د افغانستان ژوي
په افغانستان کي د نباتاتو له ۳۰۰۰ څخه زیات ډولونه شتون لري، چي پکښي د ونو، بوټو، تاکونو، ګلونو او نورو ډیری ډولونه راځي. د نباتاتو په دې شنو سیمو او ځنګلونو کي بېلابېل ژوي لکه ګیدړ، لینکس، وحشي ژوي، یږ ، مونګوز، ویکسین، هیج هاګ، هاینا، جربوا، سویی ، او د پیشوګانو، خرو، غرنیو وزو او غرنیو پسونو وحشي ډولونه شامل دي. د افغانستان په سیندیزو حوزو کي بیا ټراوټ تر ټولو عام کب دی، او ددې ترڅنګ د وحشي مرغانو او نورو مرغانو تر ۱۰۰ زیات ډولونه شتون لري.
ځنگلي ژوي
[سمول]په افغانستان کي د کسپین پړانگ نسل د ۱۹۷۰ لسیزي تر نیمایي پوري د هرات سره نږدې د هری رود د پورتنیو قطبونو په اوږدو کي زیات وخت لیدل کیده، چي د سیند په کښته برخو او دښتو کي به یې ژوند کاوه. د ۲۰۱۷ کال په مارچ کي سرحدي څارونکو کندهار ته څېرمه د پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه باندي شپږ سپین زمریان ونیول. په لومړي سر کی د یادو زمریانو اصلي ځای معلوم نه وو، خو بالاخره د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال نعمت الله حیدري تایید کړه چي دوی له افریقا څخه راوړل سوي دي. تر یادي پیښي وروسته په راتلونکې اپریل کي څلور زمریان د کابل ژوبڼ ته یووړل سول، او دوه نور زمریان لا هم په کندهار ولایت کي دي. [۱]په افغانستان کي نباتات کم او په بیلو بیلو سیمو کي دي. په غرونو کي شته طبیعي وني تر ډېره پوري زرغون رنګه، پلوڅه، چنار، غرني ګلان، بادام او پسته گڼل کيږي. د شمال سیمي بیا تر ډېره حده وچي او بې ونو صحراګاني دي، او د جنوب لویدیځ کونجونه د ویرونکو دښتو په څیر ښکاري. د افغانستان اوسني وحشي ژوي له ۱۰۰ څخه زیات د تودو وینو لرونکو څارویو له ډولونو څخه دي، چي ځیني یې د ورکېدو په حال کي دي. په دوی کي تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ ژوې غزیلا ، پنتر، واورین پړانګان ، مارکور وزه او باکتریایي هوسۍ ګڼل کیږي. د هیواد نور وحشي ژوي د مارکو پولو پسونه ، یوریال ، ایبکس ، ریچ، لیوه، ګیدړ، هینیا، سورلنډی او منگوس دي. ددې ترڅنګ ځیني وحشي خنزیران، هیج هاګ، سویان، موږکان، چمگادړ او نور موږک ته ورته حیوانات هم شتون لري. د افغانستان په هوا کي د الوتونکو ژوو له ۳۸۰ څخه زیات ډولونه موندل کیږي، چي له ۲۰۰ څخه زیات یې تکثیر هم کوي. په دې الوتونکو مرغانو کي فلیمینګو او نور سمندري مرغان د غزني په جنوب او ختیځ کي د جهیل په سیمو کي ښه نسل اخلي.