د امیر شهید بڼ
ونگبڼه
د امیر شهید بڼ (په انگریزي: Ameer Shahid Garden) د امیر حبیب الله خان له خوا جوړ شوی بڼ دی چې د ننگرهار ولایت پلازمېنې جلالکوټ (جلال اباد) ښار منځ کې موقیعیت لري. دا بڼ د نارنجو ونو ته ځانگړی شوی دی، چې په څنگ کې یې د صبروگانو دنگې دنگې ونې هم لري.
مساحت
[سمول]ددې بڼ مساحت تقریبا ۲۰ جریبه دی.
د امیر شهید جامع مسجد
[سمول]دا مسجد ددې بڼ په منځ کې جوړ شوی چې تاریخي قدامت یې د امیر حبیب الله خان پېر ته رسي. په پاخه او اساسي بڼه جوړ شوی، چې د وخت له ناخوالو سره یو څه زیامن شوی هم دی. یوه ستره گنبذه لري، ختیځ اړخ ته یې یوه مقره هم شته.