د افغانستان نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ
د يونيسکو نړيوال ميراث کنوانسيون (چې په ۱۹۷۲ زېږديز کال کې تاسيس شوی دی) له مخې، د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (یونسکو) لپاره نړیوال میراث ځایونه د کلتوري یا طبیعي میراث لپاره هغه د اهمیت وړ ځایونه دي چې په ياد کنوانسيون کې تشريح شوې دي [۱] کلتوري ميراثونه يا يادګارونه عبارت دي د (معمارۍ، يادګاري مجسمې، يا ليکنې ، ودانۍ، لرغونځايونه، لرغوني اثار، طبيعي، جیولوژیکي او فزیوګرافیک جوړښتونه (د حیواناتو او نباتاتو د ګواښونکي ډولونو استوګنځایونو په ګډون)، او طبیعي ځایونه چې د ساینس، محافظت یا طبیعي ښکلا له نظره مهم دي. [۲] افغانستان د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۲۰ مه د دې کنوانسیون غړی شو، چې خپل ځينې لرغونځايونه يې په دې کنوانسيون کې ثبت کړل [۳]
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| هېواد |
| وېبپاڼه |
whc.unesco.org… (انګليسي ژبه) |
|---|
تر ۲۰۲۲ز کال پورې په افغانستان کې يوازې دوه رسمي ثبت شوي او څلور نور ازمايښتي لرغونځايونه موجود وو، چې د يونېسکو کنوانسيون سره ثبت شوي وو.[۴]
لومړنی ځای چې په ۲۰۰۲ ز کال د يونېسکو نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته ورګډ شو، هغه د جام منار او د هغې لرغونې پاتې شوني وو.
دوهم ځای د باميانو دره او د هغې ځای لرغوني پاتې شوني وو، چې په ۲۰۰۳ ز کال کې د غوښتنې سره سم د يونېسکو نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته وزيات شو.[۵]
نړیوال میراث ځایونه
[سمول]یونیسکو د لسو معیارونو لاندې ځايونه په نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ کې ورزياتوي، د دې لپاره چې يو هېواد خپل يوځای په د يونېسکو په نړيوالو ميراث ځايونو کې ورګډ کړي بايد ياد شرايط پوره کړي. [۶]
In danger
| لرغونځی | انځور | موقعيت (ولايت) | نوملړ کال | يونېسکو مالومات | توضيح |
|---|---|---|---|---|---|
| جام څلی† | غور ولايت | ۲۰۰۲ | 211rev; ii, iii, iv (کلتوري) | دا منار په ۱۱۹۴ کې د غوري کورنۍ د سلطان غياث الدين غوري د واکمنۍ پرمهال بشپړ شو. دا ودانۍ د جام کلي په غرنۍ سيمه کې د جام او هريرود سيندونو ترمنځ موقعيت لري، چې اوسمهال د سيند د اوبو له کبله د تخريبېدو په حال کې دی، دا ودانۍ په هند کې د قطب مينار وروسته د نړۍ ترټولو دوهم لوړ څلی دی چې له خښتو جوړ شوی دی، ودانۍ په ۲۰۰۲ زېږديز کال د يونېسکو نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته په شاملېدو سره سملاسي په ګواښ سره مخ نوملړ کې ځای شوه.[۷] | |
| د باميانو بودايي پژۍ† | باميان ولايت | ۲۰۰۳ | 208rev; i, ii, iii, iv, vi (کلتوري) | د باميانو دره چې د ورېښمو لار په يوه څنډه کې موقعيت لري د لومړۍ او دولسمې پېړۍ ترمنځ بوداييزم يو پرمختللی مرکز او زيارتځی وو. دلته په سيمه کې دبودا څو مهم يادګارونه موجود دي چې له هغې جملې د بودا مجسمه، نقاشي ااو غارونه چې هېلنیسټي، رومي، او ساساني واکمنيو اغېزو سره مل د ځانګړي ګندهارايي هنر په پايله کې رامنځته شوي دي. وروسته د اسلامي فتوحاتو په سيمه کې د اسلام له خپرېدو سره بېلابېلې کلاګانې جوړې شوې چې د بودا اهميت يې راکم کړ، په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بودا دوه لويې ولاړې مجسمې تخريب شوې.
دا يادګار په ۲۰۰۳ ز کال کې د يونېسکو نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته ورزيات کړای شو.[۸] |
لنډمهال لرغونځايونو نوملړ
[سمول]لنډمهاله لرغونځايونو نوملړ په حقيقت کې د نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته د يو هېواد له خوا د خپل يو ځای نومول دي، تر هغې چې د دې ځای په اړه بشپړ مالومات د يونېسکو د شرايطو سره سم برابر او پوره شي، ترڅو د نړيوالو ميراث ځايونو نوملړ ته ومنل شي،
د نړیوال میراثونو په نوملړ کې د ليکل شويو لرغونځايونو سربېره، غړي هېوادونه کولی شي د لنډمهاله ځایونو نوملړ وساتي چې دوی یې د نومونې لپاره په پام کې نیسي. د نړیوالو میراثونو نوملړ يوځای یوازې هغه وخت منل کیږي چې تر دې دمخه د لنډمهال لرغونځايونو نوملړ کې ترې يادونه شوې وي. [۹] تر ۲۰۲۲ ز کال پورې څلور سيمې يا ځايونه د افغانستان د لنډمهاله لرغونځايونو يا ميراث ځايونو نوملړ کې شاملې دي. [۱۰]
| لرغونځی | انځور | موقعيت (ولايت) | نوملړ کال | يونېسکو معيار | توضيح |
|---|---|---|---|---|---|
| هرات ښار | هرات | ۲۰۰۴ | i, ii, iii, iv (کلتوري) | هرات ښار چې د لوېديځ افغانستان مرکز ګڼل کيږي يو پخوانی ښار دی چې کابو ۵۰۰ کاله مخکې يې بنسټ اېښودل شوی دی په افغانستان کې يو مهم کلتوري او سوداګريز مرکز دی، دا ښار غوريانو واکمنۍ پرمهال په ۱۲ او ۱۳ مه پېړۍ کې وده وکړه، وروسته بيا د مغولانو له خوا وېجاړ شوو، د تيموري کورنۍ له خوا بيا په ۱۴مه او ۱۵ مه پېړۍ کې ورغول شوو او ارزښت يې پيدا کړ، چې څو مهم يادګارونه يې مصلی مجتمع، د ګوهر شاد بېګم مقبره، د هرات جامع جومات او خواجه عبدالله انصاري مقبره يادولی شو.[۱۱] | |
| بلخ ښار (لرغونی باختر) | بلخ ولايت | ۲۰۰۴ | ii, iv, v (کلتوري) | بلخ د باختر لرغونې سيمې يو مهم او شتمن ښار وو. دا ښار د زرتشتيزم او بوداييزم کلتوري او مذهبي مرکز وو، په دې ښار کې په اوومه پېړۍ کې څو ستوپې او خانقاګانې جوړې شوې، په لسمه پېړۍ کې دا ښار د زړه کړو يو مهم مرکز وو، دې ښار د خټو دنګ او کلک دېوالونه لرل، دا ښار په ۱۲۲۰ ز کال د چنگېز خان او په ۱۴ مه پېړۍ کې ګوډ تيمور له خوا وېجاړ شو. اوسمهال په دې ښار کې د تيموريانو د دورې ځينې ودانۍ او د هغې پاتې شونې پاتې دي چې له هغې جملې د بلخ شين جومات د بېلګې په توګه يادولی شو.[۱۲] | |
| امير ډنډ | باميان | ۲۰۰۴ | vii, viii, ix, x (طبيعي) | بند امير د غرونو د جهيلونو لړۍ ده چې د طبيعي بندونو له خوا رامنځته شوې چې اوبه يې خالص نيلي رنګ لري او طبيعي ښکلي دي چې اوسمهال د ملي پارک په توګه نومول شوې چې ګڼ شمېر پکې سېلانيان ورته راځي.[۱۳] | |
| بابر بڼ | کابل ولايت | ۲۰۰۹ | iv (کلتوري) | د بابر بڼ چې په کابل کې موقعيت لري د مغولو د باغونو يوه لومړنۍ بېلګه ده، , دا باغ د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې د مغولو واکمني د لومړي واکمن ظهير الدين محمد بابر د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی وو، چې اوسمهال نوموړی همدلته خښ هم دی، چې د مغولو تر زوال وروسته دا باغ د ۱۹ پېړۍ تر اواخرو پورې خراب شوو، له ۱۸۸۰ ز کال وروسته افغان واکمن امير عبدالرحمان خان له خوا د دې باغ بيارغونه وشوه، وروسته د شلمې پېړۍ په لومړيو :ې د محمد نادر شاه له خوا په نوې بڼه بيا ورغول شوو او د اروپايي کلتور په تقليد په عامه ځای ااو پارک بدل شو.[۱۴] |
سرچينې
[سمول]- ↑ "The World Heritage Convention". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 August 2016. بياځلي په 7 July 2019.
- ↑ "Convention Concerning the Protection of the World Cultural and Natural Heritage". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 February 2021. بياځلي په 3 February 2021.
- ↑ "Afghanistan". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2022. بياځلي په 16 July 2022.
- ↑ "Afghanistan". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2022. بياځلي په 16 July 2022.
- ↑ "Afghanistan". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2022. بياځلي په 16 July 2022.
- ↑ "UNESCO World Heritage Centre The Criteria for Selection". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 June 2016. بياځلي په 17 August 2018.
- ↑ "Minaret and Archaeological Remains of Jam". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 April 2018. بياځلي په 2 August 2022.
- ↑ "Cultural Landscape and Archaeological Remains of the Bamiyan Valley". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 January 2007. بياځلي په 2 August 2022.
- ↑ "Tentative Lists". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2016. بياځلي په 7 October 2010.
- ↑ "Afghanistan". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2022. بياځلي په 16 July 2022.
- ↑ "City of Herat". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 November 2017. بياځلي په 2 August 2022.
- ↑ "City of Balkh (antique Bactria)". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 January 2019. بياځلي په 2 August 2022.
- ↑ "Band-E-Amir". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 October 2011. بياځلي په 2 August 2022.
- ↑ "Bagh-e Babur". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 October 2011. بياځلي په 2 August 2022.