د امریکا په متحده ایالاتو کې د اعتدال پالنې خوځښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا په متحده ایالاتو کې د اعتدال پالنې خوځښت، د الکولو د لګښت د محدودولو خوځښت دی. دغه خوځښت چې له ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د الکولو د ممنوعیت په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د اساسي قانون د اتلسمې اصلاحیې د نه بریا له امله خپل اوج ته رسېدلی و، په نولسمه او شلمه پېړیو کې یې د امریکا په ټولنې او سیاستونو زیات اغېز درلود. نن ورځ داسې بنسټونه شته چې، د اعتدال پالنې دودولو ته دوام ورکوي.[۱]

لومړنۍ اعتدال پالنه: ۱۷۸۴- ۱۸۶۱ ز کال[سمول]

د اتلسمې پېړۍ په پای او د نولسمې پېړۍ په پیل کې، ګڼ شمېر عواملو د الکولیزم په پراختیا کې ونډه لرله چې د ژوندانه د شریک ځورونه، کورنیو ته نه پام او سخته بېکاري یې له ځان سره لرله. امریکایانو چې عادت درلود، «له لمر خاته نه تر لمر پریوتوپورې» سپک الکولي څښاکونه، لکه: د مڼې اوبه څښل، د الکولو په لوړ مصرف یې پیل وکړ او ارزان بیه لوړه سلنه لرونکي الکول، لکه: (د ښکېلاک پر مهال) رام او ویسکي (له انقلاب وروسته) یې له کچې زیات وڅښل. په کراره بڼه په زیاته کچه د ارزان بیو الکولو په پیرلوسره یو شمېر قانونه نافذ شول.[۲]

د اعتدال پالنې خوځښت، په ۱۷۸۴ ز کال کې د بنجامین راش د مقالې پر بنسټ، د انسان په بدن او ذهن باندې د اور لرونکې ارواه د اغېزو په اړه څېړنه، چې له کچې زیات د الکولو لګښت یې د انسان جسمي او اروايي روغتیا ته تاواني وباله، وزېږېد. په کانتیکات کې په یوه ټولنه کې ۲۰۰ بزګرو د راش له څېړنې نه په اغېز، د ویسکي د ممنوع کولو په موخه په ۱۷۸۹ ز کې د اعتدال پالنې ټولنه رامنځته کړه. ورته ټولنې په ۱۸۰۰ ز کال کې په ویرجینیا ایالت او په ۱۸۰۸ ز کال کې په نیویارک کې رامنځته شوې. د راتلونکې لسیزې په اوږدو کې په اتو نورو ایالاتونو کې هم د اعتدال پالنې مؤسسات رامنځته شول چې یو شمېر یې په ایالتي کچې وې. دغه ځوان خوځښت په منځنۍ کچه د الکولو څښل جایز بلل. د دغه خوځښت ډېری مشرانو خپلو چارو ته وده ورکړه او د سبت (په انګلیسي: Sabbath)  د مراعت کولو او نورو اخلاقي مسایلو اړوند یې ځایګی ونیو، خو د ۱۸۲۰ مې لسیزې تر پیله داخلي سیاسي ناندرۍ د خوځښت د درېدو لامل وګرځېدې.[۳]

یو شمېر مشرانو یې د خپلو موخو د مخ پر وړو په برخه کې استقامت وکړ. یو شمېر امریکایانو لکه د کانتیکات وزیر لیمن بیچر په ۱۸۲۵ ز کال کې د ټولو الکولي څښاکونو پر خلاف وګړو ته په ویناوو پیل وکړ. د امریکا د اعتدال پالنې ټولنه، په ۱۸۲۶ ز کال کې رامنځته او له دین او اخلاقیاتو سره د بیا ځلي لېوالتیا نه برخمنه شوه. د ۱۲ کلونو په اوږدو کې یې له ۸۰۰۰ زیاتې سیمه ییزې ډلې او له یو میلیون او ۲۵۰۰۰۰ نه زیات غړي لرل. په ۱۸۳۹ ز کال کې د اعتدال پالنې ۱۸ ژورنالونه چاپ شوي و. په همدې ترتیب د پروتستانت او کاتولیک کلیسا ګانو یو شمېر مشرانو د اعتدال پالنې په دودولو پیل کړ. د ۱۸۳۰ مې لسیزې په نیمايي کې دغه خوځښت، په دوو برخو ووېشل شو: د هغو اعتدال پلوو ترمنځ چې یو شمېر الکولي څښاکونو ته یې اجازه ورکوله او د هغو منع کوونکو ترمنځ چې د الکولو د منع کولو او یا محدودولو په موخه یې قوانین ترویج کول، له ۱۸۳۰ مې لسیزې وروسته، راډیکالانو او منع کوونکو د اعتدال پالنې په ډېری مؤسسو واک درلود، تر هغه وخت پورې چې اعتدال پالنه له ممنوعیت سره برابره شوه. په ۱۸۳۸ ز کال کې د اعتدال پالنې فعالانو د ماساچوست قانون جوړوونکي تر فشار لاندې راوستل، څو هغه قانون تصویب کړي، چې له مخې یې له ۱۵ ګیلنونو نه په کمه کچه د الکولو پلور محدود کړي. په ۱۸۴۰ مه لسیزه کې ګڼ شمېر ایالتونو هغه قوانین تصویب کړل، چې له مخې یې سیمه ییزو رایو ورکوونکو کولای شول څرګنده کړي، چې ایا د الکولي څښاک جوازونه د هغوی په کلیو کې صادر شي او که نه. په ۱۸۵۰ لسیزه کې، ۱۳ ایالتونو او قلمرونو په ایالتي کچه منع کوونکي قوانین (چې Maine Laws قوانین ورته ویل کېدل) تصویب کړل. په دغه دوره کې د اعتدال پالنې اصلاح غوښتونکو د یکشنبې له قوانینو، چې د شنبې په ورځ یې د الکولو پلور منع کاوه، ملاتړ وکړ.[۴]

د امریکا کورنۍ جګړې په دغه خوځښت فلج کوونکی برید وکړ. په سویل کې اعتدال پلوه ډلې، د هغو د شمالي سیالانو په پرتله کمزورې شوې او ونه توانېدې چې د ایالتونو په کچه هېڅ ډول ممنوع کوونکی قانون تصویب کړي،  د جګړې په پای ته رسېدو سره په شمال کې یو شمېر منع کوونکي قوانین لغوه شول. د جګړو دواړو لورو د الکولو پلور د جنګي فعالیتونو په برخې واړاوه او د اوربشو په اوبو جوړوونکو او تقطیر کوونکو (شراب جوړوونکو) باندې یې د مالیاتو په لګولوسره د جګړې لپاره مالي سرچینې برابرولې. د غلامۍ مسئلې اعتدال پالنه له منځه یووړه او اعتدال پالونکې ډلې له منځه ولاړې، تر هغه مهاله چې په ۱۸۷۰ مه لسیزه کې بیا رامنځته شوې.[۵]

د اعتدال پالنې تیاتر[سمول]

اعتدال پالنې د تیاتر یو بشپړ ژانر رامنځته کړ. په ۱۸۲۵ ز کال کې، د The Forgers په نامه ډارماټیک شعر د سویلي کارولینا په چارلستون سیمه کې په چارلستون تیاتر کې نندارې ته وړاندې شو. په ۱۸۴۱ ز کال کې د دوګلاس جیرولد له خوا لیکل شوې بله مهمه ډرامه Fifteen Years of a Drunkard’s Life خپره شوه. هماغه ډول چې دغه خوځښت د ودې او غوړېدو پر لوري روان و، دغو ډرامو د عامه وګړو ترمنځ ډېر محبوبیت وموند. د The Drunkard په نوم د ډبلیو ایچ سمیت اثر، چې په ۱۸۴۱ ز کال کې په بوسټون کې نندارې ته وړاندې شو، له ۱۴۴ ځله نندارې وروسته د امریکا په بارنوم موزیم کې په ښکتنۍ براډوې کې تولید شو. دغې نندارې ډېرمینه وال پیدا کړل اونوموړې ډرامه، د امریکا د تیاتر اصلي بهیر ته د اعتدال د روایت د ننوتو په توګه پېژندل کېږي. دغه ننداره تر ۱۸۷۵ ز کال پورې د نیویارک تیاتر له اصلي صحنو نه یوه وه. The Drunkard د اعتدال پالنې د ډرامې له یوې معمولې بڼې پیروي کوله: اصلي کرکټر د الکولو له امله له غورځېدا سره مخامخ کېږي او د الکولو د څښلو له غندلو وروسته، هغه خپل ژوند له ستونزو نه بېرته خلاصوي. د اعتدال پالنې ډرامو د تیاتر د یوه ژانر په توګه خپلې ودې ته دوام ورکړ او د لېږد رالېږد د یوې وسیلې په توګه، د اوسپنې د پټلۍ په رامنځته کېدو سره پیاوړې شوې. دغه نوښت د تیاتر کمپنیو ته دا وړتیا ورکړه چې، تر ډېره ګرځنده اوسي او له یوه ښار نه بل ښار ته سفر وکړي. د امیل زولا له Drink رمان سره د ډیوېد بلاسکو د اعتدال پالنې د ډارمې د همغږې بڼه، په ۱۸۷۹ ز کال کې د سان فرانسېسکو په بالدوین تیاتر کې نندارې ته وړاندې شوه، چې ان تر لویدیځو سواحلو ورسېده. هغه انځور چې د Drunkard’s Progress تر عنوان لاندې د مقالې په سر کې ځای لري، د اعتدال پالنې خوځښت ښيي. دغه انځور د یوه مست او نشه سړي ژوند انځوروي چې مېرمن یې په کراره سره ترې ځي او د سړي شپه تر مرګه رسېږي. دغه انځور موږ ته را ښيي چې، شراب خوړل یو ټولنیز فعالیت دی، چې د خلکو لپاره بې وزلي، مړینه او یوازیتوب له ځانه سره لري.[۶]

په مین (Maine) کې لومړۍ بریاوې[سمول]

مین د اعتدال پالنې د خوځښت لومړنی بستر و، په نړۍ کې د بشپړ پرهېز کولو لومړنۍ ټولنه په ۱۸۱۵ ز کال کې په پورتلنډ کې رامنځته او په ۱۸۳۴ ز کال کې په ایالتي کچه د اعتدال پالنې ډله جوړه شوه. دغو ډلو په ۱۸۳۸ ز کال کې هغه مهال چې په ایالتي قانون جوړوونکو یې فشار راوړ، څو د پنځلس ګیلنو قانون تصویب کړي، لویه بریا یې ترلاسه کړه چې له مخې یې په کمه کچه د الکولي څښاک پلور محدود شو. د دغه قانون عملي اغېز په دې کې و چې، شراب یې د بډایانو په واک کې ورکول، هغوی یوازې هغه کسان وو چې، کولای یې شول، په دغه کچه شراب وپېري. دغه پریکړه په دوو کلونو کې لغوه شوه. په ورته مهال په ۱۸۵۱ ز کال کې د مین قانون تصویب شوچې له مخې یې د الکولي څښاکونو تولید او پلور منع شو. له همدې امله مین،«له شرابو پاک» لومړنی ایالت شو. په همدې حال کې«د درملنو، میخانیکي او تولیدي موخو» لپاره د قانون استثنی په دې معنا وه چې، شراب بیا هم یو شمېر کسانو ته د لاسرسي وړ وو.[۷][۸]

سرچینې[سمول]

  1. Acker, Caroline Jean; Tracy, Sarah W. (2004). Altering American Consciousness: The History of Alcohol and Drug Use in the United States, 1800-2000 (په انګلیسي ژبه کي). University of Massachusetts Press. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558494251. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rorabaugh, W.J. (1981). The Alcohol Republic: An American Tradition. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 20–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-1950-2990-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Blocker, Jack S. (1989). American Temperance Movements: Cycles of Reform. Boston: Twayne Publishers. د کتاب پاڼې 16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Volk, Kyle G. (2017). Moral Minorities and the Making of American Democracy. Oxford University Press. New York: Oxford. د کتاب پاڼي 69–100, 167–205. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0190609498. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Housley, Kathleen (Winter 1992). ""Yours for the Oppressed": The Life of Jehiel C. Beman". The Journal of Negro History. 77 (1): 17–29. doi:10.2307/3031524. JSTOR 3031524. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "THE FORGERS; A Dramatic Poem, by John Blake White, Esqr., Performed at the Charleston Theatre, 1825 and 1826". Hathi Trust. 1899. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په October 2, 2011 باندې). When Maine went dry. Portland Press Herald
  8. Gately, Ian (2009). Drink: A Cultural History of Alcohol. London: Gotham Books. د کتاب پاڼي 261–262. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1592404643. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)