د افغانستان د اټوم انرژۍ پېښليک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دافعانستان داتوم انرژۍ پـيښليک ( Afghan Atomic Energy Commission English )

تاريخ

په ١٩٥٧ م کال کې د نړېوال اتوم انرژي سازمان (International Atomic Energy Agency = IAEA) بنسټ د نيويارک په ښار کې د ملګرو ملتو دپرېکړې په پايله کې کېښودل شو. دنوموړي سازمان پلازمېنه بيا وروسته د اطريش هېواد او د ويانا په ښار کې وټاکل شو. دنوموړي سازمان د غړو هېوادو شمېر نن ورځ (١٣٤) ته رسېږي او افغانستان يو له هغو لومړنيو درويښتو (٢٣) هېوادونو څخه ښمېرل کېږي چې په ١٩٥٧ م کال کې د نوموړي سازمان اصلي غړيتوب تر لاسه کړ. د افغانستان داتوم انرژي (AAEC) بنسټ دخداې بښلي ارواښاد پوهاند ډاکتر عبدالغفار کاکړدنه ستړې کېدونکو هلې ځلې په پايله کې کېښودل شو. نوموړی علمي شخصيت د هغه د ياد شوي ملي خدمت په بدل کې د پيل نه دافغانستان داتوم انرژی د مسئول مشر په توګه وټاکل شو چې دغه دنده يې په ډير برياليتوب سره او تر ډېرو کالونو پورې په غاړه درلوده. دافغانستان داتوم انرژي سازمان دځينو ګاونډيوهېوادو په برخلاف په نړی کې دسولې دټينګېدواو ديوه وفادار غړي په توګه د ملګرو ملتو ټول نړېوال تړنونه لاس ليک کړه. د بېلګي په ډول:

(Nuclear Non Prolieferation Treaty = NPT)

(Comprhensive Test Ban Treaty = CTB)

اتوم تاريخ

دنړېوال اتوم انرژي سازمان پخپله هم يو په زړه پوری او ددرس نه ډک سرليک لري چې دنړيوالې دويمې جګړې سره تړاو لري.

په ١٩٤٥ ع کال کې داګست مياشتې په شپږمه نېټه ددويمې نړيوالې جګړې په پاې کې امريکايي واکمنودنړی په پېښليک کې لوموړی اتوم بم چې دکود نوم يې کوچنی هلک وه (Little Boy) دجاپان په ښارهيروشيما باندې واچول شو. دموموړي اتوم بم دچاودنې ثمره یا نې د چاودنې انرژي يې لږ څه دیارلس زره ټنه ټي ان ټي او دچاودنې بډاې شوي رادیو اکتیوموادیې یورانیم دوه سوه پېنځه دیرش (Uanium-235) او دهستوي وسلې تخنیکي جوړښت يې دتوپک په ډول(Gun type) اوږد او استوانه يې شکل درلود. ټي ان ټي TNT يو ډول کيمیاوي چاودیدونکی مرکب دی چې دهستوي انرژي د واحد په ډول ورڅخه کاراخیستل کیږي یانې د چاودیدونکو موادوقوه اټکل کوي. دبیلګي په ډول دیو کیلوګرام ډبرو سکرو دتودوخي انرژي د لږ څه اته کیلوګرامو ټي ان ټي TNT کیمیاوي انرژي سره سمون خوري.

په ١٩٤٥ م کال داګست میاشتې په نهمه نيټه دجاپان په یوه بل ښارناګازاکی باندې دپلونیم(Plutonium -239) کروي شکله یانې غونډاري په ښان غونډ منډ دویم اتوم بم واچول شو چې دکود نمبرنوم یې مزی هلک (Fat Man) او دچاودنې ثمره يې لږ څه شل زره ټنه ټي ان ټي TNT چاودیدونکو موادوقوه لرله.

داتوم بم دچاودنې په کړنلاره کې ازاده شوې انژي په دریو برخوویشل کیږي.

دلومړي اتوم بم په چاودنه کې دجاپان یوسلوپېنځوس زره (150 000) او دويم اتوم بم په چاودنه کې دعام ولس اویا زره (70 000) بېګناه وګړو سمدلاسه خپل ژوند دلاسه ورکړ. همدارنګه په زرګونووګړي د وینې سرطان په ناروغی (Leukämia)اخته او د لسوکالوپه موده کې مړه شول. دنړيوال دويمې جګړې څخه وروسته دګڼ شمير هیوادونوپه تیره بیا امریکا، روسیه، انګلستان او فرانسې تر منځ دهستوي ازموینواو هستوي وسلودجوړولونه پوخلا کیدونکې سیالي پیل شوه.دبیلګي په ډول داګست میاشتې په دوولسمه نيټه ١٩٥٣ م کال دروسیې هیواد دهستې فزیک پوهان د اندرې زاخاروف (Andrei Sacharov) ترلارښوونې لاندې دهایدروجن بم په جوړولوبريالي شول. په دې اړوند ځينې ليکنې په ډاګه کوي چې يو جرمنی فزيک پوه کلوز فوکس (Klaus Fox) چې دامریکا د اتوم پروګرام په پروژه (Mannhattan Project) کې يې کار کولود هایدروجن بم تکنالوژي په پټه سره روسې ساینس پوهانوانو ته د پیسو په بدل کې انتقال کړې ده. دنوموړي هایدروجن بم د چاودنې قوه د اتوم بم په پرتله سل ځله ډیره وه. د یادول وړ ده چې ادرې زاخاروف د یوه نامتو فزيک يوه په صفت پهافغانستان باندې دروسانويرغل په ملي او نړیواله کچه وغندلو.

څرنګه چې دامريکا واکمنودنړی په نورو هیوادوکې داتوم بم تکنالوژي دپرمختیا مخه نوره نه شوه بندولای او دهستوي انرژي ځانګړی قدرت او مونوپول یې دلاسه ورکړ نو په ١٩٥٣ م کال ددسمبر میاښت په اتمه نیټه دامریکا ريئس جمهورایزن هاور (Eisenhower) دملګرو ملتواوه څلویښتمې عمومي غونډې ته ترلاندني عنوان يوه نامتووينا وينا وکړه.

نوموړي ريئس جمهورد هستوي وسلو د بنديز په تړل وديوه نړيوال بې پلوه کنترول کوونکي اوڅارونکي سازمان وړانديز وکړ. دامريکا ريئس جمهوردخپلې وينا په ترځ کې په دویمه نړيواله جګړه کې دامريکا له خوا په جاپان باندې داتوم استعمال د ټول بشر اوچاپريال د تباه کولوخطرناکوپایلې ته ګوته ونيوله اوپه ډاګه يې کړه چې په هستوي جګړه کې به هيڅ هیوادبريالی نه شي چې دجګړې ډګروګټي نو له دې کبله ضرورده چې دملګروهیوادوغړي هیوادونه په ګډه سره يو نړيوال سازمان جوړکړي. دیوه داسې بې پلوه سازمان نوم بیا وروسته دنړيوال اتوم انرژي سازمان (International Atomic Energy Agency =IAEA) وټاکل شو. د نوموړي سازمان دګڼ شمیرنورودندوبرسیره ځينې په لاندې ډول دي.

  • [[ غړي هیوادونه به ددې ضمانت کوي چې هر ډول راديو اکتیوموادلکه يورانيم Uranium-2235)، پلوتونیم(Plutonium-239)، ښټرونسیم-90(Stroncium-90) سیسزيم ،(Cesium-137) او کوبالټ (Cobalt-60) دتند لارواووران کارو څخه خوندي وساتي تر څو دهغوې لا شته وه نه رسيږي او په دې توګه د یوه خچن بم (Dirty bomb) دجوړولو مخه ونیول شي. (يوخچن بم يوداسې بم ته وايي چې دکیمیاوي چاودیدونکو موادواود پاس یادشووراديو اکتیوايزوټوپو څخه جوړشوی وي.]]
  • [[غړي هيوادونه به دمرکزي سازمان (IAEA) څخه په اتومي بټيیو (Nuclear Reactor) کې دبريښنا انرژي دتولید په خا طرهر ډول علمي او تخنیکي مرستې تر لاسه کوي خو په بدل کې به تل د نړيوال اتوم انرژي څارونکو له خوا کنترول کيږي تر څو دتوليد شوي پلو تونیم (Pu-239) څخه داتوم بم دجوړلو په موخه ناوړه ګټه پورته نه شي. ]].
  • [[په راديو اکتیویانې وړانګې خپروونکوموادوباندې د چاپریال دککړتیا کچې کنترول او دهغه خوندي ساتل تر سره شي. نوموړي مواد د هستوي ازموينو، هستوي وسلواو اتومي بټيود کار په پایله کې منځ ته راځي]].

نن ورځ داتوم انرژي څخه دژوندانه په بیلوبيلو برخو لکه درمل پوهنه، زراعت، دڅيړنوپه علمي او تخنيکي څانګواو په تیره بیا په اتومي بټیو کې د بريښنا دتوليد په موخه کار اخیستل کيږي. دبيلګي په ډول دنړی بريښنا لږ څه دیرش په سل کې داتوم بټيو څخه لاس ته راځي. په ١٩٦٥ م کال کې دافغانستان نامتواوعلمي شخصيتونوهر يو خدای بښلی پوهاند عبدالغفا رکاکړ اوخدای بښلی پوهاند عبدالقيوم وردګ دنه ستړې کیدونکو هلوزلو په پایله کې چې دافغان ولس له خوادستاينې اوافتخاروړدي ، دنړيوال اتوم انرژي سازمان څخه دکوبالټ تیراپي دستګاه (Cobalt-60 unit) تر لاسه کړه ترڅودسرطان ناروغی د درمل په موخه د عالي آباد په روغتون کې ورڅخه ګټه واخیستل شي. نوموړی کمزورې کوبالټ شپيته راديو اکتیوسرچينه( Source) چې داګست میاشت ١٩٩٩ م کال کې يې دانرژي ډوزقدرت په شپيته سانتي متره واټن ، په سل سانتي متره مربع سطحه لو يوه دقیقه کې لږ څه پـېنځه سانتي ګری (5 cGy/min) اټکل شوی دی دناروغانو ددرمل په موخه ورڅخه کارنه شي اخیستل کيدای. داځکه چې نوموړې دستګاه د ننی ورځې نړيال ستانډارډ ي معیارونه په هيڅ ډول نه شي پوره کولای. کله چې په ١٩٧٩م کال کې روسانودافغانستان په خاوره يرغل وکړ نود اتوم انرژي لپاره ټولې تخنیکي نړيوالې مرستې بندې شوی. خو دکابل پوهنتون دفزیک دیپارتمنت داستادانو په نوښت سره بیا هم دملګرو ملتواو دنړيوال اتوم انرژي سازمان څخه لاندنی پروژي تر لاسه او په کارواچول شوې.  ١- دلمر انرژي پروژه ٢- دهستوي الکترونيک لابراتوار ٣- داکس وړانګو (X-Ray) په واسطه د معدني ډبروت تجزيه او تحليل  په ١٩٨٦ م کال کې دچرنوبيل هستوي پيښی له کبله ددې اړتیا ولیدل شوه چې په راديو اکتیوموادوباندی دچاپريال ککړتیا د ګاما شپېکترومترې دستګاه (Gamma Spectrometry) په مرسته سره په ټول افغانستان کې اندازه شي. نوموړې اله د نړيوال اتوم انرژي څخه وغوښتل شوه.