د افغانستان دوه گونديز کمونیزم (پرچم،خلق)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان دوه گونديز کمونیزم (پرچم ، خلق) په انگرېزي ژبه (Afghanistan's Two-Party Communism: Parcham and Khalq) د افغانستان د کمونیستي رژيمونو په هکله يو لاسوندیز او چاڼيز کتاب دی چې د امريکني لیکوال انتهوني آرنولډ (Anthony Arnold ) لخوا په کال ۱۹۸۳م زېږديز کې په انگرېزي ژبه لیکل شوی او په همدې کال خپور شوی.دغه کتاب کې د افغانستان په خاورې د روسانو د يرغل له ۱۹۷۹م زېږدي څڅه تر ۱۹۸۳م پورې څېړنیز او شننيز مالومات ثبت شوي او د هغوی د نېغې سياسي لاسوهنې په هکله لاسوندیزه مالومات راټول شوي ، همدارنگه په افغانستان کې د پرچم او خلق گوندونو د نوموتو گوندمشرانو مرکې او ژوندلیکونه په کې لیکل او خپاره شوي .

لیکبڼه يې[سمول]

د کتاب لیکبڼه انگرېزي ده او تر اوسه په ډېرو ژبو ژباړل شوی .

سکالو يې[سمول]

د کتاب سکالو په افغانستان باندې د پخواني متحدې روسيې د يرغل او د هغوی ملاتړ يې د دوه گوندیز کمونیست گوندونو (پرچم او خلق) په هکله لاسوندیز وړاندې شوي .

سرچینې[سمول]

  1. [۱] Archived 2015-10-08 at the Wayback Machine.

وېشنیزه کتابونه[سمول]