امام علي آرام ځاي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د امام علي جومات نه مخ گرځېدلی)
د علي رضي الله عنه ارام ځای
حرم الامام علي

هېواد عراق
ښار نجف
جومات آرام گاه

د علی ابن ابی طالب مقبره

امام علی جومات (په عربی: حرم الامام علي) یو مسجد دی چې د عراق په النجف ښار کې شتون لري. په مسجد کې د علي ابن ابي طالب مقبره شتون لري. علي ابن ابي طالب (رضي الله عنه) څلورم خلیفه و او ددې لپاره د امام علي مسجد د شیعه گانو لپاره تر ټولو مشهور مسجد دی. خو په تاریخي توگه دا په زبات نه ده رسېدلې چې دا ارامځای دې په رښتیا هم د څلورم مسلمان خلیفه (علي بن ابي طالب) وي، ځکه په ورته توگه یو ارامځای د افغانستان په مزار شریف ښار کې شتون لري چې لر او بر مسلمانان په دې گروهه دي چې دا ارامځای د څلورم خلیفه دی. مگر په مؤثقه توگه ثابته نه ده.

تاریخ[سمول]

د امام علي مسجد په ۹۷۷ کال کې جوړ شو مگر په ۱۰۸۶ کال کې د اور د لگېدلو په سبب خراب شو. هغه مسجد په ۱۵۰۰ کال کې د صفوي شاه اسماعیل له خوا بیا جوړ شو. د امام علي مسجد په ۱۹۹۱ کال کېې د خلیج جگره په دوره کښې د امریکا د پوځ له خوا بیا خراب شو.