوډالانو خلکو هم دا کار نه سوای کولای. د عبدالرحمن الداخل لخوا رامینځته سوي بدلون ته په دوام ورکولو سره د اندلس اموي دولت په پرمختګ او کلتوري سوکالۍ کي بیخي ممتاز وو، او قرطبې د عباسی دولت له پلازمیني بغداد او د بازنطیني امپراتورۍ له پلازمیني قسطنطنیې سره سیالي کول. د اندلس پوهان چي د بېلابیلو قومي او مذهبي شالیدونو لرونکي وه، په اسلامي او عیسوي نړۍ دواړو کي یې د مختلفو ساینسي علومو په پرمختګ کي پراخه مرسته وکړه، چي مشهوره بیلګي یې جابر بن افلح په مثلثاتو کي، ابراهیم بن یحیی الزرقلي په ستورپوهنه کي، ابو القاسم الزهراوي په جراحۍ کي ، ابن ظهر په درملتون کي او ځیني نورو په بېلابیلو علومو وړاندي کړې.
د امويانو دولت په رسمي ډول په اندلس کي تر ۴۲۲ هجري / ۱۰۳۱ میلادي کال پوري دوام وکړ، او وروسته د اموي شهزادګانو ترمنځ د کورنۍ جګړې په پایله کي چي په خپل منځ کي یې ترسره کړې، پر څو سلطنتونو باندي ووېشل سو. یاد سلطنتونه د عیسایانو پرله پسې پراختیا او بریدونو له امله څو پېړۍ وروسته په ۱۴۹۲ زیږدیز کال کي بشپړ له منځه ولاړل.
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P155 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P156 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- نخشه لرونکي مخونه