د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل
د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر.jpg
ليکوال بېلابېل
ژباړن محمد طاهر کاڼی
د پښتۍ طراح د دانش خپرندويه ټولنه
هېواد پاکستان، پېښور
ژبه پښتو
سکالو(موضوع) تاريخي اثر
سبک(سبکونه) تاريخي اثر
خپرندوی د دانش خپرندويه ټولنه
د خپرېدو نېټه

د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل يو تاریخي اثر دی چې له روسي نه پښتو ژبې ته ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي ژباړلی دی .

د کتاب د منځپانگې په اړه

د دغه اثر توکي له بېلابېلو روسي سرچينو څخه راټول شوي او پښتو ته راژباړل شوي دي . پر ۱۸۳۷ ز کال پارس د روسې په لمسونه د هرات د نیولو په موخه پر دغه ښار يرغل وکړ او ويتکېويچ هم د روسیې هغه لومړنی سفير وو چې په همدغو شپو ورځو کې د پارس ، هرات او کندهار له لارې کابل ته ددې لپاره راغی چې د خپلو نورو دندو په څنگ کې له افغان امیر دوست محمد خان سره ليدنه کتنه وکړي او د دوو هېوادو ترمنځ اړېکي ټينگ شي . ويتکېويچ کابل ته پر ديپلوماتيک او څارگريز سفر سربېره د هرات له کلابندۍ سره هم تړاو درلود . د پارس پاچا محمد شاه قاجار د ۱۸۳۷ ز کال په جولای کې د دېرش زره (۳۰۰۰۰) کسيز پوځ په سر کې هرات ته وخوځېد او دغه ښار یې کلابند کړ . دېرش زره کسيز پارسي پوځ شپېته توپونه لرل ، په داسې حال کې چې د هرات ښار ټول دفاع کوونکي درې زره افغانان ول چې توپونه يې هم په خپل واک کې نه لرل ، خو بیا هم پارس ونه شو کولای چې دغه ښار ونيسي او له لس مياشتنۍ بې گټې کلابندۍ نه وروسته دې ته اړوت چې بېرته ناکام پارس ته ستون شي .

د چاپ چارې

دغه تاریخي اثر په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی . د کتاب د چاپ چارې داسد دانش چاپخونې له خوا پر ۱۳۸۹ لمريز (۲۰۱۰) زېږدي کال ترسره شوې دي . کتاب په سپين کاغذ کې د زرو ټوکو په شمېر چاپ شوی چې ټول ۱۶۸ مخونه لري او په پای کې يې د انځورونو برخه هم شته چې ۱۵ انځورونه پکې ځای پر ځای شوي دي . د کتاب کمپوز پخپله ژباړن کړی دی .

اخځونه

  1. دامير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل.