د الوتکې مهمات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هوایي پوځ په ژبه کې وسلې ته وایي د بېلګې په توګه په الوتکه کې نصب بمونه، توغندي، راکټونه او ماشیندارې. هره الوتکه د وسلو ځانګړی وزن انتقالوي او دا اصطلاح د وسلو هغه وزن ته کاریږي چې الوتکه یې ځان کې انتقالوي او یا د وسلو هغه وزن ښي چې الوتکې بمبار کړې وي. په دې وسلو کې له هوا څخه ځمکه ویشتونکې، له هوا څخه د سمندر په سطحه کې بېړۍ په نښه کوونکې، د اوبتل ویشتونکې او په هوا کې د بلې الوتکې ویشتونکې وسلې شاملې وي.


د وزرو او د الوتکې د تنې لاندې د وسلې نښلونې ځای ته ( hardpoint) وایي او په الوتکه کې پټ د بم ځای ته (bomb bay) نوم اخلي. ډېر مهمات وخت لري او که چېرې له خپل وخت څخه زیات ځلې الوتکه کې انتقال شي نو پیلوټ او الوتکې ته خطر پیښولای شي. د وخت محدودیت لامل یې د نښلونې ځای کې د الوت او ناستې پر وخت لړزه ده.