د المان بهرنۍ اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د المان فدرالي جمهوريت د اروپايي ټولنې، د نړۍ څلور سترو اقتصادي هېوادونو G4، پينځه سترو هېوادونو G5، د شل سترو هېوادونو G20، د اقتصادي مرستې او پرمختګ سازمان او د شمالي اتلانتيک تړون سازمان يا ناټو غړی هېواد دی، چې مرکزي اروپا کې پروت دی. دا هېواد له هېواده د باندې د ۲۲۹ ديپلوماتيکو ماموريتونو يوه شبکه او له ۱۹۰ څخه زياتو هېوادونو سره اړيکې لري. المان د نړۍ د مخکښو اقتصادي هېوادونو له ډلې، اروپايي او نړيوالې چارو ک:ې د يو ستر قدرت په توګه پېژندل کېږي.

لومړني بنسټونه او لوبغاړي[سمول]

فدرالي کابينه[سمول]

د کابينې په کچه هغه درې وزارتونه، چې د المان د بهرني سياست د لارښوونې دنده لري، د دفاع وزارت، د اقتصادي مرستې او پراختيا وزارت او د بهرنيو چارو فدرالي اداره دي. په عمل کې د جرمني ډېری فدرالي څانګي د بهرني سياست په جوړولو کې په دې معنا يو څه ونډه لوبوي، چې د سياست لږې برخې له نړيوال قانوني واک څخه د باندې پاتې دي. که څه هم د فدرالي کابينې فرعي اصول (لکه څرنګه چې د المان اساسي قانون کې تشرېح شوي دي) فدرالي بهرنيو چارو وزارت ته د همغږۍ دنده ورسپاري. له دې امله نور وزارتونه ښايي يوازې بهرني مېلمانه راوبلي، يا له فدرالي بهرنيو چارو وزارت په تاييد سره د تړون خبرو اترو کې ګډون وکړي.

بنډيسټاګ “Bundestag”[سمول]

بهرني سياست ته په پام سره، بنډيسټاګ د څارنې وړتيا برخه کې کار کوي. د دې برخې ټولې کمېټې او په تېره د بهرنيو اړيکو کمېټه د هېواد بهرنی سياست او تګلاره څاري. د بنډيسټاګ خوښه يا رضايت اړ دی، چې بهرني تړونونه تصويب کړي. کله چې د تړون قانوني ترتيب له لومړۍ لوستنې څخه تېرېږي، د بهرنيو چارو کمېټې ته وړل کېږي، چې بنډيسټاګ ته د راپور ورکولو له لارې د تصويب ځنډولو او خپل اړخيزې پريکړې وړتيا لري. [۱]

په ۱۹۹۴ زکال کې د اروپايي ټولنې اړوند موضوعاتو او قانوني ايښودلو د پراخه بهير په نښه کولو په موخه، د اروپايي ټولنې يوه بشپړه کمېټه هم جوړه شوه. يادې کمېټې د بنډيسټاګ په استازولۍ د خبرې کولو واک او او د اروپايي ټولنې د سياسي دريځ په اړه د پرېکړې کولو په وخت کې د ټولنې د استازولۍ واک درلود. په دې ځای کې يو بحث يا قضيه د اروپايي ټولنې د ختيځې پراختيا برخه کې د کمېټې ښکېلتيا وه، چې د بهرنيو چارو کمېټه په کې له “ECE” دولتونو سره د اړيکو دنده لري، په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې کمېټې ته د خبرو اترو دنده ورکړل شوې ده. [۲]

نادولتي سازمانونه[سمول]

الماني د نادولتي ادارو يوه ډله ده، چې د بهرني سياست مسائلو برخه کې کار کوي. دا نادولتي ادارې يا سازمانونه “think-tanks” (د المان د بهرنيو اړيکو شورا)، د يوې مسئلې ريباري کونکې ادارې (د بخښنې نړيوال سازمان) او همدا راز نور هغه سازمانونه دي، چې د المان او نورو هېوادونو (اتلانتيک پل “Atlantic Bridge”) تر منځ پياوړو دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکوي. په داسې حال کې چې د نادولتي سازمانونو بوديجې او لارې چارې توپير کوي، مګر د خپلو نظرياتو غوره والي ته د پرېکړه نيونکو د هڅولو ټوليزه موخه، د ټولو تر منځ ګډه ده. په ۲۰۰۴ز کال کې د المان د حکومتولۍ يو نوی چارچوکاټ، به ځانګړي ډول د بهرنيو امنيتي چارو په برخو کې راپورته شو، چې نادولتي سازمانونه په کې رښتينې سياست جوړونه کې ورګډ (مدغم) شوي دي. نظريه دا ده چې د دولت او مدنې ټولنې د ډلو تر منځ مرسته د نازکه دولتونو لپاره د شخړو د حل، پراختيايي مرستې او بشردوستانه مرستې کيفيت يا څرنګوالی زياتوي. ياد چارچوکاټ پر بهرني سياست باندې د نفوذ لپاره د موکې درلودلو په موخه، د دې ډلو لپاره د نادولتي سازمانونو له مهارتونو څخه د ګټې اخېستلو هڅه کوي. [۳]

شخړې[سمول]

په ۲۰۰۱ زکال کې دې موندنې ټول هېواد ولړزاوه، چې هغه ډله چې د متحده ايالتونو پر وړاندې يې د ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر د ۱۱ بريدونه تر سره کړل، په هامبرګ کې مېشت وه.

د صدراعظم ګيرهارد شرودر حکومت د متحده ايالتونو د راتلونکو پوځي کړنو ملاتړ وکړ، افغانستان ته يې د طالبانو له وتلو څخه وروسته هېواد کې د امنيت راوستلو په موخه سرتېري واستول، چې د ناټو د ګډې پوځي خپرونې مشري وکړي.

نږدې ټول ولس پر عراق باندې د امريکا د ۲۰۰۳ زکال د بريد او هر ډول عسکرو د استولو سخت مخالفت و. دا دريځ د “SPD/Green” حکومت له لورې شريک شوی و، چې له متحده ايالتونو سره د يو څه ټکر لامل شو. [۴]

د ۲۰۰۶ زکال اګسټ کې د المان حکومت د دوه الماني رېل ګاډو د بمبارولو يوه دسيسه په ډاګه (افشا) کړه. ټاکل شوې وه چې بريد به د ۲۰۰۶ زکال په جولای کې تر سره کېږي او يو ۲۱ کلن ليبيايي شخص په کې ښکېل و، چې يوازې د يوسف محمد اي ايچ په نوم وپېژندل شو. څارنوالانو وويل چې يوسف او يو بل شخص رېل ګاډو کې په اومه پروپان ګاز لرونکو بمونو سمبال سفري بکسونه پرېښودل.

د ۲۰۰۷ کال د فبروري تر مياشتې پورې، المان په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوال سوله ساتي ځواک نږدې ۳۰۰۰ سرتېري درلودل، چې د تروريزم د جګړې د برخې په توګه جنګېدل او د سرتېرو د ګڼې له مخې له متحده ايالتونو (۱۴۰۰۰) او انګليستان (۵۲۰۰) څخه وروسته درېيم هېواد و. الماني ځواکونه زياتره د افغانستان زياتې خوندي شمالي برخه کې وو. [۵]

که څه هم المان له انګليستان او نيدرلېنډ څخه پرته، د اروپا د ځينو نورو سترو هېوادونو تر څنګ، د انګليستان او کاناډا تر نيوکې لاندې راغلی دی، چې د افغانستان په سويل کې د ډېرو سختو جنګي عملياتو په پرمخ وړلو کې يې ورسره ونډه نه ده اخېستې. [۶][۷]

نړيوال نوښتونه[سمول]

انساني مرستې[سمول]

المان د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی خالص مرسته کونکی هېواد دی او بېلابېلې پراختيايي استازولۍ لري، چې افريقا او منځني ختيځ کې کار کوي. د المان د فدرالي جمهوريت د پراختيا تګلاره د المان د بهرني سياست يوه خپلواکه برخه ده. ياده برخه د اقتصادي مرستې او پراختيا فدرالي وزارت له لورې جوړه شوې ده او د پلي کونکو ادارو له لورې يې چارې تر سره کېږي. د المان حکومت د پراختيا تګلاره يا سياست د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ګڼي. دا هېواد له متحده ايالتونو او فرانسې څخه وروسته، د نړۍ په کچه درېيم تر ټولو لوی مرسته کونکی دی. المان د خپل ناخالص کورني توليد ۰،۳۷ سلنه په پرمختيايي چارو لګوي، چې دا کچه د حکومت د ۰،۵۱ سلنه ټاکل شوې نښې څخه ټيټه ده، چې د ۲۰۱۰ زکال لپاره په پام کې نيولې وه. دا هېواد ښايي د ۰،۷ سلنې نړيوالې نښې ته هم نه وي رسېدلی. [۸][۹]

ايکولوژيکي ښکېلتيا[سمول]

نړيوال سازمانونه[سمول]

المان د اروپا شورا “Council of Europe”، اروپايي اتحاد، د اروپا د فضايي استازولۍ، د نړۍ څلور سترو هېوادونو “G4”، د نړۍ اته اقتصادي هېوادونو”G8”، د پيسو نړيوال صندوق، ناټو، د اقتصادي مرستې او پراختيا سازمان، اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان، ملګرو ملتونو، د نړيوال بانک د ډلې او د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړی هېواد دی.

اروپايي ټولنه[سمول]

د اروپا يو لاس کول د اروپا د ډبرو سکارو او فولادو ټولنې “European Coal and Steel Community (ECSC)” او ايليسي تړون “Elysee Treaty” راهيسې اوږده لاره طی کړې ده. له ګاونډيو هېوادونو سره د دې هېواد سوله ييزې ګډې مرستې، د هېواد له سترو سياسي موخو څخه دي او المان د اروپا د يو ځای کېدنې برخه کې د تر ټولو غوره لاسته راوړنو په سر کې ځای لري:  

  • ماسټرېچ تړون

زياتره هغه ټولنيز مسائل چې په ټوله کې اروپايي هېوادونه ورسره مخامخ کېږي، کډوالي، عمر لرونکی نفوس او د ټولنيزې سوکالۍ او تقاعد سيستمونه دي، چې ټول يې المان کې د پام وړ دي. المان هڅه کوي، چې د اروپايي اتحاد د غړو دولتونو د اوسنيو غړو په منځ کې د ژورې يو ځای کېدنې له لارې، سوله وساتي:

  • د اروپا دفاعي ځواک
  • د واحد پولي واحد (يورو) وړاندې کول

سرچينې[سمول]

  1. Feld, Werner (2012). Reunification and West German-Soviet Relations: The Role of the Reunification Issue in the Foreign Policy of the Federal Republic of Germany, 1949–1957, with Special Attention to Policy Toward the Soviet Union. The Hague: Martinus Nijhoff. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789401194082. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Collins, Stephen (2002). German Policy-Making and Eastern Enlargement of the European Union During the Ko: Managing the Agenda?. Manchester, UK: Manchester University Press. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 0719063280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Werner, Andreas (2016). NGOs in Foreign Policy: Security Governance in Germany and the Netherlands. Munster, Germany: Waxmann Verlag. د کتاب پاڼي 19–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783830934073. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 22 January 2003 باندې). France and Germany Unite Against Iraq War.
  5. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  6. "Afghan News Network". Afghannews.net. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 29 March 2009 باندې). Search – Global Edition – The New York Times.
  8. Table: Net Official Development Assistance 2009 Archived 26 April 2011 at the Wayback Machine. OECD
  9. Aims of German development policy Archived 2011-03-10 at the Wayback Machine. Federal Ministry for Economic Cooperation and Development 10 April 2008. Retrieved 7 December 2008.