د امریکا د متحده ایالاتو د بیټ کوین ستراتیژیکه زېرمه
د بیټ کوین ستراتیژیکه زېرمه د یوې وړاندیز شوې زېرمې شتمنۍ په توګه ده، چې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د مصادره شوو بیټ کوینونو له لارې تمویلېږي، او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې اعلان شوه. په جلا توګه، د غیر بیټ کوین شتمنیو لپاره د ډیجیټل شتمنیو زېرمه هم رامنځته شوه. ټرمپ مخکې ویلي وو چې غواړي متحده ایالات د نړۍ "د کریپټو پلازمینه" شي.[۱][۲][۳][۴]
دا زېرمه به د هغو بیټ کوینونو له لارې تمویلېږي چې فدرالي حکومت یې لا له وړاندې مالک دی. متحده ایالات د نړۍ تر ټولو لوی معلوم دولتي بیټ کوین لرونکی دی، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست تر میاشتې پورې یې نږدې ۱۹۸,۰۰۰ BTC درلودل.[۵][۶]
دغې زېرمه بېلابېل غبرګونونه راپارولي، ځینې اقتصادپوهان پر دې ایډیا نیوکه کوي، او د څو ایالتونو حکومتونو ورته پروژې پیل کړي دي.[۷][۸][۹][۱۰]
تاریخ
[سمول]د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ (۲۰۱۷–۲۰۲۱ کلونو) پر مهال، ټرمپ د بیټ کوین او نورو کریپټو اسعارو مخالفت څرګند کړی و، خو وروسته یې خپل نظر بدل کړ.[۱۱][۱۲]
د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۵مه، ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول JD Vance د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره خپل مرستیال نوماند وټاکه. ښاغلی ونس لومړنی معلوم بیټ کوین لرونکی و چې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره نوماند شو. د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۷مه، ټرمپ اعلان وکړ چې که ولسمشر وټاکل شي نو د بیټ کوین زېرمه به رامنځته کړي.[۱۳][۱۴][۱۵]
د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه، جمهوري غوښتونکی سناتور سینتیا لامیس د BITCOIN قانون وړاندې کړ چې د د بیټ کوین د ستراتیژيکي زېرمې د جوړولو او د ۱,۰۰۰,۰۰۰ BTC د پېرلو وړاندیز یې وکړ. دا قانون د ډیموکرات سناتور شیرود براون له خوا بند شو.[۱۶][۱۷]
د ۲۰۲۴ کال په اګست کې، ټرمپ څرګنده کړه چې د ۱–۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اېتېریوم لري.[۱۸]
د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې، ټرمپ هاوارډ لوتنیک د متحده ایالاتو د سوداګرۍ د وزیر په توګه وټاکه. د لوتنیک په وینا، هغه د بیټ کوین د "سلګونه میلیونه ډالرو" مالک دی.[۱۹][۲۰]
د ۲۰۲۴ کال په دیسمبر کې، ټرمپ وویل چې غواړي پاول ایس. اېټکینز د اوراقو او تبادلې کمیسیون (SEC) مشري ته نوماند کړي. اېټکینز د څو کریپټو مدافع ډلو غړی پاتې شوی، له هغې ډلې د Token Alliance او د Chamber of Digital Commerce. په هغه وخت کې د SEC مشر ګیري ګینسلر د کریپټو اسعارو د پراخو مقرراتو "کلک مدافع" ګڼل کېده.[۲۱][۲۲]
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې، ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې عنوان یې و: «په ډیجیټل مالي ټکنالوژۍ کې د امریکا مشرتابه پیاوړتیا». دې فرمان د ډیجیټل شتمنیو د بازارونو لپاره د ولسمشرۍ کاري ډله رامنځته کړه څو د ملي ډیجیټل شتمنیو د زېرمه د جوړولو امکان وارزوي او د هغې د جوړولو لپاره معیارونه وړاندیز کړي. فرمان همدارنګه وړاندیز وکړ چې په قانوني ډول مصادره شوي کریپټو اسعار دې د دې زېرمه د ډکولو لپاره وکارول شي. [۲۳]
د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې، د استازو جرګې د مالي خدماتو کمیټې او د سنا د بانکوالۍ کمیټې استماعیه غونډې ترسره کړې چې د بایډن د ادارې د هغو تورونو په اړه وې چې ګواکې د امریکا د کریپټو صنعت د ځپلو هڅه یې کړې. همدارنګه په فبرورۍ کې، ټرمپ براین کوینټنز چې د کریپټو اسعارو مدافع دی، د CFTC (Commodity Futures Trading Commission) د مشري لپاره نوماند کړ.[۲۴][۲۵][۲۶]
د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳مه، ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې زېرمه به د Solana (SOL)، Cardano (ADA)، Ripple (XRP)، Ethereum (ETH)، او Bitcoin (BTC) په ګډون وي، څو متحده ایالات د نړۍ "د کریپټو پلازمینه" کړي او د همدې صنعت له ودې ملاتړ وکړي. د دې اعلان له امله د Solana، Cardano او XRP بیې لوړې شوې، خو د دوشنبې په ورځ ورو ورو راټیټې شوې.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
دا زېرمه د ډیجیټل شتمنیو سکتور د لوړولو لپاره ده، د هغو څه په ځواب کې چې ټرمپ یې د بایډن د ادارې پخواني بریدونه بولي. دا د یوې مبهمې زېرمې له مفهومه د ځانګړو کریپټو اسعارو د نومولو پر لور بدلون دی، چې ښایي د حکومت له خوا د ستراتیژیکو موخو لپاره وپېرل شي یا وساتل شي. د کاري ډلې مشري د سپینې ماڼۍ د AI او کریپټو د ځانګړي استازي ډېوېډ ساکس په غاړه ده، چې تمه کېږي د ۲۰۲۵ کال د جولای تر میاشتې پورې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.[۳۱]
په دا بل سبا وروسته له هغه چې ټرمپ دویم اجرایي فرمان لاسلیک کړ، هغه په سپینه ماڼۍ کې د "ډیجیټل شتمنۍ غونډه" وکړه، چې د امریکا د لویو کریپټو شرکتونو استازو پکې ګډون وکړ، له هغې دلې د Chainlink، Gemini، Robinhood، Kraken، MicroStrategy، Coinbase، Paradigm او نورو.[۳۲]
د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۱مه، سناتور سینتیا لامیس یو ځل بیا د بیټ کوین د زېرمې قانون وړاندې کړ، خو دا ځل د ۵ نورو سناتورانو په ګډه ملاتړ سره. دغه قانون به د موجوده فدرالي صندوقونو د متنوع کولو له لارې د پنځو کلونو په موده کې د ۱ میلیونه BTC د پېرلو لارښوونه وکړي. د لامیس په وینا، دا قانون به "د ولسمشر لید لرونکي اجرایي اقدام په دوامداره قانون" بدل کړي.[۳۳][۳۴]
د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۴مه، بو هاینس چې د ولسمشر د ډیجیټل شتمنیو د سلاکارانو د شورا اجرایي رییس دی، څرګنده کړه چې د امریکا د سرو زرو د ځینو زېرمو پلورل به د بیټ کوین د لا زیات پېرلو لپاره د بودیجې له پلوه بېاغېزې (budget-neutral) لاره وي.[۳۵]
د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې، دوو فدرالي بانکي تنظیموونکو (OCC او FDIC) اعلان وکړ چې بانکونو ته نوره اړتیا نشته چې د کریپټو اسعارو په برخه کې د ښکېلتیا لپاره له مخکې اجازې ترلاسه کړي. د ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې، د امریکا د عدلیې وزارت د ټرمپ د هغه فرمان په حواله چې د خلکو لپاره د بلاکچېن شبکو ته د لاسرسي اجازه ورکوي پرته له دې چې د تعقیب سره مخ شي خپل د ملي کریپټو اسعارو د پلي کولو ټیم منحل کړ.[۳۶][۳۷][۳۸]
د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې، ټرمپ د امریکا د سټېبلکوینونو د نوښت د لارښوونې او بنسټ ایښودنې قانون (GENIUS Act) لاسلیک کړ. دغه نوی قانون بانکونو، غیر بانکونو او د کریډیټ اتحادیو ته اجازه ورکوي چې د ځانګړو شرایطو لاندې خپل سټېبلکوینونه صادر کړي.[۳۹][۴۰]
اجرایي فرمان
[سمول]ستراتیژیکه زېرمه د هغو سرچینو زېرمه ده چې حکومتونه یې د سختو وختونو لپاره د خوندي جال په توګه ساتي. بېلګې یې د امریکا د ستراتیژیکو نفتو زېرمه او د امریکا د سرو زرو زېرمه (Bullion Depository) دي.[۴۱]
د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۶مه، ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ څو د د بیټ کوین ستراتیژیکه زېرمه رامنځته کړي. دغه اجرایي فرمان لاندې ټکي لري:[۴۲][۴۳][۴۴]
- د بیټ کوین ستراتیژیکه زېرمه د شتمنۍ د یوې دایمي زېرمې په توګه ده، چې د خزانې وزارت د مصادره شوو بیټ کوینونو له لارې تمویلېږي. ادارې به دې زېرمې ته د خپلو بیټ کوینونو د لېږد امکان وڅېړي. متحده ایالات به دا سکې ونه پلوري او ښایي د مالیه ورکوونکو لپاره بې اغېزې (taxpayer-neutral) لارې رامنځته کړي څو نور بیټ کوین ترلاسه کړي.
- د امریکا د ډیجیټل شتمنیو زېرمه د هغو غیر بیټ کوین ډیجیټل شتمنیو لپاره چې خزانې وزارت ته مصادره شوي. له مصادرې پرته نورې شتمنۍ نه اخیستل کېږي. خزانې وزارت ښایي د ساتنې ستراتیژۍ وټاکي، له هغې ډلې احتمالي پلور.
- ټولې ادارې مکلفي دي چې خپلې ډیجیټل شتمنۍ په بشپړ ډول خزانې وزارت او د ولسمشر د ډیجیټل شتمنیو د بازارونو کاري ډلې ته حساب کړي.
فدرالي ادارې باید د ټولو ډیجیټل شتمنیو حساب ورکړي او د واک د لېږد په ۳۰ ورځو کې یې وڅېړي. همدارنګه، د خزانې وزیر باید د قانوني او پانګونې فکتورونه وارزوي او په ۶۰ ورځو کې قانون وړاندې کړي. دا دواړه ضربالاجلونه تېر شوي، خو تر اوسه له فدرالي ادارو یا د خزانې وزیر څخه کوم تازه اقدام یا راپور نه دی خپور شوی.[۴۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Mott, Filip De (2025-03-02). "A key part of the bitcoin bull case has lost steam. What to know about efforts to start a bitcoin reserve". Business Insider (in American English). بياځلي په 2025-03-04.
- ↑ Ishmael, Stacy-Marie; Shen, Muyao (2025-03-02). "Trump Sparks Crypto Rally by Saying More Coins to Be in Reserve". Bloomberg News. بياځلي په 2025-03-04.
- ↑ Hunnicutt, Trevor (2025-03-03). "Trump names cryptocurrencies in strategic reserve, sending prices up". Reuters. بياځلي په 2025-03-03.
- ↑ Durkee, Alison (2025-03-02). "Trump Announces 'Crypto Strategic Reserve'—Here's What To Know". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2025-03-02.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.

- ↑ "Crypto Holdings by US Public Authorities". Clark Center Forum (in American English). 2025-02-19.
- ↑ Birnbaum, Dave (2025-02-27). "Texas Strategic Bitcoin Reserve Advances Amid Market Volatility". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2025-03-08.
- ↑ "Czech central bank to consider holding bitcoin as reserve asset". Reuters. 2025-01-29. بياځلي په 2025-03-08.
- ↑ Davis, Daniel J.; Kim, Alexander C. (2025-03-07). "Distinctions Between Bitcoin Reserve and Digital Asset Stockpile". The National Law Review. بياځلي په March 9, 2025.
- ↑ "Cryptocurrency's growing role in US elections". Economist Intelligence Unit. 9 October 2024.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ "Cryptocurrency's growing role in US elections". Economist Intelligence Unit. 9 October 2024.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Lummis, Cynthia M. (2024-07-31). "S.4912 - 118th Congress (2023-2024): BITCOIN Act of 2024". congress.gov. بياځلي په 2025-03-12.

- ↑ Niemeyer, Kenneth (2025-03-03). "'Crypto Capital of the World': Trump selects cryptocurrencies for new strategic reserve". Business Insider (in American English). بياځلي په 2025-03-02.
- ↑ Ishmael, Stacy-Marie; Shen, Muyao (2025-03-02). "Trump Sparks Crypto Rally by Saying More Coins to Be in Reserve". Bloomberg News. بياځلي په 2025-03-04.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper; Ward, Jasper (March 7, 2025). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters.
- ↑ Martin, Nik (2025-03-07). "Bitcoin as a US strategic reserve: Does it make sense?". Deutsche Welle. بياځلي په March 9, 2025.
- ↑ Bose, Nandita; Ward, Jasper (2025-03-07). "Trump signs order to establish strategic bitcoin reserve". Reuters. بياځلي په 2025-03-08.
- ↑ "Fact Sheet: President Donald J. Trump Establishes the Strategic Bitcoin Reserve and U.S. Digital Asset Stockpile". The White House. March 7, 2025.