د امریکا روشنګري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا روشنګري په ۱۸مه او ۱۹مه پیړۍ کې د امریکا په دیارلسو مستعمرو کې د فکري جوش هغه دوره ده چې د امریکا په انقلاب او د امریکا متحده ایالاتو په رامنځته کېدو سره پای ته ورسیده. د امریکا روشنګري د ۱۷مې پیړۍ د اروپايي روشنګري تر اغیز لاندې راغلې وه، چې خپله ذاتي فلسفه یې لرله. د جیمز مک ګریګور برنز په وینا، د امریکا د روشنګري روحیه دا وه چې د ملت او خلکو په ژوند کې ایډه ال عملي او ګټوره روښانتیا را منځته کړي.[۱]

د امریکا روشنګرۍ په سیاست، علم او دین کې علمي استدلال په کار واچاوه. دې روشنګرۍ دیني زغم ته وده ورکړه او په کالجونو کې یې ادبیات، هنرونه او موسیقي د هغو مهمو رشتو په توګه را ژوندي کړل چې د مطالعې ارزښت یې درلود. غیردیني اخلاقي فلسفه د زیاترو کالجونو په نصاب کې د الهیاتو په ځای راغلل. ځینو کالجونو خپل درسي پروګرامونه د طبیعي فلسفې (ساینس)، عصري نجوم او ریاضیاتو په شاملولو سره اصلاح کړل او د نوي امریکايي ډول کالجونه «نوی موډل» یې رامنځته کړل. له سیاسي اړخه، دغه دوره د اقتصادي ازادۍ، جمهوري غوښتنې او دیني زغم لرلو باندې په ټینګار لرلو سره پیژندل کېږي، هغسې چې د متحده ایالاتود خپلواکۍ په اعلامیه کې په څرګنده توګه بیان شوي دي. د ساینس او دین د پخلا کولو لپاره هڅې، د نبوت، معجزې او د دین د راښکاره کېدو په رد کېدو سره پای ته ورسیده، چې له امله یې د هغه وخت په ځینو سترو سیاسي مشرانو کې خدای پرستې ته په تمایل سره منتج شو.

د امریکا د روشنګرۍ تر ټولو ځلانده استازي د کالجونو مشران او له هغې ډلې د پوریتان دیني مشران لکه جاناتان ایډوارډز، ټوماس کلپ او ایزرا سټیلیس او انګلیکن اخلاقي فیلسوفان سامویل جانسون او ویلیام سمیټ وو. مخکښ سیاسي متفکرین دا دي: جان اډمس، جیمز مډیسون، ټوماس پیین، جیورج میزون، جیمز ویلسون، ایتان الین او الیکساندر همیلټون او د بینجامین فرانکلن او ټوماس جیفرسون په څیر جامع الکمالات کسان.  

د «امریکا روشنګرۍ» اصطلاح له دویمې نړیوالې جګړې وروسته عصرکې مطرح شوه، کوم چې په اتلسمه پیړۍ کې د انګریزي ژبې ویوونکو معمولاً دې ته د «روڼ اندي» ګرځیدو د بهیر په توګه کتل.  [۲][۳]

نېټې[سمول]

د امریکا د روشنګرۍ لپاره بېلابېلې نېټې وړاندیز شوې دي، له هغې ډلې ۱۷۵۰- ۱۸۲۰، ۱۷۶۵-۱۸۱۵ او ۱۶۸۸-۱۸۱۵. خو یوه بله ډېره دقیقه د پیلیدو نېټه یې ۱۷۱۴ وړاندیز شوې ده. کله چې د جیریمیه دومر له خوا د روشنګرۍ د کتابونو ټولګه په کونیکټیکټ کې د ییل کالج د کتابتون لپاره وقف شوه. دا کتابونه د ماسټرۍ د دورې محصل سامویل جانسون ته په لاس ورغلل او هغه مطالعه کړل. هغه ومونده چې دا کتابونه د هغه د پوریتاني له زده کړې سره په ټکر کې دي. هغه لیکلي و چې «دا ټول د هغه روحي وضعیت ته لکه د ورځې د سیل په څیرؤ.» او هغه خپل ځان داسې لید لکه چې « له کم نوره شفق څخه چې لمر راووځي». دوه کاله وروسته په ۱۷۱۶ ز کال کې د ییل کالج د استاد په توګه، جانسون د ډومر له خوا د وقف شویو روشنګري کتابونو په کارولو سره د ییل کالج لپاره نوی تحصیلي نصاب جوړ کړ. جانسون هغه څه چې د «نوې زده کړې» په نوم یې نوماوه، وړاندې کړ چې پکې د فرانسیس بیکن، جان لاک، اسحاق نیوټن، رابرټ بویل او کوپرنیک اثار او نظریات او د شکسپیر، میلټون او اډیسون ادبي اثار شامل وو. د روشنګرۍ نظریات استعمارګرو ته ور وپیژندل شول او بیا د پوریتان د ښوونیزو او مذهبي شبکو له لارې په تېره بیا د ییل کالج له لارې په ۱۷۱۸ز کال کې خپرې شوي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

دیني زغم[سمول]

روڼ اندو بنسټګرو پلرونو، په تیره بیا بینجامین فرانکلین، ټوماس جفرسون، جیمز مډیسون او جورج واشنګټن د لږکیو د مذهبي ازادیو لپاره مبارزه وکړه او بالاخره خپل دې ارمان ته ورسیدل. د بنسټګرو پلرونو په وینا، متحده ایالات باید داسې یو هېواد اوسي چې د ټولو اعتقاداتو لرونکي خلک پکې په سوله ییز ډول او د دوه اړخیزو ګټو له مخې ژوند وکړای شي. جیمز مډیسون دغه نظریه په ۱۷۹۲ز کال کې په خپلو خبرو کې داسې را لنډه کړه: «وجدان تر ټولو سپیڅلی ملکیت دی».[۱۱]

له ۱۷۷۵ څخه تر ۱۸۱۸زدیز کلونو پورې له ټاکل شوي دین څخه دیني زغم لرلو ته تلل د هغه وخت یوه مهمه ځانګړنه وه. په ۱۸۱۸ ز کال کې د کانیکټیکټ د نوي اساسي قانون تصویب د بریا لپاره د یوې نېټې په توګه وړاندیز شوی نه، د امریکا د روشنګرۍ د پای په توګه. دې نوي اساسي قانون هغه زوړ ۱۸۰ کلن «دایمي فرمان» او د کانیکټیکټ د ۱۶۶۲ منشور، چې مفادات یې په ۱۶۳۸ز کال کې د همدې ایالت د جوړیدو وخت او د کانیکټیکټ بنسټیزو فرمانونو ته ورګرځي، لغوه کړ. نوي اساسي قانون د مذهب ازادي تضمین او ډله ییزه کلیسا یې منحل کړه.[۱۲]

فکري جریانونه[سمول]

د امریکا روشنګري له یوې خوا له اروپايي سیاسي متفکرینو لکه مونتین، جان لاک او ژان ژاک روسو څخه وده وکړه، کومو چې هغوی په خپله د ډیموکراسۍ په اړه نظریات د امریکايي بومیانو د حکومتي جوړښتونو له منل شویو دفترونو څخه اخیستي وو چې «نوې نړۍ» ته له ۱۵۰۰ ز کال وروسته د اروپايي مسافرانو له خوا راوړل شوي وو. د ازاداۍ مفاهیم او د عصري دیموکراسۍ نظریات د «امریکا په بومي ویګ وامونو» کې نړۍ ته راغلي او بیا په هورون ولټر کې تلپاتې شول. په داسې حال کې چې د ۱۷۱۴ او ۱۸۱۸ کلونو تر منځ، یو فکري بدلون رامنځته شو چې داسې ښکاریده تر څو په امریکا کې د انګلیس مستعمرې د وروسته پاتې مستعمرو له حالت څخه په بېلابېلو برخو کې مخکښ حالت ته راولي – لکه اخلاقي فلسفه، ښوونیز اصلاحات، د مذهب بیا را ژوندي کېدل، صنعتي تکنالوژي، ساینس او تر ټولو ډېر مهم یې سیاسي فلسفه ده چې دې ټولو بدلونونو ریښې په خپله متحده ایالاتو کې را شنې شوې دي. امریکا، د «خوشالۍ تعقیب» ته د سیاسي جوړښت د اجماع په توګه کتل او هغه هم په پراخه کچه د بومي سرچینو له مخې، که څه هم په دې اړه ناسم پوهاوی شوی دی.[۱۳]

د کالج په زیاترو درسي موادو کې غیرمذهبي اخلاقي فلسفه د الهیاتو ځای ناستې شوه. د ییل کالج او د ویلیام او مري کالج کې اصلاحات راوستل شول. هان پوریتاني کالجونه لکه د نیوجرسي کالج (چې اوس د پرنسټون پوهنتون په نوم پیژندل کېږي) او د هارورډ پوهنتون خپل تحصیلي نصاب کې اصلاحات راوستل او طبیعي فلسفه (ساینس)، عصري نجوم او ریاضیات یې پکې شامل کړل. سربېره پر دې، د امریکايي سټایل «نوي ماډل» کالجونه رامنځته شول، لکه د نیویارک کینګ کالج (چې اوس د کولمبیا پوهنتون په نوم پیژندل کېږي) او د فلادلفیا کالج (چې اوس د پنسلوانیا پوهنتون په نوم پیژندل کېږي).

اروپایي سرچینې[سمول]

د امریکا د روشنګري لپاره سرچینې زیاتې او د وخت او ځای له مخې متفاوتې دي. له انګلستان سره د کتابونو د پراخې سوداګرۍ له امله، ټولې مستعمرې له اروپايي ادبیاتو سره په ورته وخت کې بلدې وې. انګریز لیکونکو له هغې ډلې جیمز هرینګټون، اګلرنون سیډني، ویسکنټ بولینګ بروک، جان ترنچارډ او ټوماس ګورډون (په تیره بیا د Cato’s دوه لیکونه) او جوزیف اډیسون (کوم چې د هغه تراژیدي Cato خورا مشهوروو) له لومړي سره پر انګریزې لیکونکو اغیزه کړې وه. یو بل ډېر مهم انګریز حقوقي لیکوال سرویلیام بلک سټون ؤ، چې د انګلستان پر قوانینو باندې د هغه تبصرو د امریکا پر بنسټګرو باندې خورا ډېره اغیزه کړې وه چې د انګریز-امریکايي د عامه قانون په جوړولو کې له اصلي سرچینو څخه ګڼل کېږي. که څه هم د جان لاک دوه حکومتي رسالې له ډېر پخوا څخه پر امریکايي متفکرینو باندې د اصلي اغیز د سرچینې په توګه ذکر شوی، خو تاریخ پوهان ډیویډ لنډبورګ او هینري ایف. مې دا وښووله چې د جان لاک له خوا لیکل شوی د بشر د فهم په اړه مقاله د هغه د سیاسي رسالو په پرتله په پراخه کچه لوستل شوې ده.[۱۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Burns, James MacGregor (2013). "Fire and Light: How the Enlightenment Transformed Our World".. Macmillan. ISBN 978-1-250-02490-9. 
  2. Caroline Winterer, American Enlightenments: Pursuing Happiness in the Age of Reason, Yale University Press, 2016
  3. Winterer, What Was the American Enlightenment? in The Worlds of American Intellectual History, eds. Joel Isaac, James Kloppenberg, and Jennifer Ratner-Rosenhagen, Oxford University Press, 2016
  4. Ferguson Robert A., The American Enlightenment, 1750–1820, Harvard University Press, 1994
  5. Adrienne Koch, referenced by Woodward, C. Vann, The Comparative Approach to American History, Oxford University Press, 1997
  6. Henry F. May, referenced by Byrne, James M., Religion and the Enlightenment: From Descartes to Kant, Westminster John Knox Press, 1996, p. 50
  7. Olsen,Neil C., Pursuing Happiness: The Organizational Culture of the Continental Congress, Nonagram Publications, کينډۍ:ISBN, 2013, p. 145
  8. Johnson, Samuel, and Schneider, Herbert, Samuel Johnson, President of King's College; His Career and Writings, editors Herbert and Carol Schneider, New York: Columbia University Press, 1929, Volume 1, p. 7
  9. Johnson and Schneider
  10. Joseph J. Ellis, The New England Mind in Transition: Samuel Johnson of Connecticut, 1696–1772, Yale University Press, 1973, Chapter II and p. 45
  11. Bryan-Paul Frost and Jeffrey Sikkenga, History of American political thought (2003) p. 152
  12. Olsen, p. 16
  13. Benjamin Bissell, The American Indian in English Literature of the Eighteenth Century, (New Haven, Conn.: Yale University Press, 1935)
  14. See David Lundberg and Henry F. May, "The Enlightened Reader in America," American Quarterly, vol. 28, no. 2 (1976): 267.