د افغانستان د کرنې تاریخي ارزښت
د افغانستان د کرنې تاریخي ارزښت
[سمول]د افغانستان کرنه یوازې یو اقتصادي فعالیت نه دی، بلکې دا د دې هېواد د زرګونو کلونو تاریخ، کلتور او د خلکو د ژوند اصلي بنسټ جوړوي. افغانستان له پخوا راهیسې د اسیا په زړه کې یو کرنیز هېواد پاتې شوی او د اوبو لګولو په برخه کې یې ځانګړي دودیز مهارتونه لرل چې د وخت په تېرېدو سره یې نسل په نسل لېږدولي دي.
تاریخي پس شالید
[سمول]د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لرغونو کارېزونو او بندونو شتون دا ثابتوي چې افغانانو له پیړیو راهیسې د اوبو مدیریت او د ځمکې په ابادولو کې ځانګړی لاس درلود. په ځانګړي ډول د هلمند، هرات او بلخ په سیمو کې کرنه د تمدنونو د غوړېدو اصلي لامل وه. د ورېښمو لارې په اوږدو کې د افغانستان میوې او غلې دانې د سیمې په کچه مشهورې وې.
د کرنې بنسټیز ډولونه
[سمول]په افغانستان کې کرنه په عمومي توګه په دوو بڼو ترسره کېږي چې د هېواد له جغرافیایي جوړښت سره سمون لري:د للمي کښت: دا ډول کرنه تر ډېره په شمالي او غرونیو سیمو کې رواج لري چې بزګران پکې د باران او واورې اوبو ته سترګې په لار وي. غنم او نخود د دې برخې مهم محصولات دي. د اوبو لرونکو ځمکو کښت: دا برخه چې د افغانستان د کرنې لویه برخه جوړوي، د سیندونو، ویالو او کارېزونو په اوبو تکیه لري. په سويلي او مرکزي سیمو کې د اوبو لګولو دا سیسټم د زراعت روح ګڼل کېږي.
مشهور کرنیز محصولات
[سمول]افغانستان د خپلې ځانګړې هوا او خاورې له امله د داسې محصولاتو کور دی چې په نړۍ کې سیال نه لري. وچې او تازه میوې: د کندهار انار، د هرات انګور او د مزار شریف خټکي د هېواد د صادراتو لویه برخه جوړوي.
ستراتیژیک کښتونه: پنبه/پخته، لمرګلی، کونځلي،زغر،لوبیا، جوار، وریژې او ډول ډول غلې دانې چې د کورني اقتصاد په ثبات کې مهم رول لوبوي.
طبیعي ځنګلونه: د ننګرهار، خوست او پکتیا نښتر او د شمال وریژې،غنم پسته چې پرته له انساني مداخلې په طبیعي ډول د هېواد شتمني ده.
ننګونې او د حل لارې
[سمول]که څه هم افغانستان یوه حاصل خیزه خاوره لري، خو په وروستیو لسیزو کې د جګړو، پرله پسې وچکالیو او د عصري وسایلو د کمښت له امله دا سکټور زیانمن شوی دی. د اوبو د بندونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو ویش او له نړیوالو بازارونو سره د بزګرانو نښلول کولای شي افغانستان بېرته د سیمې په کچه په یو کرنیز ځواک بدل کړي.