منځپانگې ته ورتلل

د امب شاهي واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د امب شاهي واکمني
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
princely state (en) ژباړل ( – ۱۹۴۷)
ده پاکستان نؤابي ( – ۱۹۶۹)
princely state (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځایناستی
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۲۸ جولای ۱۹۶۹ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۲۵ كيلومتر مربع پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۲۱′۵۳″شمال ۷۲°۵۱′۳۴″ختیځ / 34.364606°شمال 72.859433°ختيځ / 34.364606; 72.859433 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

امب یا د امب واکمني د اوسنۍ خیبر پښتونخوا په سیمه کي یوه شاهي واکمني وه. یاده واکمني د فیوډل تاناوال په نوم پیژندل کیده چي د تنولي قبیلې لخوا اداره کیده، او پیل یې د تیموریانو په امپراتورۍ او پای یې د نواب محمد فرید خان تنولي پر واکمنۍ پای ته رسیږي. [۱] امب په پښتونخوا کي یوازینی ځواکمن دولت وو چي د ۱۲۰۰۰ وسله والو ملکي پوځ او ۳۰۰ هاویټزر توپونو ترڅنګ یې د وسلو جوړولو فابریکه هم درلوده. ددې واکمنۍ ریښې په سوات ، دیر او چترال کي تر لیری سیمو پوري غځیدلي وې. [۲] د ۱۹۴۷ کال د دسمبر په پای کي د امب ایالت نواب د برتانیا له لوري د نوي استماري هیواد پاکستان سره یوځای کړل سو. [۳] دغه ایالت تر ۱۹۶۹ کال پوري په پاکستان کي د یوه شاهي دولت په توګه دوام وکړ، او وروسته د شمال لویدیځ سرحدي ولایت (اوسني خیبر پښتونخوا ایالت) سره یوځای سو.

د وروستي نواب محمد فرید خان تنولي له مړیني وروستهه د امب ایالت د هغه د اولادونو ترمنځ د خپلمنځي جګړې ډګر سو، خو په ۱۹۷۱ کال کي د پاکستان پوځ یاده سیمه په بشپړه توګه اشغال او له خپل هیواد سره یوځای کړ. په ۱۹۷۲ کال کي د پاکستان حکومت د دوی د شاهي حیثیت او رسمیت هم پای ته ورساوه.

  1. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Soldier Sahibs
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Syed Murad Ali 1975, pp.84
  3. Quaid-I-Azam Mohammad Ali Jinnah Papers: First Series, Volume III: On the Threshold of Pakistan, 1–25 July 1947 By Mahomed Ali Jinnah, Z. H. Zaidi Contributor Z. H. Zaidi (Oxford University Press, 1997, ISBN 978-969-8156-07-7, ISBN 978-969-8156-07-7, 1120 pages, digitized 29 August 2008)