د اقلیمي بدلون سناریو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیمي بدلون سناریوګانې یا ټولنیزې-اقتصادي سناریوګانې د راتلونکو ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو هغه اټکلونه دي چې تحلیلګران یې د اقلیمي بدلونونو په مقابل کې د زیانونو د ارزونې لپاره کوي. ساینس‌پوهان د اوږدمهالو مسیرونو او د اقلیمي بدلون د کمښت د څېړلو لپاره سناریوګانې جوړوي او موږ پر دې پوهوي چې په راتلونکي کې کوم کوم شیان له موږ سره مرسته کوي تر څو د انساني چاپېریالي سیستم راتلونکی تصور کړو. د سناریوګانو په تولید کې د راتلونکي نفوس د کچو اټکل، اقتصادي فعالیت، د حکومتولۍ جوړښت، ټولنیزو ارزښتونو او د ټېکنالوژيکو بدلونونو بېلګو ته اړتیا ده. د اقتصاد او انرژۍ ماډل جوړونې (لکه World3 یا POLES) د دغسې محرکونو د اغېزو د تحلیل او کمي کولو لپاره کارول کېدای شي.[۱][۲][۳]

ساینس‌پوهان کولای شي د اقلیمي بدلونونو جلا جلا نړیوالې، سیمه‌ييزې او ملي سناریوګانې جوړې کړي. دا سناریوګانې له هم‌ګټو سره د مرستې لپاره ډیزاین شوې دي تر څو پوه شي چې کوم تصمیمونه به د اقلیمي بدلون پر کمښت یا انطباق بامعنا اغېزې ولري. ډېری هغه هېوادونه چې د انطباق پلانونه یا په ملي کچه مشخص مشارکتونه جوړوي، د خپلو تصمیمونو د ښه درک لپاره د سناریوګانو څېړنو ته مخه کوي.

د نړیوالو پروسو له لارې د اقلیمي بدلونونو د کمولو اړوندې موخې د همدغو سناریوګانو د څېړنو پر بنسټ ولاړې دي. په دغو نړیوالو پروسو کې د اقلیمي بدلونونو حکومت‌منځي پلاوی (IPCC)، د پاریس هوکړه‌لیک او د پایدارې پراختیا موخې یادولی شو. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۸ کال کې د ۱.۵ درجې سانتي ګراد نړیوالې تودوخې په اړه ځانګړی راپور خپور شو تر څو د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو، په ملي کچه د مشخص مشارکت او اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړوند لا نوي ماډلونه د اقلیمي بدلونونو د ارزونې په اړه د حکومت‌منځي پلاوي د پنځم راپور په نسبت چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاریس تر هوکړه‌لیک مخکې خبور شوی و، منعکس کړي.[۴]

د انتشار سناریوګانې[سمول]

د راتلونکي سناریوګانې[سمول]

دغه سناریوګانې د احتمالي راتلونکي کیسې بللی شو. دا سناریوګانې د داسې عواملو په تشرېح کولو کې مرسته کوي چې د کمیت ټاکنه یې ستونزمنه ده لکه حکومتولي، ټولنیز جوړښتونه او سازمانونه. څېړونکې «موریتا او همکارانو یې» د راتلونکي د سناریوګانو اړوند ادبیات ارزولي دي. دوی د سناریوګانو تر منځ د پایدارې پراختیا له ډولونو نیولې د ټولنیزو، اقتصادي او چاپېریالي سیستمونو تر ویجاړۍ پورې ډېر بېلابېلوالی موندلی. په ډېریو څېړنو کې لاندې تړاوونه موندل شوي دي:[۵]

  • د ګلخانه‌يي ګازونو ډېرېدل: دا مورد له هغو سناریوګانو سره اړوند و چې په کې مخ پر وده او پوسټ صنعتي اقتصاد له نړیوالتوب سره مل و، د دولت مداخله کمه او د رقابت کچه لوړه وه. په هېوادونو کې د عاید برابري کمه شوه، خو د ټولنیزې برابرۍ یا د نړیوال عاید د برابرۍ هېڅ څرګنده نښه نه وه.
  • د ګلخانه‌يي ګازونو کمېدل: په ځینو سناریوګانو کې ناخالص داخلي تولید ډېر شو. نورو سناریوګانو وښوده چې په ایکولوژيکي پایداره کچه کې اقتصادي فعالیت محدود دی. د ګلخانه‌يي ګازونو د کمېدو په سناریوګانو کې په اقتصاد کې د دولت د مداخلې کچه لوړه وه. ډېریو سناریوګانو د ټولنیزې برابرۍ او د هېوادونو د داخلي عاید د برابرۍ لوړوالی وښود.

د اقلیمي بدلون ملي اټکلونه[سمول]

د اقلیمي بدلون ملي اټکلونه (چې« د اقلیم ملي سناریوګانې» یا «د اقلیم ملي ارزونې» هم بلل کېږي) د سیمه‌ييز اقلیم تخصصي اټکلونه دي چې معمولاً د هر هېواد له‌خوا تولیدېږي. هغه څه چې د اقلیم ملي اټکلونه له نورو اټکلونه څخه بېلوي، دا دي چې دا ډول اټکلونه په رسمي ډول د دولتونو له‌خوا کېږي او د انطباقي پلانونو لپاره اړوند ملي بنسټونه دي. اقلیمي اټکلونه د څو کلونو په جریان کې د هېوادونو د هواپېژندنې د ملي ادارو یا هغو اکاډمیکو مؤسسو له‌خوا چمتو کېږي چې د اقلیمي بدلونونو پر موضوعاتو کار کوي.

هغه اقلیمي اټکلونه چې معمولاً د یوه واحد محصول په توګه خپرېږي، له ګڼو اقلیمي ماډلونه څخه ترلاسه شوي معلومات راټولوي او د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو له مسیرونو څخه د اقلیمي راتلونکي د تشرېح لپاره کار اخلي. دغه ډول محصول د روایتونو، جدولونو، نقشو او خامو موادو د کارولو له لارې اقلیمي بدلونونه برجسته کوي. اقلیمي اټکلونه د پالیسي جوړوونکو، عمومي او خصوصي تصمیم نیوونکو او څېړونکو لپاره په دې خاطر د عمومي لاسرسي وړ دي چې د اقلیمي اغېزو په اړه لا ډېرې څېړنې وکړي، خطرونه وارزوي او له اقلیمي بدلونونو سره د انطباق څېړنې وکړي. اټکلونه په هرو څو کلونو کې د دې لپاره یو ځل نوي کېږي چې نوي علمي لیدلوري او اقلیمي ماډلونه راونغاړي.

موخې[سمول]

د اقلیم ملي اټکلونه د یوه هېواد په اقلیم کې راتلونکي احتمالي بدلونونه څرګندوي. دا اټکلونه د څوګوني انتشار د سناریوګانو له لارې پر متغیراتو لکه تودوخه، ورښت او لمرینو ساعتونو د نړیوال کمښت د بېلابېلو هڅو اغېزې برجسته کوي. اقلیم پوهان د څوګوني انتشار د سناریوګانو د کارولو سپارښتنه کوي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ګڼو اقلیمي بدلونونو لپاره تصمیمونه قوي دي. د اقلیم ملي اټکلونه د ملي اقلیم د انطباق او د اقلیمي مقاومت د پلانونو بنسټ جوړوي چې یو.اېن.اېف.سي.سي.سي ته یې راپور ورکول کېږي او د اقلیمي بدلونونو د حکومت‌منځي پلاوي په ارزونو کې کار ترې اخیستل کېږي.

ډیزاین[سمول]

بېلابېل هېوادونه د خپلو ملي اقلیمونو اټکلونه له هم‌ګټو سره په تعامل چمتو کوي. دغه ډول هڅو مرسته کړې چې د هم‌ګټو اړتیاوې له اقلیمي معلوماتو سره غاړه غړۍ شي. پخوا د تعامل چوکاټونه نظرپوښتنې یا سروې‌ګانې، مرکې، پرېزېنټېشنونه، ورکشاپونه او نور موارد وو. دغه ډول متقابلو اړیکو نه یوازې دا چې د اقلیمي معلوماتو له اړوندو معلوماتو څخه د استفادې وړتیا ډېره کړه، بلکې د انطباق په پروژو کې یې د اقلیمي معلوماتو د استفادې د څرنګوالي له اړوندو بحثونو سره هم مرسته وکړه.[۶]

اوږدمهالې نړیوالې سناریوګانې[سمول]

د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار د کمولو وړتیا د لېږد څو مهمو پړاوونو ته اړتیا لري: له دې ډلې د فوسیلي سون‌توکو کمول، د انرژۍ د هغو سرچینو تولید چې کم ګلخانه‌يي ګازونه خپروي، د انرژۍ نورو تامینوونکو ته بدلون او تر ټولو مهمه دا چې د انرژۍ په برخه کې سپما وشي. که فوسیلي سون‌توکي همدا ډول وسوځول شي او ژواک چاپېریال ته ولېږدي، د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار یا خپرېدو کمول به ډېر ستونزمن شي.[۷][۸][۹]

د اقلیمي بدلونونو د کمښت سناریوګانې[سمول]

د اقلیمي بدلون د کمښت سناریوګانې هغه احتمالي راتلونکي دي چې په هغو کې نړیواله تودوخه د قصدي اقداماتو لکه د فوسیلي سون‌توکو پر ځای د انرژۍ د سرچینو په کارولو سره کمېږي. دا داسې اقدامات دي چې انتشار تر ټولو کمې کچې ته راټیټوي تر څو د ګلخانه‌يي ګازونو انتشار په هغو کچو کې تثبیت شي چې د اقلیمي بدلونونو ناسمې پایلې محدودوي. د دغو سناریوګانو په مرسته د نړیوالو هیله‌مندیو د بېلابېلو کچو په چوکاټ کې پر یوه اقتصاد د کاربن د بېلابېلو بیو د اغېزو څېړنه شونې ده.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Carter, T.R.; et al. (2001). "Developing and Applying Scenarios. In: Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [J.J. McCarthy et al. Eds.]". Cambridge University Press, Cambridge, U.K., and New York, N.Y., U.S.A. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (PDF) https://web.archive.org/web/20221204095545/https://report.ipcc.ch/ar6wg3/pdf/IPCC_AR6_WGIII_FinalDraft_Chapter03.pdf. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  3. (PDF) https://web.archive.org/web/20221204095545/https://report.ipcc.ch/ar6wg3/pdf/IPCC_AR6_WGIII_FinalDraft_Chapter03.pdf. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite report
  5. Morita, T.; et al. (2001). "Greenhouse Gas Emission Mitigation Scenarios and Implications. In: Climate Change 2001: Mitigation. Contribution of Working Group III to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [B. Metz et al. Eds.]". Cambridge University Press, Cambridge, U.K., and New York, N.Y., U.S.A. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Skelton, Maurice; Porter, James J.; Dessai, Suraje; Bresch, David N.; Knutti, Reto (2017-04-26). "The social and scientific values that shape national climate scenarios: a comparison of the Netherlands, Switzerland and the UK". Regional Environmental Change (په انګلیسي ژبه کي). 17 (8): 2325–2338. doi:10.1007/s10113-017-1155-z. ISSN 1436-3798. PMC 6959399. PMID 32009852. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 14 October 2021 باندې). By 2500 earth could be alien to humans. Scienmag: Latest Science and Health News.
  8. https://www.ipcc.ch/report/ar6/wg3/resources/spm-headline-statements. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  9. Lyon, Christopher; Saupe, Erin E.; Smith, Christopher J.; Hill, Daniel J.; Beckerman, Andrew P.; Stringer, Lindsay C.; Marchant, Robert; McKay, James; Burke, Ariane; O’Higgins, Paul; Dunhill, Alexander M.; Allen, Bethany J.; Riel-Salvatore, Julien; Aze, Tracy (2021). "Climate change research and action must look beyond 2100". Global Change Biology (په انګلیسي ژبه کي). 28 (2): 349–361. doi:10.1111/gcb.15871. ISSN 1365-2486. PMID 34558764 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 237616583 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Commonwealth of Australia, “Climate Change Mitigation Scenarios: Modeling report provided to the Climate Change Authority in support of its Caps and Targets Review,” 2013. Retrieved 13 December 2018 from https://www.environment.gov.au/system/files/resources/a28424ae-cce9-48c9-aad2-56b3db0920a5/files/climate-change-mitigation-scenarios.pdf